خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

دافغانستان د یوې نیمي لسیزي ستو نځي اودحاکمیت نه لیري افغان سیاسي ګوندونه

انجنیر سید عبدالقاد ر           ۳ـ۶ ـ۲۰۱۶

معلوم اوتاریخ ښوولي حقیقت دي چه د بهرنیو اشغالي ځواکونو په شتون کي نسی کېدلاي ،چه  مشروع حاکمیت را منځته اوولس دې دیوه هوسا ژوند پرلوري روان سي،داځکه چه دولس برخه لیک دهغه اساسي قانون له مخي ټاکل کیږي، کوم چه په هیوادکي د مسلط حاکمیت دګټومنعکس کونکي وي ۰ودې واقعیت ته داحقیقت هم ښه پوښ ورکوي چه اشغال اومشروعیت دوي متضادي پدیدي دي ،چه یودبل په شتون کي میدان ته نسي راتلاي، ځکه یودبله داسي دفع کوي لکه دمقناطیس شمالي اوجنوبي قطبونه۰ځکه نوافغان متعهد روشنفکران باید دداسی څرګند ونو څخه جدي پرهیز وکړي ،کوم چه یوشمیر بهرني اشغالي واکمنان ،لاسپوڅي اونورهم ګټي کسان  ددولت دځینو نیمګړتیاو په اړوند چه وایی ،که داسي ۰۰۰۰۰۰۰ونه سي نوددولت مشروعیت ترپوښتني لاندي راځي،چه داسي څرګندوني دملي ګټو پرضد بلل کیدلایسي ،ځکه دوي دولس دتیروتلو دپاره دولت ته د مشروعیت نوم ورکوي او په ښکاره  توګه مشروعیت تحریفوي۰ افغان ولس چه ددرونیمو لسیزو په ځانګړي توګه دیوې نیمي لسیزي را هیسی دبشري سختت ناورین ترڅنګ داقتصادي اوفرهنګي بېساري تاراج سره لاس اوګریوان دې، یوشمیرافغان متعهد سیاسی ګوندونه او مستقل روشنفکران یی هم دبېساری تشویش سره په داسي حال کې مخامخ کړی دي ،چه وڅنګ ته یی دحل دلارې یعني«علت» دمنځه وړلو پرځای ولس ته د ارګ دواکمنانو په څیریوازې «معلول » یعني دستونځو بیان ،دچارواکو غلاوی،خیانت ، دپردو سره یی استخبا راتی اړیکې ، دهیواد پېښي ، دغربي رسنیو پر خبرونو باندي تکیه اوپرهغو باندي خپلي تبصرې ولس ته په ګوته کوې ۰  داسي معلومیږي چه ددوي دا څرګندوني اوکړني  چه یو شمیر یی دخپل محدود فهم ، بل شمیر یی دځان په هکله د امنیتي ستونځو اونور یی بیا  دسیاست  له مخي  دولس اووطن دنجات لاره هم دابولي اوبس«وا به جان ملت اسیر»۰ په داسي حال کي چه معلول دعلت زیږنده ده ځکه نو دسیاسي ګوندونو دنده ده، چه ولس ته باید دمعلول دتشریح ترڅنګ  دعلت دمنځه وړلو چاره ورته بیان  اوخپله تاریخي دنده   تر سره  کړي۰                                                                                            ایا دا ګوندي سیاسی مشرانو دیوي لحظې دپاره پرخپلو تیرو يوې لسیزي سیاسی مبارزی پر کړنو باندي بیاکتنه کړي ده ، چه دوي د د اسې سیاستونو په پلي کولو سره په تیره لسیزه کی دملت کومه ستونځه حل کړي ،لاسته راوړنه لري اوکنه ؟ معلومه خبره ده چه جواب یی منفي دي ۰ځکه برعکس  په ولس کي  ددې ګوندونو دتجرید تر څنګ دولس ستونځې  هم ور ځ تربلې ډیري سوې اوواکمنان نور هم دملت پر شتمنیو باندي لاسونه راګرځولی ، بانکونه یی په دالرو ډ ک کړی اونورهم ډکوی۰                                                                         سوال دادې ایا دافغانستان داوسنیو سیاسی  ګوندونو چه ځانونو ته ملي صبغه  ورکوي په بارنامو کی داسې ټیکې شتون لرې، چه دهغوې په عملې کیدو سره ، دافغانستان اوسنۍ کشالی ته دملی ګټو په رڼا کې دپاې ټکې کښیښول سي؟که داسی ټکی پکښې وی ،نو لازمه ده چه دولس دپوهاوې له پاره یی په ګوته کړی ،چه دولس دتوجه وړ اولاس نیوۍ یی وکړي ،اودا ګوندونه به ددغه ولسي تجرید ي حالت څخه نه  یوازي دباندي راووزي،بلکه  پردوي باندي  دولس دحساب ترڅنګ نړیوال اشغال ګربه هم دمجبوریت له مخې ودوي ته دیوه ریښتیني ملي بدیل په سترګه وګوري،اوشاتګ به دځان په ګټه وبولي۰ که دګوندونودبرنامو په متن کی  داسي اساسي برخه شتون ونه لرې، او یوازی دستونځو داصلاح لاره چه اصلآ په عمل کي واقعي جنبه نه لري ،ولس ته په ګوته کوي دانو په واقعیت دغلو سره دجوال دخولی نیولومعنا ورکوی،چه په عمل هم داسي لیدل سوي ده۰ځکه نو تردوی خو یی دسپینې ماڼۍ د سیګار موسسه ، ویکی لیکس حتا لاس پوڅي کرزي ښې افشا ګرۍ کړې ،چه وزیران اودشورا وکیلان یی دمځکو په غصب اواختلاسونوباندی متهم کړی دي ،چه ولس یی ددا سي څرګندونو پایله بیاهم دملت دشتمنیو دنورو چور کولو څخه پرته نورڅه نه  دي لیدلي ۰ که دمترقي قووتونو له پاره په عمل کي یوازی دافشاکولو لاره وهدف ته درسیدو مؤثره تاکتیک واي ،نو بیا په وطن کی اشغال ګرواکمنو افغانستان دفساد او دمخدره موادودتولید اوقاچاق له کبله دنړۍ دوهم اودریم هیواد نه معرفي کاوه اودافشا ګریو څخه یی ډډه کوله  ۰ځکه نو داستعمارې کړۍ په لارښوونه نامشروع واکمنانو هروخت کوښښ کړي اوکوی یی چه دملت دقهر اوغضب څخه دساتلو له مخي یوشمیر اقتصادی اوبشري جنایتونه په داسی حال کي افشاکوي ، چه څوک دمحکمۍ و میز ته هم  نه کشوي ،چه ښه بیلګه یی په دولتي چوکاټ کي دولس دغولولو دپاره د فسادپرضد دمبارزي د۱۶ مستقلو ادارو  موجودیت  دي چه  بیا هم د فساد ګراف مخ پرلوړه تللۍ دې ۰ استعمارکړۍ وداسی تاکتیکي کړونوته  تر هغه وخته ادامه ورکوي ، چه خپل استعماري هدف ته رسیږي ،څوولس نور دداسي جنایاتو سره عادت وکړي، اوشدید غبرګون څخه تیراو لاس پر سر سي ، اودوي په اساني اوبیله مقاومته خپل استعماري هدفونوته لاسرسی پیداکړي ۰ داستعماری نړۍ داسیاست دسلګونو کلنو دتجربو یو تآثیر ښندوکي محصول دي،چه تریرغل  لاندي هیوادونو کې یی په کار اچوي ۰                                                                          افغان سیاسي ګوندونو مشران باید په دې  باندې هم پوه و ي ،چه استعماری هیوادونه و خپلو نامشروع هدفونو ته یوازی په حاکمیت کي دفاسیدې ادارې په شتون کې رسیدلايسی اوبس،ځکه نوداصلاح دمیتود سره  باید دا ګوندونه  په کلکه مخه ښه وکړي اودسیاسي حل لاره ولټوي، چه په پا یله کې ولس خپل اساسي هدف یعني استقلال اوبرخه لیک ټاکلو ته ورسیږي ۰ لازمه ده چه ودې اساسي هدف ته د رسیدو په مخه هم نظره ګوندونه اومستقل سیاسي شخٌصیتونه دځان سره دوحدت یا ایتلاف په توګه ملګري کړي ۰ که دتاریخي وظیفوي ملي رسالت څخه لیري افغان ملي ګوندونه هم په اصطلاح د «اصلاح »استعماري شیوه اوتاکتیک پکارواچوي ،نو دا ګوندونه بیا دکوم ملي هدف دپاره سره یو موټي کیږي اومبارزه کوي ،ځکه تراشغال لاندي هیوادکې نسې کیدلای چه رفورم اواصلاحات دې دولس دنجات له پاره  دیوه ملي هدف په توګه دسیاسی ګوندونو دبارنامودسر اساسي ټکي سي۰په داسې حالت کی که ددوي دبرنامو متن دداسي لویی تشي سره مخامخ وي ، نوددوي دسیاسي مبارزې دریځ ملت ته دنجات کوم زیري ورکولاسي ،چه هغوۍ پرراټول سي ؟                   دا ګوندي مشران  باید په دې باندي هم  پوه و ي ،چه نړیوال امپریالیزم د نړۍ په مختلیفو سیموکی دلنډمهاله ګټو ترڅنګ داوږد مهاله ګتو ته دلاسرسۍ دپاره داسي سیاست هم مخ ته بیایی چه دخپلو راتلونکو استعماري ګتو دپاره ترلاس لاندی « اشغال سوي» هیوادونو کي مصنوعی برلاسې طبقۍ جوړې کړي، چه په ټولنه کي اقتصادي واک اوحاکمیت تر لاسه اودولس اقتصاد په خپل لاس کي ونیسي  ، چه په پایله کي اشغال ګري کړۍ تریرغل لاندی هیواد اومنطقه کی استعمارې ګټو ته ښه لاسرسۍ پیداکړې ،چه دیوې نیمي لسیزي راهیسي افغان ولس ددې استعماري سریال اساسي برخه یعني دبیت المال دچورولو توطیه په خپلو سترګو باندې وینې ۰که دادچور لړۍ یوه لسیزه نوره هم دتروریزم په وړاندي دمبارزې  اومخدره موادو دمنځه وړلو تر نامه لاندې وغزیږې نوپه پایله کي به افغان ولس دبشرې سختو تلفاتو تر څنګ په اقتصادې عرصه کې هم هرڅه دلاسه ورکړې،اوداملې ګوندونه به هم داروپا دچپوګوندونو په څیر  یوازی دپولیسو په راګرځید لې حلقه کي په کال کي دوه ځله بې تآثیره مظاهره کوې اوبس ۰                                                                         سیاسي ګوندې مشرانو؛ که مو داروپا دکیڼوګوندونو په څیر راتلونکۍ خوښه وي نو مخکنۍ سیاست مخ ته بوزي ،اوکه د ټولنې دپرمخ تګ اودولس دهوسایی هوډلري نوبرناموکې مو دملي ګټوددفاع په اړوند  اساسی ټکو ته «دافغانستان داوسني بحران څخه دوتلو لاره »  ځاي اوپام  ورواړه وۍ ، ،چه په پایله کي مو سیاست دملې ګټوپه رڼا کې تنظیم او داسي مخ ته ولاړ سې چه ۰ نه یوازي کوردننه موولس ږغ واوري ،  بلکه بهر کي  مو ترملګر و ملتونو  پوري هم اواز ورسیږيدلیکني په وروستۍ برخه کي باید وویل سی چه یوشمیر  افغان سیاسي ګوندي مسؤلین اوغړي داسي څرګندوني اومنطق هم وړاندي کوي،چه دامنیتي ستونځو له وجهي نسي کولای چه دولس دستونځو اساسي علت اودحل لاره ولس اونړیوالو ته بیان کړي۰ داڅرګندوني په داسی حال کي کوي چه دوي  ددغه تبلیغاتې کارپه عرصه  کي حتا دهغه پوتنسیالی قوت څخه  هم کومه ګټه نه ده پورته کړې کوم چه په بهر کي میشت دي ۰باید وویل سي چه دا ګوندونو د خپل دغه  دملي ګټو څخه لیري سیاست  له کبله  په بهر کي هم  یوشمیر  ملګری دلاسه ورکړې ، بل شمیر یی متآ ثره  او بي انرژي سوي ،ځیني یی بیا دد وي پرلیکه روان  داسي  لیکني کوي،چه په واقعیت کي دولس څخه یی لاره ورکه کړي چه پرکومه ولاړ سي،دګوتو په شمیر کسان یی  سته چه دهغوي وړاندیزونو اوګوته نیونو ته مرکزي هستې پام نه کوي،داهغه څه دي چه دتیري یوې لسزي راهیسي افغان سیاسي ګوندونه ورسره مخامخ دي  اوپایلي یی هم لیدلي دي۰                                                       دسیاسی ګوندونودپورتنیو څرګندونو په اړوند باید وویل سي، چه که امنیتي ستونځو ددوي دملی دریځ  دښکاره کولو مخه نیولی وي نوپه دې حالت کي  بیا اړتیانه لیدل کیږي چه ددولت وهري سندري ته باید چک چکي وسي ،په داسي حال کي چه  دافغانستان داوسنیو ستونځو د سیاسي  حل دلاري غوښتنه ،دواکمنو داساسي قانون څخه کوم  لیري قدم  هم نه دي ،اوپه وړاندې یی، اړوند ه اداره کوم دردولو منطق هم نسي بیانولاي۰                                                                                          دلته به دمبارزۍ په سیاسي ډګر کي دسیاسي ګوندونو دکړنو یوازي  دوې بیلګې  دپورتنیو کرښو دښه وضاحت لپاره رانقل کړو،:                                                                                               ۱ــــ د  ټولټاکنو هغه لوبو کي چه  دامریکا تراقتصادي حمایی او استعماري ګټو لاندي ددوي ومخ ته یو اودوه ځله ترسره سوي دي ،اودهرځل  شکل ،مېتود او پایله یی هم  په خپلو سترګو باندي لیدلي ده ، بیاهم یوشمیر ګوندونو په ډیره لیوالتیا او بیله کوم سیاسی فشار ه په دریم ځل ټولټا کنو کي ګډون کړي دي، حتا  ویل به یی چه که ګډون ونه کړودادګوند دپا ره یوسیاسي انتحار دي ،اوددریم ځل دپاره  یی بیاهم  دخپله نظره  په داسی حال کي امریکایی لاسپوڅي  حاکمیت ته مشروعیت ورکړي ۰چه ترڅنګ یی هیڅ لاسته راوړنه  هم  نه لري۰ چه ددوي داعمل  دملي ګټو پرضد يو ښکاره دریځ بلل کیدلایسي، نه پوهیږم چه په سیاست کي داشتباه تکرار بیا هم تکرار په وړاندي  کوم لفظ  بایداستعمال سي؟                                                                                                ۲ـــ د بازار اقتصاد اوخصوصي سکتور دتقویه په هکله باید وویل سي، چه ددولت داسیاست  په ریښتینه توګه دافغان ولس دشتمنیو دچورولو لپاره یوه ښکاره  استعماري توطیه په داسي  حال کي بلل کیدایسي ، چه  ترڅنګ یی سیاسي ګوندونو په لومړۍ کلنو اویوشمیر تراوس مهاله  پوري  بیله کومه سیاسي فشاره دحمایی چک چکي  ورته کړي اوکوي یی،چه حتا کرزي هم وځان ته دبرآت له کبله په دې  وروستیو کې درسنیو پرمخ ازادبازار دافغانستان په مسلطوشرایطو دخپل کار لویه تیروتنه بللې ده ۰پورتنۍ  څوکرښې او سوالونه هغه واقعتونه دي چه دسیاسي ګوندونوصفوف یی باید توضیح اوجوابونه په ټولنه کي دسالم ګټور سیاست له پاره  دخپل مشرتابه څخه وغواړي۰تمت بالخیر