زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

قناعت څه معنی لري؟

 

لیکوال : دکتور محمد سعید « سعید افغانی »


ټول عقلاء متفق دي چې د انسان د پاره یو د لوړو اوصافو ځنې قناعت هم دی.  د دې صفت د استحکام له امله له یوې خوا  د قرآن پاک ارشادات او د احادیثو هدایت او د سالکینو او پوهان کوشش او له بلې خوا د قـناعت غلطه تعبیرونه او د خلکو بیا د قناعت په پرده کښې ناوړه استفادې سړی  دیته مجبوروي چه څه ناڅه د علمي قوت په رڼا محترمو لوستونکو ته د حقیقي قناعت معنی واضح کړي.
زما په عقیده چه په بعضې مسلمانانو کښې همدا د قناعت معنی نه پیژندل او له بلې خوا په قناعت سره خلک غولول یو د هغه اسبابو ځنې دی چې د مسلمانانو د بیر ته پاتې کیدو غټ علت شوی دی.
قناعت دیته نه وائې چه سړی به کار ونه کړي،  زحمت به نه باسي،  لاس په زنې به په کونج اوصومعه کښې ناست وي او د خلکو په شا به پیټی وي نور به ګټي او دی به ئې په خیانت سره خوري.
هو دیته قناعت نه وائي، دیته لټي او بیکاري وائي، ځکه چه قناعت د خیانت رنګ نلـري.  نو که سړی په خیانت باندې د قناعت پرده واچوي او خلکو ته په مکر او حیلې دا  وښي چه فلاني خو قانع سړی دی، باید چه د ده سره معاونت وشي او په دا وسیله ځان مستریح کوي دا قناعت نه دی بلکه غټ خیانت دی.
حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمائي چه د زحمت او تکلیف د ځان او لاس ځنې دې خوره.

قناعت داهم نه دی چه ته به زحمت باسې، تکلیف به ګالې،  ښه کار به کوې او د هر چانه به دې د عقل قوت او فعالیت ډیر وي لکن د دې کبله چه ته بوټ پاکي نه خوښوې او مداحي در ته ښه نه ښکاري نو څومره چه ته د غـټ اجر لایق ئې بل به په تا باندې هیڅ پروا نه کوي او داد هغه پروا نه کول به د ستا د پاره څه چه د جامعې د پاره هم مضر وي.  نو په دا وخت کښې چه د خپل حق اظهار نشې کولی. دا قناعت نه دی دا جُبن او لټي ده.  دا قناعت نه دی چه هرڅه به لرې لکن د بُخل او حرص له امله به ئې نه په خپله خورې او نه ئې بل ته ورکوې  او په دې خوند اخلې او فخر به کوی چه دا زما ده او دومره څه لرم.
ما ډیر خلک لیدلي چه سره د غټې هستي د  یو عاجز فقیر همت ځنې دی زار او قربان شي. قناعت دیته وائې چه کار به کړې،  زحمت به گالې،  په خپل لاس او د مټ په قوت به په حلالې او د جائزې لیارې  څه د ژوندانه او حیات د پاره توښه پیدا کوې.  نو که سره د زحمت ځنې پوره د حیات کفاف دې نه شو موندلی او یا د بل بډا په شائې مستریح نه وې نو به په خپل سوکړک او جواري قناعت کوې او د بل مال ته به سترګې نه پټوې.

رحمن بابا وائي:

قناعت مې هسې خوند په خولې کښې کیښود
چې وچ ټوک می په دهن کښې انګبین شو

 

هو که سړی په روا او جائزو لیاری زحمت باسي لکن سره د زحمت نه څه په لاس ورنشي دلته نو د قناعت معنی هم داده چه په غلا ، قمار،  رشوت،  احتکار او په نورو نا جائزو لیارو به تشبث او لاس نه پوری کوې. قناعت هم دا دی چه همیش به د ځان اود خلکو د آرامی د پاره ګټه او کار کوې او په خپل مال او پیسو کښې به د عاجزانو او غریبانو د حقوق لحاظ هم ساتې.

هو هغه پوه او پوره قانع سړي دي چه سره د مال او پیسو ځنې د جامعې د خیر او فلاح لپاره کار کوي او په خپل مالي قوت سره اصلاحي مفاخر پیدا کړي. یعنی د مال لرونکي انسان د پاره د قناعت همدا مخکی نښه او علامه ده چه څه مال به په اصلاحي لیارو کښې صرفوي نه دا چه نور به هم پسې حرص او بې فائدې جمع کول کوي.


 موړ به نشي هیڅ سړی بې قناعته   –   که ئي خونه وي په زرو په سیم ډکه


په زدکړې او تعلم تر قناعت ځنې معقول حرص ښه دی داو د قناعت حقیقی معنی چه د ښه کار او زحمت په اخر کښې به سړي ترې  فائده اخلي او دبل دغولو لو د پاره به ئې نه استعمالوي او خپل اصلاحي حقوق به د قناعت په غلطی معنی بل ته نه پریږدي او په علم کښې به چه څومره ئې دلاسه کیږی د خلکو د مفاد د پاره به نور هم زیات والی کوي.

 

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی