آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

بحران روایت ملی در افغانستان؛ غلبه گفتمان‌های قومی و ایدئولوژیک

نویسنده: مهرالدین مشید  بحران داعیهٔ ملی و جست‌وجوی رهبری راستین در…

نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

 افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

«
»

پولنډيان د ازادۍ، اوکراین، سکاټلنډ او افغانستان کې ځينې يې د غلامۍ شکرانه ورکوي

لیکوال او شنونکی : نظرمحمد مطمئن

پولنډيان د ازادۍ شکرانه ورکوي، د اوکراین، سکاټلنډ او افغانستان خپل ګټي ځينې مشران د غلامۍ شکرانه اداء کوي.

د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته په منځنۍ آسیا کې ډیرو هیوادونو خپلواکې واخستله، له هغې  جملې دوه مهم هیوادونه  پولنډ (هنګري)  او اوکراین هم  ؤ.

پولنډيانو چې کله ازادي او خپلواکۍ اعلان کړه، د پخواني کمونسټي بلاک شوروي اتحاد (اوسنۍ روسيې) سره يې خپلې ټولې اړيکې پري کړي، او د کمونسټ د وخت نظام د سیسټم پر ځای يې په هیواد کې نوی اروپايې اقتصادي او ښوونيز او امنيتي سیسټم غوره کړ. د حکومت نظام  يې په ناڅاپې او يومخیز ډول ۱۸۰ درجې تغیر کړ، داسي تغیر چې په هغه وخت کې د پولنډ ځینې کسان ورسره مخالف ؤ، هغوئ فکر کاؤ چې پولنډ به له لوی بحران سره مخ شي. پولنډیان چې ځيرک او خواري کښ خلک دي، په تیرو ۲۵( په ۱۹۸۹ کې يې خپله پوره ازادي واخستله) کلونو کې يې هومره پرمختګ وکړ چې نړۍ يې حیرانه  کړه، اوسمهال  هغه پولنډ چې ۱۲۰ کلونه د ځمکې پرمخ او جغرافیه يې نوم نه ؤ، د نورو هیوادونو مستعمره پاتي شوی ؤ، د جرمني او روسيې او نورو لويو هیوادونو د کشمکش  قرباني شوی ؤ، د اروپايې هیوادونو په سر کې قرار لري.

 دغه ځپل شوې ملت چې کله ازادي واخستله، خلکو او حکومت يې په ګډه پریکړه وکړه چې هر پولنډی وګړی مجبور دی چې د ازادۍ قیمت وساتي او د ا زادۍ شکرانه په خپل عمر کې د ژوند ترپایه ورکړي، نن هر پولنډۍ وګړی دازادۍ په نوم هر کال يو معین اندازه پیسې د حکومت بودجې ته ورکوی، هغوئ د ازادۍ په خوند اوقیمت پوهیږي، او دا چې په خپل هیواد پولنډ کې ازاد اکیسجن تنفس کوي، د بل چا غلام نه دی، هر پولنډی فکر  کوي چې د هیواد پاچا دی، هر پولنډی فکر کوی چې دهیواد ساتنه پر ده فرض ده. ددوی د ازادۍ او هیواد سره ددغي بې کچې مينې يو مثال داهم دی چې د افغانستان څخه يې هغه ټانک چې په دوېمه نړيواله جګړه کې پولنډي عسکرو کارولی ؤ په ډیر مهارت سره د ډیر لږ قیمت په مقال کې خپل هیواد ته يووړ، اوس يې د وارسا د پوځي موزیم په هغه تر ټولو مهم ځای کې هغه ټانک د خلکو نندارې ته وړاندي کړی. کاش زموږ مشران هم د پولنډيانو په ډول  د ازادۍ په خوند پوهیدلای.

پولنډيانو ونه غوښتل چې د روسيې ګاز ، پټرول او ډیزل په ارزانه بیه وکاروي، او ويې نه غوښتل چې په راتلونکې کې د روسيې احتیاج هیواد وی، هغه ګاز چې  روسانو په ډیر ارازنه بیه ورته پشنهاد کړه، پولنډيانو ښه وګڼله چې لس چنده يې ګرانه واخلي، دا ډول پټرول او ډیزل، مګر د روسانو سره د لکۍ بنديدل يې ونه منل او په راتلونکې کې د روسانو د استعمار تصور يې درهم برهم کړ.

برعکس اوکراین چې يو شتمن هیواد ؤ، د تورې بحیري په څنډه پروت ښکلي هیواد، له هر پلوه  په ځان بسیا هیواد، ډیر لوی علمي مرکزونه لري، ډیرې لویې حربي او ملکې فابريکې يې درلودلي، د ساحل په غاړه د نړيوال تجارت له پاره يې ګودرونه درلودل، مګر دغه غلام ملت چې د ازادۍ په خوند او قیمت نه پوهیدی، همداسي يې په خپلو غاړو کې د غلامۍ رسۍ تړلي وساتله، زما هدف ټول اوکراینیان نه دي، بلکه د هغوی ځینې مشران  او هغه کسان چې د روسانو په غلامۍ افتخار کوي.

کله چې د اوکراین پخوانی ولسمشر ويکټوریانوکویچ له واک څخه لیري شو، سمدستي يې خپل بادار روسيې ته منډه واخستله، هلته يې پناه واخستله، او دخپل هیواد د ټوټه کيدو او جلاکیدو په پلان کې يې له روسانو سره پوره مرسته وکړه، کريمیا روسانو له اوکراین څخه جلا او په روسيې پسي يې وتړله، اوس لګيا دی، غلام طبیعته اوکراینیان  ازادۍ په غلامي بدلوي.

داهرڅه د اوکراین د مشرانو غلط سیسټم او غلام فکر ؤ، کله چې روس پلوی ولسمشر  له واک څخه لیري شو، روسانو په اوکراین، خپل ګاز، پټرول، ډیزل او خوراکي مواد بند کړل، د اوکراین خلکو چې همهه مهال کله چې يې له روسيې ازادي اخستي وه، بیا يې هم د روسيې پوره مداخلي ته اجازه ورکړي وه، ددي پرځای چې د ازادۍ قیمت اداء کړي، د روسانو کوپن ته لاهم سترګې په لاره ملت ؤ، اوس چې قیمتونه یو ناڅاپه ډیر  زیات لوړ شول، ځيني شیان ۵۰٪ لوړ، او هر څه ۱۰٪ لوړ شول، د اوکراین بانکونه چې د فساد او اختلاس له امله خالي شوي، حکومت  توان نه لري چې مامورینو ته پیسي ورکړي، او مامورین يې هم مفت خواره اموخته شوي ؤ، اوس نو مجبوره دي چې د روسيې غلامي به مني، که د پولنډ په ډول يې دخپل هیواد د ازدۍ په لومړيو کلونو کې ازاد او د نورو له داخلت څخه پاک حکومتي او اقتصادي سیسټم جوړ کړی وای، نن به د اوکراین خلک له دغه ډول بد برخلیک سره نه وای مخ شوي.

د سیپټمبر ۱۹مه ۲۰۱۴ د  بریتانيې د مستعمره هیواد سکاټلنډ خلکو د بریتانيې سره د پاتي کیدو او جلاکیدو له پاره ریفرنډم او انتخابات وکړل، سکاټلنډ چې تر ۳۰۰ زیات کلونه کيږي د بريتانيې تر واک لاندي دی، فکر کیدی چې داځل به ډیری سکاټلنډيان د هیواد د ازادۍ له پاره خپلې رايې وکاروي، مګر  ددغه هیواد نږدې ۵۵٪ خلکو د بريټانيې سره د پاتي کيدو او غلامي  په حق کې رایه ورکړه، بیا ځل برتانويانو وغولول، کله چې د ازادۍ له پاره ټولپوښتنه رانږدې شوه، د بریتانيې لومړي وزیر ډیوډ کامرون ډول ډول غولونکې وعدې ورکړي، د ازادۍ له خوند او قیمت څخه ناخبره سکاټلنډيانو هم په اکثریت سره پریکړه وکړه چې د څو لسیزو او يا د کامرون په خبره د يو بل نسل له پاره له بریتانيې سره پاتي شي، او خپل واک يې انګریزانو ته ورکړ.

خو ددي هر څه سره سره  هغه سکاټلنډيان چې د ازادۍ غوښتونکي دي وایې چې خپلې هیڅې به جاري ساتي، او د ازادۍ غوښتونکی د سکاټلنډ مشر وزیر الېکس سلمونډلو غواړي نور  استعفاء ورکړي.

د افغانستان په اړه حقایق ویل هم ورته ستونزه لري، دغه هیواد دتاریخ په اوږدو کې د لويو امپراتوريو د تاړاک ځای ؤ، دلته چنګیز، مغل، لوی سکندر، انګریز، شوروي او امريکا خپل زور وازمایه، ددي ترڅنګ  فارس امپراتوري هم خپل بخت ازمویلی ؤ، وروسته د فارس ځای نایستي ایران هیواد هم څوځله په ګران هیواد تاړاک کړی دی، مګر د ګردو استعمارګرو قوتونو لاس او پښې دلته پرې شوې دي. ولي دغه ازاد ملت چا په ارامه هم نه دي پري ايښې چې د ازادي له ښه نعمت څخه خوند واخلي.

په راونه پیړۍ کې چې دا دوېم  ستر قدرت (امریکا)  دی په دغه وړوکي هیواد کې ماتي خوري ، زموږ افغان ولس له پاره ویاړ دی، مګر زموږ د سیاسي مشرانو د معاملو او غلامي له کبله موږ هیڅکله هم د ازادۍ په خوند او قیمت پوه نه شوو.

اوس چې ۱۳ کلونه کيږي امريکا او دهغوئ متحدینو په ګران هیواد حمله کړي، هیواد يې اشغال کړی، مجبورا وتلو ته اړ دی، يوه ډله غلام طبیعته افغانان بیا هم وایې چې که امريکا ؤځي نو موږ به له لوږي او بدبختي سره مخ شو( ددوی عقیدي کمزوري شوې لوی او ستر څښتن الله ج يې هیر کړی) . او په ځانګړي ډول اوسني د پردیو په مټ د واک په ګدۍ ناست سیاسي معامله ګر مشران چې د افغان ولس د ازادۍ لوی نعمت د غلامي په بدل کي خرڅوي.

په تیرو دیارلس کلونو کې حکومت او افغان چارواکو هیڅکله په دي فکر ونه کړ چې څه ډو ل اقتصادي برنامه ولري چې په راتلونکې کې د امریکا او نړيوالې ټولنې څخه پرته په خپلو پښتو ولاړ افغانستان ولرو، په تیرو دیارلس کلونو کې هیڅ ډول اساسي زیربنايې کار په هیواد کې ونه شو. ټولي پیسي چارواکو غلا کړي، حیف او مېل يې کړي، افغان ولس په دربدرۍ کې پاتي دی، مشران د واک ترلاسه کولو له پاره هره ورځ بېلاناغه د امريکا سفارت ته منډې وروهي.

که غواړئ چې د ازادۍ په خوند پوه شو، او ازادۍ ولرو، راځي چې غلامو او حقله بګوش مشرانو ته ځواب ورکړو، د هیواد د راتلونکې په اړه فکر وکړو ، يو ښه امنيتې ،اقتصادي او معیاري ښوونیز پلان جوړ کړو، داسي پلان چې سوچه افغاني پلان وي، دا هله کيدای شي چې په حکومت کې هر افغان ځای ولري، د جګړې پرځای سولې او خبرو ته ترجیح ورکول شي.

که خدای مه کړه بیا هم سیاسي مشران زموږ د ازادۍ قیمت نه پېژني او افغان ولس د  غلامۍ په دایره کي بندوي، نو ښه مثال د اوکراین دی، چې بیا به تجزیه کیږو، ورکیږو او خپل هویت به دلاسه ورکوو.

زه په ټولو مسؤلیت پېژندونکو په کور دننه او بهر افغانانو او ځانګړي ډول ځوانانو ږغ کوم چې د هیواد د ازادۍ له پاره قرباني ورکړي، سخت کار وکړي، او دازادۍ قیمت په ژوند کې ورکړو، ترڅو راتلونکې نسلونه په هیواد کې ازاد اکیسجن تنفس کړي.

د ازاد او سوکاله افغانستان په هیله.