از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

«
»

خبردار! پر ډيورنډ معامله پر ناموس معامله ده

وروسته له هغې چې د تورخم په جګړه کې پاکستان په دې وتوانېد چې د افغانستان له خبرداریو سره سره په تورخم کې دروازې جوړې کړي؛ دغه هېواد د ‌ډیورنډ د رسميت لپاره مټې رابډوهلې. په تازه کې پاکستان پر دغه کرښه د ترهګري د مخنیوي په پلمه د اغزن سیم غوځولو کار روان کړی. بل لور ته يې پاکستانۍ رسنۍ د افغان حکومت د اجرايه رياست له قوله دغه کرغېړنه کرښه بيخي نړيوال منل شوی سرحد يادوي. ډېلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼه وايې ډاکټر عبدالله ډیورنډ نړیواله منل شوې کرښه بللې او د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي.

که څه هم اجرائیه ریاست یاده موضوع ردوي او زیاتوي چې ډاکټر عبدالله نه له کوم پاکستاني پلاوي سره کتلي او نه یې هم په دې اړه څرګندونې کړې دي؛ خو ډيلي ټايمز ورځپاڼې د پاکستان د پارلمان د غړي شاه جي ګل افریدي له قوله لیکلي چې دوی کابل کې د نوروز له جشن وروسته له اجرائیه رئيس سره کتلي او نوموړي په خپلو څرګندونو کې دغه موضوع یاده کړې ده. شاه جي ګل افریدی زیاتوي: «عبدالله عبدالله موږ ته وویل چې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او دی په دې برخه کې د پاکستان ملاتړ کوي، همدارنګه نوموړي وويل چې ځينې سیاسي ډلې دغه ادعا په مخ وړي چې ګواکې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله نه ده، د ده په وینا یاد خلک خپل وخت ضایع کوي.»

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاويد فيصل خبره به ومنو چې د ښاغلي عبدالله په اړه د پاکستان د ډېلي ټایمز ورځپاڼې لخوا خپور شوی خبر د افغانستان پرضد د پاکستان د دولت د شومو او زهرجنو تبلیغاتو یوه هڅه ده، خو د هغه متل په مصداق چې «خدای پاک په قدرتونو پېژندل کيږي»؛ په ټوله کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان د وروستيو تحرکاتو په اړوند د افغان حکومت له پڅ دريځه داسې ښکاري چې د افغان حکومتي چارواکو په اوړو کې شګه شته. په وروستيو کې د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د لګولو په اړوند د افغان حکومت په ځانګړي ته توګه د اجرايه رياست غبرګون ډير پڅ او هسې د ولس له نيوکو يو ډول ځان خلاصول دي.

څو ورځو وړاندې اجرايه رييس ښاغلي عبدالله د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل «څه چې په دې وروستیو کې د خط په هغه خوا کې ترسره شوي دا له مونږ سره د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې کمک نه کوي، له ترهګرۍ سره مبارزه صادقانه همکاریو ته اړتیا لري». دلته مهمه خبره دا ده مهمه خبره د پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم لګولو اړوند د اجرايه رياست غبرګون دی چې پر کرښه اغزن سيم لګول ورته يواځې تر ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره مهم دي. ښاغلي عبدالله ته دا مهمه نه ده چې کټارې د کرښې دواړو غاړو ته د افغان ولس او پښتنو پر سينه لګول کيږي، بلکې يواځې دومره ورته مهمه ده چې دغه کټارې له ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته نشي کولی.

همداراز د بهرنيو چارو وزارت غبرګون هم په نشت حساب دی. پر ډيورنډ کرښې د پاکستان لخوا د کټارو او اغزن سيم لګولو اړوند د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد ويلي « دا نوې برنامه نه ده پاکستان په دې برنامې له پخوا کار پیل کړی و، زموږ ارزونه دا ده، تر څو چې موږ ورسره موافقه نه وي کړي دا به د پاکستان لپاره ښيې پاېلې ونه لري». دلته جالبه دا ده چې افغان لوری هم له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښې د کټارو لګولو اړوند موافقه غواړي. ښاغلي آزاد د دې پر ځای چې د پاکستان ياد اقدام يې غندلی وای او تند غبرګون يې ښودلی وای؛ پر پاکستان يې له دې امله نيوکه کړې چې له دوی سره موافقه نه ده کړې او په خپل سر یې کټارې لګول پيل کړي دي.

په ټوله کې پر افغان حکومت له دې امله نيوکې ورځ تر بلې زياتيږي چې د ‌ډیورنډ کرښې پر مضوع غلی دی او پاکستان هره ورځ کار کوي چې څنګه کیدای شي د ډیورنډ کرښې رسمي کیدو په اړه د خلکو ذهنیت جوړ کړي. همدا اوس په تازه کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پاکستان سفیر، اعزاز احمد چوهدري ویلي که وغوښتل شي د افغانستان لپاره پر ډیورند کرښې تاسیسات جوړوو. چوهدري چې په واشنګټن کې یې د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې کولې، وویل چې پر ډیورند کرښې د سرحدي تاسیساتو جوړول د ترهګرو او ورانکارو ډلو د تګ راتګ مخه نیسي.

مونږ په حکومت تور نه پورې کوو چې ګويا خدای مه کړه د ډيورنډ پر کرښه يې معامله کړې ده خو د هغه متل چې «هوګه ونه خوري بوی ترې نه ځي» په مصداق ويلی شو چې پر ډيورنډ کرښې د پاکستاني تحرکاتو اړوند حکومت مرګونې چوپتيا او يا پڅ دريځ بې څه نشي کيدلی. حکومت بايد ولس ته روښانه کړي چې دوی په ملي مسايلو کې ملي دريځ لري او په هيڅ راز ملي ارزښت معاملې کولو ته چمتو نه دي.

لیکنه : خوشحال آصفي