خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

«
»

طالب چارواکو نور مو بس دي

عبدالصند ازهر                                                                            ۱۱ / ۰۹ / ۲۰۲۲

نن د سپتمبر د مياشتې يوولسمه او د نيويارک او واشنګتن له غميزې نه، چې په پلمه يې زمونږ خاوره او زمونږ خلک په پر له پسې توګه قرباني ورکوي، يوويشت کاله تېرېږي. هغه مهال تاسې اسامه بن لادن، چې امريکې د دې پېښې پلانوونکی باله، ساتلی و.  نه مو امريکې ته ورکاوه، نه مو پخپله محاکمه کاوه او نه مو له ملکه شاړه، چې ستاسو دغې بېځايه پرېکړې امريکې ته هغه پلمه په لاس ورکړه کومه چې له لسيزو راهيسې ورته سترګې په لار وه. ستاسو او زمونږ د ولس د شلو کلونو وينو تويېدل ستاسو د همدې تېروتنې نه راپېښ شول او لازمه وه چې اوس مو د افغان ولس په پښو کې د بخښنې غوښتو په موخې سر ايښی وای.

 دا ځل مو الظواهري ته پناه ورکړه، درته ويې وواژه او پلمه بيا په لاس ورغله. له دې سترو تېروتنو سره سره د خپل ولس حقه حقونو ته هم غاړه نه ږدئ او د دوی د چوپړ په ځای مو د دوی پر غاړې پونده کېښکودلې ده. خلک کار نه لري، ډوډۍ نه لري، روغتيا نه لري، ښځې مو په مينځو اړولي او له کار او زده کړې نه محرومې کړي دي. خلک د تېر وار په شان درنه په لوی واټن ليرې شوي دي او بيا به د پردي يرغل په مخ څوک درسره ونه درېږي.

هېڅوک نه پوهېږي تاسې څه غواړئ او په کومه روان ياست؟! 

هغه څه چې تاسې کوئ په کوم شرعي يا دنيايي اصولو برابر دي؟

آيا دا په رښتيا سره تاسې ياست چې د عقلي، شرعي او قانوني منطق په خلاف پرېکړې کوئ، که واکداران مو پردي دي او د هيواد او ولس د ګټو د بنسټيزې ورانۍ په موخه حکمونه صادروي؟

تاسې د چا منئ؟ د افغان ولس غوښتنې نه منئ، د ملايانو او عالمانو نه منئ، د خپلو طالبانو نه منئ، د ټولو اسلامي ټولنو نه منئ او د نړيوالو هم نه منئ. 

تر اوسه په تاسو کې يو کس نه دی پيدا شوی چې د نجونو د منځنيو او لېسو د ښوونځيو د تړلو دليل ووايي. تاسو په بېلابېلو پړاوونو کې بېل دليلونه وړاندې کړل، چې هېڅ يو يې موجه نه و او ما په خپلو پخوانيو ليکنو کې ټول بې اساسه او تښې پلمې ثابتې کړې دي چې د بيا تکرار اړتيا يې نه وينم. يواځې ستاسو وياند ذبيح الله مجاهد يو ځل اعتراف وکړ چې په عالمانو کې (ښايي مقصد به يې د تاسو مشران ول) پر دې موضوع د نظر توپيرونه شتون لري. ما په وار وار پخوا هم ويلي دي که دا توپيرونه ديني بېخ لري نو ولې يې په ميدان نه اچوي چې په همغو ديني اساساتو د مباحثې له لارې دې توپير ته د پای ټکی کښېښودل شي. کله چې دوی له مباحثې هم تښتي مانا يې دا ده چې يواځې د خپلو وروسته پاتو قبيلوي ورستو ميراثونو په لومو کې بند پاتې دي او ذهنونه يې د بومانو په شان په تياره کې بند دي او له رڼا نه وېره لري. د پوهنې سرپرست وزير نن په ارزګان کې بيا د ولس کلتوري مشکلات د دې ښوونځيو د نه پرانيستلو دليل وباله او خلکو ته يې مخ واړاوه چې آيا څوک به وغواړي خپله اوه لس کلنه اتلس کلنه لور په دې شرايطو کې ښوونځي ته واستوي؟ ښکاره نه شوه د ده هدف له دې شرايطو نه څه و. دوی چې د کامل امنيت ادعا لري نو د اوسنيو شرايطو مشکل به څه وي؟! کېدای شي دوی به لا د خپلو وږو سترګو کسانو له خوا خويندو ته د تهدید وېره ولري. وزير صاحب په اصل کې خپل شعور او خپله عقيده څرګنده کړه نه د ولس. مونږ وليدل چې لږ وروسته سمدستي د هغه ځای د اوسېدونکو له خوا د دې ادعا په ردولو سره عکس العملونه  وښودل شول.

پخوا مو هم ليدلي ول چې د هرات، بلخ، کندز او تخار ولايتونو کې د خلکو د فشار او د محلي واکدارانو په رضا منځني او لوړ ښوونځي پرانستل شوي ول چې بېرته پرې وتړل شول او اوس مو هم وليدل چې په پکتيا ولايت کې ځيني ورته ښوونځي د ولس د کلکې غوښتنې او د پوهنې د چارواکو د شهامت په پايله کې پرانستل شول، چې ډېر ويده امېدونه يې راويښ کړل او دهيواد او نړۍ په کچه ورته ښه راغلاست وويل شو، خو له بده مرغه چې بيا هم چارواکو شرم په ملا وتاړه او په بېرته تړلو سره يې د ټول ولس پر مخ پښه کښېښوده او د دوی خاطر يې ونه ساته. ويل کېږي چې د ولايت د پوهنې مسوولان يې هم پوښتنو ګروېژنو ته ورکش کړي دي. 

دلته لازمه بولم د دې پرېکړې په ضد د پکتيا د نجونو د باشهامته اعتراض او لاريون ته د يوې مهمې او تاريخ جوړوونکې پېښې په څېر ارزښت ورکړم او د هيواد د ځينونورو ولايتونو لکه د کابل، هرات، بلخ او نورو ځايونو د اعتراضونو د کړۍ په تکميلولو کې يې برخه لوړه وارزوم.

د پکتيا دې تجربې، د نورو پخوانيو تجربو تر څنګ، څو باارزښته پايلې درلودې:

  • د افغانستان د ټولو سيمو ولسونه، له ختيزه تر لوېديزه او له شماله تر سهېله، د پوهنې او تمدن پلويان دي؛
  • د طالبانو د نفوذ سنتي سيمې لکه لويه پکتيا او لوی کندهار هم په دي پلوي کې کومې استثناوې نه دي. مونږ وليدل چې په کندهار او هلمند کې هم پکتيا ته ورته د ښوونځيو د پرانستلو د غوښتنې آوازونه اوچت شوی ول؛
  • پښتانه او پښتني سيمې د طالباني تفکر په ملاتړ کې نه دي ولاړ. ډېری طالبان به پښتانه وي خو پښتون د يوه قوم په څېر طالب نه دی، همغسې چې هر تاجک، ازبک او هزاره د نظار شورا، رشيد دوستم او محقق او خليلي په تاييد کې نه دي؛
  • يوه مفکوره هم ترې راوزېږېده، هغه دا چې که په ټول هيواد کې زمونږ خويندې په يوه وخت او يو ځايي اعتراضونو ته راووځي رڼا ورځ به پر چارواکو توره شپه شي؛
  • او که هلکان هم د دوی په ملاتړ کې ميدان ته راووځي، د چارواکو ککرۍ به د واقعيتونو له کلکې ډبرې سره ولګېږي.

وايي څوک ځان شرموي او څوک قام. طالبانو بيا مخ تاسې ته دراړوم. په خپلو متضادو ويناو او د ښځو ضد دريځونو مو ګرد افغان ولس مه شرموئ. که په تاسو او يا په ټولنه کې کوم استثنايي کسان وي چې د نجونو له تعلیم او د ښځو له کار سره مخالف وي، نو چارواکي دا حق نه لري د څو زنګ وهلو فکرونو په خاطر ټوله ټولنه د دوی له حقونو نه بې برخې کړي.

هېڅ يو تپل شوي مشر دا ادعا نه شي کولی چې د خدای له خوا ټاکل شوی او خلک مکلف دي د ده يا د دوی د ظالمانه دريځونو او حکمونو اطاعت وکړي. افغان ولس خو لا تر اوسه ځان ته کوم مشر نه دی ټاکلی او که يې کومه ورځ وټاکي د بېرته کولو صلاحيت به يې هم ولري. که تاسې د خپلو خپل منځي چارو د تنظيم په موخه کوم څوک په مشرۍ ټاکلی وي، تاسې بايد دا صلاحيت هم ولرئ چې د ورانو پرېکړو مخه يې ونيسئ او که يې نه مني له قدرت نه يې خلع کړئ. خو که مشر تاسو نه وي ټاکلی او بل چا درباندې تپلی وي بيا نو د استقلال او خپلواکۍ ادعا مه کوئ او تر هر څه دمخه د خپلواکۍ ګټلو ته مخه وکړئ. 

د خپلې خپلواکۍ د ثبوت له پاره تر هرڅه دمخه بايد د نجونو لوړ ښوونځي پرانيزئ. پر ناپوهۍ پښه ټينګول د ناپوهانو (جاهلانو) کار دی.

هل يستوی الذين يعلمون والذين لايعلمون؟

۲۰ / ۰۶ / ۱۴۰۱

۱۱ / ۰۹ / ۲۰۲۲

See the source image
C:\Users\MEDION\Downloads\اعتراض دختران دانش آموز در پکتیا ۲.jpg