نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

زموږ راتلونکي نسلونه کوم طرف ته روان دي

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن فیبروري ۲۰۱۴ کال

زموږ دهیواد راتلونکي نسلونه د افغانستان راتلونکې جوړوي او د افغانستان میراث خواره او سرغنه نسلونه شمیرل کیژی ، خو مهمه خبره داده چې راتلونکي نسلونه په افغانستان کې د میندو او پلارو له خوانه په څه ډول ، کومه روحیه او دکوم فرهنګ او کلتور سره لوییژي او د وطن راتلونکې به په څه قسم په لاس کې نیسي  ټول مسولیت ېې د والدینو په غاړه دی ، اول خو باید یاد اور شم چې ماشوم دوه ضرورتونه لري ( تربیه او تحصیل یا تعلیم ) چې تربیه کاملا دمور په غاړه ده او تحصیل یا تعلیم دپلار په غاړه دی ، او بیا په مجموع کې ددواړو ( مور او پلار ګډ مسولیت دی ) ، مور چون همیشه تر ډیره وخته یعنې دولادت له لومړۍ ورځې نه بیا تر هغو پورې چې ماشوم تخمینا دری یا څلورکلن کیژي او په خبرو او د شیانو په استعمالولو او د جملو په استعمالولو پوهیژي او شروع کوي او خبرې پیل کوې تر دغو دمه باید مور د ژوندانه ټول نزاکتونه ( خبری کول په ټیټ اواز او کراره ، ارږمۍ ایستل او خوله پټول ، توف کول او اوسیلۍ ایستل ، پزه کشکول یا سڼول ، چیغی وهل ښه نه دی ، ژړا ښه نه ده ، ډوډۍ خوړل ، اوبه او چای څښل او چای نه پوکول یا کشول ، قاشقه او پنجه نیول ، که په لاسو ډودۍ خوري دبل طرف ته لاس نه اوږدول ،د مجلس په وړاندې پښې نه غځول ، د خلکو په منځ کې نه خندل ، په چا نه خندل ، سپین ژیرو ته احترام ، جنګ او خپړې دنورو سره نه کول ، په خپلو منځوکې یو بل ته کنځل نه کول ، په خپله ماشومانو ته نه په قهر کیدل او نه وهل ، ددوی دوړاندې په میړه یا نورو او لادو نه په قهر کیدل ، دوی همیشه په پوره ښو نامو او القابو یادول ، ددوی دوړاندې رداو رفظ نه ویل یعنی خرابی خبری نه کول ( ځکه تر دغو سنه ماشومان هر څه کاپي کوی لکه حیوان د غریزې خاوند وي ) او بیا چې قانونی سن ته رسیژي د عقل خاوند کیژي او بیا د تعقل او فکر په حساب د عقل نه کار اخلی او ټول حرکات ېې عقلانی کیژي ، دلته ډیر نور شیان هم شته خو د مضمون د اوږدیدو په خاطر نه غواړم په هغو نور بحث ته ادامه ورکړم ، اوس د پلار وظیفه چې تعلیم یا تحصیل دی تاسې ته معلومات وړاندې کوم ، پلار دماشوم ټول د ژوند ضروریات د ( څښاک نه شروع تر غذا – کالیو -د مکتب لباسونه – قلم او کتابچې – بوټونه دهر موسم له پاره – تر مکتبه بیول او راوستل- جیب خرڅ – دسپورت لوازم – تفریحی شیان کنسرتو -سینما- سرکس – پارکو – ته بوول او سپورتونه ورښودل ) جومات ته بوول او دطالب یا ملا تر قوماندې لاندې کینول او سپاره بغدادی یا اوله سپاره دقران کریم او پنج کتاب او خواجه حافظ ورته رانیول او د ملا یا طالب له طریقه ورزده کول او په وادو او تویو کې ورته خلک معرفی کول او ورشودل ، خو دلته غواړم یوې ډیرې خرابې پدیدې ته اشاره وکړم او هغه دا چې ځنې پلارونه او میندې ماشومانو ته ( رقصونه او بازي ورښيي ) او بیا ماشومان په کورو کې د لوګر او شمالي سازو ته رابولي راشي وګډیژۍ ، درسته نه ده مخصوصا نن په تلویزیونو د افغانستان کې د ماشومانو رقصونه او نڅاوې دومره زیاتې شوي دی چې تر اندازی زیات ، مجاهدینو پرون د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان په حکومت او یوازنی ملي تلویزیون نیوکې لرلې چې نجونی رقصوی- لوڅې ښځې خواندنونه کوي او نیمه سیکس فلمونه ګوري ، په داسې حال کې چې دمجاهدینو د حاکمیت په دوران کې دومره فحشا زیاته شوي چې نن په غرب کې هم نشته ده او بچه بازی چې دمجاهدینو اساسي ډنده وه نن علنیت وښودو او وزارت اطلاعات او فرهنګ په ځای ددې چې د ماشومانو او ځوان نسل له پاره په زړه پورې مختلف ډول ډول معلوماتی – ساینسی- انجینری- مهندسی- تخنیکی – لاسی کارونه – قلمی کارونه – د ګنډلو کارونه – رسا می – خطاطي – ګل دوزي – او ډیر نور لاسې کارونه ) په تلویزیونو کي دیوه ساعت له پاره البته دهر تلویزیون له لارې عام کړې دیوې خوانه به د راتلونکي نسل استعدادونه روزل شوي وو او دبلی خوانه به دهیواد نوۍ نسل دیوه مبتکر او مخترع نسل په حیث را لوی شوۍ وو ،مګر بد بختانه کله کله چې ما د ( څوک غواړي ملیونر شي ) پروګرام لیدو او هلته ما لیدل چې زموږ د لیسو او پوهنتون محصلینو د خپلو ولایاتو مرکزونه – دافغانستان مشهور غرونه – د افغانستان مشهور دریابونه – دنړۍ دهیوادو پایتختونه – او د افغانستان د تیرو ریس جمهورانو نامونه ، نه وو زده او همدارنګه زموږ محصلین نه پوهیژي چې څو تنظیمونه په افغانستان کې دی او څو سیاسی احزاب شتون لری ، د مدنی سازمانو او سیاسی احزابو فرق نه شي کولای ، محصلین نه پوهیژي چې افغانستان زراعتی هیواد دی که صنعتی او تعریف دکلتور او فرهنګ نه پوهیژی دسیاست او اقتصاد په تعریف نه پوهیژي ، ددغو ټولو نواقصو مسولین زما په عقیده په لومړي قدم کې ( وزیر صاحبان – معین صاحبان – ریس صاحبان – مدیر صاحبان او بل اخره استادان دی ) ، زه له یوه هلک نه چې د لسم تولګي شاګرد دی پوشتنه کوم چې ۱/۵ زیاد است یا  یک صحیح یک بر دو نو دۍ را ته واي چې ۱/۵ زیاد دی ، په داسې حال کې چې دواړه یوشۍ دی یعنی ( نیم ) دی ، خو یو په اعشاریه او بل ېې په کسر لیکل شوي دي، که په مکاتبو کې د ماشومانو له پاره لابراتوارونه – عملي لاسي دکار خونی – ورکشاپونه – دوړو ترمیماتی ماشینو نصبول – د تخنیکی شیانو مودلونه – رسمونه – رسم تخنیکونه – دکارتونی جوړول- دلاسې صنایعو مواد او کارګاوې – دګنډلو ماشینونه – دکالیو جوړول – دریشي جوړول – د بوټیو او نیالګیو پیوندول او ایشودل – د ګلانو ډولونه ،روزل يی – دبرقی سامانو ورکشاپونه – دساعت او موبایل ترمیم او جوړول او د محاربوی تخنیک پرزې او جوړول ېې – دطبی سامان الاتو ترمیم او جوړول ېې او ساعتیریو سامان الات جوړول او ډیر نور شیان چې تر ننه پورې نه وزارت فرهنګ او نه وزارت معارف او نه وزارت تحصیلات عالی او نه هم وزارت دفاع ورته توجه وکړه ، زما هیله په هیواد کې دننه او بهر د افغانانو نه داده چې راځي دهغو چا له پاره چې هنوز دمور په نس کې دی یو غوړیدلۍ او بیسا او با امنه مترقی هیواد جوړ کړو ، په اخر کی لازم ګنم چې رقص او موسیقی د ژوند مالګه او دهر انسان مخصوصا ملانو له پاره هم ضروری ده او خوشیژي ېې خو هر شۍ په اندازه او خپل وخت سره .