زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

انگیزه های سفرملایعقوب به قطر 

                            نوشته ی : اسماعیل فروغی       اخیراً…

از واگرایی های سیاسی تا اشتباه ی راهبردی و تاریخی

نویسنده: مهرالدین مشید شعار های قومی دشمنی با وحدت ملی و…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست سوم ایجاد اصلاحات و نخست وزیری شاه محمود: به نظر میرمحمد…

«
»

څوک څه کړیدی اوکوی !!!؟؟؟

دافغانستان دروانـــی بهیر عوامل څه دی

اومسوول څوک دی؟

***************

تاریخی څیړنه

څیړونکی لیکوال :دنصیراحمد – مومند –

نـــــــه خلاصیږی له وختوله انتقامــه            راغورځیږی هرظالم له هسکه بامه

مونږه ټوله نړی خلاصه له خطره کړه            خو پخپله مونږپاټی شو نـــــــارامه

دا یوځرګنډ حقیقت او مڼل شوی واقعیت دی چی دهری کورنی ، قام اوټولنه نیکمرغی ، سوکالی او پرمخټګ دپوه، صالح ، امین او نیکنامو وګړو د روغ او سالمی خپل واک ذهن ، تفکر، لارښوونی او عمل محصول دی .اوهغه ټولنه هغه مهال دترقی او تکامل، سوکالی اوامن استقامت او لوری ته تلای او رسیدلای شی چی سرچینه قایدین مخګښان اومشرتابه یی درښتین ، مجرب اودکارپوه ،باکفایت اهل او دلارښوونی صفات اوممیزاتوڅخه برخه من وی او په رښتیادټولنی داکثریتو دأزادی ارادی اوملاتړڅخه مینځ ته راغلی وی او دوی ته وفاداراو ددوی ګټواومصالحوته مخلص ساتندویان وی یا په بل بیان ددرک اودرداهل وی. په عکس صورت کښی تجربه ښودلی ده چه هرډول سیاسی، اقتصادی اوټولنیزوبدلونواوپرمخټګ دپاره چی صالح اوامانت کارخذمتګاران موظف اوګمارل شوی نوی ، هغه ټولنه دنیکمرغی او ترقی پرځای دلابدمرغی اومصیبتونوکنډی ته غورخیږی . 

دا هم روښانه خبره ده چی پدی مهال اومرحله کښی چی بشری ټولنی او په خاصه ټوګه دافغان ځوان نوی نسل له هروخت نه زیات تاریخی معلومات اوآګاهیوته اړتیا لری چه دخپل لاره او نظردپاره ډیوه وګروځوی اورنه ګټی واخلی، ځکه چی تاریخی معلومات او أګاهی دی چی دمحرکی قوی په حیث خپلی داهمیت وړځای اومقام موندلی دی، ترڅوبشروکولای شی دهغه په وسیله دنړی نه یوازی طبیعت اوټولنود پیژندنی اووډی دپاره ، بلکه مهم اړخ یی دکړکیچنو اوبغرنجومسایلوته چی ددوی پرمخ قرارنیسی حل وکړی اوستونزوته دعادلانه ګټوری حل لارپیدا کړی .

نوپردی بناء تاریخ یوازی دواقعاتواورویدادونولیکل ، یادونه او اشاری ندی ،بلکی داواقعی تاریخ دی چی په زړه پوری اورسا غږمونړته وایی چه ټولڼی ولی پدی څنګ غورځی اویا پدغه استقامت ځی یاروان دی . اودغه بهیریا حرکت څرنګه دانسانانو په فعالیت او ژوندکښی اثر او تړاو لری .له بلی خواد بشری ټولڼی تاریخ داسی و‌‌ډه کړی او پرمخ ځی چی هیځکله پای یا انجام تلری ، یعنی ترڅو چه جهان موجوددی دنیکو اوبدوپدیدوترمینځ مجادله اومبارزه جاری دی اوتوقف نه مڼی . لذا پدی ترتیب چی مبارزواومجادلودتاریخ بنیادی اوبڼسټیزموادتشکیلوی اودعلمی ،فرهنګی، سیاسی اواقتصادی تجاربولپاره ډګراو صحنی جوړوی چی په نتیجه کښی بشری ټولنی بدلون اوتحول مومی،نوددغه رویدادونواوتحولاتودعلل توضیح اوتشریح کول ډنډه هم تاریخ په غاړه کی نیسی چی ددی اصل په ملګرتیا انسانان په مختلفوزمانوخپل تجربو تدوین او تعمیم کړی او په عین زمان همداسی ددی تجاربوڅخه زده کړی اوپند اخیستی دی،او ددی ټولوذکرشویواونورومرستندویو فکتونواوموادوپه رڼا کی دخپل ژوندانه دچاروکړنلاره اوپوهه تاکلی او پرمخ بیولی. « زده کول هغه دی چی مونږ ځان پوه کوواوورنه کاراخلو، اوعبرت هغه دی چی ځان خبرکړواوله هغه نه ډډه کړو». چه دغه کارسربیره دمحققینواو مورخینو بالاخره دژورنالستانورسالت او مسوولیت دورځنی تاریخ لیکونکوپه ټوګه له همدی ځای نه تاکل کیږی اوڅرګنډیږی .

نن ورځ انسانان دخپل تلاشونواوهلی ځلی په مرسته داتوفیق ترلاسه کړیدی چیحقایق درک اودټولنی اوطبیعت دغوامضواوناپیژندل شویوپدیدوکشف کړی اودیومعقول منظم اوهمغږی تدبیرونواوفعالیتونو پربڼست پرخپل مشکلاتواوستونزو دحل لاری چاری ولټوی او زیار باسی .چی له همدی لامله نوی ټولنی ، پوهه او معلوماتونه او همداسی پلانونه اوطرحی داټول دتاریخ دعملیی نه جلاکیدونکی یالاینفک جزدی چی همدااوس زمونږدسټرګو په مخ کی قرا رلری .

که دتاریخ پاڼوته یوه ځغلنډه کتنه وکړوپه آسانی څرګنډبږی چی زمونږافغانانوپه تاریخ کښی ډیری سپین او تورعملونه او کردارثبت شویدی چی زمونږ په نننی نیکمرغیو اوبدمرغیو پر مخټګونو اوورسته پاټی والیوکښی لوی لاس اوسټر اثر لری . نولازمه ده چه په لمړی پلاو د هرځه دمخه خپل خاوری ،خلکواو ماحول ويیژنو او تاریخی شاته دیو خغلنده کتنی سره دتاریخ غټی اومهم تکونه په ګوټه کړو ترځود قضلوت اوداوری دپاره په خلاصه سټرکی اوعادلانه ډول بڼسټ کیښودل شی .

مونږ پوهیړوچه افغانستان دیوسیاسی واحد په ټوګه دپنځه زروکالو نه زیات تاریخی سابقه او شتون لری.د دی په نظرنیولوسره چی دغه هیواد دمنځنی آسیایی هیوادونوپه ډله کښی د پخوا زمانوراهسی ترننه پوری خپل سیاسی هویت په مستقل ډول او دانسانی لوړ صفتونه او ممیزاتو په درلودلوسره په جګه شمله ساتلی دی چی دغه ویاړدهره وګړی چی ځان افغان بولی روا حق ګڼل کیږی ، او پری ویاړی اوفخرپالنه ، ساتنه اوڅارنه کوی  .بناءلازم دی چی تاریخی سوابق او ویاړنی ، دردونه ، مصیبتونه، دوروسته پاټی لاملونه اونورومسایلواو ستونزونه ځان تروسه پوری باخبرکړو ، خپله خلک، خاوره اود دی ملت اوهیواد ارزښتونه ، رښتینی خدمتګاربچیان ،دوستان او تاریخی دښمنان وپیژنو . دښایسته او نیکووګړواوکارنامونه یی زده کړو ، دولس او دهیوادسوکالی اونیکمرغی اوودانولو دپاره ورنه کارواخلو او پیروی وکړو ، او دبدواوناسمونه یی په کرکه او نفرت وګورو او ورنه نه یوازی ډده وکړ و ، بلکه مخ یی ونیسو او نه پریږدو چی دیو څو محدوداومعدودنا اهلوغلو ناخلفوپردی غلامان ته خوشی کړواچی ریشه او بڼه وکړی او راتلونکونسلونوته انتقال او ذهنونه مسموم کړی ځکه دا مهال دعمل وقت دی او یوازی تش خبری او شعارچی دپردی غوښتنی اوګټی دی، نورهم مونړ ته بی لاره کوی او وخت لا نور هم له لاسه وځی .

لمړی برخه

لنډه تاریخی پس منظر: دتاریخی اسنادوڅخه واضح کیږی چی دافغانانوهیوادپه اوایلوکښی دآریانا په نوم یادیده اوپه اټکلی ټوګه دنننی افغانستان په نسبت ددوه چنده پراخوالی او مساحتت په درلودلوسره په مینځنی آسیا کی یو مهم سیاسی قدرت ګڼل کیدله ، هماغسی چی داوستاداعتبار وړ سندونوله مخی څخه څرګندیږی چی دا اوستایی خاوری دسیردریا او دسند دهانی دهند په اوقیانوس او دلوط ددښت په مینځ کی یو هیوادتشکیل کړی وچی په همدغه مهال دآریاناپه نوم شهرت درلود او پیژندل کیدله .

همدا راز داوستایی سندونوله مخی دآریاناهیواددخټیځ له طرفه دګلګت له سیمی نه ترهند اوقیانوس چی دسند ټولی حوزی پکښی شامل وو، اودخټیځ لویدیځ له ګوښی نه دکسپین دبحیری نه شروع او دبلوچستان نه تیریده اوبیرته دهند په سمندر کی وصل یا یوځای کیدله . یه همدی رنګه دشمال له پلوه په سیردریا«سیحون»اودجنوب لخوادهندپه سمندرکی محدود و، داوستا ددغه سندونو پر بڼست دوه مشهورتاریخ لیکونکی«احمدعلی کهزاد» او «حسن پیرنیا»پخپل آثروکی لیکی چی هغه مهال دآریاناهیوادداداری تشکیلاتوپربناء په لاندی شپاړس ولایتونو نه ویشل شوی و چی نومونه یی په لاندی ډول ذکرشوی :

آریانا ویجو« دآمودریااوسیردریاپه مینځ کی » .
     بخدی     «بلخ»

     سغده      «سغدیان»

     نیسایا     «میمنه»

     هرویوه   «هرات»

     ویکرانه   «دکابل حوزی»

     ارودا      « هغه غرنی اراضی چی دکندهاراوسند په ساحه کښی پراته دی ».

      خنننتا      «ګرګان»

     هره وټی  «دارغنداب سیمی»

      هیومنت   «هیرمند»

      راغا       «بدخشان»

      کخره      «غزنی»

      رانګا      «ځینی مورخین دغه ځای ته سیرذریا معرفی

      وارنا      «بامیان »

      هیتاهندو   «دسندحوزی»

یادونه:استخراج شوی له دوه پورتنی منبعوڅخه.

دغه خاوری دډیرواوږدی کلونودپاره پدی ډول دلوړی شان اودبدبی  اونه یوازی دآزیایی دلوی مدنیت ځانګو وه، بلکی دلویولارونوپه درلودلوسره دسوداګرو، سیلانیانوټوریزم» اونوروخلکواو اړیکو دپاره ښه زمینه برابره کړی وچی د«وریښم مشهوره او لویه لاری» چه د خټیځ او لویدیځ دپاره دسوداګری او راکړه ورکړه خورا ډیر مهم لاروله همدی خاوری نه نیریدلواودبلخ ښارچی په مینځنی آسیایی مناطقوکښی مرکزیت درلود،دهندی، چینایی، اواروپایی سوداګریزټوکو دپاره دتبادلی«لکه نننی دوبی»غونډی مهم اونامتواو دباور وړ مرکزوو ،اوله همدی لامله دخپل چاپیریال اوماحولومناطقودفلسفی اومذهبی تظریاتواوعقایدودتبادلی سبب هم وګرځید ،چی داوضعیت دیولړواړه اولویوتحولاتوسره دوام درلود،ترڅو چی دمیلاد نه مخکښی ددریمي بړی مقدونی اسکندر«الکساندرalexander»چی دمقدونیی دپاچا «فلیپ phliep» ځوی و اوکله چی پلار یی ووژل شول ځوان اسکندر پرځای یی کیناست .

اسکندر دپلار له طرفه ځانته «هرکولیس یا دقدرت رب النوع» ویل او دمورله طرفه « آشیل یا د یونان افسانوی اتل یا قهرمان » ګڼل، تند مزاجه مبارز سړی اودنامتو فیلسوف«ارسطو» شاګرد هم و اوهمیشه دجهانګیری او اتلوالی په فکر او خیال کی وو . نوموړی کله چی دنننی ایران له لاری پرافغانستان یرغل وکړاوهجوم یی راوړ. سره له دی چی پدغه مهال کښی پدی خاوره کی یو مرکزی واحد اداره او حکومت موجود نه وه ،خوبیا لدی حالت سره سره بیاهم ددی هیواد اصیل بچیان دخلکو په مټ وتوانیدل چی مهاجمینوته دڅلوروکالودپاره دکلکی مبارزی او مقاومت او د ډول ډول مشکلاتو اوستونزو سره مخامخ اوکمزوری کړی، چی همدا مصروفول اوکمزوری سبب شول چه کمزوری شی اوبالاخره دیولړنوروعواملو ترڅڼګ دځوان سکندردمرګ سبب شی او ددوه ډیرش کلنی په عمرکښی مړشی . دذکروړده چی دافغانانودظالم اومتجاوزځواکونوپه مقابل دهیوادپالنی روحیی ،میړانی اوسخته مقاومت نه سکندرډومره په تعجب او په عین زمان کښی په تشویش شول چی ددی خلکو ممیزات او ددی خاور ی دنمونی په استولوسره داستازو په ذریعه خپلی مورته وویله اودخپلی بی وسی او کمزورتیا په هکله مرسته اومشوری وغوښت چی داټول ماټی ماجرااوکارنامی دتاریخ په پاڼو کښی ثبت دی او پرهمدی بناء ارواښاد الفت صاحب پخپل شعرکی په ډیر لوړه ګچه یی انځور کړچی یوه مصراع یی په لاندی ډول دی :

هزارخم می مست نکند مستان را      چنانچه ذره خاکی وطن پرستان را

دسکندرمقدونی په راتلو سره چی یو زیات شمیر یونانیان «greeks» پدی سیمه کی چه راغلی و دنوموړی دماټی اومړینه یی وروسته همدلته پاټی اومیشته شول . ددوی په یوځای کیدلو سره ددعه ټولنی په فرهنګی ، فکری او ټولنیزوژونداته باندی اغیزه واچوله او په پایله کښی یونانیان باختریان شول اوددی سیمی دخلکو په مینځ کښی یو نوی مدنیت د« یونانوباختری» په نامه بڼسټ کیښودل شوچه د«ګریکو بودیک » یا «یونانو باختری تمدن»هم ددی سیمی دتاریخی دوروڅخه ګڼل کیږی چی دلسوپیړیو په اوږدوکښی په دی هیواد کښی وځلید او دیونانوباختری دولت په نامه ونومول شو.

داووم اواتموپیړیو « قرون وسطی» کله چی داعرابوحملات او راتګ په مینځنی آسیایی هیوادونوکښی پیل شول ،دباطلو بت پرستو ادیانو لکه زردشتی ،بودایی ، نستوری اونوروچی داوږدی زمانی او کلونوکلونورا پدی خواپدی سیمه کښی ریښی او رواج درلودله مینځه لاړل اوداسلام مبین دین دیونړیوال او سټر ځواک په ټوګه استقراروموند ، دتیرو ټولنیزواوتقافتی وضعی دخپل نفوذ لاندی راوړ او دنوی مدنیت بڼست کیښود . زمونږپه هیواد کښی بی نوی فصل رامینځته شول اوهیوادیوځل بیا دآریانا او باختری طبعی او سیاسی واک، وسعت اوحدوداتونه چی له لاسه وتلی او پاشان شوی وبیرته دخراسان ترنوم احیا اوترلاسه کړ اودانوی داسلام مبین آیین زمونږ دخلکو په وسیله ګاوندیواودسیمی نورو ولسواوهیوادنوته خپاره او ورسول شول او دګمراهی او باطل پرستیو نه وژغورل شول .                                                                                                                                                                                        

له هغه زمانی نه چی اسلام او مسلمانی پدی خاوره کشی مسلط شول یو شمیر واړه حکمرانان او لو ی نامتوپاچاهان لکه طاهریان، صفاریان ، سامانیان ، غزنویان ، سلجوقیان  غوریان ، خوارزم شاهیان ټیموریان ، صفویان، هوتکیان او ابدالیان پدی خاوره کی حکمرایی کړیده چی ځینی ښایسته اونیکی کرونه کړیدی چه زمونږ دتاریخ اوتیر ژوندانه کښی ویاړلی فصل او باب تشکیلوی او ددوی دکارناموله برکته دآسیایی هیوادونوپه کتارکی دفرهنګی ، کلتوری ، سیاسی او سودا ګری په عرصو کښی ډیر ارزښتناکه او لوړ ځای اومقام ګټل شویدی. مګر برعکس یی هم په خواشینی سره چه یو شمیر ددغه حکمرانانو اوپاچاهانودغباوت له مخی دبدوکارناموپه وجه باندی دیر ناروایی اوظلمونه پرخلکو اوخاوری دارضی بشپړتیا په اړوند لویی جفا ګا نی هم شویدی چی دتاریخ توری پاڼی تشکیلوی چه دهر یویی جفاګانی اوخیانتونوپه اړه په وخت او زمان یی دخلکو داوری اوقضاوت د تاریخ په زړه کښی  ثبت پروت او محفوظ دی . دا چی اوس هڅی روانی دی چی تورسپین وښایی او دغل نه اتل جوړ کړی دا د زمانی جبر او دنړی خوربی سیال او ظالم ښکیلاکی زبر ځواک دنفتو لیونیان او د«چنحchange »یا بدلون ترنامه دامریکا اوانګلیسی غوړونکی پالیسی دی چه هغه خپله یوبیل او لوی بحث اوموضوع دی او ایجاب کوی چه په چلا مبحث پری خبری وشی . خومونږپه ځغلنده کتنی سره دابدالیانوراپدیخوادخپل خلکواوهیوادپه اړونداو په ځانګړی ټوګه دځوان نسل دآګاهی دپاره  دافغان رښتین اتل اووفاداره بچیان اوهمداسی داجنبی بهرنی غلیمانواو د ډوی کورنی او سیمه ایزوغلامان او معامه ګرودبله ماران اوضاع او احوال ځیړو او بنه ښکاره کوو:

(ادامه لری)