آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

رزق يې بند شو، شورا هم لغوه کړئ

د افغانستان سولې لوړې شورا ويلي مالي سرچينې يې په وچېدو دي، او چارواکو یې د تېرې مياشتې معاشونه هم نه دي اخيستي. د افغان ولسمشرۍ يوې سرچينې هم ويلي ولسمشر غني د سولې شورا له اوسني حالته خوښ نه دی او د دې شورا د برخليک او هم يې له سولې بهير سره په تړاو د حکومت پر تګلارې پر غور پيل کړی دی. ويل کيږي يوه میاشت وړاندې هم د سولې عالي شورا د سمبالښت پیسې نه وې، خو د ملګرو ملتونو په غوښتنه بریتانیا د مارچ میاشتې لګښتونه او معاشونه ورکړل. هاخوا بيا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، د سولې عالي شورا د بودیجې د کموالي په اړه د خپرو شویو رپوټونو په ردولو سره وايي، چې دغې شورا په دارالانشا‌ء کې اساسي بدلون راوستل شوی او ورته بودیجه ځانګړې شوې ده. ياده دې وي چې د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ هجري لمريز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د سولې د مشورتي لویې جرګې له رابللو وروسته د پخواني جهادي مشر برهان الدین رباني په مشرۍ جوړه شوه.

د دغې شورا د جوړېدو له لومړۍ ورځې يې  پر جوړښت او چارو نیوکې کېدې چې ګواکې اغېز یې نشته داسې چې له ډېرو لګښتونو سره سره دغه شورا ونه توانېده چې د حکومت مخالفه وسله والو ډلو له یوه اړخ سره دې د پخلاینې او روغې جوړې تار وغځوي. ددغې شورا د جوړيدو او بنسټ ا يښودو اړوند هم داسې باورونه شته چې اصلاً دا شورا د مصلحتونو او سیاسي هوکړو له مخې رامنځ ته شوې ده چې اساسي موخه یې د هماغه مهال د حکومت د هغه مخالفينو آرامول او خولې بندول و چې د وسله والو طالبانو د رژیم له نسکوریدو او د حامد کرزي د حکومت په رامنځ ته کیدو سره څنډې ته شوي وو.

د سولې عالي شورا له جوړېدو څه د پاسه شپږ کاله تيريږي چې د دغې شورا غړيو د لوړو ډالرو معاشونو د اخيستونو سره سره تر اوسه داسې هيڅ کار يې نه دی کړی چې د دغې شورا د شتون لپاره توجیه شي. د خپاره شويو راپورونو له مخې د سولې عالي شورا د غړو میاشتنۍ تنخوا ۵۳۰ زره ډالر کېږي. راپورونه ښیې چې په دغې شورا کې لوړ معاش۱۸ زره ډالره دی. د ۱۶ لوړپوړو غړو تنخوا ۶۶ زره او ۳۵۴ امریکايي ډالره کېږي، په دې لړ کې لوړ معاش ۱۸ زره او ښکته یې ۱۷۰۰امریکايي ډالره ښودل شوی دی.

د معلوماتو له مخې د دغې شورا کلنۍ بوديجه يې ۶ ميليونه ډالره اټکل شوې ده. که په تيرو شپږو کلونو کې د دغې شورا ټول کلني مصارف حساب کړو نو يواځې د رسمي شېرو له مخې يې د شپږو کلونو مصرف شوې بوديجه ۳۶ ميلونه ډالره کيږي. خو که اوس دغه مصرف شوې بوديجه د سولې عالي شورا د تيرو شپږو کلونو له کارونو سره پرتله کړو؛ هيڅ کار يې نه دی کړی او يواځې يې ډالري معاشونه هضم کړي دي. دغې شورا په تيرو شپږو کلونو کې د ۳۶ ميلونو ډالرو په مصرفولو سره يواځې ۳۶ لوی طالبان هم د سولې له پروسې سره نه دي يو ځای کړي.

ډيری وختونه دغې شورا د نظام د پنځم ستون شکل غوره کړی دی او د وسله والو طالبانو غږ ترې اوچت شوی دی. په همدې وروستيو کې د دغې شورا يو لیرې شوي غړي عبدالحکیم مجاهد د ستراتيژیکو مطالعالاتو له‎خوا په يوې جوړې شوې ناسته کې طالبان مقدس او د سولې فرشتې وبللې. همداراز له دې وړاندې د سولې عالي شورا يوه بل غړي شهزاده شاهد د القاعده ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن ته د شهید خطاب کړی و. همداسې ډير نور پټ او ښکاره کارونه هم د دغې شورا ځينو غړو کړي چې په کوم تالي کې يې چې خواړه خوړل؛ په هماغه کې يې پښه ايښې ده.

دا چې دغه شورا ونه توانېده چې له رسالت سره سم خپل مسوليت ادا په هيواد کې د سولې راوستلو کې اغېزمنه واقع شي؛ دليلونه يې ناسم جوړښت او تشکيل، د غړو تر منځ يې د سولې لپاره واحد نظر نه شتون، په دغې شورا کې د طالبانو د نفوذي اشخاصو شتون چې د پخلاينې پر ځای يې د حکومت د تضعيف هڅه کوله، ناسالم مديريت او د سولې لپاره د يو سالم ميکانېزم نه شتون دي. دغې شورا په ټوله کې هيڅ داسې معلومات نه درلودل چې له کومې لارې او چيرته له وسله والو سره اړيکې ونيسي؟

اوس حکومت ته زرين چانس په لاس ورغلی دی چې د دغې شورا مالي سرچنينې وچې شوي دي نو حکومت هم بايد له فرصته په ګټې اخيستنې ياده شورا يا لغوه کړي او مصارف يې د امنيتي ځواکونو په تقويت او تجهيز ولګوي، او يا هم که لغوه کوي يې نه نو بيا دې د شورا په جوړښت، ميکانيزم او ستراتيژۍ کې بدلون راولي. حکومت بايد د سولې عالي شورا اوسنی تشکيل لغوه او پر ځای يې په دغې شورا کې د وسله والو مخالفينو استازو، د اسلامي حزب استازو او داسې اشخاصو ته ځای ورکړي چې پر وسله والو نفوذ ولري او له هغوی سره د خبرو ادرس  او چينل ورته معلوم وي. له دې پرته بايد ياده شورا لغوه شي.

لیکنه : خوشحال آصفي