درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

اعلامیه در مورد زلزله‌ی مرگبار در ولایت کنر 

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  با اندوه فراوان و خشم عمیق از…

“طالبان، شطرنج بزرگ و رؤیای اوراسیایی روسیه”

نویسنده: نجیب الله قاریزاده  najeebulla.qarizada1@gmail.com +447887494441 سقوط حکومت غنی در افغانستان و بازگشت…

حکومت‌استبدادی و افراطی طالبان و ساز و برگ‌های استخباراتی و…

 نویسنده: مهرالدین مشید  از استبداد تا شایعه پراگنی؛ ساز و کار…

   امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

«
»

طالب چکر باز شو؛ له هر چا سره به کينې خو له افغان سره نه

اوس طالب هغه پخوانی د غرونو ببر سری طالب نه دی، اوس تور رانجه، اوږده توره لنګۍ او اوږده کالي نه آغوندي، اوس په ډاډسنو کې نه ګرځي، اوس طالب موډرن شوی، اوس په چکرو روږدی شوی، اوس طالب په غرونو نه ګرځي بلکې د چکرو لپاره هاغه موټرې او وسايل کاروي چې په نورو افغانانو يې د دې لپاره منع کول چې ګويا د کفري هيوادونو توليد دی، اوس طالب له اوږدو کاليو سره د غرونو د سفرونو پر ځای په پطلون او نيکټايې اغوستلو سره د دنيوي حورو د سيل لپاره په چين، مسکو او ايران کې مېلمستياوې کوي. اوس طالب د جنتي شرابو او دوه اويا حورو هيلې د دنيا په «رجس» شرابو په نوش او په مسکو، پیکينګ او تهران کې په ديسکوتيک مرکزونو کې پوره کوي. خلاصه دا چې طالب هوايې شوی او په چکرونو روږدی شوی دی. همدا تيره ورځ د طالب د نوي چکر خبر پاکستاني رسنيو خپور کړ.

د پاکستان ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼه وايي، د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو قطري پلاوی د چين د حکومت په رسمي بلنه دې هيواد ته تللی دی. ورځپاڼې ویلي چې د طالبانو پلاوی د دې لپاره پیکینګ ته تللی و چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د پروسې په باب له چینايي چارواکو سره سلا مشوره وکړي. سرچينه زیاتوي، د طالبانو یوه مشر پیکینګ ته د خپل قطري پلاوي سفر تایید کړ او ویې ویل، چین د یوه ستر نړیوال قدرت او په افغانستان کې د رول لرونکي هیواد په توګه غواړي د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم او رغنده نقش ولري، له همدې کبله یې طالبان د خبرو لپاره وروبلل.

دا لومړی وار نه دی چې طالبان د چين د سفر موزې پر پښو کوي بلکې له ودې وړاندې هم د قطر دفتر پلاوي د تير ميلادي کال د جولای مياشتې په ۱۸ مه نېټه د ملا شېر عباس ستانکزي په مشرۍ چین ته سفر کړی دی. له هغې وړاندې په 2015 ميلادي کال لومړيو کې يې هم دوه ځلي د چين چکرونه وهلي دي. همداراز مسکو کې هم وسه والو طالبانو څو غونډې کړې دي، له چين او روسيې پرته ايران هم د وسله والو طالبانو د چکر ښه ځای دی. راپورونه وايې چې د 2015 ميلادي کال د می ۱۸مه په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر استازي تهران ته سفر کړی دی.

يادو ټولو هيوادونو ته که هر ځل وسله والو طالبانو سفرونه کړي؛ موخه يې د افغان سولې سره مرسته ياده شوې خو حقيقت دا دی چې طالبان سياسي نانځکې دي او هر هيواد يې د خپلو سياسي لوبو لپاره کاروي. طالبان اوس د لويو هيوادونو د لاسونو دسپاکونه جوړ شوي دي، مرداري خپله کوي او بيا لاسونه په طالبانو پاک کوي. خو د افسوس ځای دا دی چې طالب خپل ځان ونه پيژانده، طالب هيڅکله خپل عقل سر ته رانه وستلو. طالب اوس دومره کم شعوره او ضمير يې مړ شوی دی چې د نړۍ هر کفري هيواد ته سفرونه کوي، له چارواکو سره يې په يو ميز کينې او د خپل افغان ورور د وژنې پلانونه او نقشې ترې اخلي خو هيڅکله يې دا ميړانه ونه ښوده چې له افغان حکومت سره مخامخ کينې او دواړه لوري خپلې غوښتنې او ستونزې مطرح کړي. کله چين، کله ايران، کله مسکو، کله قرغيزستان، کله تاجکستان او کله عربو هيوادونو سره د خبرو لپاره کينې خو له افغان حکومت سره نه کيني ځکه د دوی په باور دلته ټول افغانان کافران او روسان او چينايان مسلمانان دي.

که څه هم چين په سيمه کې یو اقتصادي او نظامي قدرت دی او افغان حکومت په بهرني سياست او افغان سوله کې د چين همکارۍ ته خوشبينه دی خو په حقيقت کې چين دلته خپلې ملي ګټې تعقيبوي. غواړي افغانستان د خپلو سياسي او اقتصادي سيالانو د ځپلو د ډګر په توګه وکاروي. افغان حکومت بايد د چين رول ته ډیر خوشبينه نه شي ځکه چين او دېته ورته نور هیوادونه د افغانستان او افغانانو غم نه خوري. افغان حکومت بايد په خپل بهرني سياست کې ډير محتاط واوسي او محتاطانه ګام پورته کړي چې د نورو هيوادو د ګټو لپاره وخت ضايع نه کړي او قرباني نه شي.

همداراز چین او ایران غواړي له دې لارې په سیمه کې د امریکا مقابله وکړي او اوس روسیه هم ور ګډه شوې ده. د روسیې لویه اندېښنه اوس په افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه وسله واله ډله یا داعش ده، چې منځنۍ اسیا او ځان ته یې ګواښ ګڼي او د دې ډلې د ځپنې لپاره غواړي چې له طالبانو سره لاس یو کړي. بل ستر حقیقت دا دی چې د تهران او طالبانو اړيکې له پخوا راهيسې د مذهبي توپير له امله ترينګلې وې، ځکه طالبان سني مذهبه او ايراني حکومت د شيعه ګانو په لاس کې دی. خو اوس چې ايران د طالبانو يارانه شروع کړې ده نو باور دا دی چې د تهران او طالبان اوس امريکا خپل شريک دښمن بولي او همدې ګډې موخې هغوی يو بل ته نيږدې کړي دي.

لیکنه : خوشحال آصفي