زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

د کابل ـ ډهلي اړيکو ولې د پاکستان په نس کې درد کړی دی؟

وروسته له هغه چې افغان ولسمشر هند ته سفر وکړ او هندوستان ژمنه وکړه چې د افغانستان د انکشافي پروژو لپاره به يو مليارد ډالره مرسته کوي او همداراز د دواړو هېوادونو مشرانو بېلا بېلو برخو کې درې تړونونه لاسليک کړل؛ دغه کار په يو ډول د پاکستان غصه پارولې ده. د هند او افغانستان نږديوالي پاکستان اندېښمن کړی او وېره لري چې هند د افغانستان له لارې پاکستان په نښه نه کړي. د پاکستان د باندنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا  له امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې ويلي چې نه غواړي هيواد يې د کابل ـ ډهلي اړيکو په نيږديوالي تبصره ولري خو خبرداری يې ورکړ، که چيري هند د افغانستان له خاورې د پاکستان ګټې په نښه کړي؛ اسلام آباد به په کراره کينني. ذکریا همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان ځمکه باید د هیڅ هېواد د ګټو په ضد ونه کارول شي. ذکریا وايي چې موږ تېرو کلونو کې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې او راتلونکي کې به هم دا خبره پټه ونه ساتو.

بل پلو افغان حکومت د پاکستان انديښنو ته په ځواب کې ويلي چې اجازه نه ورکوي چې له خاورې يې د  بل هر هيواد پر ضد ګټه واخيستل شي. د ولسمشر غني د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي ويلي «پاکستان د دې پرځای چې فکر وکړي چې کوم هيواد په افغانستان کې حضور لري يا نه لري؛ که چيري له ترهګرو سره په مبارزې باور لري نو غوره دا ده چې د حقاني شبکې، القاعده، طالبانو، کويټې شورا او د دوی ځالې له خپله هيواده اوباسي.

په تيرو څو کلونو کې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې ډیری وختونه په يو حال ثابتې نه دي پاتې. ځينې وختونه د دواړو هيوادونو اړيکې په ښکاره عادي ښکاري خو په ډیری وختونو کې يې اړيکې ترينګلې وې. هر کله که افغانستان هندوستان ته نيږدې شوی دی نو پاکستان يې په يو نه يو ډول پر وړاندې خپل غبرګون ښودلی دی خو اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې په وروستيو کې د کابل ـ ډهلي اړيکو نيږدېوالي ته په غبرګون کې د پاکستان اخطارونه به په افغان حکومت کوم اغيز ولري؟

دا خو ښکاره ده چې پاکستان، هندوستان د خپلې وجودې فلسفې دښمن بولي او پر هر ډول پرمختګ او اړيکو پراخوالي يې نشي زغملی. خو په وروستيو کې چې پاکستان په سياسي انزوا کې د راګير کيدو په حال کې دی؛ د کابل ـ ډهلي اړيکو ته غبرګون او هر ډول اخطار يې په افغان حکومت هيڅ اغيز نه شي لرلی. هغه د پښتو متل په مصداق چې «اوبو اخيستی ځګ ته هم لاس اچوي» د پاکستان هر اخطار او ګواښ يوازې د خپل ځان د خلاصون لپاره دی. ځکه پاکستان د پخوا په شان ملاتړي نه لري. له يوې خوا يې له افغانستان سره په اوړو کې شګه پرته ده او له بلې خوا يې امريکا د پخوا په شان نازونه نه وړي. له عربي هيوادونو سره يې هم په مکه کې د پاکستاني طبعې لخوا د ځانمرګي بريد وروسته د اړيکو خونده نشته. ظاهراً اوس همداسې ښکاري چې پاکستان بيخي بې کسه شوی او له چين پرته بل ملاتړی نه لري.

امريکا يې ځکه د پخوا په شان نازونه نه وړي چې اوس ورته اړتيا نه لري. په تير کې کله چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو د نظام نسکورول غوښتل نو پاکستان ته يې اړتيا لرله ځکه په پاکستان کې يې پوځې اډې درلودې او له هماغه ځايه يې په افغانستان کې د طالبانو په نظام بريدونه کول. په هغه وخت کې په سيمه کې يوازينی هيواد چې د امريکا ګټې يې خوندي کولی شوې هغه پاکستان و. له همدې وجې يې پاکستان سره هر ډول نغدي، پوځي او سياسي مرسته کوله. حتا تر دې چې کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له هندوستان د پوځي مرستې غوښتنه وکړه او هندوستان ورسره ومنله خو امريکا د دې لپاره چې له افغانستان سره د هندوستان په مرستو پاکستان خفه نه شي؛ له هندوستانه يې وغوښتل چې افغانستان سره پوځي مرسته ونه کړي. خو اوس امريکا پاکستان ته هيڅ ډول اړتيا نه لري ځکه خو يې په سيمه کې چين سره د رقابت په خاطر هندوستان ته مخه کړې او اوس يوازيني هيوادونه چې د امريکا ګټې خوندي کولی شي هغه هندوستان او افغانستان دي.

افغان حکومت بايد ياد حقيقت ته په کتو د پاکستان هر ډول ګواښ او اخطار څخه هيڅ ډار ونه لري او د پاکستان په مقابل کې بايد خپلې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي. فقط ديته دې متوجه و اوسي چې په اړيکو کې د سيالو هيوادونو تر منځ تعادل په نظر کې ونيسي. حکومت بايد داسې ونه کړي چې يو هيواد ته دومره ورنيږدې شي چې په مقابل کې يې د بل هیواد سره اړيکې وشليږي. د نړۍ ټولو هيوادونو سره بايد د هيواد د ملي ګټو د تعريف په رڼا کې اړيکې وساتل شي، نه د هيوادونو د خپلمنځۍ دښمنۍ او رقابت پر اساس. افغان حکومت بايد د سیالو هیوادونو د خپلمنځي رقابت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

لیکنه : خوشحال آصفي