ګالیلیو ګالیله

دی یو ایتالیوي فیلسوف، ستوری پېژندونکی، فزیکپوه، ریاضي پوه مهندس او انجنیر وو، چې د فبروري میاشتې په (۱۵) مه، پر (۱۵۶۴) زېږدیز کال کې د ایتالیا د «پیزا» ښار د «توسکاني» په سیمه کې زېږېدلی دی. ګالیله ډېر پوه، هوښیار او ځیرک ماشوم وو. له لوست او درس وروسته به تل د څېړنې او پلټنې په موخه په ښار کې شاو خوا ګرځېده. پر (۱۵۷۵)ز کال کې د فرانسې لوی ښار «فلورانس» ته ولاړو، چې د پاریس په ختیځ کې پروت ښار دی.
هغه مهال د فلورانس ښار د زده کړې او روڼاندۍ تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېده، له دې وروسته یې پلار هغه د «والومبروسا» ښار ته نږدې یوې مذهبي مدرسې ته ولېږه. په لومړیو کې ګالیله غوښتل چې کشیش شي، خو پر(۱۵۸۱)ز کال چې اوولس کلن وو، د ده د خوښې پر خلاف او د پلار په پرله پسې غوښتنه یې د «پیزا پوهنتون» د طب په برخه کې زده کړې پیل کړې.
د طب زده کړې ته یې دوام ورنکړ، خو پر ځای یې د ریاضیاتو لوست او مطالعه پیل کړه او د ریاضیاتو سره یې لېوالتیا او مینه زیاته شوه. ګالیله د ارسطو د فلسفې او ریاضیاتو د زده کړې لپاره ځان دې ته چمتو کړ، چې په دې برخه کې خپل مالومات بشپړ کړي. دی د عصري علومو پلار بلل کیږي. هغه د فزیک، ستورپوهنې، جیولوژي، ریاضي او فلسفې په برخه کې ستر چوپړ او خدمتونه کړي دي، ډېرې څېړنې او تحقیقاتي کارونه، موندنې او کشفیات یې تر سره کړې دي. د ده یو لوی کار دا وو، چې «تلسکوب» یې اختراع کړ او د ستورو په اړه یې څېړنې پیل کړې. ده د خپل تلسکوب له لارې کلونه کلونه د شمسي نظام او د آسمان د نورو ستورو په لوست او مطالعه بوخت شو او د خپلو مشاهدو په وسیله یې د «کوپرنیک» نظریه ثابته کړه، چې لمر د شمسي نظام مرکز دی او ځمکه د نورو سیارو په شان ېوه سیاره ده. ده د خپل پرمختللي ټیلسکوپ په مرسته د مشتري څلور سپوږمۍ، «د زحل حلقې، د ونوس بڼې او شکلونه، د سپوږمۍ ورانه سطحه او د لمر ځایونه» ولیدل او کشف یې کړل. دی بریالی شو چې د سپوږمۍ د سطحې جزیات مطالعه کړي او له خلکو سره یې شریک کړي. ګالیله پر (۱۶۱۶)زکال کې د لمر په شاوخوا کې د لمریز نظام د حرکت په اړه ډېر تبلیغات وکړل او پر (۱۶۳۳)ز کال کې یې د لمر په شاوخوا کې د ځمکې د حرکت نظریه وړاندې کړه. د نوموړي نامتو نښیر(اثر)، «د نړۍ د دوو نظامونو په باب مکالمه» نومېږي. ګالیله د جنوري میاشتې په اتمه، پر (۱۶۴۲)ز کال کې د «اوه اویا» کلنۍ په عمر مړ شوی دی.
تاسو ته د ګالیله اغېزناکې او ګټورې خبرې او ویناوې وړاندې کوم:
– زړور خلک فرصتونه مومي او کمزوري خلک فرصتونو ته په تمه دي.
– تاسو کولی شئ ما بې وسه او اړ کړئ چې هغه څه ووایم چې تاسو یې غواړئ تاسو ممکن ما د هغه څه په ویلو تورن کړئ چې زه یې وایم، خو ځمکه په هرصورت ښوري او حرکت کوي.
– نړۍ هغه چا ته غوږ نیسي څوک چې زوروره او غښتلې اراده او تکل لري او هغه پوهیږي چې په کومه لاره روان دی.
– هر چا چې تېروتنه نه وي کړئ، کومه موندنه او کشف یې هم نه دی کړئ.
– د خپلو ټولو غمونو او مصیبتونو د هیرولو لپاره کار وکړئ.
– ټول حقایق کله چې ښکاره او وموندل شي په اسانۍ پوهیدل کیږي، اصلي خبره دا ده چې دوی ښکاره او کشف کړئ.
– ځان پیژندنه ترټولو لویه پوهه او حکمت دی.
د اوسنۍ زمانې قدر وکړئ چې تېر به هېڅکله بېرته رانشي او نه به راتلونکی راشي.
– هغه څه چې په ریاضي کې مهم دي اندو فکر کول دي! ریاضي هغه الفبا ده چې پر بنسټ یې خدای نړۍ جوړه کړې ده.
– ښوونکي دړې او دروازه پرانیزي. خو تاسو هغه څوک یاست چې باید ورننوځئ.
– کار وکړئ تر څو خپل ټول غمونه او اندېښنې هېرې کړئ.
– اسمان نه یوازې ګرمي او د باران مهرباني لري. خو بریښنا او سیلابونه هم لري.
– د پنځ(طبیعت) قوانین د ریاضیاتو په ژبه لیکل شوې ده.
– له ستورو سره دومره ژوره مینه لرم چې د شپې له تیارو، نه وېرېږم!
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود