توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

«
»

د طوفان مخه نه نیول کیژي

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جنوری دوهمه ۲۰۱۶ کال
  طوفان څه ته وایی او په کومو وختو کی طوفان را پیدا کیژي او طوفان څه بربادۍ – تخریبات او تلفات د ځان سره راوړي؟؟
د طبیعت قهر ته طوفان وایی، دګرمې او سړې هوا د یوځای کیدو او د ګردباد شتون ددغو شي سره طوفان را منځ کوي چې لوخړه ، شدید باران او ډیر سریع او قوی باد ورسره ملګرۍ وي ، لکه په افسانو کې چې خلکو ویل چې د قیامت په ورخ به باد او باران دومره شدید وی چې هر څه چپه کوي او له منځه ېې وړي د ابحارو د اوبو سطح اتومات لوړیژي او د یوه لوی قهرجن سیلاب بڼه غوره کوي چې هیڅ شي ورته مقاومت نه شي کولای لکه د سونامی طوفان چې په جاپان کې را منځ ته شوو ، سونامی یوه جاپاني اصطلاح ده چې طوفان ته وایی او دغه طوفان دیوې قوې زلزلې په نتیجه کی را من ته شوو چې د زلزلې شدت ( ۹  ) درجې د ریکتر وو ، او د ۲۰۱۱کال د مارچ په ۱۱مه د جمعې په ورځ را منځ ته شوو ،دراپورونو له مخي ۱۲۹۱۵  تنه پکې وژل شوي او ۴۷۱۱نفره زخمی شوي او ۱۴۹۲۱ تنه ورک او ۱۲۵ کلې او مسکونې ځایونه تخریب شوی دی ،همدا رنګه د ( ریتا ) په نامه طوفان چې د امریکا سواحلو ته ورسیدو تخمینان ۲۱۵ کیلو متره ېې دباد سرعت وو سونامی یا دطبیعت قهر، کله نا کله د نړۍ په هر ګوټ کې را منځ ته کیژي، زموږ په هیواد کې هم داسې مرګونۍ طوفان همدا نن جریان لری  او هره ورځ د ۴۰ نه تر ۱۰۰ تنو ځوانان ( سربازان – افسران – خوردظابطان – سپین ګیري ښځې او ماشومان ) له منځه وړې خو له بده مرغه چې د وحشت ملی واکداران دومره بی پروا او بی مسولیته دی چې اندکترینه توجه هم نه کوي ، د اچین ترور – د هلمند ترور – دکندز ترور – د کابل شاه شهید ترور او دبدخشان ترور دواړو د ( ع او غ ) په روحیه او مورال او بل اخره په وجدان یوه زره تاثیر ونه کړو خو زما خبره تاسې وطنداران په یاد لرۍ چې یوه ورځ دغه واړه بادونه په یوه لوی او ډیر قوی اجتماعی او ولسي طوفان بدلیژي او دغه طوفان به د شرق نه تر غربه او د جنوب نه تر شماله پراخیژي او دا به داسې یو طوفان وې چې ( (( ع او غ ، وزیران – والیان – معینان – ریسان – قاضیان – لوی جهادی قوماندانان – جهادی رهبران – تنظیمی رهبران – د پاکستان -ایران – عربانو – طالبانو او داعشیانو نمایندګان به دیوه سره ډوبوې لوېې ګیرې ، لنګوټي او پکولونه ، به تر پښولاندې کیژي او داسې سیلۍ او باران به ور پسې وي چې یو به هم ور نه نجات پیدا نه کړي ددوی قصرونه به نړیژي – ددوی کورونه به نړیژي – ددوی نسلونه به تباه کیژي او دیوه سره به په دار ځړيژي ، باور وکړۍ چې دغه طوفان د بیربنډ او د لاهور بهاندې هم نړوي ، پشتانه به را ویښیژي ، پشتونخواه به ازادیژي ، لوی افغانستان به جوړیژي او دا تقدیر دی نه بدلیژی .
طوفان د افغانستان په سیاسی حدودو کې شروع شوۍ ، کرار کرار سختیژي ، نوې څپې او قوت غوره کوي ، نوې نیرو دځان سره یو ځای کوي ، ځوانان مخصوصا هلکان او نجونې ورته را دانګي او نور وطن پرستان د بهر نه او د افغانستان د ننه ورته په لاره دی او ورسره یوځای کیژي قهر او غضب ېې ورځ په ورځ د ( ع او غ ) او ددوی د ساتونکو ( امریکا او نوروغربیانو ) په وړاندې زیاتیژي بیا ددغو طوفان مخه ( ماشیندار – تانکونه – ګازاو اتوم بمونه هم نه شي نیولای ځکه دغه طوفان بی حسه او دطبیعت دقهر نتیجه نه ده بلکه دغه طوفان یو اګاهانه ، منظم ، علمی او سیاسي لوی ځواکمن اجتماعی دخلکو د ارا دې او تصمیم  طوفان دی ( خلک دخدای زور دی ) چې حتما به بری ته رسیژي ، رشوت خواره – غدار – قاتلین – دپردو مزدور اونوکران – غاصبین – دتنظیمو رهبران او جهادی قوماندانان به په دار تړل کیژی او دا تصمیم دی چې نه بدلیژي او طوفان حتما کامیابیژي