جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

زمونږ ماشومان وژغورئ

ازهر

د پوهنې وزارت نومانده رنګينه بي بي، د قدرت په وېش کې که په هر اړخ پورې اړه لري، زما په آند ګرمه نه ده چې غوښتي يې دي د افغانستان په ښوونيز سيسټم کې يو مخ په شا انقلاب راولي.

 دا خوارکۍ خو به يا د مولانا سميع الحق او يا د مولانا فضل الرحمان له مدرسو نه راوتلې وي؛

 یا به همدا دنده ورسپارل شوې وي؛ 

 او يا به يې د وروڼو طالبانو هرکلي ته ناری جوړ کړی وي؛

 که هر څه وي، يوه خبره سپينه ده چې اصلي پړه د ولسمشر په غاړه ده. دا وزیر نومانده که د هر چا له پلوه ورپېژندل شوې وي، نو ولسمشر خو هرو مرو د دې د تګلارې تفصیل ترې اورېدلی يا لوستی دی او يا ده پخپله دا تګلاره ورکړې ده.

که د پاکستان، طالبانو، خليلزاد او پومپيو په مقابل کې د ډاکتر غني د شا ته نه تګ د مقاومت دريځ ملاتړ کوو، په ټولنيزو راکړو ورکړو او نورو ورَستو معاملو کې يې نه يواځې دا چې خوا نه نيسو، غندو يې هم او په کلکه يې په مخ کې درېږو.

دا پرېکړه يا تګلاره، چې ماشومان دې د ښوونځي په ځای تر دريم ټولګي پورې په جومات کې د ملا له خوا ديني زده کړه وکړي، د هر چا چې وي، د افغان ځپل شوي او پنځه لسيزې شا ته ټېل وهل شوي ولس له راتلونکي سره ستره جفا او لوی خيانت دی.

له جومات نه د ماشومانو د زده کړو خوندي کولو او يَوُه خلاص او علمي ماحول ته بيولو په پار، لا له پخوا زمانو نه ډېرې خوارۍ شوي دي او ډېر د خواښينۍ ځای دی چې اوس کوم بدنېت لاس ټولې سترې لاس ته راوړنې په لوی لاس هېڅ کول غواړي، کټ مټ همغسې چې د کاليو اغوستو په کلتور کې يې څو پېړۍ شا ته بوتلو.  مشران خو کولی شي په نويو شرايطو کې بيا ځان سمې لارې ته سيخ کړي خو هغه فرهنګ چې په کوچنيوالي کې د ده په ماغزو کې قديس شي بيا يې بدلول ډېر ستونزمن وي.

 د امير حبيب الله له وخته تر ډاکتر نجيب الله پورې د ښوونې او روزنې د کمي او کيفي پراختيا له پاره ټوکلي ګامونه اخيستل شوي ول. له بده مرغه د «مجاهدانو» او طالبانو په تورو مهالونو کې دغه بهير په ټپه ودرېد. او بيا له ۲۰۱۱ له پايه تر راوروسته وختونو  پورې په کمي توګه د پاملرنې وړ پرمختګ په کې وشو.

غير علمي، زَړو، سليقوي او له اوسنيو اړتياوو نه ليرې کولیکورمونو پلي کول، هغه هم د ډېرو ناپوهو، نالوستو او ټيټ کيفيتو ښوونکو له خوا، کمه ستونزه وه چې اوس دې ته ملا تړل شوې چې زمونږ د راتلونکو نسلونو ښوونيز – روزنيز تاداو له مخې ونړول شي او له پرمخ تللې پوهې او مدني ارزښتونو سره په دښمنۍ کې کېښودل شي.

زمونږ نسل، د پاچا ظاهرشاه په مهال ښونځي او پوهنتونونه لوستي دي. ټولو هم په ديني برخه کې ضروري پوهه او لارښوونه تر لاسه کړې او هم د همغه وخت په کچه له عصري علومو نه برخمن شوي او د افغانستان په اسلامي سوله ايزې ټولنې کې په پاک ژوند او چوپړ بوخت شوي دي. د نورو علمی څانګو تر څنګ، مونږ ضروري اسلامي زده کړې هم کولې. په دولسم ټولګي کې مو عقايد هم لوستل او تر څنګ يې د منطًق ښوونه هم په لوړه کچه را ته کېده. يعنې له ټولو کموالو سره زمونږ د عقل او منطق د ځغاستې مخه نه نيول کېده. دا ځکه چې همغه ټولنه او همغه مشرتوب په دې پوهېدل چې ښوونځی د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د راتلونکي تفکر او ژوند د بنسټ مضبوطې ډبرې ږدي. د لوړو ديني زده کړو له پاره هم دارالعلومونو او د شرعياتو پوهنځي شتون درلودل.

دا خو نشم منلای چې اوسني مشران دې د روزنپېژندنې، ټولنپېژندنې او اروا پېژندنې (پيداګوژۍ، سوسيولوژۍ او سايکولوژ‎ۍ) له دې اساساتو نه بې خبره وي. نو ځکه د هېشتيا خبره ده چې ولې اوس، يوه نيمه پېړۍ وروسته، زمونږ مشران دې پايلې ته رسېدلي دي چې زمونږ ماشومان بېرته د جومات تپې تيارې ته او د ملا تر لېنګي، شکنجو او جنسي ځورونو لاندې واچوي او ماغزه يې نا خوځند، ډبرين او بنسټپال وګرځوي.

له ډېرې مودې راهيسې مې ځيني پوښتنې په ککرۍ کې راچورلېدلې:

د زرګونو په خپل سرو او د پردو په مالي مرستو رغېدلو مدرسو نه پوښتنه، ولې؟

  د حکومت له خوا د ډېرو مدرسو جوړول او ګته اخيستل يې دښمنانو ته سپارل، ولې؟

 سعودي عربستان ته چې پخپله تل د ترهګرۍ لمسوونکی او مرستندوی و او دی، د اسلامي زده کړو د ستر مرکز جوړولو امتياز ورکول، چې په يقين سره به يې د کنټرول او څارنې خيال او جرأت هم څوک نه لري، ولې؟
او دا دی اوس دا بله مخ شا ته انقلابي کږلاره، دا ټول ولې؟ نه چې د غني د هغه هوډ چې د مدرسې او ښوونځي  تر منځ واټڼ به له منځه وړي، سر له دې ځايه راخېژي؟!

بله دا چې په وطن کې وړ کسان نشته؟، که شته خو د ولسمشر ښه نه ايسي، چې له بهر نه ناپوهان د کار پوهانو په نامه راولي کوم چې خپلې ژبې يې هم نه وي زده؟!

ما ته ډېره د خوند خبره وه چې ارتجاعي ولسي جرګې او عبدالله هم دغه کچه تګلاره وغندله او په کلکه يې رد کړه. سره له دې چې د ولسي جرګې د مخالفت اصلي ټکی د اسلامي زده کړو د معينيت لغو کول و، خو ښه پايله دا ترې راووته چې ګرد سره دغه طرح رد شوه.

کله چې رنګينه بي بي په ولسي جرګې کې د اسلامي زده کړو معينيت د لغو کولو په سر له اعتراضونو او بد رد ويلو سره مخ شوه، نو دې چيغه کړه چې زه اسلامي زده کړه تقويه کوم او غواړم زمونږ ماشومان له پيل نه په جومات کې ديني زده کړه او روزنه وکړي. وروسته کله چې په ټولنې کې له ډېرو ګوت نيونو سره مخ شوه، نو وې ويل چې خبرې يې بدې تعبير شوي او په اصل کې غواړي په جومات کې د ښونځي پروګرام د ښوونکو له خوا په مخ بوتلل شي. بيا يې پسې زياته کړه چې غواړي پنج کتاب او کيميای سعادت هم په پروګرام کې ورزيات کړي. د وزارت آغلې وياندې دغه پرېکړه د ښوونځيو له پاره د ودانيو د نه شتون له کبله يوه بديله وګڼله او زياته يې کړه چې د ليک لوست زده کړې کورسونو کې دې تجربې نتيجه ورکړې ده.

وګورئ په دغو متناقضو ملمع کاريو کې د پروژې ارتجاعي څېره لا برالا کېږي. 

زه دغه پروژه او د وزير صاحب (حکومت) دليلونه په لاندې ډول ردوم:

ا- پخوانيو پاچايانو، ولسمشرانو، صدراعظمانو او وزيرانو هم واښه نه خوړل. دغه امکان د هغو مخې ته هم پروت و. مګر دا يې ښه بلله چې ښوونځی جومات ته انتقال نه کړي.

۲- د مشرانو ليک لوست کورسونو تجربه نه شي کېدای چې پر ماشومانو پلې شي. د پوهنې وزارت مشرتوب له بده مرغه د ماشوم له اروا پېژندنې او روزنپېژندنې نه دومره په واټن کې پروت دی چې د ماشومانو او مشرانو د ماغزو او تجربو تر منځ د برابر (مساوی) نښه ږدي. بيا چا ويلي دي چې د دوی د ليک لوست (سواد آموزي) تجربه په جوماتونو کې بريالۍ وه؟!

۲- د نجونو او هلکانو دريو ټولګيو له پاره په هېڅ جومات کې ځای نښته.

۳- د جومات فضا او د ملا صاحب ماغزه دا اجازه نه ورکوي چې ښوونکی او زده کوونکی دې د زمانې په دود خلاصې علمي خبرې وکړای شي. او که ښوونکی پخپله ملا صاحب وي نو بيا به وران لا وران وي.

۴- که ښوونکي بې له ملا نه نور کسان وي، نو د «دو پادشاه در اقليمی نګنجند» پر بنا به په دوهمه ورځ د دوی کش او کړپ وخېژي.

۵- ډېر ويل شوي دي چې حکومت د ښونځيو ودانيو جوړولو ته بودجه نه لري. راځۍ وګورو په رښتيا سره پيسې نښته که اراده شتون نه لري؟!

مونږ هر يو پوهېږو چې په هر کلی او ان په کلاګانو کې جوماتونه شته. په ولسواليو او ځينو لويو کليو کې جامع جوماتونه هم شته. په ولايتونوکې خو دا امکانات لا لوړ دي. يعنې په ټول هيواد کې د جومات کمی نشته مګر د ښونځيو د ودانيو نشتوالی له ورايه ښکاره دی او هر څوک يې مني. د څه مودې راهيسې ولسمشر د هيواد په ګوټ ګوټ کې د نويو جوماتونو او جامع جوماتونو د ودانولو لړۍ پيل کړې ده. زه وايم چېرته چې جومات نشته نو د جومات جوړول ډېر حسنه او ضروري کار دی. مګر که دا کار له سياسي پلوه او ځان ښه مسلمان ښودلو په موخه کېږي نه په محسناتو کې راځي او نه اجر او ثواب لري. څومره به ښه وه چې د دغسې غير ضروري لګښتونو په ځای، چې د مخالفانو زړونه هم نه خوشحالوي، دغه پيسې د وطن د ماشومانو د راتلونکي فکري او جسمي ودې له پاره لګېدلې وای. 

۶- دروند ولسمشر دې يو ځلي د جهادي او طالبي مهالونو نه مخکې مهالونو ته يوه کتنه وکړي. ډېری بې ځايه لګښتونه له سره ول نه، او ځکه زمونږ اقتصاد په نسبي توګه د اوس په پرتله په ثبات او توازن کې و:

هېڅ وزير، هېڅ وکيل، هېڅ رييس د دسترخوان خرڅ په نامه څه نه اخيستل؛

د اوس په خلاف چې له پلتن نه باجه خانه ډېره ده، او هر محترم په هر ه سطح کې ځانته ویاندان او مرستيال وياندان لري، په تېره کې يې هېڅ شتون له درلود.

وزارتونو او موسساتو خپل کارکوونکي د بسونو په واسطه انتقالول. ګړندي موټر يواځې څو ځانګړو مقامونو ته اختصاص درلود. له رسمي موټرو نه په شخصي چارو کې ګټه اخيستل منع و.

پخوا سوله او کراري وه نو ځکه ساتونکو ته اړه نه وه. مګر اوس له ضرورت نه زيات نظر زور او مقام ته زيات کسان لښکرې لري. ځيني لا خپل اطرافي باغونه او کروندې هم پرې ساتي.

ستاسو په دولت کې نه يواځې موازي ادارې ډېرې دي، چې په هر وزارت او لويې ادارې کې ډېر نور غير ضروري اداري او څانګې هم يواځې وخپلو کسانو ته د امتياز ورکولو په موخه منځ ته راوستل شوي او په دې توګه ستاسو دولتي تشکيلات څو څو ځلي پړسېدلی دي.

د کارپوه په نامه، د لوړو مقامونو له خوا د ورته نيژدې کسانو په ډېرو لوړو امتيازي معاشونو استخدام هم د وطن بېوزلو ته جفا ده او هم نورو سابقه لرونکو په کار پوه مامورانو ته. په داسې حال کې چې مونږ په هره برخه کې کافي کارپوهان او مجرب پلان جوړوونکي لرو له باندې نه د تش په نامه کارپوه استخدام هم په ډېرو لوړو ډالري معاشونو له بيت المال سره بې مسووليته کړنه ده. 

له ۹۱ کود نه ويل کېږي چې بې رويې خرڅونه شوي دي مګر يو يې هم د ښونځي او لابراتوار له پاره نه. 

اضافي کميسيونونه او شوراګانې او ډېر نور کار ځايونه يواځې د زورواکانو د خولو پټولو له پاره منځ ته راغلي او هېڅ ګټه ترې نه ده زېږېدلې. 

ګلب الدين او ترهګره ډله يې او ده ته ورته کسان د کومو محسناتو پر بنسټ شاهانه امتيازونه لري، پاچايي چلوي او په زغرده بيا وطن هم خرڅوي او د نظام په تخريب پسې يې هم لستوڼي نغاړلي دي.

که پورته ياد شوي بې ځايه لګښتونه وسپمول شي ډېرې ښوونيزې او روزنيزې ودانۍ به روغې او په مدرنو وسيلو سمبالې شي، سم د سړيتوب سړکونه او د اوسپنې پټلۍ به ورغول شي، ناکامورا وزمې پروژې به پرې تمويل شي او د سرتېرو خواړه او د معيوبانو او شهيدانو د کورنيو په ژوند کې به کيفي بدلون راشي.

په پای کې له ولسمشر نه په کلکه غوښتنه کوم چې د عامه افکارو د ډاډه کولو په موخه دې د چوپتيا په ځای په يوې اعلاميې کې د دغې منسوخې طرحې د الغا اعلان وکړي.

درناوي

والسلام علی من اتّبع الهدی!

د ۲۰۲۰ کال د دیسمبر ۱۲