دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

«
»

د جنګ ټغر ټوليږي، سوله په دوه قدمۍ کې ده

وروسته له هغې چې زلمي خليلزاد د سيمي هيوادونو ته د افغان سولې په تړاو درېيم سفر پيل کړ؛ د افغان سولې په تړاو په کور دننه او بهر هيلې زياتې شوي دي. دا هيله مندي هغه مهال لا زياته شوه چې کله زلمی خليلزاد روسيې ته ولاړ او هلته يې له روسي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې. که څه هم مسکو ته د خليلزاد له سفره وړاندې مسکو په ملګرو ملتونو کې د افغان سولې په تړاو وړاندې شوي پرېکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړې وه؛ خو د سيمي هيوادونو په ځانګړې توګه مسکو او د منځنۍ آسیا هيوادونو ته د زلمي خليلزاد له سفره وروسته داسې ښکاري چې د افغان سولې په تړاو امریکا توانيدلې چې د خپلو سيالانو قناعت حاصل کړي.

په تازه کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ويلي، امریکا او طالب مشران را روانه دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه په خپلو کې مخامخ خبرې کوي. پاکستاني رسنۍ د عمران خان له خولې وايې، پاکستان د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري کوي. عمران خان ویلي دي چې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وايي چې د طالبانو پر ضد لا نور ګامونه واخلي، بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکی دی.

سولې ته هيله مندي ولې زياته شوې؟

که څه هم دافغان سولې په تړاو د ولسونو هيله مندي له هغه وخته پيل شوه کله چې افغان ولسمشر غني له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړ او طالبانو هم ورسره ومانه؛ خو دغه هيله مندي هغه وخت په زياتيدو شوه کله چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت زلمی خليلزاد د افغان سولې په اړه خپل ځانګړی استازی وټاکه. په وروستيو کې د افغان سولې په تړاو ځينې تحرکات داسې ترسره شوي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې ساری نه لري او ورسره د ولسونو سره دا هیله پيدا شوې ده چې نور به په ټول هيواد کې د جنګ ټغر ټوليږي او افغانان به د سولې تر چتر لاندې ژوند کوي.

لومړی؛ د طالبانو لخوا د سولې مذاکره کوونکي ټيم ټاکل

په داسې حال کې چې افغان حکومت څو ورځې وړاندې د سولې عالي مشورتي بوډ غړي اعلان کړل او له هغې يې کابو مياشت وړاندې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت مذاکره کوونکی ټيم هم اعلان کړی دی؛ اوس په تازه اقدام کې د سولې عالي شورا ويلي چې وسله والو طالبانو هم خپل لس کسيز مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړی دی. که څه هم وسله والو طالبانو لا په رسمي توګه د سولې خبرو لپاره د خپل مذاکره کوونکي ټيم ټاکل کېدل نه دي تاييد کړي خو د سولې شورا غړي رحيم بېګ آريانانیوز ته ويلي «وسله والو طالبانو هم د افغان حکومت له مذاکره کوونکي ټيم سره د خبرو لپاره خپل لس کسيز هیئت ټاکلی. په دغه هیئت کې پنځه تنه د طالبانو د قطر دفتر غړي او پنځه تنه د ګوانتانامو له زندانه خوشي طالب مشران شامل دي.

دویم؛ د افغان سولې په تړاو د امریکا او پاکستان هوکړه

په تازه کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ويلي چې دغه هیواد وسله وال طالبان د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرو ته حاضر کړي دي او د راتلونکې دوشنبې په روځ به په پاکستان کې طالب مشران او امريکايي چارواکي مخامخ خبرې وکړي. عمران خان وايلي له امریکا سره یې وروسته له دې طالبان خبرو ته حاضر کړل چې متحدو ایالتونو له پاکستان څخه د طالبانو د مخنیوي لپاره د نورو اقدامات غوښتنه بس کړه او د خبرو له لارې یې د افغانستان د مسلې له حل سره موافقه وکړه. د نورو اقداماتو څخه د عمران خان موخه د طالبانو پر ضد پوځي اقدام دی چې د نوموړي پر وينا دا ځل امريکا ورڅخه د خبرو له لارې د افغانستان د مسالې د حل غوښتنه کړې ده. له دغو خبرو داسې ښکاري چې امريکا بلاخره پاکستان د امتیاز په مقابل کې قانع کړ چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. دا چې د امریکا او طالبانو تر منځ به د کوم امتياز پر سر هوکړه شوي وي؛ وخت به يې روښانه کړي.

درېیم؛ د طالبانو د قطر دفتر په غړو کې بدلون

وروسته له هغې چې عمران خان وويل چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ يې په پاکستان کې د مخامخ خبرو زمينه برابره کړې؛ د طالبانو د قطر د دفتر غړیو هم په کوټه کې د طالبانو له مشر او د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره له خبرو وروسته له امریکا سره پر یوې نوې طرحې خبرو ته تیاري نیولې ده. په کوټه کې د طالبانو سرچینې وايي چې طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایانو سره د خبرو بل پړاو ته تیاري نیولې او دا ځل به د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شېرمحمد عباس ستانکزی، محمد سهیل شاهین، دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، ملا خیرالله خیرخواه او ملا محمد فاضل اخوند شامل وي. د دغو کسانو ځینې له زلمي خلیلزاد سره د سولې د خبرو په تېرو پړاوونو کې شامل نه ول. دغې بدلون ته په کتو داسې ښکاري چې طالبانو هم نور د جنګ د پایته رسولو تابيا نيولې ده.

څلورم؛ له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو احتمال

کله چې ډونالډ ټرمپ له عمران خانه د افغان سولې په تړاو د مرستې غوښتنه کړې او عمران خان ويلي چې راتلونکې دوشنبې به په پاکستان کې د طالبانو او امریکايانو تر منځ مخامخ خبرې ترسره کړي؛ ځينې طالب سرچينو هم رسنيو ته ويلي چې که طالبان له امريکا سره په دغو خبرو کې موافقې ته ورسيږي نو امکان لري چې دغه ډله (طالبان) به له افغان حکومت سره هم خبرو ته غاړه کيږدي.طالب سرچينو ويلي لا هم د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي خو که له امریکا سره کوم تفاهم ته ورسېږي، ممکن د افغانستان له حکومت سره هم خبرې پیل کړي. مخکې له دې وسله والو طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړي او افغان حکومت يې لاسپوڅی او په خپلو پرېکړو کې ناخپلواک بللی دی. اما دا ځل چې د طالبانو په دريځ کې د افغان حکومت سره د خبرو په اړه نرمښت ښکاري نو ورسره په ګډه سولې ته هم د خلکو هيلې زياتې شوې او داسې ښکاري چې د جنګ ټغر ټوليدونکی او د سولې چتر په افغانانو خپرېدونکی دی.

لیکنه: خوشحال آصفي