تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

«
»

زمونږ کلي او بانډې څلورمه برخه

د ځوانۍ سپرلي

لغمان زمونږ دګران افغانستان لکه دهیواد دنورو ولایاتوپه څیر ښکلی او سر سبزه ولایت دی چې  ددې ولایت ښکلا دپسرلي په موسم کې څو برابره زیاتیږي ۰ له یوې خوا دحاصل خیزو فصلونو کروندې او دبلې خوا د لغمان غرونه ،دامانونه ،سیندونه، ورشوګانې ، رنګا رنګ خود رویه  ګلانو اوشنو سر سبزه تپو په وجه داولایت د شین لغمان په نامه یادوي ۰

د لغمان په ښکلي  پسرلني موسم  کې ځوانان ډلې ډلې  کروندو ، دښتو او دامانو ته په سیل راوځي او نجونې د شوقه ګلونه په اوربل ټومبي او دا سندره زمزمه کوي:  

دا چار چشمه ګلونه خوند کړي په سرو کې

ګل په دامانو کې

لغمان شنې اوسرسبزه درې لري چې ددې درو له جملوڅخه د الیشنګ او الینګار درې د لغمان د مرکز مهترلام ښار په شمال او شمال لویدیز کې  د الیشینګ او الینګار د سیندونو په استقامت  پرتې سیمې دي چې  ځمکې او کروندې یې دهمدې سیندونو د پریمانه اوبو په وجه خړاوبه کیږي  ۰

د عمرزیو سیمه د الیشنګ د درې په پیل  او د الینګار دره بیا د لغمان د مرکزشمال لورته پرته دره ده چې ښکلو کلو، بانډو اوحاصل خیزه کروندو ددې سیمې ښکلا څو برابره زیاته کړې ده ۰  

وایي چې هرچاته خپل وطڼ کشمیر دی نوپدې وجه د لغمان اوسیدونکو  ته هم لکه د نوروهیواد والو په څیر خپل دخاپوړو کلي اوبانډې په زړه پورې دي ۰زما هم د لغمان په کلو او بانډوکې ژوند تیر شوی او دهمدې ولایت دعمرزیود سیمې  دخیر اباد په کلي کې زیږیدلی یم ، لمړنۍ او مینځني زدکړې مې هم په همدې ولایت کې سرته رسولي اوبیا دلغمان د روښان د لیسې څخه فارغ شوی یم چې زما دوړکتوب اوځلمیتوب ډیری برخه دلته په همدې ولایت کې تیره شوې او د دې  ولایت په ډیرو پرتو سیمو،کلو او بانډوکې زمونږ دوستان او نژدې خپلوان میشت اوهستوګنه لري ۰

دځوانۍ یاران ،ساده اوپاک زړي کلیوال،دښوونځۍ ددورې هم صنفیان او ښوونکو خاطرې لا اوس هم زمونږ په فکر او ذهن کې  ژوندۍ پاتې دي نوپه همدې وجې لغمان زمونږ د ځوانۍ دخاطروپه زړه پورې سیمه او ولایت دی ۰

د بي بي هاجرې کلی

دبي بي هاجرې کلی  د الینګار د ولسوالۍ په استقامت د ارمل ، کټل او بصرام د کلو په امتداد  کې پروت دی  چې  ګاونډ ته یې  مصري کلا، د ساپیانو کلا ، فتلاح کلا او نور لوی  او واړه کلي  او بانډې پرتې دي ۰

پدې کلي کې شاوخوا لس کورنيو هستوګنه درلوده چې  په خټه روستم خیل یا کوچیان دي اوڅو نسله پخوا دلته په همدې کلي کې میشت شوي دي۰

 ددې کلي  د اوسیدونکو څخه مامور صیب محمد امین خان رستم خیل   حاجي صالح محمد خان رستم خیل  مولوي صاحب دسته ګل، خاورې محمد اسحاق ماما ،  مرجا ن کوچی چې په مالدارۍ بوخت وه ،ظابط طالب ، قاضي صیب محمد ګل خان ، قاضي صیب تازه ګل ،خیال ګل او ډیرې نورې کورنۍ وې چې په خپلوکې یې راشه درشه لرله او په غم او ښادۍ کې یو دبل مرستندوی پاته شوي دي ۰

مونږ به کله چې دغه کلي  ته د ښوونځۍ د فراغت په موقه ورتلو  نو د خیال ګل لالا لیدو ته چې زمونږ د عمر او بنډار ملګری وه  خاماخا ورتلو ،خیال لالا مهربانه او با استعداده ځوان وه هغه د انګلیسي ژبې او ساینسي علومو سره خاصه لیوالتیا لرله۰

دغه کلي ته زمونږ د راتګ بله موخه هم دا وه چې زمونږ سکنۍ ترور دلته کې واده وه ، هغه به  زمونږ په راتګ  ډیره خوشالیدله او تل به یې نازولو چې زمونږ ددې بی بی حاجي ترور ښه سلوک اومیلمه پالنه لا تر اوسه زمونږ په ذهن او فکرکې هک اوزمونږ دښو خاطرو په زړه پورې بیلګې  شمیرل کیږي۰

د بي بی هاجرې تاریخچه

وایي چې مهتر المک ع ریښتنی پیغامبر وه کوم چې همدا اوس د لغمان ښار د همدې رسیدلي او دکرامته ډک شخصیت په نوم یادیږي۰

مهترلام بابا دنوح ع پلار وه ،اوهغه دسلطان محمودغزنوي چې د وخت  مقتدر پاچا وه خوب ته راغلی  وه چې  په خوب کې  ورته وایي :

    ته دوخت نامداره پاچاه یې اوزه ستاپه ګاونډ کې پروت یم زمامقبره  مالومه او ودانه کړه ۰

 سلطان چې کله خپل خوب دخپلو درباریانو سره شریکوي ، درباریان یې ورته مشوره ورکوي  چې که بل ځل ورته په خوب کې راغی  دهغه د خښیدو د ځای تپوس ورځینې وکړي۰

کله چې په دویم ځل سلطان هغه په خوب کې ویني  نو ورڅخه د هغه د مرقد یا دخښیدلو د ځای تپوس کوي چې هغه مبارک په ځواب کې ورته وایي :

ته خپل اوښ په دښته کي د لمر پریوتو په لور ایله  کړه ستا د اوښ په لمړي او دوهمه دمه ځای کې نه بلکې په دریمه دمه ‏ځای کې به زما مقبره وي ۰

‏‏ کله چې سلطان د خوبه پاڅيږي دخپلو درباریانو سره ددغه روحاني شخصیت د مرقد د پیداکولو په لټه راوځي   او خپل اوښ  د لویدیځ په لور ایله کوي د اوښ په دریمه دمه ځای کې د هغه مبارک د خښیدو ځای  پیدا کوي  اوخپلو درباریانو ته امرکوي چې ددې مبارک مرقد د سره جوړ او د زیارت په شااو خواکې  دې ښکلی بڼ بنیاد کړی شي چې همدا دمهترالمک علیه الرحمه زیارت اوبڼ دلغمان د ولایت لویدیځ  ته د عمرزیو د تپو تر شاه په څو کیلو مترۍ کې  د سلطان محمود غزنوي په امر جوړ او ورسته  د بڼ د خړوبولو په موخه د الیشنګ دسیندڅخه یوه ویاله دعمرزیو دتپو په مسیر کې ورته وویستل شوه چې د مزار د ویالې په نامه یادیږي۰

د مهتر المک ع بل ورور نورالام صاحب نومیږي چې هغه هم په لغمان کې دنورالام صاحب په دره کې چې دا دره دهمدې مبارک په نوم مسمی ده خاورو ته سپارل شوی او دلرې ځایونوڅخه یې خلک زیارت ته راځې۰

بي بي هاجره چې مخکې مو دهغې مبارکې د زیارت په اړه یادونه وکړه د دغو دوه وو روحاني شخصیتونو مهتر المک ع او نورالام صیب خور ده چې  د بي بي هاجرې په بانډه کې خاورو ته سپارله شوې او زیارت ته يې ښځې او نجونې په خاصه توګه په اخترونو اونورو مذهبي ورځو کې راځي او د هغو د تبرک ځای دی۰

وایي چې ډیر کلونه پخوا پدغه کلي کې  مرحوم حاجي  غلام جان رستم خیل کوچی میشت شوی دی چې دهغه څلورځامن  د  حاجي صاحب  احمد جان رستم خیل کوچی ، حاجي صاحب وسیم رستتم خیل کوچی ،حاجي صاحب قسیم رستم خیل کوچی اوحاجي صاحب  نسیم رستم خیل کوچی په نومونو یې شهرت درلود۰

۱- حاجي صیب احمد جان څلور نارینه اولادونه درلودل چې دهغو سهرت په لاندې ډول دی ۰

ښاغلی صالح محمد خان رستم خیل مشهور په مامور صیب صالح ،  ښاغلی حاجي سید محمد خان رستم خیل چې په کرنې او مالدارۍ بوخت وه، طالب  رستم خیل  چې دلغمان د ترافیکو د مدریت په مربوطاتو کې  یې دنده درلوده اومرجان رستم خیل  چې په مالدارۍ او زمیندارۍ  بوخت وه۰     

ښاغلی صالح محمد خان رستم خیل دوه نارینه اولادونه ،ښاغلی حاجي سید محمد خان رستم خیل ۷ نارینه اولاده، ښاغلی طالب رستم خیل ۴نارینه اولادونه  اوښاغلی مرجان رستم خیل ۲ اولادونه لري  چې  هر یویې  اوس د لمسیانو او یا هم د کړوسیانو خاوندان دي ۰

دیادولو وړ ده چې د هغه وخت په ډیرو سختو اقتصادي  شرایطو کې ددې کلي اوسیدونکي مامور صیب محمد امین خان او حاجي صالح محمد خان رستم خیل  توانیدلي وه چې درس او تعلیم ته مخه وکړي چې وروسته د تعلیمه څخه هغو د لغمان په ولایت اود هیواد په نورو سیمو کې د ماموریت رسمي دنده ترسره کړې چې دپوره وقاراو اعتبار خاوندان پاته شوي دي ۰

همدارنګه مولوي صاحب  دسته ګل خان هم مدبر  دیني عالم وه او د ننګرهار د هډې د نجم المدارس د مدرسې څخه فارغ شوی وه چې ددوئ د فیض او برکته ددې کلي او شاو خوا کلواو بانډو ډیری ځوانانو تعلیم ته هڅول شوي او  دپوهې  اوعلمیت لوړو مدارجو ته رسیدلي دي ۰   

لکه مخکې چې مو وویل : د کلي اوسیدونکو ځمکو د کرلو ترڅنګ  مالدارۍ ته هم خاصه پاملرنه درلوده  چې د بیلګې په توګه  سید محمد رستم خیل  چې ددې کلي اوسیدونکی وه هغه ته کومه  ځمکه او جایداد چې د پلاره  پاتې وه دهمدې ځمکې د کرلوتر څنګ په مالدارۍ بوخت  او له همدې طریقه یې دکورنفقه برابروله اودګذارې وړژوند یې درلود۰

حاجی سید محمد  دکروندو د کر لپاره د دوه سخوندر مالونو تر څنګ د شیدو غواوې، میږې ،وزګوړي او ګډيان هم روزل  چې په کور کې به یې تل د شیدو، مستو ،کوچو ، شړمبو او وچه شووغوښوپریماني وه۰

نور بیا