خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

پاکستان د طالبانو استازولي کوي

وروسته له هغې چې په اسلام آباد کې د افغان سولې پنځمه څلور اړخيزه غونډه هم بې پايلې پايته ورسيده او  پاکستان وویل چې په زور او جګړه څوک طالبانو ته ماتې نه شي ورکولی؛ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، د افغانستان حکومت باید لومړی د جګړې په میدان کې پر طالبانو برلاسی شي او بیا دې ډلې ته امتیازونه ورکړي څو د سولې خبرو ته حاضره شي. چودري عزیز احمد رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو هڅول به هغه مهال نتیجه ورکړي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د جګړې په میدان کې د طالبانو د پرمختګونو مخه ډب کړي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې پاکستان ويلي و چې که طالبان یې د سولې خبرو ته حاضر نه کړای شول، د دې ډلې پر ضد به په خپله خاوره کې اقدام وکړي خو اوس وايي چې د طالبانو پر ضد اقدام کول ګټه نه لري.

اوس پوښتنه پيدا کيږي چې د پاکستان له وروستيو څرګندونو څخه هدف څه دی؟ افغان حکومت ته څه پيغام ورکوي او څه باعث شو چې د طالبانو د ځپلو اړوند د پاکستان په نظر کې ۱۸۰ درجې بدلون راغی؟

داسې ښکاري چې  چوهدري عزيز احمد غوښتل په غیر مستقیمه توګه وښايې چې طالبان په جګړه کې برلاسي دي نو ولي سوله ومني. بله لويه مهمه خبره دا چې چودري نثار په ورته څرګندنو سره داسې ښکاري چې په لوی لاس د طالبانو استازولي کوي. دلته چودري عزيز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير کم او د طالبانو استازی زيات ښکاري. خو په ټوله کې پاکستان له يادو څرګندونو څخه دوه موخې لري :

لومړی : اصلاً د پاکستاني چارواکي چودري عزيز احمد څرګندونې دا مفهوم لري چې غواړي دلته په افغانستان کې د جګړې ډګر ګرم وساتي. په دې معنا چې غواړي وښايې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې وسله وال طالبان لاس بري دي او افغان ځواکونه يې د مقابلې وړتيا نه لري نو ولې وسله وال طالبان وسله پر ځمکه کيږدي؟ په دې طريقې سره غواړي وسله والو طالبانو ته د جګړې کولو روحيه ورکړي او ويې هڅوي چې روان کال هم د جګړې ميدان ګرم وساتي.

دويم هدف : لکه څرنګه چې معلوميږي چې د پاکستان او د هغ د ستر مالي ملاتړي هيواد امريکا سره اړيکې ترخې شوي دي. غواړي په افغانستان کې د امريکا سياست او حيثيت په نړيواله کچه تر پوښتنې لاندې راولي. د راپورونو له مخې څه موده وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د پاکستان مشرانو جرګې ته د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه  وويل، چې د امريکا له لوري د ايف ۱۶ الوتکو په پېرلو کې د مالي مرستو د بنديز له امله له تېرو درې مياشتو راهيسې د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې دي. همداشان په وروستيو کې پاکستان د جاسوسۍ په تور د نيول شوي ډاکټر شکيل افريدي په اړه د امريکايي حکومت او کانګريس غوښتنې رد کړي چې دې کار هم د امريکا او پاکستان تر منځ په اړيکو کې درځ پيدا کړی دی. بل پلو امريکايي کارپوهان او رسنۍ هم په وروستيو کې له هر ډول دليل پرته پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي. دا ټول هغه څه دي په نړۍ کې د پاکستان اصلي څيرې بربنډيدلو ته زمينه برابره وي او پاکستان غواړي چې له امريکا څخه د خپل غچ اخيستلو په خاطر په افغانستان کې د امريکا په سياست، ستراتيژۍ او حيثيت باندې سياسي ګوزار وکړي.

بله لويه او اساسي پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې د وسله والو استازولي کوي او له افغان حکومته د طالبانو لپاره د امتياز غوښتنه کوي؟ که چيري له افغان سولې پروسې سره د يو ځای کيدو لپاره د امتياز غوښتل د وسله والو طالبانو شرط وي نو بيا ولې په خپل طالبانو دغه شرط افغان حکومت ته نه وړاندې کوي؟ وسله وال طالبان د پاکستان چارواکو ته څه اړتيا لري چې ګويا پاکستاني چارواکي دې د طالبانو له ټريبيونه غږ اوچت کړي؟

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير له يادو څرګندونو يو ځل بيا په ډاګه شوه چې طالبان خپلواک نه دي او د دوی هر کار، هر جنايت او هر نظامي بريد لپاره د پاکستان لخوا ورته دستور ورکول کيږي او بيا يې دوی امرونه مني. دوی د خپل بادار په امر او اشاره خپله خاوره، خپل هيواد او خپل وګړي په وينو کې غوپه کوي او د پيسو په مقابل کې خپل ضمير پلوري.

لیکنه : خوشحال آصفي