زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د کوميډین تراژيدي!

ليکنه: حميدالله بسيا

تاریخ د هغو مشرانو تل په ښو ټکو یادونه کوي چې په سوله يیزو لارو یې خپل هېوادونه او ملتونه د پرمختګ څوکو ته رسولي ، او تاریخ د هغو مشرانو کیسې هم لري چې د جګړې له کبله یې خپل ملتونه تباه کړی دي. د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې روسيه او اوکراین په جګړه کې ښکېل شول ، چې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د نړۍ په کچه یې ستر بدلونونه رامنځته کړل.

ددې جګړې يو حیرانوونکی اړخ دا و چې د اوکراین مشر ولادیمیر زيلينسکي ، یو سیاستوال نه، بلکې یو کوميډین و، چې په سياست کې یې هیڅ مخکینی بکګراونډ نه درلود. هغه په تلویزیوني نندارو کې د یو فرضي ولسمشر رول لوبولی و، خو ناڅاپه په حقیقت کې د هېواد او بيا د پيل کړې جګړې د مشرۍ موقف ته ورسېد.

ددې جګړې اوږدېدل، له اوکراين سره د امريکا او نورو هېوادونو بې باوره ملګرتيا، د اوکراین ویجاړۍ، د زيلينسکي ناسمه مشري، او د سولې له لاسه تللي فرصتونه دا ثابتوي چې دا یوه ستره تراژي او غميزه ده چې اوکرآین ته بې له ورانۍ، ويجاړۍ، جغرافيا له لاسه ورکولو، د ميليونونوخلکو له بې کوره کېدلو او په لسګونو زرو له وژل کېدو هيڅ هم په لاس ورنغلل.

اوکراین د روسیې لپاره یوازې یو ګاونډی نه و؛ بلکې تاریخي، کلتوري، او اقتصادي خورا ټينګې اړیکې یې لرلې. د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، روسیې تل هڅه کړې وه چې اوکراین د خپل نفوذ په ساحه کې وساتي.

زيلينسکي د ولسمشرۍ له پیل راهیسې، پر ناټو او لوېدیځ ملاتړ کلکه تکیه وکړه. روسیې څو ځله خبرداری ورکړ چې اوکراین دې د ناټو غړی نه شي، خو زيلينسکي دا خبرداری جدي ونه ګاڼه، د اوکراين په ختيځ کې د هغو سيمو د خلکو ځورول یې پیل کړل چې مورنۍ ژبه یې روسي وه او همدارنګه د ناټو او لويديځ پراخېدونکي نفوذ، او د اوکراين پرلپسې سرغړونو پوتین اړ کړ چې له دې ګاونډي هېواد سره په جګړه کې ښکېل شي .

د زلنسکي د مشرتابه ځينې نیمګړتیاوې دادي چې د احساساتو پر بنسټ پرېکړې یې وکړې او کوي یې . جګړه چې پیل شوه،  زلنسکي ته د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې د سولې د خبرو اترو فرصتونه برابر شول، خو هغه يو هم ونه منل. پر لوېدیځ یې بې‌ساری اعتماد وکړ هغه فکر کاوه چې لوېدیځ په مرسته به روسیه ماته کړي، خو لوېدیځ یوازې محدود ملاتړ وکړ. د پوځ کمزوری مدیریت ،د سرتېرو او وسلو کمښت، او د عملیاتو ناکامي د اوکرایني پوځ ضعف ټکي وو. د اوکراین د پوځ که څه هم د ۲۰۲۲ په اوايلو کې، بریاوې لرلې، خو وروسته روسیې خپله ستراتیژي بدله کړه، او د جګړې وضعیت بدل شو.

د جګړې له امله، د اوکراین اقتصاد سخت وځپل شو ، جي ډي پي یې ۳۰٪ راټيټه شوه، میلیونونه کاري فرصتونه له منځه ولاړل، صنعتي مرکزونه ویجاړ شول، نړیوال پانګوال د اوکراین له بازارونو ووتل ، میلیونونه اوکراینيان کډوال شول، د برېښنا شبکې ویجاړې شوې ، خلکو رواني ستونزې پيدا کړې ، جګړه اوږده شوه  او ملت یې له اوږدمهاله بحران سره مخامخ کړ.

د جګړې له پیل څو میاشتې وروسته، روسیې او اوکراین د سولې خبرې اترې وکړې. د ترکیې، چین، او نورو هېوادونو هڅه دا وه چې جګړه پای ته ورسوي. روسیې د اوکراین د بې‌طرفۍ غوښتنه وکړه ، خو زيلينسکي رد کړه. لوېدیځ غوښتل جګړه اوږده شي، ځکه چې روسیه یې کمزورې کوله خو ددې جګړې دوام د اوکراین لپاره يوازې تباهي رامنځته کړه.

که زيلينسکي له روسیې سره سوله کړې وای، ښايي اوکراین د جګړې له تباهۍ ژغورل شوی وای. صنعت، اقتصاد، او زیربناوې نه وای ویجاړې شوې. میلیونونه اوکراینیان به نه وای کډوال شوي. د هېواد راتلونکی به روښانه وای.

دا جګړه یوازې د سیاست، اقتصاد، او نړیوال ځواک پر سر جګړه نه وه، بلکې دا د اوکراین د ملت لپاره یوه نه ختمېدونکې تراژیدي وه. اوکرايني سرتېري خورا ستړي سرګردانه او ډېری وژل شوي او ټپيان شوي دي او اوس یې په ختيزو جبهو کې چې جګړه دوام لري، او د دې تراژیدي وروستۍ صحنې روانې دي د اوکراین پوځ  له سختو ستونزو سره مخ دی، بشري قواه یې بیخي کمه شوې نظامي تجهيزات نه ورته رسېږی او سرتېري یې په ډول ډول رواني ناروغيو اخته دی ان دا چې د اوسني حکومت پر وړاندې د بغاوت غوښتنه کوي.

څو ورځې دمخه د اوکراين د ۹۵ مې هوايي بريد لوا د ځانګړې قطعې قواماندان يوه ويډيو په ټيلګرام کې ښکته پورته کېدله او بيا پرې ځينو رسنيو راپورونه هم وليکل چې په بې فايدې جګړې کې د داسې ښکليتيا يادونه یې کوله چې نه ختمېدونکې ده.

دا ويډيو چې د ۹۵مې هوايي لوا د یو قوماندان لخوا جوړه شوې، نه یوازې غواړي له اوامرو سرغړونه وکړي، بلکې د هیواد د لوړ پوړو پوځي او سیاسي مشرانو په اړه هم د بې باورۍ يادونه کوي. د خپلې جنګي تجربې او د خپل هیواد د مبهم راتلونکي په اړه  د اندیښنې په څرګندولو سربېره د لیشي په مستعار نامه دا قوماندان سرتیرو ته وايي چې د پوځي وسايلو د تخریب، د رسمي دندو په اجرا کې ضعف، د پرېکړو په ورو پلي کولو دې تمرکز وکړي او که یې لاس رسېږي  تجهیزات او وسلې دې غيرفعاله کړي يانې په يو ډول سرتېري قسمي بغاوت ته هڅوي.

که چېرې دا خبرې ریښتینې وګڼل شي، نو د اوکراین د وسله والو ځواکونو دننه ژوره نارضایتۍ ښیي ځکه دې خبرو کې یوازې نیوکه نه ، بلکې د اوسني حکومت پر وړاندې د فعالو اقداماتو غوښتنه کېږي.

لیشي په نامه دا مستعار شخص چې د یو تجربه لرونکي قوماندان په توګه ځان په ويډيو کې ښکاره کوي، د مشرتابه لخوا د دوی د پلورلو او خيانت خبره کوي. هغوی زیلینسکي له امریکا او روسیې سره په همکاري تورنوي او د زيلينسکي او د هغه د حکومت پر وړاندې د عمل کولو لپاره د ۹۵مې لوا چمتووالی اعلانوي.

خو که دا ويډيو جعلي هم وي د بي بي سي او نورو رسنيو راپورنه دا په ګوته کوي  چې د اوکراین د پوځ د مورال کمزوری شوی دی او داخلي خورا ستونزې لري.

او په جګړه کې  ښکېل هېواد په دننه کې بل بغاوت هېواد لا د بې ثباته کولو خواته بيولی شي.

لنډه دا چې په ناټو، اروپا او امريکا او نورو زبرځواکونو تکيه کول د کمزورو هېوادونو لپاره يو ډاډ او ملاتړ نه دی، بلکې دا هېوادونه به تر هغو پورې چې خپلې ګټې یې خوندي وي په خوا کې ولاړ وي خو چې کله یې وموندله چې نورې يې ګټې نه دي خوندي په هماغه ورځ يو سل او اتيا درچې تغيير کوي او په سپين ميدان به یې خپل سيال ته پرېږدي چې تاسې يې اوکراين او امريکا تر منځ اړيکې د ښه مثال په توګه ليدلی شئ چې اوس پرې د فشار او زور له امله نور هغه څه هم مني چې امريکا یې غواړي او د قيمتي او نايابه معدني موادو پټو او استخراجولو ته یې زړه دی.