از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

متفکر ولې تیروتنې کوې

د ولسمشر د خبرو متن باید له بیلابیلو مراحلو د ارزونې په خاطر تیر شي. د کارپوهانو په باور د ولسمشر خبرې باید پر حقایقو ولاړې، توري او کلمات یې عام فهمه وي، او د خبرو متن یې باید کره ارزول شوی وي. ولسمشر باید په څو ځلي د خپلې وینا لیکلی متن له ځان سره ولولي او خلکو ته له ویلو وړاندې يې باید ځان په کره والي ډاډمن کړي تر څو د خلکو پر وړاندې ترې کومه لفظي یا بله اشتباه ونشي. په عمومي توګه د ولسمشر د وینا متن په دوه ډوله وي:

لمړی: د وینا د متن هغه ډول چې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي او نظامي مسایل په بر کې نیسي. دا د وینا هغه متن دی چې ولسمشر خلکو ته د حکومت د کارونو او پروګرامونو اړوند معلومات ورکوي.

دویم: د وینا د متن هغه ډول چې د کورنيو او بهرنيو عامو موضوعاتو اړوند وي. په دغه ډول د وینا متن کې ولسمشر خلکو ته د اخترونو، نوي کال، د خپلواکۍ ورځې او یا هم نورو ملي او مذهبي ورځو اړوند خبرې کوي.

په ارګ ماڼۍ کې باید د بیانیه لیکونکي په توګه یو کارپوه شتون ولري څو د ولسمشر د وینا متن په دقیق ډول وارزوي. کله چې د ولسمشر د وینا متن د ارزونې له بیلابیلو مراحلو تیر شي بیا باید د ټولنپوه لخوا هم د ټولنیزو اصولو او شرایطو په نظر کې نیولو سره و ارزول شي، ټولنپوه مکلف دی چې د متن د کلماتو، جملو او د هغوی د وزن اړوند تحلیل وکړي او په ټولنه د متن د کلماتو د منفي او مثبت اغیز په اړه د متن له لیکوال او ارزونکو سره شریک کړي. وروسته باید ولسمشر یاد متن له ځان سره څو ځلي تکرار کړي، که چیري ولسمشر ته د متن دکماتو او جملو اړوند کومه پوښتنه وي باید مخکې تر مخکې یې له لیکوال او ارزونې ټیم سره شریکه کړه، کله چې له کره والي یې پوره ډاډه شو نو بیا دې ولس ته وړاندې کړي.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د نبي اکرم (ص) حسینیه او جامع جومات کې د عاشورا په مراسمو کې د ګډون پر مهال، د رسول (صلی الله علیه وسلم) لمسی، امام حسین (رض) د «خدای لمسی» وباله. اشرف غني چې له لیکلې پاڼې څخه یې خپله وینا لوسته، وویل: «’نواسه خدا’ حضرت امام حسین رضی الله تعالی عنه و یاران فداکارش در این روز درس ایثار، فداکاری، شجاعت و پایمبردی را به جان آموخت…».د ولسمشر له دې تېروتنې وروسته په خواله رسنیو کې پر اشرف غني پراخې نیوکې وشوې. محمد اشرف غني د بښنې په توګه وویل: «د افغانستان ټولو خلکو ته څرګندوم چې د عاشورا د نمانځنې په اړه وینا کې لفظي تېروتنه وشوه. سره له دې چې له شرعي لحاظه دغه ډول تېروتنې بښل کېږي، د الله تعالی له درګاه څخه بښنه او له حسیني ویرژنو معذرت غواړم».د شهادت ویب پاڼې د راپور پر اساس ولسمشر پخوا هم ورته تېروتنې کړې دي. اشرف غني تاجکستان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و: «هغه کتاب چې له نبوي احادیثو څخه وروسته ډېر اهمیت لري، بخاري شریف دی». بخاري د رسول صلی الله علیه و سلم د احادیثو تر ټولو معتبر کتاب ګڼل کېږي.
لکه څنګه پورته یادونه وشوه چې د ولسمشر متن په خپل سر کوم عادي کس نه شي لیکلی او د ارزولو لپاره له بیلابیلو مراحلو تیریږي نو بیا ولې ولسمشر خلکو ته په ویناوو کې سهوې، اشتباهات، غلطیانې او تیروتنې کوي؟
ولسمشر غني په داسې حال کې لفظي تیروتنې کوي چې د نړۍ د دویم متفکر افتخار له ځانه سره لري. د ولسمشر د یادو شویو تیروتنو وروسته اوس پوښتنه پیدا کیږي چې د نړۍ له دویم متفکر څخه ولې تیروتنه وشي، او هغه هم داسې تیروتنه چې په اسلامي او مذهب پورې اړوند وي؟ ولس غواړي پوه شي چې ولسمشر ته د وینا متن د لیکلو او ارزولو مسول څوک دی چې ولسمشر په لوی لاس د غبرګون سره مخامخ کوي؟

ولسمشر په ارګ کې بې شمیره سلاکاران لري، ډیر لیکوالان، ادیبان او د قلم خاوندان لري چې هر یو یې په سلهاو زره افغانۍ میاشتینۍ تنخواګانې لري نو بیا ولې د نړۍ له دویم متفکره چې په لسګونو سلاکاران لري؛ داسې لفظي اشتباه تکرار شي؟ دا سمه ده چې انسان له تیروتنو خالي نه دی خو د یو ولسمشر په سطحه باید داسې تیروتنه ونشي چې خلک یې مذهبي او عقیدوي حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي او بیا داسې ولسمشر چې د نړۍ د دویم متفکر افتخار هم له ځانه سره لري. نباید د افغانستان غوندي اسلامي هیواد ولسمشر تل په مذهبي ویناوو کې له دا ډول نه جبرانیدونکو لفظي تیروتنو سره مخ وي، ځکه د ولسمشر هر ډول کتبي او شفاهي ويناوې د هیواد د لومړي مقام په حیث خپل ځانګړی اهمیت لري چې په هر توري او جمله يي خاص حساب کیدای شي.

لیکنه خوشحال آصفی