عزّ و شرف وطن 

در خانـه قـوی باش که چوراچور است  دزدان به کمین فانوس…

فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

«
»

څوک چې ډاریږي، هغه ورکیږي!

نور محمد غفوري

هیواد مختلفو سیاسي ګوندونو ته اړتیا لري، تر څو چې د متفاوتو نظریاتو تر منځ د آزادې مباحثې او دیالوګ په بهیر کې د پرمختګ او د ولس د هوساینې تر نورو ښه او مناسبه (اوپتیمال) لاره وموندل شي. د هیواد د ملي عاید په ویش او د سیاسي واک په ګډون کې د مختلفو اقتصادی طبقو او ټولنیزو قشرونو کټې وڅیړل شي، سوله ایز بحثونه وشي، اعتدال مراعات شي، د ملي پرمختګ له پاره په ټاکلی زماني مقطع کې په شریکه بهترینه پریکړه وشي او د زړه بدیو او د کورنیو زورآزماینې او جنګ او جګړو مخه ونیول شي.   

سیاسي ګوندونه غواړي چې د خپل فکر او ایدیالوژۍ له لارې په ټولنه کې د ستونزو د حل لارې وړاندې کړي، د ملت د مشترکې ارادې په جوړولو کې د خپل سوله ایز فعالیت له طریقه اغیزه وکړي او چې په ملي کچه پریکړې ته ورسیدل، بریالي شول او یا یې ماته وخوړه، د هیواد د شته قوانینو مطابق عمل وکړي. په ماته کې قناعت وکړي او خپلو ګوندي غړو ته قناعت ورکړی؛ او په بریا کې د کبر او غرور یا د زور او قوې د کارولو او اخ او ډب سبب نه شي او خپل غړي هم ورڅخه منع کړي. هیڅوک او هیڅ سیاسی ګوند حق نه لري او باید اجازه ورنکړل شي چې د هیواد سیاسي، اقتصادي او اجتماعي- کلتوري انتظام ګډ وډ کړي، وسلې او جګړې ته مخه کړي او ملت ته زیان واړوي.   

هر ګوند او سیاسي بهیر معین فکري محور (ایدیالوژي) او ټاکلي ارزښتونه لري. د ټولنې د معینو طبقو او قشرونو څخه استازیتوب کوي او د هغوی د ګټو د ساتلو له پاره ټاکلي هدفونه لري او ځان ته دندې ټاکي. ګوند باید سیاسي مخکښ وي. د انتظار محفل نه وي او د حوادثو په لکۍ پسې ځان ونه تړي. د نورو عادي کسانو او ډلو تر مخ باید د حوادثو تګ لوری وپيژني، ملي، سیمه ایز او نړیوال وضعیت د خپل توان په اندازه ژور تحلیل کړي، په مشخصه وضعه کې خپلې ملي او ګروپي ګټې تشخیص او د هغو د تر لاسه کولو او ساتلو له پاره بې له ځنډه په لازمو فعالیتونو لاس پورې کړي. 

دلته باید دا خبره څرګنده شي چې هغه قومي او مذهبي ډلې چې مشرانو یې د یوه مشخص قوم او یوازې یوه مذهب پیروان په زور تر خپل لاس لاندې کړی او د نورو قومونو په ضد ترې د ځان ساتنې او قدرت د تر لاسه کولو له پاره ناوړه ګټه اخلي، سیاسي ګوندونه نه دي او باید د سیاسی ګوندونو په قطار کې حساب نه شي. دا یوازې د زورواکانو او جګړه مارانو تر شخصی او فامیلي قومانده لاندې د شرارت ډلې دي چې اکثره په هیواد کې د جګړو او ناآرامیو سبب ګرزي. سیاسي ګوند باید د هیواد په کچه د سیاسي موضوعاتو له پاره د ټاکلي تفکر په محور کلی برنامه او لیکلی پروګرام ولري، نه یوازې د یوه قوم او مذهب له پاره. 

په یوه ټولنه کې د افرادو د سیاسي ارادې او نظریاتو سوله ایزه ښکارونه ډیره ګټوره ده. بې له جنګ او جګړې د دوامدارې سولې، ټینګ امنیت، ملي یووالي، ټولنیز عدالت، د خلکو اتفاق او اجتماعي همبستګي رامنځته کول او تينګښت یوازې او یوازې د مختلفو ټولنیزو سیاسی او مدني ګروپونو د ګټو د استازو د نظرونو د برملا او آزادو څرګندولو، یو بل ته په سوله ایزه فضا کې د قناعت ورکولو او یا په ټولنه کې پخپله ګټه د اکثریت د راجلبولو د سیالۍ له لارې کېدای شي. 

که په ټولنه کې داسې شرایط رامنځته شی چې د یوه او یابل سیاسي، قومي، ژبني او دیني ګروپ لخوا په سیاسي ځواک په زور خېټه واچول شي او یا ملی اقتصادي منابع د معینو کسانو لخوا انحصار شي، په هیواد کې واقعي سوله او امنیت نه شي رامنځته کیدای او دوام نه شي موندلای. که د تیرو شلو کالو په څیر د هیواد په سیاسي برخلیک یوه ډله له خلکو پردي عناصر واکمن شي، د خلکو خصوصی او دولتی ځمکې غصب کړي، د خلکو شخصي، د ټولنو او اجتماعی – سیاسي نهادونو ټولنیزه او د بیت المال ملي شتمنی غصب او پر خلکو او ملت د پردیو وسلو او پیسو په زور حکومت وکړي؛ په وړاندې یې عقدې پیداکیږي، وسله وال مقاومتونه را پورته کیږي او ټولنیز نظم به وخت په وخت زیانمن کیږي. 

ښه داده چې د ټولنې هر ګروپ په سوله ایزه توګه د خپلو غوښتنو د برملا طرحه کولو امکان ولري، ونه ډار شي، د خپل زړه خبره ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو ورباندې ټولنیز قضاوت وشي او د ملي- اجتماعی عقل او منطق سره سم ستونځو ته د حل لاره وموندل شي. 

د خپلو غوښتنو سوله ایزه طرحه په ډیرو بحرانی او ان د استبداد او ټوټالیتاریسم د تسلط په شرایطو کې هم ضرور ده، تر څو نور پوه شي چې دا او یا هغه ټولنیز ګروپ څه غواړي او څنګه یې عملی کوي، تر څو ورباندې قضاوت وکولای شي. 

که یو ګوند او یا بل ټولنیز سیاسي جوړښت وډار شي او خپل ځان پخپله سانسور کړي، له فعالیت څخه لاس واخلي، عقب نشینی وکړي او یا ځان منحل کړي؛ دوه غټ تاوانونه کوي. یو خو ځان له سیاسي صحنې څخ باسي او خپل مرګ اعلانوي. ټولنه د سیاسي ایډیا د تولید له فقر سره مخامخ کوي. بله داچې ټولنه د خپل فکر او خپل ګوند له فزیکی توانمندۍ محروموي او ملت د افکارو له فقر او د سیاسي او مسلکي کادرونو له فقدان، یا لږ تر لږه په چارو کې په دلچسپۍ سره د زغرد او صادقانه ګډون څخه محروموي چې په عموم کې ملت او هیواد ته تاوان رسوي. 

نو څوک چې ډاریږي، هغه ورکیږي! 

د هیواد ښځې او ځوانانو او په مجموع کې سیاسي ګوندونه باید ونه ډار شي او خپلې غوښتنې په ښکاره او جرئت مطرح کړي، خو په عین حال کې د تشنج او ټولنیزو ګډوډیو مخه ونیسي. د وطن او زموږ د خلکو د داخلي او خارجي دښمنانو تر اغیزې لاندې احساساتي او مخربو عملونو ته لاس وانه چوي. د سولې او ټولنیز نظم ساتل یوازې د طالبانو د تحریک دنده نه ده، بلکې ډ ټولو وطنوالو مشترک مسئولیت دی!

نور محمد غفوري

۳۰/۵/۱۴۰۰