آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

يوې مهربانې مور د سلو داعشيانو مور بوره کړه

MOAB څه پيغام لري؟

تيره پنجشبې ماښام امريکايې ځواکونو د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په اسد خېلو سيمه کې د داعش پر مرکزونو ستر بمي بريد ترسره کړ. دغه بم چې امريکايي ځواکونو د ننګرهار اچين کې د داعش پر پټنځايونو غورځولی تر ټولو ځواکمن نااتومي بلل شوی، چې لومړی ځل يې امريکايي ځواکونه کومه جګړه کې کاروي.

د افغان ولسمشر ویاند د داعش پوځي فعالیتونو ته په کتو د دغې ډلې د وسله والو پرخلاف د امریکا د پوځ له خواد دغه ستر بم د کارولو څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې دا په دغه سیمه کې د داعش یو ستر مرکز و او افغان ځواکونو په دغې سیمې کې له وړاندې عملیات پيل کړي وو. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن او افغان چارواکي وایي چې په اچین کې يې پر داعش د ” ټولو بمونو د مور” برید کې د د داعش جګړه مارانو ته لوی زیان رسولی دی.

په اچین کې د داعش پر سمڅو د امریکا د ستر بم له غورځېدو وروسته د ننګرهار چارواکي وايې چې په دې برید کې تراوسه پوري د داعش تر ۱۰۰ ډېر غړي وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویندوی ويلي په دغه برید کې د داعش په دوو سمڅو کې د ۱۰۰ تنو مړي شمېرل شوي او لا هم پلټنې روانې دي چې په نورو پټنځایونو کې د تلفاتو شمېر معلوم شي. ده همداراز وویل چې اکثره وژل شوي کسان بهرنیان دي. په ننګرهار کې روغتوني سرچینې هم وايي چې د ۴۷ تنو مړي وررسول شوي دي.

د ننګرهار يو شمير ولسونه چې له تيرو دوو کلونو راهيسې د داعش له ناتار سره مخ دي؛ له دغه بريده په هرکلي سره وايې؛ دغلته د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه تللو پورې له دغه ډول بمي بريدونو څخه ملاتړ کوي. دوی وايې «دلته پخوا هم د داعش په پناه ځايونو بريدونه شوي و خو دا چې دوی په پټو ځايونو کې اوسيدل نو هيڅ زيان به ورته نه رسيدو. اوس دغې بم د دوی ټول پناه ځايونه له منځ وړي او د داعش د نورو ځالو د لمنځه وړلو لپاره بايد نور داسې بريدونه هم ترسره شي.»

MOAB څه ډول بم دی؟

دغه بم د (بمونو مور) يا Mother of the All Bombs په نوم يادېږي چي په افغانستان د امريکا له بريد وروسته تر ټولو ستر بم دی. د جوړولو کار يې په ۲۰۰۲ کې شروع او ۲۰۰۳ وازمويل شو خو تر اوسه په هيڅ جنګ کې ترې استفاده نه وه شوې. د بمونو مور ۱۰۰۰۰ کيلو ګرامه وزن لري چې په کې ۸۰۰۰ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي کارول شوي دي. د ماهرینو په وينا دغه بم چې کله وغورځول شي؛ ځمکې ته تر رسيدو په دوه مترۍ کې چاودنه کوي او په یوه ميل شاوخوا ساحه کي هرڅه له منځه وړي. دغه بم ۹ متره اوږدوالی لري او د ۱۶ ميلونو ډالرو په ارزښت د سمڅو د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی دی.

د بمونو مور څه پيغام درلود؟

په ننګرهار کې د بمونو مور کارول که څه هم په افغانستان کې دننه له يو شمېر مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي خو په ټوله کې د دغه ډول ستر بم کارول په افغانستان کې د شته ترهګرو ډلو لکه طالب، القاعده او داعش لپاره د خطر زنګ و. په ځانګړي توګه طالبانو او پاکستان ته خبرداری ورکول دي چې که دوی د روسيې لمن خوشې نه کړي نو پرته له شکه چې له دا ډول بريدونو سره به يې هرکلی وشي. ځکه دا بريد په داسې مهال ترسره کيږي چې هلته په مسکو کې د افغانستان په اړه دولس اړخيزه غونډه روانه وه. دغې غونډې ته چې ويل کيږي په حقيقت کې د طالب د ملاتړ او ورته د سياست ارزښت او قوت ورکولو لپاره جوړه شوې وه؛ امريکا په دغه ډول بريد سره روسيې، پاکستان، ايران، چین او هغو هيوادونو ته چې په سيمه کې د امريکا سيالان دي؛ څرګند ځواب و چې دغه هيوادونه د طالب سره يارانه اچوي نو دوی يې هم په مقابل کې ستر ځواب لري.

اوس پوښتنه دا ده چې دلته په افغانستان هغه خلک چې د دغه بريد په مخالفت غږ پورته کوي؛ آيا کوم ځل يې په ننګرهاري ولس د داعش او طالب ناتار او وحشت غندلی دی؟ آيا کوم ځل يې د داعش د هغه اعلان په مقابل کې چې ننګرهاريانو ته يې ويلي چې له سره نکاح ګانې وکړي او پيغلې دې دوی ته په عقد ورکړي؛ غږ اوچت کړی دی؟ آيا د داعش لخوا په بمونو د ننګرهايانو د الوځولو او د څټ له خوا د يو شمېر هيوادوالو په حلالولو يې کوم غږ اوچت کړی دی؟ د دوی غبرګون په ننګرهار کې د ترسره شوي بريد په اړه دی او که د ۱۰۰ ګونو داعشيانو د وژلو په اړه؟ په دغه بريد کې خو هيڅ کوم ملکي وګړي ته مو زيان نه دی اوښتی نو بيا د دوی اندېښنه د څه لپاره ده؟
دوی که دا بريد د امريکا  لخوا د نويو او سترو وسلو د ازمايښت په توګه يادوي نو امريکا خو دا بم په ۲۰۰۲ کال کې جوړ کړی ولې يې په سوريه او عراق کې نه ازمايه؟
خو معلومه ده چې د دوی چيغې هم سياسي رنګ لري او د بل ايراني، روسيي او يا پاکستان بادار د خوشحالولو لپاره به اوس د ولس څخه سياسي استفاده کوي او د دغې بريد پر وړاندې به غبرګون ښيې.

لیکنه : خوشحال آصفي