توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

«
»

د هیواد د مینې شاعر ښاغلي حفیظ ملیار کاري او ادبي هڅې 

 حفیظ ملیار څوک دی؟

   د هیواد وتلی شاعر او لیکوال ښاغلی عبدالحفيظ  «مليار » دخدای بښلي اروا ښاد مرزا عبدرزاق خان ساپي زوی په ١٣٣٤ه ش کال د  لغمان د ولايت مرکز   

عمرزائي د دندی  د شکور اباد په کلي کې  په یوه روښان فکره کورنۍ  کې سترګې دونیا ته پرانیستلې دي ۰خدای بخښلی پلار یې دخپل وخت مشهور مرزا او شاعرانو  څخه وو چې قلم او اشعار یې په خپل عصر او زمان کې د هیواد والو د پام وړ ګرځیدلي دي ۰

  ملیار صیب وایي : زه مې خپل پلار  د لغمان مرکز د مهترلمک د ابتدايه ښوونځۍ کې شا مل کړم  د ١١ کلو وم چې پلار مې ومړ او ما د ژوند د ستونزو سره ، سره  خپل زدکړو او تعلیم ته ادامه ورکړه٠

   ښاغلی حفیظ ملیار په کال ١٣٥٤ه ش کې د لغمان ولایت د  د روښان دليسې د ١٢ ټولګي څخه فارغ شوی او په کال ١٣٥٥ه ش کې د ننګرهار  په عالی دارالمعلمين کې شامل اوپه کال ١٣٥٧ه ش کې د نو موړي دارالمعلمين څخه فارغ شوی دی٠ 

 په ملکي برخه کې ملیار صیب  دهیواد په مختلفو برخو کې دندې ترسره کړي دي۰  په لمړي ځل ملیار صیب په کابل کې د سعدالدين انصاري د متوسطې دسر معلم په  ټوګه پاته شوی دی او بیا وروسته دلغمان دوﻻيت دمخابرا تو دمدير په ټوګه یې دنده تر سره کړې ده  ۰ورسته تر هغې دکا بل دولايت د بريښنا په رياست کې د محاسبې په عمومي مديريت کې ديوې برخې دکنترول دامر په توګه دندې تر سره کړي دي ۰

 ښاغلی ملیار صیب  په نطامي برخه کې هم تر زده کړو وروسته د کورنیو چارو په وزارت کې په لاندې برخو کې دندې تر سره کړې دي :۰

لمړی : دکورنیو چارو د وزارت د تشريفاتو په قطعه کې دبلوک قوماندان په توګه ۰

دویم : د صحي خدماتو په ريا ست کې دټولي د قوماندان په توګه ۰

دریم :په مزار شريف کې داول  سمت دماموریت دمرستيال په توګه ۰  

۰څلورم : د مزارشريف په ولایت کې د رهايشي ساحی د قطعې د قوماندان په توګه 

 پنځم : دشمال په اوپراتيفی زون کی د پولیسو د قطعې معاون او بیا داستقا متونو دامر په توګه په دندو پاته شویدی۰

 وروستي وظيفه یې په کابل کی د کورنیو چارو د وزارت  دمکروريانونو دمحافظې او د ٢٠٤ قطعی دپيژند دامر په تو ګه وظايف  اجرا کړيدي ٠ 

ومو ویل چې هغه  شاعر دی او د شعراوشاعرۍ سره یې   له وړکتوبه څخه مينه درلوده چې په اکثره کلتورې پروګرامونو  کې یې شعرونه لوستلي او د هیواد په مجلو او انټر نيټي پاڼو کې یې شعرونه نشر ته رسیدلي دي ۰   يوه شعري ټولګه یې د«د اوښکو سيلا ب» تر سرلیک له چاپه راوتلی او بله شعري ټولګه یې چاپ ته اماده ده  اوډیری خوږ ژبو هنرمندانو یې هم شعرونه په خپلو خو ږو اوازونو کې کمپوز کړيدي ۰ ملیار صیب له کال ٢٠٠١ څخه را پديخوا د اتريش په هیوادکې  د جلا وطنی په حالاتو کی شپی سبا کوي او په اتريش کې افغانانو ته د کلتوري ودې په مقصد د افغانانو د کلتوري کميټې د مرستيال په توګه خپلو  فعاليتونو ته ادامهورکوي ۰

د ملیار صیب د شعر او شاعرۍ په اړه

مـــــــــا چی خښوئ ماته دعا وکړئ

یـــــــــاد مې کړئ وطن اوتمنا وکړئ

اوښکی مې هجران کې ډيرې تللي دي

نـــــــــــه چې په حفيظ  مليار ژړا وکړئ

                                                                   مليار

ښاغلی حفیظ ملیار د خداى بخښلي شاعر او اديب پلار( مرزا عبدالرزاق خان ) ته

 دپلار دورځې په وياړ لیکي : ۰

وياړ مو وې ،عزت او افتخار مو وې

شمله مو وې نعمت مووې ،غمخوار مو وې

ديره مو وې، هجره مووې ،جرګه مووې

دنيا مو وې ،ډيوه مو وې ،دلدار مو وې

مينه ،شفقت او د زړګي رڼا

دعا مو وې ،رحمت مو وې او پلار مو وې

روح دې مدام ښاد اوسه نامدار پلاره

بهار مووې ،ګلزار مووې ،مليار مو وې

حفيظ مليار

 ليکوال اوعلمي شخصيت ښاغلي  ډاکټر عبدالطيف « ياد» د ښاغلي حفیظ ملیار په اړه لیکي : ۰ 

 په پښتو او پښتنوالې مین شاعر ښاغلي عبدالحفیظ ملیار دا مهال داتریش دهیواد دویانا په ښار کې دپردیسۍ شپې او ورځې تیروي۰ 

دښاغلي ملیار صیب په شعرکې د جان او جانان خبري هم شته، وفا او د جفاویرونه هم شته د وطن یادونه هم شته اودهیواد د مکار دښمن افشا کول هم .ملیار صیب د شعر د لارې ښه هیوادنی مبارز دی او تل یې دا سنګر تود او ګرم ساتلی دی او دشعر د کهکشانونو کاروان یې ګړندی دی او تل د ځوان کول د هڅونو لپاره هم شعر ونه وايي په تیره بیا دکرکیټ اتلانو ته یې هم ډیر شعرونه لیکلي دي۰ 

د ښاغلي ملیار صیب شعرونه له اهنګ او ترنمه ډک دي او دهیواد مشهورو سندر غاړو دده  اشعار د سرو تال سره زمرمه کړي دي اولاهم دا لړۍ روانه ده ۰

ډاکټر  عبدالطيف « ياد»۰

 ښاغلي ملیار صیب د  کلي او ټاټوبې په یاد وایي:۰

که په کلي مې راځې خوزه به نه يم

ما به زړه کې يادوې خو زه به نه يم

جنازه مې که د ستا له کوڅې یوسي

بيابه اوښکې تويوې خوزه به نه يم

هغه دجانان د لرې والي او مساپرۍ درد ژړوي  او په یاد یې داسې وایي :۰ 

جانانه مساپره دزړه حال خودې راليږه

که خپله راتلی نشې نواحوال خودې راليږه

سهاردوخته ناست يمه دباد ښکلو وږموته

دزلفوعنبرينو داشمال خودې راليږه

هغه د سالوسۍ ژوند رټي او د مینې او محبت په تنده او نشه کې وایي : ۰

شرابي يمه ساقي ته مې سلام

چې کړي مينه هر سړي ته مې سلام

چې په ناز ناز دې راويښ کاندي له خوبه

شوراو شرنګ دلاس بنګړي ته مې سلام

چې په مينه درته وګوري ملياره

دمورجانې ورين تندي ته مې سلام

په مهاجرت کې یې د خپل ګران  هیواد پلازمینه کابل یاد ژړوي او وایي : ۰

بې څښتنه خوار او زار نشې کابله

بيا زخمي په زړه ازار نشې کابله

دعليم په لمسون خپلو په اور وسوې

بيا لمبې ، لمبې انګار نشې کابله

د کوزې پښتونخوا د ملي تحریک د مشر منظورپشتین په اړه وایي:۰

چا ويل شرنګ دپيمانو دی ميکدو کې

چا ويل شوردغيرتو دی پښتنو کې

دمنظور په شان ځوانان سره يوشوي

جوش د وينو پاريدلی دی رګو کې

لراوبر به سره زر يو شي ملياره

لوی ارمان به مو پوره شي ارمانو کې

دا وه د ښاغلي ملیار صیب د شعرونو د پيل شوېو ملغلرو څو بیلګې ، ملیار صیب ته د بسیا او هوسا ژوند تر څنګ د روغتیا او  لا بریاوو هیله کوم ۰

په ډیره مینه

منشن ګلدبخ – جرمني

۱۴ – ۴ – ۲۰۲۰

م ۰ کال