جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

«
»

سید بهاؤالدین مجروح

دی هغه نوموتی او پیاوړی فیلسوف، تکړه شاعر او ادیب، پېژندل شوی لیکوال، دیپلومات او سیاست پوه وو، چې د فبروري میاشتې په (۱۲)مه، پر (۱۹۲۸)زېږدیز کال د کونړ ولایت، د «اسمار» په ولسوالۍ د «شینکوړک» په کلي کې په یوې روحاني کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړی د لوی عالم، شاعر او ادیب سید شمس الدین مجروح زوی وو، چې لومړنۍ زده کړې یې په کنړ کې د «شینکوړک» د کلي په جومات کې پیل او سر ته رسولې دي. له څو مودې وروسته د خپل پلار سره کابل ته ولاړو او د (۱۳) کلنۍ په عمر یې د استقلال په لېسه کې په څلورم ټولگي کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. پر(۱۹۵۰) زېږي کال یې د استقلال په لیسه کې خپلې زده کړې تر سره کړې او د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته ولاړ. ده خپلې لوړې زده کړې د (۱۹۵۲)ز کال تر (۱۹۵۸) ز کال پورې د پاريس په «سوربن» او بيا د «مونټ پليه» په پوهنتون کې د ساپوهنې (روحياتو) او فلسفې په څانگه کې د لیسانس او ماستری تر درجې پورې پای ته ورسولې او دوكتورا يې وروسته په المان كې د هيگل په فلسفه كې ترلاسه كړه. په همدې دوره کې وتوانېدو، چې د «الماني ا و انگړېزي» ژبو ادبيات په «غربي المان او انگلستان» کې سرته ورسوي. هغه نه يوازې د پښتو او فارسې ژبو شاعر وو، بلكې په فرانسوي، جرمني او انگليسي ژبو يې هم خبري كولى شوی. کله چې سید بهاؤالدین مجروح پر (۱۹۵۸)ز کال کې خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي ښوونکی او د فلسفې ښوونه او تدریس یې پیل کړ. وروسته بيا د پوهنتون د رييس په توګه وګمارل شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په چوپړ او خدمت کې تېر کړ. دی د خپل عصر هغه نوښتګر او لوی عالم شخصیت وو، چې په شرقي عرفان او حکمت او غربي فلسفې او معاصرو علومو په زده کړو کې د ځانګړي استعداد او وړتیا خاوند وو. هغه په هېواد کې د ننه او بهر په نورو رسمي دندو  کې هم پاتې شوی دی. دی په جرمني کې د افغانستان فرهنګي اتشه شو او همالته يې د هگل په فلسفه كې د دوكتورا درجه واخيسته او له هغه وروسته په كابل پوهنتون كې يې د فلسفې درسونو ته دوام وركاوه. همداسې یې په کاپيسا ولايت کې د والي په توګه دندې تر سره کړې دي. دی د ژوند په وروستيو کلونو کې پاکستان ته ولاړو او په پېښور ښار کې مهاجر شو او پر (۱۳۵۹) لمریز کال کې «د افغان رسنیو مرکز»، چې یو فرهنګي دفتر وو په پېښور کې یې د دغې دفتر بنسټ کېښود او هلته یې خپلو علمي، ادبي، فرهنګي او ملي کارونو او  فعالیتونو ته دوام ورکړ. استاد پوهاند ډکټور سيد بهاؤالدين مجروح ته د فرانسې، سويس، انگلستان، امريکا او د نړۍ ډېرو لويو پوهنتونونو او اکادميکو مرکزونو د استادۍ وړانديزونه وکړل، خو مجروح صاحب يو هم ونه مانه او خپل ژوند ته یې په پېښور کې دوام ورکړ.

استاد پوهاند ډاکتر سيد بهاؤالدين مجروح د خپل ژوند په اوږدو کې ګټور، مهم او ارزښتناک نښیرونه(اثار) کښلي او هم یې ژباړلې دي او په لسګونو علمي، سیاسي، فلسفي او ادبي مقالې او رسالې یې د افغانستان په مطبوعاتو کې چاپ شوې دي. د ده مهم او ګټور نښیرونه(اثار) دا دي: «ځانځاني ښامار- په شعر- پښتو ، اول او دویم دفتر»، «اژدهای خودي شپږ ټوکه نثر دري»، «د جبر او اختیار دیالکتیک»، «نا اشنا سندرې»، «اجتماعي احساس الفرد ادلر په نظر کې- روانشناسۍ کې د ماسترۍ تیزېس»، «د ځان تربیه زموږ په روانشناسۍ کې»، «دشمن را بشناسید»، «صوفي او نوې دنیا»، «زردشت ووییل داسې»، «پیام صوفي بت شکن به بت پرستانې قرن ۲۰»، «بودا چنین ګفت»، «سید جمال الدین و برخورد شرق و غرب» او «منازل السایرین یا صد میدان حکیم سنایي». 

کله چې  استاد پوهاند مجروح په پېښور کې کډوال وو او خپل فرهنگي کارونه يې مخ ته بېول نو په دې وخت کې د سخت دريځو مجاهدينو او د پاکستان د څارگرې ادارې «آی اس آی» تر لید او نظر لاندې وو. د ده فرهنگي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پیاوړتیا وه، د پاکستان د استخباراتي کړيو په وړاندې يو لوی گواښ وو، چې هغوی هېڅکله نه غوښتل په پېښور کې مېشت افغانان د ملي روحيې او هېوادپالنې له ارزښتونو برخمن شي. په دې ترڅ کې هغوی د نورو جهادي تروريستي کړيو سره يو ځای د سيد بهاؤالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ کړ او د فبرورۍ میاشتې په(۱۱)مه، پر(۱۹۸۸)ز کال د جمعې په شپه کله چې دی په پېښور کې له خپل دفتر نه راووات د وسله والو لخوا وويشتل شو او هماغلته ځای پر ځای په شهادت ورسېد.

دلته تاسو ته د استاد پوهاند ډوکټور سید بهاؤالدین مجروح  ژورې خبرې او وجیزې وړاندې کوم:

– که انسان خپل روح ونه پېژني، نو هغه به د بل هر څه له پېژندلو بې ‌برخې وي.

 انسان که د خپل درون، حقیقت او وجودي ارزښت ته متوجه نشي، نو د بهرني نړۍ د درک او پېژندلو توان به هم ونه لري.

– ازادي یواځې هغه څوک درک کولای شي، چې بندي شوی وي.

 واقعي ازادي هغه څوک حس کولای شي، چې د استبداد، ظلم او جبر تجربه یې کړې وي.

– تر ټولو لوی زندان، د انسان خپل ځان ته جوړ شوی زندان دی.

 انسان ډېر ځله د خپلو محدودو افکارو، وېرې، او تقلیدي باورونو بندیوان وي.

– د روښانه فکر خاوندان تل د هغو خلکو له خوا وژل شوي، چې د هغوی د فکر له روښنایۍ څخه وېرېدلي دي.

 د تاریخ په اوږدو کې آزاد فکر کوونکي او روڼاندي د مستبدینو، ظالمانو او د جهل د پیروانو له خوا وژل شوي دي.

– که ته غواړې یو ملت تباه کړې، نو فکر مه پرېږده چې خپل حقیقت وپېژني.

 کله چې یو ملت له خپل تاریخي، فرهنګي او فکري هویت څخه بې‌خبره پاتې شي، نو استثمار او غلامۍ ته چمتو کېږي.

– حقیقي بغاوت هغه دی، چې له انسان دننه پیل شي.

 واقعي بدلون او پاڅون د انسان له درون څخه پیلېږي، او که څوک غواړي د ظلم پر وړاندې ودریږي، باید له خپل فکره یې پیل کړي.

– د جهل توره د استبداد پیاوړی ځواک دی.

 استبداد تل د ناپوهۍ له لارې دوام مومي، او جابر واکمنان هڅه کوي، چې خلک ناپوه وساتي، څو د هغوی پر ضد ونه دریږي.

– حقیقي فلسفه، د انسان د خلاصون او ازادۍ فلسفه ده.

 فلسفه باید د انسان د فکري او عملي ازادۍ لپاره وکارول شي، نه د هغه د بندي کولو لپاره.

– زه له هغو خلکو ډارېږم، چې د حقیقت دعوه کوي، خو د فکر دروازې تړلې ساتي.

 هغه خلک چې ځانونه د مطلق حقیقت مالکین ګڼي، خو بحث، منطق او آزاد تفکر نه مني، تر ټولو خطرناک دي.

– انسان هغه وخت آزادېږي، چې له خپل ځان سره صادق شي.

 که یو فرد د خپلو فکرونو، احساساتو او نیتونو په وړاندې رښتینی وي، نو حقیقي ازادي به احساس کړي.

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود