خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ولس د کوم جرم سزا ويني؟

په داسې حال کې چې د افغانستان د پرمختګ دښمنان په پرله پسې توګه هڅه کوي چې افغانان د قومي، ژبني او  مذهبي تعصب د اور په لمبو کې وسوځوي؛ د هيواد سياسي او امنيتي حالات هم د حکومتي مشرانو د اختلاف او د بهرنيو ځواکونو د ړندو بمباريو له امله د بحران په طرف درومي. شاوخوا دوه اونۍ وړاندې يو شمير وسله والو کسانو د داعش په نوم د غور د مرکز غلمين کلي ٣٠ اوسيدونکي و وژل او شپږ تنه نور يې ټپيان کړل. له دې نه وړاندې د روشنايې غورځنګ په لاريون کوونکو د بريد مسوليت هم داعش پر غاړه واخيست، همداشان په ننګرهار  کې د تير يو نيم کال راهيسې داعش وحشت خپور کړی دی. خلک يې په بمونو والوځول، د خلکو کورونه يې وسوځول، ماشومان يې په منځ دوه پړکه څيرې کړل او يو شمير نور عام وګړي يې حلال کړل او څه يې له ځانونو سره برمته یوړل.

دا هر څه چا وکړل، چا ووژل او موخه يې څه وه؟

بريد که هر چا کړی دی، که داعش کړی او که طالب او يا هم د ولس بل دښمن خو موخه يې ښکاره ده چې د افغانستان د ميشتو قومونو او د سني او شيعه مذهب تر منځ د نفاق اور بلول غواړي. له يوه طرفه دېته ورته پيښو د هيواد د ميشتو قومونو او مذهبونو تر منځ د نفاق د انقلاب د پيښيدو انديښنې زياتې کړي دي او له بل اړخه د حکومتي مشرانو خپل منځي اختلافونو ولس د دوو تيږو تر منځ ايسار کړی دی.

د ولسمشر، اجرايه رياست او په حکومت کې دننه د يو شمير نورو چارواکو تر منځ د اختلاف خبره خو له وړاندې نه ولس ته معلومه وه خو په وروستيو کې د ولسمشر او د نوموړي د لومړي مرستيال تر منځ اختلاف؛ هره ورځ د خبرونو سرټکي جوړوي. د راپورونو پر اساس تيره چهارشنبه ولسمشر غني له کابله یو جګپوړی پلاوی د ښار جوړولو وزير سعادت نادري په مشرۍ د ولسمشر د لومړي مرستيال د عذر لپاره جوزجان ته واستاوه چې په دې پلاوي کې څلور وزيران او درې معينان هم شامل دي. خو ويل کيږي لومړي مرستيال له پلاوي سره له ليدو ډډه کړې او آن تر دې چې تر مازيګره ياد پلاوي ته د غرمي ډوډۍ هم ورنکړل شوه. پلاوی له لومړي مرستيال سره له ليدو پرته بيرته کابل ته راستون شو.

د ولس پر سر په خپل راتلونکې د ناباورۍ عذاب يوازې د حکومت مشرانو د اختلاف له وجې نه دی راغلی بلکې بهرنی اړخ هم لري. ولس د ترهګر ځپلو په نامه د بهرنيانو د ړندو بمباريو درنه قرباني ورکوي. همدا وړمه ورځ هم په کندز کې په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کينول شوې. وړمه شپه د کندز ښار په بز کندهاري سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايې بريد له امله ۳۰ ولسي وګړي شهيدان او شاوخوا ۲۵ نور ټپيان شول. ارګ او سپيدار ماڼۍ د ملکي مرګ ژوبلې پړه په وسله والو طالبانو اچولې ده. ارګ د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي؛ د خلکو دښمنانو د بز کندهاري په سيمه کې له عامو وګړو او کورونو څخه د سپر په توګه کار اخيستی دی چې له امله يې د ماشومانو او ښځو په ګډون يو شمير وطنوال شهيدان او ټپيان شوي دي. همداراز ډاکټر عبدالله هم ويلي چې د ملکي مرګ ژوبلې  پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه ده.

که په کندز کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ارګ او سپيدار ماڼۍ وروستۍ څرګندونې دقيقې وارزولی شي داسې ښکاري چې په يو ډول يې د بهرنيو ځواکونو په ياد تيري سترګې پټې کړي وي. ارګ او سپيدار ماڼيو د کندز پيښې ته په اشارې د ملکي مرګ ژوبلې عاملين وسله وال طالبان ښودلي خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې ولسي وګړی د چا په بمبارۍ کې وژل شوي دي. دا سمه ده چې د افغان ولس دښمن به له ولس نه د سپر په توګه کار اخيستی وي، دا منو چې وسله والو طالبانو به د خلکو له کورونو مورچې جوړې کړي وي او دا هم منو چې د خلکو له کورونو به په حکومتي او بهرنيو ځواکونو ډزې شوې وي؛ خو د اصولو له مخې که دښمن د خلکو په کورونو کې هم سنګر نيولی وي او له ولس نه د سپر په توګه استفاده کوي نو پر ولسي کورونو بريد د بشري حقونو خلاف عمل دی او هيڅوک يې حق نه لري چې پر ولس بريد وکړي.

د هيواد اوسني حالات داسې شوي دي چې اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ ولاړ دي خو که د مشرانو تر منځ اختلاف او د بهرنيو ځواکونو ړندې بمبارۍ دوام وکړي؛ پرته له شکه چې پراخ ولسي غبرګون به له ځانه سره ولري. داسې غبرګون چې بیا به يې کابو کول نه د حکومت په وس کې وي او نه د بهرنيو ځواکونو په واک کې.

لیکنه : خوشحال آصفي