تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

«
»

په دې تاریخي پړاو کې د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره باید پر مشترکاتو تمرکز وشي

نور محمد غفوري

افغانستان د خپل معاصر تاریخ له هغو حساسو پړاوونو څخه تېرېږي چې د هر وخت په پرتله ملي همغږي، سیاسي تدبیر او ټولنیز تفاهم ته ډېره اړتیا لري. په داسې شرایطو کې چې هېواد له بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی، هره هغه موضوع چې د خلکو ترمنځ د بېلتون او تقابل فضا رامنځته کوي، باید په ډېر دقت، مسؤلیت او ملي لیدلوري وڅېړل شي.

په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ژبې اړوند بحثونه، په ځانګړې توګه د «دري» او «فارسي» د نومونو، تاریخي مخینې او اړیکو په اړه، پراخ شوي دي. بې‌شکه دا موضوع د ژبپوهنې، تاریخ او ادبیاتو له مهمو علمي بحثونو څخه ده، خو د هغې څېړنه او ارزونه باید د علمي میتودونو، مستندو تاریخي سرچینو او مسلکي څېړنو پر بنسټ ترسره شي، نه د ټولنیزو رسنیو په احساساتي او قطبي فضا کې.

په نړۍ کې ګڼې تجربې ښيي چې د ژبې، قوم، مذهب او هویت په څېر حساس موضوعات کله ناکله د سیاسي رقابتونو، تبلیغاتي جګړو او حتی د بهرنیو لاسوهنو لپاره د اغېزمنو وسیلو په توګه کارول شوي دي. له همدې امله، سیاسي هوښیارتیا دا ایجابوي چې د هرې داسې موضوع د مطرح کېدو وخت، انګېزه او احتمالي پایلې په دقت وارزول شي، څو د ملي یووالي او ټولنیز ثبات پر وړاندې د ناخواسته زیان مخه ونیول شي.

دا په هېڅ صورت د دې معنا نه لري چې علمي بحثونه باید محدود شي. برعکس، د علم ازادي او علمي مناظره د هرې پرمختللې ټولنې اړتیا ده. خو د علمي بحث او سیاسي قطبي کېدو ترمنځ باید روښانه کرښه موجوده وي. د «دري» او «فارسي» د اړیکو، ورته‌والي او توپیرونو په اړه جدي علمي څېړنې باید په پوهنتونونو، علمي کنفرانسونو، څېړنیزو مرکزونو او تخصصي مجلو کې ترسره شي؛ هلته چې استدلال، سند او علمي نقد د بحث معیار وي، نه احساسات، شعارونه او متقابل تورونه.

ټولنیزې رسنۍ، که څه هم د نظر د تبادلې مهمه وسیله ده، خو د خپل جوړښت له مخې د پېچلو علمي موضوعاتو د ژورې ارزونې مناسب چاپېریال نه ګڼل کېږي. په دغو فضاوو کې ډېر وخت علمي استدلال د احساساتو، تعصب او سیاسي قطبي کېدو تر سیوري لاندې پاتې کېږي، چې پایله یې د تفاهم پر ځای د بې‌باورۍ او ټولنیز واټن زیاتېدل وي.

نن د افغانستان اساسي اړتیا دا ده چې پر هغو ارزښتونو تمرکز وشي چې د هېواد د ټولو اتباعو ترمنځ د ګډ ژوند، متقابل درناوي او ملي یووالي بنسټ جوړوي. د ګډو ګټو پیاوړتیا د اختلافاتو له ژورولو څخه ډېر ارزښت لري. فکري بلوغ دا ایجابوي چې د هرې حساسې موضوع په اړه، تر هر څه وړاندې، دا وپوښتل شي چې د هغې د مطرح کېدو وخت، موخه او اغېزې د هېواد له ملي ګټو سره څومره همغږي لري.

علمي حقیقت د څېړنې، استدلال او ازاد علمي بحث له لارې موندل کېږي، خو ملي یووالی د زغم، متقابل احترام او ګډ مسؤلیت محصول دی. بریالۍ ټولنې هغه دي چې هم د علمي اختلاف درناوی کوي او هم اجازه نه ورکوي چې علمي موضوعات د ټولنیزې تفرقې او سیاسي تقابل په وسیله بدل شي. افغانستان هم همداسې متوازن او مسؤلانه چلند ته اړتیا لري؛ داسې چلند چې د علم ازادي خوندي کړي او په عین حال کې د ملي یووالي او ګډو ملي ګټو ساتنه هم تضمین کړي.

نور محمد غفوری

04.7.2026