خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ولې سيمې سقوط او سرتيري تسليميږي؟

په داسې حال کې چې له څه مودې راهيسې په کندوز او هلمند ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو کې زياتوالی راغلی دی او ويل کېږي چې طالبانو د دغو ولایتونو په يو شمېر سيمو ولکه ټينګه کړې ده؛ څو ورځې وړاندې د سرحدي امنيتي ځواکونو په لسګونو سرتيري د بادغیس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي. په بادغیس کې طالبانو ته د پولیسو تسلیمېدو په اړه ضد او نقیض څرګندونې کيږي. د نوموړي ولايت د ولایتي شورا مرستیال وايي چې شاوخوا ۶۰ تنه افغان سرحدي سرتېري وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي، امنیه قوماندان عبدالروف تاج وايې چې ۴۷ سرحدي پولیس د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي خو د ياد ولايت د والي وياند بيا له يادې پيښې بي خبري ښيې. همداراز وسله وال طالبان بیا بالامرغاب کې د دوی وسله والو ته د د ۸۰ تنو سرحدي سرتېرو تسلیمېدو خبره کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې وسله والو طالبانو ته د امنيتي ځواکونو د تسليمۍ خبرونه ورکول کيږي بلکې تردې وړاندې د ۱۳۹۴ کال د زمري په میاشت کې، د بدخشان د تیرګران پوځي اډې د یو سلو شل تنه امنیتي ځواکونو د تسليمۍ راپورونه خپاره شوي و، همداشان له دې وړاندې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو یوشمېر سرتیري د طالبانو له خوا اسیران شوي وو او بیا وروسته یې سرونو ورڅخه غوڅ کړي وو. اساسي پوښتنه اوس دا ده چې وسله والو طالبانو ته د افغان امنيتي ځواکونو د تسليمۍ دليل څه دی؟

افغان امنيتي ځواکونو د افغانستان له دښمن سره په جګړه کې د تل لپاره خپله وړتيا ښودلې او د سرونو  په بدل يې د خپلې خاورې او ولس دفاع کړې ده. دوی تل په خپلې خوښې او ارامۍ هيرې کړي او د ولس د آرامۍ لپاره يې کلکه مبارزه کړې ده خو په ځينو حالاتو کې داسې هم شوي چې په خپله ځينې امنيتي ځواکونه د نورو ملګرو د مرګ او ټپي کيدو سبب شوي دي. حتی دا هم امکان لري چې د سيمو په سقوط کې او د سرتيرو د پوستو پر سر د امنيتي ځواکونو ځينې خاينو مشرانو له وسله والو مخالفانو سره معامله هم کړې وي. خو په ټوله کې د امنيتي ځواکونو د تسليمۍ  او د سيمو د سقوط عمده لاملونه په لاندې توګه څېړو.

۱ــ په سختو شرايطو کې د حکومت ناغيړي

په افغانستان کې جګړه استخباراتي ده او د وسله والو مخالفانو ملاتړ ګاونډي هيوادونه او لوی قدرتونه کوي. دوی ته له افغان امنيتي ځواکونو څو برابره تجهيزات او جنګي امنکانات برابريږي، که داسې نه وي نو څنګه امکان لري چې څو محدود شمير يا ډیر کم شمير طالبان دې په يوه ولايت بريد وکړي او هغه دې تر خپل کنټرول لاندې راولي؟ کله چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شديده او د ښکيلو خواوو تجهيزات خلاص شي نو وسله والو طالبانو ته ډیر په چټکۍ مهمات او کومکي ځواکونه وررسيږي خو متاسفانه حکومت په دغه چاره کې يا په شعوري او يا لاشعوري توګه ناغيړي کوي او پر وخت کومکي ځواکونه نه رسيږي. په جګړه کې ښکليل امنيتي ځواکونه په ورځو ـ ورځو محاصره وي د مرکزي حکومت لخوا ورته مرستندويه ځواکونه پر وخت نشي رسيدلی. همدا علت دی چې سرتيري د خپل ژوند د ساتلو په خاطر وسله والو ته تسليم کيږي او يا سيمي ورته پريږدي.

۲ــ په ليکو کې د نامسلکي او کم کاره اشخاصو ګمارل

د امنيتي ځواکونو په راس کې د ضعيفه او بې کاره اشخاصو شتون چې دفاع او کورنيو چارو وزيران هم په کې شامل دي.  همداراز حکومت په پوځي رتبو او عزازونو ليلام ګډ کړی دی، د هر زورواکي او چارواکي زوی ته د جنرالۍ او يا بلې لوړې رتبې نښان په ټټر ټومي او بيا د امنيتي ځواکونو مديريت هم په لاس ورکوي. دوی د جنګ په میدان کې وړتيا نه لري او همدا دليل دی چې سيمې سقوط او سرتيري تسليميږي.

۳ــ د ولايتي شوراګانو او د ولايت د استازو غير مسولانه څرګندونې

له بده مرغه زمونږ چارواکي په ځانګړي توګه د ولايتي او ملي شورا ځينې استازي په غير مستقيمه توګه د طالب استازولي کوي او د طالب په ګټه تبليغ کوي. دوی همیشه د سيمو د هغو سيميو د سقوط اوازې خپروي چې نسبتاً نارامه وي. د دوی پراخ منفي تبلیغات د امنيتي ځواکونو روحيه کمزوزې او د طالب وسله والو پياوړې کوي.

۴ــ د رسنيو ګستاخي او د بيان له ازادۍ ناوړه ګټه پورته کول

په افغانستان کې ډیری رسنۍ د ملي او اوجداني مسوليت پر ځای پر قومي، سيمه ايز او د دولت د اپوزيسون په توګه فعاليت کوي. دوی ملي ګټې نه پيژني او د  بيان ازادۍ له نومه په ګټې اخيستو د نظام ضد پروګرامونه نشروي. دوی داسې نه دي چې د يو نظام رسني دې واوسي بلکې دوی د نظام ضد او د مخالف وسله وال د تبليغ چينل په توګه کار کوي. که دښمن په افغان امنيتي ځواکونه کوچنی چريکي بريد هم وکړي نو دا رسنۍ يې دومره لوی کړي چې په نوموړي ټول ولايت او  حتی په ټول افغانستان يې منفي اغيز وشي. د دوی همدا منفي تبليغات دي چې د دولت د کمزورۍ او د طالب د پياوړتيا سبب کيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي