انعکاس هستی در هستی

رسول پویان هست وخواهدبودوژرفای شدن عریان کنید دانـش و انـدیـشـه و تحـقـیـق…

افغانستان؛ جایی که خطاهای راهبردی از مرزها عبور می‌کنند

ناهم‌زمانی تصمیم‌های سیاسی، رقابت قدرت‌ها و پیامدهای امنیتی در نظم…

فریتس هابر؛ دانشمندی میان نجات زندگی و صنعتی‌کردن مرگ

بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  مقدمه تاریخ علم، تاریخ پیشرفت‌های بزرگ انسانی است؛ اما در…

که سیاست نه کوئ، سیاست به درباندې کېږي!

نور محمد غفوري یادونه: دا مقاله د لومړي ځل لپاره د…

 تونل‌های زیرزمینی، دکترین دفاعی یا گسترش زیرساخت‌های پنهان؟

 نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و گسترش شبکه‌های زیرزمینی؛ پیامدهای منطقه‌ای و…

پوهاند محمد بشیر دودیال

د نړېوال او پښتو داستاني ادبیاتو په تړاو له پوهاند…

      اسرار هوش طبیعی یا خالق طبیعت

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۴ نوامبر ۲۰۲۶ مقالهٔ علمی ـ فلسفی…

۵. د سیاسي سیستم د غبرګون او اصلاح بهیر

نور محمد غفوری  (د لومړي څپرکي، سیاسي سیستم- شپږمه برخه) سیاسي سیستم…

انسان؛ در جست‌وجوی خویشتن (4)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی ...عشق و نفرت گاهی به…

د سیاسي سیستم د فعالیت څرنګوالی

نور محمد غفوری (پنځمه برخه) ۴.  د سیاسي سیستم (د سیاسي نظام)…

جهان در آستانهٔ سرنوشت ساز ترین و بی ثباتی بزرگ

 نویسنده: مهرالدین مشید  آیندهٔ انسان در گرو رقابت قدرت‌ها و بحران…

پَسیخانیان؛صدای «اصالت انسان»

علی میرفطروس اَسْتَعِنْ بِنَفْسِكَ الَّذِي لَا إِلٰه إِلَّا هُوَ از خویشتن یاری…

د سیاسي سیستم سرچينې او اداري وړتیا

نور محمد غفوری (د سیاسي سیستم په تیر پسې- څلورمه برخه) ۳.۴.…

!  (   K   ) چگونگی اتخاذ سیاست جنایی…

چکیده : استفاده از مواد مخدر تحت نام تابلیت (k )…

محمد اقبال محمدی

استاد "محمد اقبال محمدی" شاعر، ترانه‌سرا، هایکویست، دبیر بازنشسته و…

افغانستان؛ چهارراه قدرت و معادلات پنهان منطقه‌ای

از جغرافیای راهبردی تا کنترل حرکت، کریدورها و شبکه‌های نفوذ Wahidullah…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌ های ازدست‌ رفته و توطئه‌های پی‌درپی

 نویسنده: مهرالدین مشید از کودتای داوود تا بازگشت طالبان؛ افغانستان در…

سیاسي سیستم– سیاسي فعالان او ډلې

نور محمد غفوری (دریمه برخه) ۳.۳ . سیاسي فعالان او ډلې سیاسي فعالان…

سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه

نور محمد غفوری د لومړي څپرکی: سیاسي سیستم(دوهمه برخه) ۳.  د سیاسي…

انسان؛ در جست‌وجوی خویشتن (3)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی ...انسان تنها موجودی نیست که…

«
»

دحیران والې علاج

 

لیکوال : دکتور محمد سعید «سعید  افغانی »

کله چې سړی په حیاتي مشکلاتو اخته کیـږي او د ژوندانه د پیچلو حقایقو سره مخ په مخ کیږي نو دا وخت په انسان باندې یو قسم حالت طاري کیږي چې هغه ته حیرت وایي.
لکه مثلآیو سړی په اقتصادي مشکلاتو اخته وي او د ژوندانه هلې او زلی ئې دا نشي کولې چې د خپل کور ضروري شیان پوره کړي دا وخت نو دا سړی چورت وهي چې څه وکړي. آه رښتیا په داسې ابتر وخت کې سړی ترهوره شي او ځمکه ځای نه ورکوي او اسباب د کارورته مهیا نه وي.
هو حقیقت دادی چې ډیرخلک کله چې د ژوندانه په مشکلاتو اخته شوي دي نو د دوی افکار دحیرت په طوفاني بحر کې د نجات وسایل نه مونده کوي. همدا وجه ده چې داسې افکار د سړی په روح باندې فشار راولي او د ژوندانه ګړۍ  پرې ترخې تیریږي او خوف ددې په کې شته چې  سړی سخت د مرض او جنون سره مخامخ شي.
ددې  مرض او رنځ د علاج د پاره پوهان داسې فرمایي: « په چا کې چې دحیرت د مرض مبادي پیدا شي هلته نو دا په کار ده چې یو ځلي حقیقت ته متوجه او په دا عقیدې شي چې صرف په فکر کولو څه نه کیږي تر څو د فکر سره کار او عمل ملګري ونه کړي.»
هو کله چې سړي ته د کار د اقدام دلایل متعارض ښکاره شول نو فکر دې وکړي چې ارجح یې کوم طرف ته دی چې په هماغه خوا لاړشي.
کله چې یې په منطقې دلایلو خپله او یا  د یو پوه دوست په مشوره لیارې د نجات پیدا کړه نو په هماغه طرف ته دې د کار او عمل مخه کړي او په یو طرف دې پوره  زور واچوی او په تقدیري پیښو دې هیڅ چورت هم نه خرا بوي او د ځان سره دې ووائي چې زما وظیفه خو کار او عمل دی او دا خو دادی چې د خپلې  وسعې سره سم ئې کوم.
البته چې مثبته نتیجه نه ورکوي په دا کې به د پاک خدای حکمت وی زه به خپله وظیفه، کار اوعمل ته دوام ورکوم او په تقدیري پـیـښو به دومره فکر نه خرابوم، چې آخر د بدن او د وجود عمارت مې خراب او د مرګ او جنون سره مخامخ شم او دا ځکه چې الله پاک رازق او روزي ورکونکی او مشکل خلاصونکی دی، مقدر اجل په خپلې نیټې سره هرو مرو رسیږي چې ورنه د خلاصی مخلص نشته.

هو باید سړی په داسې وخت کې د ځان سره ووایي چې زه باید په خپل لاس ځان د حیرت په زهرو مسموم نه کړم. او خپل کار او عمل جدیت او فعالیت ته به دوام ورکوم.

 

یاددونه :

دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی