آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

ولسمشره ! څه چې وايې په عمل کې يې ثابت کړه

تېره ورځ ولسمشر غني د قضایي ستاژ یا عملي زدکړو دېرشمې دورې د ۲۹۷ فارغانو سره لیدنه کې ويلي چې د یوه باثباته او بې ثباته دولت توپیر د قانون په حاکمیت پورې تړلی دی او د قانون حاکمیت د ثبات وسیله ده. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، افغان ولسمشر نویو فارغانو ته سپارښتنه وکړه چې د عدالت پلي کولو په لار کې غاصبانو او زورواکو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی پریکړې اغېزمنې کړي. غني ويلي “د قاضي پر وړاندې باید غني او فقیر، مسلمان او نامسلمان، نارینه او ښځې یو ډول وي او یو پر بل برتري ونه لري، که چېرې تاسې وزیر ته پر فقیر برتري ورکړه، نو عدالت مو تر پښو لاندې کړ، خو که فقیر مو له وزیر سره برابر وګاڼه نو عدالت مو تامین کړ “.

دا په داسې حال کې ده چې په خپله د ملي يووالي پر حکومت ستره نيوکه دا ده چې په زور واکانو او چارواکو د قانون په پلي کولو کې ناکام دی. پر احمد ايشچي د جنرال دوستم د جنسي ځورونې قضيه او اوس په تازه کې د بلخ د والي عطا محمد نور لخوا د هغه ولايت د ولايتي شورا د وکيل آصف مهمند باندې د زور زياتي او په خپل کور کې د نوموړي د شکنجه کولو دوسيې هغه څه دي چې پر ملي يووالي حکومت يې د قانون د نه پلي کيدو له امله د خلکو نيوکې زياتې کړي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستيال او د احمد ايشچي قضيه خو د ټول افغانستان تر څنګ نړۍ ته هم معلومه ده چې چا، څنګه او ولې په چا څه وکړل؟ له دغې قضيې درې مياشتې کم يو کال تير شوی خو تر اوسه لا ملامت او سلامت معلوم نه دي. اوس په تازه کې د بلخ د ولایتی شورا غړی اصف مهمند مزرا شریف ته له تګ وروسته نیول شوی او همدارنګه ادعا کوي چې د بلخ والي او زامنو یې په خپل کور کې وهلی ټکولی دی.

آصف مهمند ويلي؛ هوايي ډګر کې د بلخ د والي کسانو دی وواهه او وروسته یې په ټانک کې د نور استوګنځي ته وروست چې هلته د نور او د هغه زامنو ډېر وهلی دی. د مهمند پر وينا چې استاد عطاء ورته ویلې ته څه کاره یې… زما دوسیې راکړه” نوموړی وايې بيا يې ډېر ووهلم… او زما پر ستوني یې پښه کېښودله”. د استادعطاء زوی زما پر غوږ خوله ولګوله.” وروسته نور وويل، دی دښتې ته بوځئ تېر یې کړئ، نور نه په کارېږي.”

که څه هم د آصف مهمند او ښاغلي نور د قضيې په تړاو د قضيې د څيړنو پلاوی ټاکل شوی او لا هم په څېړنو بوخت دی؛ خو د ولسمشر د لومړي مرستيال او احمد ايشچي قضيې ته په کتو خلک وايې چې د آصف مهمند قضيه به هم د سياسي معاملې ښکار شي. اوس خلک له همدې امله په حکومت نيوکې کوي چې حکومت په ځانګړي توګه ولسمشر غني په غونډو او مجلسونو کې په ټولو خلکو د قانون د يو شان عملي کېدو ژمنې کوي خو په عمل کې يې تر اوسه په هيڅ زورواکي قانون نه دی عملي کړی. خلک له ولسمشره په همدې ګيله من دي چې د کابو يو کال په تيرېدو يې ولې د ايشچي او دوستم قضيې برخليک لا څرګند نه دی؟ همدارنګه د بلخ د والي او ولايتي شورا د وکيل تر منځ د قضيې په تړاو ولې جدي نه دی؟

ښاغلی آصف مهمند د عطامحمد نور يو کوچنی سياسي سيال دی، په ټوله نړۍ کې د سياسي سيالانو تر منځ رقابتونه وي، د نظر اختلاف موجود وي خو هيڅ سياسيون د خپل سيال د ځپلو لپاره په بشري جنايت لاس نه پورې کوي. هغوی که د نظر اختلاف هم لري؛ د هيواد او ولس د ګټو لپاره وي. هغوی شخصي عقدې نه پالي. په سياسي ډګر کې یو د بل رقيبان وي خو که مساله د هيود او ولس د ګټو شي نو بيا هر يو يې د ولس د خونديتوب او هيوادنۍ ګټې لپاره سياسي رقابت کوي. خو له بده مرغه دلته په افغانستان کې د خلکو، ولس او مردم له کلماتو ډيره ناوړه استفاده شوې ده. زمونږ سياسيونو ولس د خپلې سياسي وسيلې په توګه کارولی دی. همیشه يې د ولس په سر معاملې کړي دي د شخصي ګټو د لاسه تلو په صورت کې آن يو د بل په مريو هم غوريدلي دي. ښه بېلګه يې د آصف مهمند او نور او د دوستم او ايشچي قضيې دي.

د عطامحمد نور د شخصي ساتونکو لخوا د بلخ د هوايې ډګر کلابند کول او بيا د يو وکيل چې قضايې مصونيت هم لري؛ په زوره نيول، وهل، ډبول او په خپل کور کې ورسره ناانساني چلند کول، همدارنګه د آصف مهمند د ساتونکو وژل او ټپيانول، دا يو وړوکی جرم نه بلکې د قانون جنازه وايستل دي. ولسمشر دې خلک په تشو خبرو نه غولوي، که غواړي په رښتينې معنا قانون ته ژمن وي او غواړي په ټولو يو شان قانون پلی کړي نو لومړی دې په خپله په خپلو خبرو عمل وکړي. لومړی دې په خپله د خپل حکومت په زورواکو قانون پلی کړي، لومړی دې له ايشچي او مهمند سره عدالت وکړي، بيا دې نورو ته هم مشورې ورکړي چې په خپلو کارونو کې عدالت په نظر کې ونيسي.

لیکنه : خوشحال آصفي