پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

«
»

ولسمشره! خوله دي خطاوځي که نابلده يې

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

زموږ په هیواد کې اسلامي ، کلتوري او دودیزو اصطلاحاتو ته په لوی لاس او يا خو له خپل کلتور او دودونو سره د نابلدتیا له امله بدلون ورکول کیږي.

د پوهنې وزارت په نصاب کې د امریکا د نړیوالي پرمختیايې ادارې د پيسو او ځانګړي بودجې له امله همدا کار وشو، د هلوکانو د نومونو پرځای د نجونو نومونه په نصاب کې ددي له پاره ځای شول چې دغه کلتوري ټولنه چې کله ډاکټر ته ورشي د خپلې میرمنې نوم ورته نه وايې له دي سره یې عادت کړي چې په عامو مجالسو کې د خپلې کورنۍ د میرمنو نومونه یادول ورته عادي شي.

په لویدیځه ټولنه کې چې ډیر وخت د کوم هلک پلار معلوم نه وي ولي مور يې معلومه وي، په پاسپورټ او دهغه په تذکره کې يې د پلار د نوم له ستونزو سره مخ وو، له همدې امله اوس په لویدیځ او امریکا کې تر ډیره هلوکان د مور په نوم پېژندل کيږي، او په اسلام کې اصل دادی چې اولاد او د بچیانو پېژندګلوي د پلار په نوم کيږي.

محمد (صلی الله علیه وسلم ) بن عبدالله ، ابوبکر بن  ابي قحافه، عمر  رض بن خطاب ، عثمان  رض بن عفان او علي رض  بن ابي طالب، عبدالله ابن مسعود رض، عبدالله ابن عمر رض او داسي نور…

زموږ په کلتوري ټولنه کې هم چې کله یو ځوان مشرانو ته معرفي کيږي نو د پلار په نوم معرفي کيږي، او وايې چې د فلانکي کاکا  زوی دی.

په لیري پرتو سېمو کې یو اصطلاح کارول کیږي، د ځوانانو او ځانګړي ډول هغه هلوکان چې عمرونه یې د ۱۲-۱۸ کلونو وي کله چې په یوخبره همنظره نه وي او یاخو يې تر منځ جنجال راشي نو یو هلک ورته وایې :

که ته رښتیا د خپل پلار زوی يې نو داکار به وکړي

هدف يې داوي چې مقابل لوري ته خپل زور ورښکاره کړي، او داهغه خطرناکه کلیمه ده چې که مقابل لوری هغه کار چې اشاره ورته شوې  ونه کړي، نو ددي جملي له امله هغه د خپل پلار حق نه شي اداء کولای، او په عموم کې يې معنی داده چې ستا پلار معلوم نه دی.

مقابل لوری بیا ورته وایې  :

که داکار مې ونه کړ نو زه به د خپل پلار زوی نه یم

له همدې نه کله ناکله شخړې منځ ته راځي، حتی مرګ او ژوبله ورڅخه پيښيږي،  او کله بیا درېم ګړي هلک یا هلوکان د دوو مقابل لورو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او له جنګ او جنجال څخه يې وژغوري، یو هلک به هڅه کوي چې هغه کار وکړي چې د کوم پېغور ورکول شوی او بل هلک دي ته منتظر وي که هغه هلک هغه کار کوي دی باید پري حمله وکړي.

ولسمشر غني هم چې ډیر وخت يې په لویدیځ کې تیر شوی، تیر وختونه يې په اسلامي او شرعي اصطلاحاتو کې تېروتنه کړي داځل يې په یوه ډیره عامه افغاني او کلتوري اصطلاح کې فاحشه تېروتنه وکړه، دلته څوک داسي نه وایې چې:

که دښمن ته ننواتي ورغلم د خپلې مور زوی به نه یم، بلکې وايې  که دښمن ته ننواتي ورغلم زه به د خپل پلار زوی نه یم. لا هم دلته هغه ستونزه نشته کومه چې غرب کې ده، دلته د هلوکانو پلار معلوم وي، نو ځکه يې د مور ذکر ته اړتیا نه لیدل کيږي.

دا هم باید ومنو چې دلته په هیواد کې ډیري دینداره او په هیواد مینې میرمنې تیرې شوې، او موږ د احمدشاه بابا مور زرغوني انا له نوم سره دهغه د پلار تر نوم ډیر بلد یو، هغې کارنامه کړي وه، خپل زوی احمد ته يې ویلي و چې کله دښمن د ښار تر څنډو راورسید نو بیا کندهار ښار پر دي نه شي ساتلای چې تر ښار ګردچاپیره دیوال راتاو کړئ.

عینو ادې بله میرمن وه چې میړه يې له احمدشاه بابا د لښکرو سره د له هند څخه تر جګړې وروسته د شپې مهال کندهار ښار ته راستون شو، مشر يې د لښکر کسانو ته ویلي وو چې سهار به کورونو ته ځئ، خو د عینو ادې میړه پرته له اجازې يه نیمه شپه کې کورته روان شو، کله چې يې له میرمنې څخه د دروازې د خلاصیدو غوښتنه وکړه، هغې نومیالۍ ورته وویل چې د لشکر د مشر په اجازه کورته راغلی يې که پرته له اجازي په دي نېمه شپه راغلي، خاوند يې وویل چې په پټه راغلی یم، میرمنې يې دروازه ورته خلاصه نه کړه ، ورته يې وویل چې بیرته خپلو ملګرو ته ولاړ شه چې کله د لښکرو مشر درته اجازه وکړه بیا به تاته د کور دروازه خلاصیږي.

د ملالۍ میوندۍ نه پلار او نه مور ډیره مشهوره ده ، ددې خپله کارنامه وه.

د ولسمشر هره خبره د محاسبې وړ وي، او خلک ورته متوجه وي، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف ولي خبرې د کاغذ له مخې لولي؟ هغه د همدغسي تېروتنو څخه ویره لري.

د نړۍ ډیر مهم مشران به تاسي لیدلي وي چې کله واک ته رسيږي هغوی په خپلو خبرو کې ډیر احتیاط کوي او ډیر ځله یې د کاغذ له مخې لولي، خو ولسمشرغني د کاغذله مخې هم له تېروتنو سره مخ کيږي او بیا بخښنه غواړي.

سلیمان لایق چې زه يې له افکارو او پخوانیو کړنو سره مخالف یم خو داخبره يې ماته خوند راکوي چې وایې

په خره سپریدل یو شرم دی او له خبره څخه کښته کېدل بل شرم دی. اصلا خو دا د پښتنو یو متل دی، خو د سلیمان لایق په خوله ځکه خوند راکوي چې هغه وایې چې کوم څه مې کړي او داچې په خره سپورشوی وم، اوس که په نېمه لاره کې ورڅخه کښته کیږم او د خلکو د خندا له امله داکار کوم دا بل شرم دی.

دښمن ته ننواتي نه ورځم، معامله نه کوم، هیواد تجزیې ته نه پريږدم.

د کمپاین پرمهال چې اشرف غني اماراتو ته ولاړ او طالبانو څخه يې غوښتنې درلودلي چې که طالبان د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال لږ سهولت وکړي، آیا دا ننواتي نه وه؟ کوم داسي طالب چې اوس هم د طالبانو په لیکو کې مهم رول لري تاسي ته کله کابل ننواتي  راغلي دی؟

داچې  تاسي ویل چې سهامي شرکت به نه جوړوم او له هیچا سره به دواک پر سر جوړجاړی ونه کړم، آیا له عبدالله عبدالله سره واک شریک کول ستاسي له خوا هغوی ته خیرات وو؟

داچې تاسي په هرات کې وویل چې نور به د معدنونو ډبري نه قاچاق کیږي ، او که چا له دي ورځي ورسته قاچاق وکړ او مايې مخه ونه نیوله زه به د خپلې مور زوی نه یم، پر سبا يې قاچاق کوونکو ستاسي د سپکاوي له امله د قاچاق  ډبرو د کاروان ویډیو خپره کړه، آیا تاسي هغه ویډیو ونه لیدله؟

داچې ملاعبدالسلام ضعیف صاحب مو له قطر څخه راوغوښت او په ارګ کې مو دوه په دوه ورسره ولېدل هغه درته وویل چې ستاسي دا ډول پېغام زه طالبانو ته نشم رسولای، ولسمشره دا ننواتي نه ده؟

داچې له پاکستان سره مو امنيتې تړون وکړ او دولس د فشار له امله د تعلیق په حالت کې پاتې شو، آیا دا معامله نه وه؟

داچې پاکستان ته مو د پاکستاني طالبانو د ډلې مرسیتال حکیم الله مسود وسپاری آیادا معامله نه وه؟

داچې سعودی ، چین او پاکستان ته مو سفرونه وکړل چې پر طالبانو فشار راوستل شي، آیا دغو هیوادونو ته ستاسي ننواتي نه وه؟

داچې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره مو موازي حکومت ومانه، آیا د هیواد د تجزيې له پاره لومړني قدمونه نه دي؟

داچې په شمال کې مو بیا ځل واک هغه چا ته وسپاری چې هغوی عملا د هیواد د تجزيې له پاره کار کوي، آیا دا به تاریخ نه لیکي چې ستاسي په وخت کې د امریکايې سناتورانو جان مکین او ګراهم د افغانستان د تجزيې پلان عملي کيږي.

داچې هغه چاته واک بیاځل سپارئ چې هغوی وایې چې شمال لس کاله وروسته جلا کوو، ولي يې اوس نه جلا کوو، آیا تاریخ به له هیواد سره ستاسي دغه دښمني پټه کړي؟

او داچې د واک له پاره مو له امریکا سره امنيتې تړون لاسلیک کړ، آیا معامله نه وه، چې هیواد کې پردي پوځیان زموږ ولس ووژني.

داچې په انګور اډه کې پاکستان دروازه جوړوي، داچې د ننګرهار په ځینو سېمو کې د پاکستان له خوا د افغانستان خاوره لاندی کیږي، او حکومت پري سترګې پټې کړي آیا تر شا يې معامله نه ده شوې؟

باوري یم چې پرته له سولې چاره نه لرو، داکه په ننواتي کیږي ، که په زور کيږي او که له بې طرفه افغانانو څخه د مرستې په غوښتلو کيږي، موږ ولس سولې ته اړتیا لرو، جګړي ځپلي یو، او له جګړو څخه ستړي شوې یو، امید دی چې دسولې له پاره عملي اقدام وکړئ، او زه خو وایم که ته رښتیا د خپل پلار زوی یې نو د سولې له پاره به عملي اقدام وکړي، ولس ته به امن راولئ، د خپل واک د بقا له پاره به افغان ولس په پردیو ونه وژنئ.

په پای کې ددی له پاره چې  څوک غوصه او خفه نه شي، د ډاکټر انوارالحق احدي صاحب داخبره مې ډیره خوښه شوه چې ویل يې دوستان او خواخوږي سړی تر هغه ډیر لوړ او مهم ښيئ څومره چې وي، د سیاستوال له پاره همداسي په کار ده چې پر دي خبره پوه شي چې خلک يې بې ځایه لوی او غټ ښيې، او سیاستوال باید پر دي پوه شي چې څومره واک، صلاحیت او زور لري.