خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د افغانستان اقتصادي خپلواکي او د پاکستان ناهيلي

وروسته له هغه چې افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګرۍ په ترانزيتي هوکړه کې د هندوستان د شامليدو غوښتنه وکړه او امريکا هم د افغانستان د دې غوښتنې ملاتړ وکړ؛ پاکستان د افغان ولسمشر پر څرګندونو ناهیلي څرګنده کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تيره ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستيو څرګندونو چې په ترانزیتي موافقه کې یې د هند د شاملېدو په اړه کړې وې؛ نهیلي وښوده، هغه یې بې ګټې وبللې او ویې ویل چې غني د پاکستان هغه هڅې یو مخ له پامه غورځولي دي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات لپاره کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا په يوه اعلاميه کې يو ځل بيا خپلې تکراري خبرې کړي او ويلي دي: په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ یوو، پاکستان کلک باور لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره ضروري دي.

له کله نه چې په افغانستان کې ولسمشر غني واک ته رسيدلی نو پر پاکستان د اقتصادي ا تکا خلاصون، افغانستان د مرکزي اسيا د پوستون په ټکي بدلول او له څو لويو لارو سره د افغانستان تړل؛ يې مهم اقتصادي پلانونه ټاکلي دي. د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره يې د پام وړ هڅې کړي دي. د چابهار بندر پرانيسته، د سلما بند پروژه، له هند سره د اړيکو پراخول او له ايران او چين سره د ريل ګاډي په وسيله د سوداګرۍ پيل؛ د ولسمشر غني د يادو پلانونو د عملي کيدو نښې دي. اوس په ورستيو کې يې تازه هڅه له پاکستان سره په ترانزيتي هوکړه کې د هندوستان د شاملولو غوښتنه ده چې پاکستان يې ناهيلی کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې له پاکستان سره په ترانزيتي تړون کې د هندوستان شامليدل به د افغانستان په ګټه او که په زيان وي؟

د هوکړه ليک شاليد

د افغانستان او پاکستان تر منځ د لومړي ځل لپاره د ترانزيت هوکړه په ۱۹۶۵ ميلادي کال کې شوې ده چې له هغې وروسته بيا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني پر مهال کله چې انورالحق احدي د ماليې وزير و نوې شوه. د ياد هوکړه ليک له مخې افغانستان د پاکستان له بندرونو نورې نړۍ ته صادرات او واردات او پاکستان د افغانستان له لارې د نړۍ نورو هيوادونو ته صادرات او واردات کولی شي. ياد هوکړه ليک د دواړو هيوادونو لپاره خورا ګټور دی خو لکه څرنګه چې ياد هوکړه ليک د افغان سوداګرو د ستونزو د لمنځه  وړلو لپاره چې په سلګونو کانټينر مالونه به يي د کراچۍ او ګوادر په بندرونو کي ولاړ پاتي و؛ لاسليک شو؛ پاکستان له دغه هوکړه ليکه ډيری وخت سرغړونه کړې او د افغان سوداګرو پر مخ يې خپل بندرونه تړلي دي.

افغانستان ته په هوکړه کې د هندوستان شاملولو ګټه

که څه هم په ياد هوکړه ليک کې د هندوستان شاملولو سره ممکن پاکستان حساسيت وښايې ځکه چې دواړه هيوادونه يو و بل د خپلې وجودي فلسفې دښمنان بولي. او اوس چې يې فلسفي دښمن د هوکړه ليک يو برخه ګرځي نو طبيعي ده چې د پاکستان غبرګون به له ځان سره لري. پاکستان به د افغانستان د يادې غوښتنې په غبرګون کې په افغان سوداګرو بيلابيل فشارونه وارد کړي خو په ټوله کې په ياد هوکړه لیک کې د هندوستان شامليدل د افغانستان په ګټه دي. په دې مانا چې پاکستان تل د کابل ـ اسلام آباد د اړيکو د خړپړتيا پر مهال پر افغان سوداګرو د پاکستاني بندرونو د تړلو په وسيله په افغان حکومت فشار راوستی دی او اوس چې هندوستان د ياد تړون برخه ګرځي نو افغانستان به پر پاکستان د فشار بله آله هم ترلاسه کړي. په ياد هوکړه ليک کې افغانستان له هندوستان څخه د پاکستان د سياسي رقيب په توګه هم د ځان په ګټه کار اخيستلی شي.

څه کول په کار دي؟

لکه څرنګه چې پر پاکستان د اقتصادي ا تکا خلاصون، افغانستان د مرکزي اسيا د پوستون په ټکي بدلول او له څو لويو لارو سره د افغانستان تړل؛ د افغان ولسمشر مهم اقتصادي پلانونه دي؛ نو د دې لپاره چې ياد پلانونه يې عملي شي؛ افغان حکومت بايد هڅه وکړي چې پاکستان تر خپل او نړيوال فشار لاندې ونيسي. حکومت بايد هڅه وکړي چې پاکستان پر پاکستان د نړيوال فشار لپاره له هرې ممکنه وسيلې ګټه واخلي څو وکولای شي پاکستان په نړيوالو مخالفتونو بوخت وساتي او له دغې فرصته په ګټې اخيستنې افغانستان د مرکزي آسيا د نښلوونکي ټکي په توګه ثابت کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي