غزۀ خونین

غـزه که جهـنـم زمین گردیدست از کینۀ شـیطـان لعین گردیدست درقحطی دایمی…

 فـرضـیـات ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی

ـررسـی انـتـقـادی دربـارۀ نـظـریـات مـطـرح شـده دربـارۀ ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی، کـه بـه آن…

سخن‌دان روزگذار

ای وای آن درخت شگوفان (شکست و ریخت) کاج بلند ز…

گاهنامه محبت 

شماره دوم سال ۲۸م گاهنامه محبت از چاپ برآمد. پیشکش…

صنف کوچک؛ اما مکانی مشهور و سرشار از معنویت

نویسنده: مهرالدین مشید صنفی ساده و بی آلایش؛ اما نمادی از…

د پښتو ژبې په ډګر کې پېژندل شوی کیسه او…

له ښاغلي کریم حیدري سره، چې د پښتو ژبې په…

در آینه‌ی تاریخ، در سایه‌ی نفرت

« روایتی از یهودیت و پدیده‌ی یهودستیزی» فرشید یاسائی پیشگفتار: زخم ماندگار…

یا من نه دیدم، یا فرزندان یاسین خموش قدر‌ نه‌شناس…

محمدعثمان نجیب «زنده‌گی در زنده‌گی بی زنده‌گی، بازنده‌گی‌ست» ـ یاسین خموش خموش خالق…

واکاوی فرصت های از دست رفته و امکان رهایی افغانستان…

نویسنده : مهرالدین مشید از سایه‌ی ترور تا افق رهایی؛ بررسی…

مرگ‌اندیشی و مرگ‌آگاهی

اغاز زیستن در آینه‌ی فنا، بیداری در افق حقیقت مقدمه مرگ، یکی از…

آزادی، برابری، و برادری

تتبع و نگارش  میرعبدالواحد سادات   آزادی، برابری، و برادری آرمان تاریخی  پر تاثیر…

  افغانستان کشور واحد وتجزیه ناپذیراست

         ما یان گل یک باغ  وبری این گلشن  فا میل بزرگ…

تاریخِ من، خون و خاکستر 

روایتِ افغانستان ای خاکِ من، ای نامِ زخمی از هزاران سالِ…

دمیدن صور در نفخ خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید از سنگ بابه کلان تا سنگ های سوخته…

آرامگاه مونیخ !

تاریخ انتشار :28.07.2025 hoshyaresmaeil2017@hotmail.com سیرک تابستانی «همکاری ملی برای نجات ایران» در…

انار مفتی

خانم “انار مفتی” (به کُردی: هەنار موفتی) شاعر کُرد زبان،…

مانور های سیاسی طالبان در غیاب یک اوپوزوسیون قدرتمند

نویسنده: مهرالدین مشید دورنمای ثبات و بحران در افغانستان؛ سکوت سنگین…

از منظر مکتب دینی فلسفی من بیش از نه می‌دانم…

امید و توحش، جان‌مایه‌ی ماندن از آشوب‌ها و کجایی جای‌گاه نویسنده‌گان…

جمعآوری کتابها و دستگیری جمعی زنان و دختران توسط عمال…

نوشته بصیر دهزاد در هفته گذشته رژیم اختناق ، ظالم  زن …

نمونه ی چند از سروده های خانم مفتوحه ایماق به…

 زیارتگاه مفتوحه ایماق در حضیره اندخوییان شهدای صالحین کابل - افغانستان آق …

«
»

د پښتو ژبې په ډګر کې پېژندل شوی کیسه او داستان لیکونکی

له ښاغلي کریم حیدري سره، چې د پښتو ژبې په ډګر کې پېژندل شوی کیسه او داستان لیکونکی، ژباړونکی او تکړه ژورنالیست دی څانګړې مرکه

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

ښاغلی کریم حیدري د فضل رحمن زوی او د جرنیل غلام حیدر خان وردګ لمسی دی، چې د کابل په ښار کې یې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. ده په محمود هوتکي او حبیبیه لېسه کې زدکړې تر سره کړې دي. نوموړي د خپل اوچت قلم له لارې په پښتو، دري- فارسي او انګلیسي ژبو لیکنې او خبریالي کړېده. ګڼ شمېر مطالب یې د بي بي سي پر ویبپانو خپاره شوې دي.

ښاغلی کریم حیدري د پښتو ژبې او ادب هغه پیاوړی او ځواکمن کیسه لیکونکی، ژباړونکی، تکړه ژورنالیست او لیکوال دی، چې په خپلو نوښتونو، هاندو هڅو یې پښتو ژبې ته ښکلا وربښلې ده او  د خپلو نښیرونو(اثارو) له لارې یې د پښتو ژبې او ادب ډګر رنګین او بډای ساتلی دی.

ښاغلی افضل ټکور چې د پښتو ژبې او ادب پیاوړی او تکړه شاعر او لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي کریم حیدري په تړاو داسې وایي:

((حیدری زما له نظره!

زه چی څومره حیدری صاحب پیژنم هغه یو څو اړخیزه شخصیت دی، هغه ښه ناول لیکونکی دی ښه ژباړونکی ،ژورنالیست او ښه لیکوال دی. (دجهالت پیړی )له هغه د ډیرو ښو او کامیابو ناولونو څخه دی. دلته زه غواړم د هغه د څو بعدی شخصیت له جملی یوازی د هغه د ژباړی په اړه لنډ نظر ولیکم:

تر اوسه ما د ښاغلي حیدري صاحب دوه ژباړل شوي اثار لوستي دي یو یې (داوس ځواک)او بل یې (د مینې څلویښت قاعدې)چی دواړه یې ډیر ښکلي ژباړلې دي.

د «اوس ځواک» ډیر ګټور او ښکلی اثر دی چې (ایکهارت تولې) لیکلی او ښاغلي حیدري صاحب په روانه اوخوږه پښتو ژبه ژباړلی دی. په دغه اثر کې د خپلواک ژوند په اړه ډیر ګټور مشقونه او تمرینونه شوې دي د تیر، اوس او راتلونکي په اړه په کې بحث شوی، لوستونکي اړباسي چې د اوس په اړه ډیر فکر وکړي. دا کتاب باید په دقت او څو ځلې ولوستل شي. تر څو لوستونکي ډیر څه ترې زده کړي.

بل کوم ګټور اثر چې ښاغلي حیدري صاحب په پښتو ژبه ژباړلی دی هغه(دمینې څلویښت قاعدې) نومیږي. دا اثر اغلې (الیف شفق )لیکلی دی. او حیدري صاحب له انګریزي ژبې نه ژباړلی دی. د دې اثر په اړه که زه ووایم چې یو شهکار دی او ژباړه یې هم له شهکاره کمه نه ده نو مبالغه به مې نه وي کړئ. دغه اثر یو د هغه ګوتو د شمار اثارو څخه دی چې په کراتو کراتو یې لوستل لوستونکي ته ډیر څه ورزده کوي.څلوېښت قاعدې لکه څلوېښت کتابونه، لکه څلوېښت تلپاتې درسونه، د تصوف اصول، د رښتینې روحاني مینې او محبت او نور ګڼ مسایل په دې ګټور اثر کې لوستلی شو.

د سینما د  تاریخ او په افغانستان کی د سینما پر وضعیت یې هم یو ډیر ګټور او مغتنم اثر لیکلی دی. په دغه برخه کې یې زده کړې هم کړې دي.

زما په فکر حیدری صاحب د پښتو ژبې په ژباړونکو کې دغه ځانګړتیاوې لري

لومړی: هغه د ابتکار پلوی ښکاري، مبتذل او بې خونده اثار نه ژباړي په دې فکر کې نه دی، چې د چاپ شوو اثارو نوم لړ یې زیات شي.

دوهم: د ژباړې ژبه یې ډیره خوږه او روانه ده او دې کار د هغه د اثارو لوستونکي خورا ډیر کړې دي. حیدری صاحب له دې سره چې یو ښه لیکوال او ژباړونکی دی، یو خوږ او ملنګ صفته انسان هم دی. د نړیوالو ادبیاتو پوره مطالعه لري ،د هغه په اثارو ډیرې او هر اړخیزه لیکنې کیدلی شي. خوشاله یم چې له هغه سره له نژدې نه پیژنم اوږد عمر او د ګټورو اثارو د لیکلو دعا ورته کوم. په اخر کې د ګران انجنیرصاحب عبدالقادرمسعود ته هم کورودانې وایم چی د ښاغلي حیدري صاحب سره یې د سینما په اړه تفصیلي مرکه کړې ده.))

اوس همدومره

په مینه: افضل ټکور

2025 میلادي کال د اګست څلورمه

لندن

ښاغلی حیدري صاحب له ادبي ځیلونو(ژانرونو) سره او په ځانګړي توګه له ادب، کیسو او ناولونو سره ژوره مینه او لېوالتیا لري.ده د خپلو لیکل شویو نښیرونو(اثارو) تر څنګ په ډېره خوږه او زړه وړونکې پښتو ژبې ناولونه هم ژباړلې دي. د مینې څلوېښت قاعدې (ژباړه)، د اوس ځواک کارول(ژباړه)، د جهالت پېړۍ (ناول)پښتو، دري-فارسي، «سینما، فلم جوړونه او د نړۍ سینما». همداسې یې د تیاتر څو نښیرونه(آثار) لیکلي دي. د دوزخ په دروازو کې(پښتو او دري)، او ناروغه کورنۍ په نوم دوه اثره یې د افغانستان ملي تیاتر اجرا کړي. د ناغوښتلي په نوم انګلیسي لیکنه یې د لندن بوش تیاتر نندارې ته وړاندې کړې ده.

 ښاغلي حیدري له بریتانیا څخه په ادبیاتو کې لیسانس او د خلاقه لیکنې ماستري تر لاسه کړې ده. حکومتي دندنه یې هیڅکله نه ده ترسره کړې، خو په ګڼو خیریه موسسو، بي بي سي او ولانټ میدیا کې یې دندې تر سره کړې دي.

ښاغلی نظیف تکل د پښتو ادب په ګلبڼ کې هغه غزلبول شاعر، پیاوړی او بریالی لیکوال دی، چې په خپلو رنګینو او غوړېدلو غزلونو یې د پښتو ژبې او ادب ډګر تازه او ښیرازه ساتلی دی.

دی په خپله یوه لیکنه کې د حیدري صاحب د ادبي شخصیت په اړه داسې وایي:

((کريم حيدري ، يو پياوړی او نوښتگر افغان ليکوال دی. 

 تر اوسه چې يې کوم اثار خپاره شوې هغه د گڼ شمېر لوستونکو له خوا لوستل شوې او ستايل شوې دي او هر چا ترې خپل خوند اخيستی دی.

ما يې د پېړۍ جهالت په نامه ناول لوستی دی، په دې ناول کې حيدري صاحب يوه نوې لار تعقيب کړې ده د پښتو ناولونو پر خلاف پر يوه داسې موضوع ليکل شوی دی، چې د ډېرو ليکوالو به ور پام شوی هم نه وي.

ناول د لومړنيو انسانانو پر ژوند او چارو خبرې کوي، مثلن ژبه څنگه رامنځ ته کېږي د اشياو له پاره نومونه څنگه غوره کېږي، جنگونه پر څه شي او څنگه نښلي، په ناول کې مينه هم کېږي او سوداگري هم نورې داسې خبرې هم لري چې ډېری يې نوي دي. هنري داستاني ژبه يې هم د ستاينې وړ ده.

بل کوم کمال چې حيدري صاحب يې لري هغه دا دي چې دی پر پښتو، انگرېزي او دري ژبو داسې پوهېږي لکه درې واړه چې مورنۍ ژبې وي، او خپل ټول اثار يې چې پر هره ژبه ليکلي وي په اسانۍ بلې ژبې ته ژباړي.

د حيدري صاحب  د لا زياتو برياوو په هيله.))

د ښاغلي کریم حیدري د پوره پېژندګلوي لپاره دا دی د هغه خبرو ته غوږ ږدو او پوښتنې ترې کوو.

ګران حیدري صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ. اجازه راکړئ خپلې پوښتنې پیل کړم.

ګران انجنیر عبدالقادر مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او ټولو د ادب مینه والو ته وړاندې کوم. زه ستاسو په خدمت کې یم.

مسعود: محترم حیدري صاحب، زما د معلوماتو له مخې، تاسو ښکلې کیسې او داستانونه کښلې دي او د ژورنالیسم په برخه کې هم تکړه، نوښتګر او باصلاحیته شخصیت یاست. د فلم او سینما په تړاو مو هم یو ګټور نښیر(اثر) لیکلی دی. اجازه راکړئ چې زموږ هېوادوال په هېواد کې دننه او بهر یو ځل بیا ستاسو د علمي، ادبي او هنري شخصیت سره اشنا شي. نو مهرباني وکړئ تاسو د خپل علمي، ادبي، هنري، کلتوري او ځانګړي ژوند په اړه لنډ معلومات وړاندې کړئ.

حیدري: په کابل کې زېږېدلی یم په محمود هوتکي او حبیبیه لېسه کې مې زدکړې کړي. بیا د کورنۍ جګړې له امله کډوالۍ ته اړ شوم. په بریتانیا کې مې انګلیسي ادبیات او خلاقه لیکوالي لوستې. په ګڼو خیریه موسسو او یو شمېر رسنیو کې مې کار کړی. خبریالي مې په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو کړې. اوس مهال د بریتانیا په لندن ښار کې اوسېږم.

مسعود: تاسو له ادبي ځیلونو(ژانرونو) سره او په ځانګړي توګه له ادب، کیسو او ناولونو سره مو خپله مینه او لېوالتیا څنګه وموندله، کومو لاملونو او چا دې ته وهڅولئ، چې د لیکوالۍ ډګر ته مو مخه کړه؟ مهرباني وکړئ د خپلې لیکوالۍ د انګېزې او پیلامې په تړاو څه وویاست؟ لومړۍ نښیر(اثر)مو، چې ولیکو کوم نښر(اثر) وو؟

حیدري: له ماشوموالي مې کیسو سره مینه وه. تل مې غوښتل ناول ولیکم خو د هېواد په داسې ناخوالو کې ستر شوم چې د لوستلو لپاره کتاب لا نه موندل کیده لیکل خو لا پرېږده. کله مې چې انګریزي ژبه زدکړه د مطالعې غېږ راته پرانیستل شوه. په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د بریتانیا د شیفیلډ پوهنتون او لندن مېشته افغانانو لخوا یوه ادبي غونډه جوړه شوه. ما په انګریزۍ ژبه یوه لنډه کیسه په کې ولوسته. د غونډې ګډونوالو خوښه کړه. د نیو انټرنشنلیست مجلې لپاره مې د خپل مهاجرت لنډه کیسه په ۲۰۰۲ کال کې ولیکله. له خپرېدو سره یې حق الزمه هم راکړه. مالي ارزښت یې دومره نه و خو داسې مې انګېرله چې د کلنو خوب مې ریښتیا شوی وي.

مسعود: تاسو داستان او رومان څه ډول راپېژنئ؟ ادب پوهان لنډ داستان ډول ډول تعریف کړئ دی. تاسو کوم تعریف غوره بولئ؟

حیدري: کیسه د بشر له تجربې او تخیل نه جوړ شوی انځور دی. د لنډ داستان، ناول، فلم او د تیاتر ډرامې د دې ټولو ګډه اناتومي کیسه ده. یو اثر په شعر، لنډ داستان، ناول، فلم، راډیو ډرام، او تیاتر کې هم مهاله کارېدی شي. کیسه ده چې د اثر دا ډول اقتباس یا اډپټېشن ممکنوي. 

د بشر له تمدن سره د ښو کیسو پېژندنه تعریف شوې او نوي عناصر په کې وارد شول له سبک نیولې تر مکتب او ژانرې. 

مسعود: د يوه نوښتگرانه لنډ داستان او ناول ځانگړتياوې کومې دي او په ټوليز ډول د پښتو داستاني ادب لپاره ریالیزم غوره بولئ که کوم نا ريالېستي ښوونځی، لکه رومانتېسېزم، اېکسپرېشنېزم، اېمپرېشنېزم يا اېکزېستنسيالېزم…؟ او دک و دلیل یې څه دی ؟

حیدري: په وروستیو څو لسیزو کې پښتو داستاني ادبیاتو ښه وده وکړه. یو شمېر مهم نړیوال اثار وژباړل شول او ډېرې پنځونې وشوې. خو بیا هم اوږد مزل لا پاتې دی چې پښتو داستاني ادبیات د نورو ژبو سره سیال شي. پښتو کیسې د ادم خان او درخانۍ او شېربانو له کچې یوازې یو ګام وړاندې تللي. له پېژندل شویو لیکوالانو تمه نشته چې په خپل کار کې نوښت راولي او یا له دې وروسته ښې کیسې ولیکي. له نوښت راوستو مخکې تکړه لیکوالان باید رامخ ته شي چې لا نه دي ځلېدلي. د پېژندل شویو لیکوالانو لویه ونډه به له ځان غوښتنې لاس پرسرېدل او د نویو لیکوالانو هڅول او ادبي کړیو ته د هغوی ورپېژندل وي. 

مسعود: یو شمیر لیکوال د خپلو نا پېيلو پنځونو، داستانونو، ناولونو په تېره تکل او گپ و شپ کې خورا خوږه، او له طنز و کنايې ډکه ژبه کاروي، ستاسو په آند د دې لامل څه دی؟

حیدري: د راوي وړتیا او ځانګړتیا. یو انسان به ښه غږ لري بل به د بیان وړتیا لري بل به د لیکنې استعداد. یوه کیسه بېلابېل اړخونه درلودی شي. مثلا د ښار په یوه څلورلارې کې ترافیکي پېښه کیږي. له نېکمرغه څوک نه ژوبلېږي. درې شاهدان دا پېښه درې ډوله بیانوي. څوک د دوه موټرو لېګېدل انځوروي، څوک د ناوړه پېښې شونوالي ته ګوته نیسي. ښایي بل کس د موټرچلوونکو شخړې او ناندرۍ د طنز په ژبه ووایي. 

مسعود: ستاسې له انده لنډه کیسه او ناول او بيا دا دواړه له نورو ناپېيلو(منثورو) ځېلونو (طنز، تکل، نندارمې يا نمایشنامې، فیلمنامې…) سره د میتود له پلوه څه توپیر لري؟

حیدري: مخکې مې وویل چې د دې ټولو تومنه کیسه ده. دا ټول له پېل نه تر پایه باید د کرکټر یا کرکټرونو عمل او عکس العمل څرګند کړي. زما په اند تمثیلي هنر د کیسې ویلو تر ټولو ګران کار دی په تېره بیا راډیو ډرام او تیاتر. په لیکلې کیسه کې تاسې د کرکټر صفات، فکر، موخې او هرډول ځانګړینې بیانولی شی. خو نندارچیانو یا اورېدونکو ته ستاسې ټوله کیسه د یو څو کسانو په خبرو وړاندې کیږي.    

مسعود: په داستاني ادب کې ټولنیز بدلونونه څه ځای لري، آیا داستاني ادبیاتو زموږ ټولنیز شرایط انځور کړي دي او که نه؟

حیدري: په ټوله کې هنر د ټولنې هېنداره ده. لیکوالان چې د ټولنې ناخوالې د خلکو او چارواکو مخې ته کېږدي نو د ټولنیز بدلون څرک ورسره زېږول کیږي. مستبد رژیمونه په اعتراضي هنر د پاڅون هڅې حکم کوي ځکه د بیان ازادي ساقطوي. زموږ ډېری لیکوالان ناوړه دودونه او نور ټولنیز کړکېچونه بیانوي. خو یو ځل بیا غواړم ټینګار وکړم چې کیسه باید ښه ولیکل شي چې لوستونکی یې په مینه ولولي او بیا اغېز پرې وکړي.

مسعود: د یوه داستان او ناول په رامنځته کیدو کې د یوه هېواد بیلابیلې پدیدې لکه جګړه، بیوزلي، او کډوالي او داسې نور… څه اغیز لري؟ ستاسو پر اند یو لیکوال په خپلو نښیرونو(آثارو)کې جګړه او د جګړې ضد دریځ څه ډول باید انځور کړي؟

حیدري: کیسه له پېښې رامنځ ته کیږي. جګړه، لوږه، کډوالي هر ناورین کیسې زېږوي او هره کیسه په لیکلو ارزي او که ښه ولیکل شي لوستل یې اړین دي. لیکوال د جګړې او بل هرې ناخوالې پر وړاندې چې د انسان په لاس رامنځ ته شوې وي خپل دریځ باید څرګند نکړي. ناپېیلی اوسي. لیکوال لکه خبریال یوازې پېښه انځورولی شي. خو په دې انځور کې د جګړې ناخوالې او د انسان زجر او عذاب راوستی شي. همدا ناپېلتوب او د ناورین روڼ انځور د جګړې ضد دریځ دی او تر روښانه جګړې ضد دریځ ډېر اغېز لري. د تولستوی جګړه او سوله یو خوا د روسانو ژوند په بېلابېلو ټولنیزو کچو او کړیو کې بیانوي بل لوري ته د ناپیلیون اقتدار او د مسکو اشغال پرته له قضاوته انځوروي. یا هم د نوموتي انځورګر پیکاسو یوه تابلو چې ګورنیکا نومیږي یو شمېر کلیوال په وېرې او وحشت کې ښیي. په دې انځور کې داسې څه نشته چې هتلر یا جنرال فرانکو ملامت کړي.  

مسعود: د ځینو لیکوالو پر اند د یوه هېواد ادبیات هغه وخت وده او پرمختګ کوي، چې له سیاست څخه بیل او یا په بله ژبه له هغه څخه واټن ولري، که چیرې دا خبره پر ځای وبولو، د نړۍ ډیرو سترو لیکوالو سیاسي اندیښنې درلودې لکه (کوندرا، داستایوفسکي، چخوف) اوداسې یو شمیر نورو…، چې ټولو یې سیاسي لرلید درلود، تاسې د یو لیکوال، روښاندي او فرهنگي سټې په توګه په دې اړه څه اندو فکر لرئ؟

حیدري:  لیکوالان په ټوله کې حساس خلک دي. سیاست هم ربړولي او هم یې ذهن ورسره ځورېدلی. خو که خپل سیاسي دریځ په لیکنه کې څرګند کړي نو بیا لیکوال نه، سیاستوال شو. لیکوال په خپل چاپېریال او ټولنه کې ستونزې ویني او د هغې انځور لوستونکو ته وړاندې کوي. قضاوت نه کوي او نه هم د ستونزې پر وړاندې عملي پاڅون هڅوي. زما په اند د کوندرا لیکنې تر سیاسي ډېرې فلسفي وئ. داستایوفسکي او چخوف د روسیې ادبیاتو کلاسیک ستوري ول چې د ټولې لودیزې نړۍ پر ادبیاتو او راتلونکو روسي سیاستوالو یې اغېز پرېښود. د دوی او ورته نورو لیکوالانو پنځونو په روسیه کې سیاسې بدلون ته لاره وایسته. د ټولنې په هېنداره کې یې د خلکو سیاسي شعور بډای کړ. 

مسعود: یو شمیر لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره  د بهرنیو لیکوالو نښیرونه(آثار) په پښتو ژبه ژباړلي دي. تر ځایه چې زه خبر یم تاسو هم ډېر نښیرونه (اثار)لکه «د مینې څلوېښت قاعدې»، «د اوس ځواک کارول » او همداسې نور نښیرونه(آثار) مو په ډېر عالي او ظریفانه بڼه ژباړلې دي. ستاسې پر اند د بهرنیو نښیرونو(آثارو) ژباړه او یا زموږ د پښتو ژبې آثارو ژباړه په نورو ژبو کې  د پښتو ادب او فرهنگ د  پرمختیا او پراختیا لپاره څه اغیز  ښندلای شي؟  او دا راته  وویاست چې تاسې څومر نښیرونه(آثار)ژباړلې دي.مهرباني وکړئ د خپلو ژباړل شویو نښیرونو(آثار)په تړاو مالومات راکړئ.

حیدري: له شاوخوا دېرشو کلو راهیسې له انګلیسي ژبې سره اشنا یم او ډېر لوست مې په همدې ژبه کړی. خو تر اوسه مې یوازې دوه کتابه ژباړلي. لاملونه یې دوه دي: د ژوند هسکو ټیټو، کډوالیو او شخصي مسؤلیتونو دې کار ته نه یم پریښي. دوهم لامل، ژباړه یو دروند کار دی، خلاقیت په کې د کلمو تر ټاکنو محدود دی. زما لپاره ښایي اسانه نه خو په زړه پورې وي چې خپل کتاب ولیکم. خو دوه کتابه مې ژباړلي په دې چې دې کتابونو زما ژوند بدل کړی. د ژوند لیدلوری یې را ته روښانه کړی. سکون او پاېښت یې را ته بښلی. د (اوس ځواک کارول) په نوم کتاب کې تاسې له ژور خپګان ، وېرې او اضطراب د خلاصون لارې موندلی شی. درته وایي چې تېر او راتلونکی ژوند په ذهن کې پروت یو تخیل دی. تاسې یوازې د اوس شېبې واګي په لاس کې لری، په نن یا څو ساعته وروسته تسلط نلرئ. یوازې په همدې شېبه چې دا کرښې لولی. نو باید له دې فرصت ګټه واخلئ. دا کتاب له چاپ وروسته ما غږیز هم کړ. د دوستانو په مرسته له فراه نیولې بیا تر هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، کابل، ننګرهار او کنړ سیمه یزو راډیوګانو خپور کړ. د لوستلو یا اورېدلو سپارښتنه یې درته کوم.

دوهم کتاب د مینې څلوېښت قاعدې وو. ترکۍ لیکوالې «الیف شفق» لیکلی د مولانا جلال الدین محمد بلخی او شمس تبرېزي تخیلي او تصوفي داستان دی. د افغانستان خپلواکۍ سلمې کلېزې په ویاړ ارګ د سلو کتابونو د چاپ تکل کړی وو. دا کتاب ما ښاغلي اسدالله غنضر ته ولېږه چې د دې پروژې مسؤل وو. ورته ومې ویل دا کتاب ما ته مه چاپوئ. زما نوم حتی ترې لېری کړئ خو په خپلو امکاناتو یې د افغانستان هر ګوټ ته ورسوئ. زموږ تقریبا ټول اولس مسلمان دي او باید پوه شي چې تصوف یا د خالق او خلقت سره مینه زموږ په ټولنه کې له پېړیو دود دی. سخت دریځي نه دې خدای خوښه ده نه ځان او نه اولس ته ګټه ده. ما انګېرله چې له بهر وارد شوې سخت دریخۍ پروړاندې به دا کتاب څه وکړي. خو دا کتاب هغه مهال چاپ نشو. له نېکمرغه تېرکال د کندهار یوې خپرندویې ټولنې چاپ کړ. د خپلو پنځونو لوستلو سپارښتنه مې کله نه ده کړې، خو د دې دواړو کتابونو ژباړه یا اصلي بڼې لوستلو سپارښت خامخا کوم. 

مسعود: تاسو ژورنالیزم څه ډول راپېژنئ؟په کومو ځانګړنو او پوهې سره کېدای شي، چې یو څوک د یوه مسلکي او تکړه ژورنالیست په توګه راڅرګند شي؟

حیدري: ژورنالیست هم لکه نرس، ښوونکی یا پولیس د ټولنې خدماتي پرسونل یو غړی دی. عامه خبرول او پوهاوی یې مسؤولیت دی. د کتاب له مخې سپېڅلی مسلک دی. فساد، بې عدالتي، او زورزیاتي بربنډوي.  خو ځینې وخت خبریالان د یو یا بل په ننګه خپل قلم یا مایک کاروي. یا د یوې پټې ډلې لخوا ځانګړي ماموریت ته ګمارل کیږي. زما لپاره ژورنالیزم د لیکنې یو بل فرصت دی. مثلا د افغانستان د ارګ په اړه مې ریپورټ افغان لوستونکو ته نوي مالومات ورکړل او بهرنیانو ته د افغانستان ۱۲۰ کلن تاریخ وړاندې کړ. یا د افغانستان سینما او تیاتر په اړه لودیزوالو ته زما مطلب هېښونکی وو.
په نن عصر کې خواله رسنۍ او یوټیوب هم خلکو ته د ژورنالیزم موکه ورکړې. په رسنیو کې یوه نوې اصطلاح راوتې چې د خلکو ژورنالیزم ورته ویل کیږي. تاسې به لویې رسنۍ لیدلي وي چې په ګرځنده ټیلفون اخیستل شوې ویډیوګانې په خبرونو کې کاروي. د ژورنالیزم سنتي کړنلاره بدله شوې. په هر کار کې د تکړه والي لومړنی شرط د هغه کار سره مینه ده. 

مسعود: ستاسو پر اند د یوه رسنوال(ژورنالیست) غوره او بنسټیزې دندې څه دي؟

حیدري:  خبریالېدو ته مسلکي زدکړه یا روزنه او عمومي معلومات اړین دي. ښه خبریال باید زړور وي او فصیح ژبه ولري. ټولنیزې اړیکې یې ښه وي. د ټولنې له هرې کړۍ سره مسلکي اړیکې ولري او له خپل مسلکه ناوړه ګټه وانخلي. ناپېیلی اوسي. خبري انډول وساتي مثلا یو چارواکی په فساد متهم دی، لازمه ده چې د چارواکي غبرګون هم په ریپوټ کې راشي. 

مسعود: د رسنیو او وینا آزادي څه ډول راپېژنئ؟آیا د بیان او مطبوعاتو آزادي کوم سرحد لري او که نه؟ کوم مسایل پکې رانغښتې دي؟

حیدري:  د بیان او مطبوعاتو ازادي د ښې حکومتولۍ یوه جوته نښه ده. که نظام له خلکو څه پټوي نو مانا دا چې نظام ولس ته د خدمت تکل نلري او خپله پټه اجنډا مخ ته وړي. په یو قانوني چوکاټ کې د بیان ازادۍ پولې په نښه کېدی شي. که چېرې کومه رسنۍ پرته له اثبات او سنده اتهام لګوي، یا د هېواد اساسي قانون له مخې حساس مسایل سپړي یا سپکوي لکه دین او باور نو بیا قانوني چلن ورسره په کار دی. 

مسعود: دا جوته ده چې تاسو د ژورنالیزم او ادبیاتو په برخه کې څرګندې بریاوې لرئ. دغه دواړې برخې څه ډول سره پرتله کوئ او خپله وړتیا په کومه یوه کې وینئ؟

حیدري: ادبیات او ژورنالیزم ګډه پوله لري. يا په بل عبارت د یو بل لازم او ملزوم دي. د خبر بیان ته تاسې باید پر ادبیاتو حاکم اوسئ. سم او اړین الفاظ وکاروئ. د ژبې فصاحت ولرئ. هم په خبر او هم په کیسه کې کرکټر، ځای او پېښې کارول اړین دي. لیکوال هم لکه خبریال خپل مخاطب ته معلومات وړاندې کوي کله ریښتیني مالومات او کله هم له هغه دنیاګۍ چې په تخیل کې جوړه شوې. 

مسعود: د خبر د ډولونو او څرنګوالي په تړاو مو لید څه دی؟د یوه خبر او یا ژورنالیستیک ځیل (ژانر) لپاره باید کوم سبک، اصول او ځانګړي بنسټونه په پام کې ونیول شي؟

حیدري:  خبر یو ډول وي، کره والی، پخه سرچینه، انډول، او بې پرې والی یې شرطونه دي. که دا ترکیب په کې رعایت نشي نو بیا خبر نه، ګنګوسه، اتهام او درواغو وېره یې شته. خو وړاندې کول یې په بېلابېلو وسیلو توپیر لري. په راډیو کې مخاطب څه نه ویني او نه لولي نو راډیو ته باید پیاوړې کلمې، ښکلې او روانې جملې ورکارول شي. په ټلویزیون کې انځور ستاسې سره مرسته کوي چې خبر وړاندې کړی. خو انځور نشی تعریفولی. مثلا په تصویر کې ښکاري چې ولسمشر د وینا مېز خوا ته روان دی. په متن کې تاسې نه وایی چې ولسمشر را روان دی اوس به وینا وکړي. په دې چې دا خو لیدونکي پخپله ویني. یوه سمه بڼه یې دا ده. په هېواد کې د ناورین په اړه ولس د ولسمشر دریځ ته په تمه دی. پر ویبپاڼه خبر ورځپاڼې ته ورته دی یوازې بڼه یې دیجیټل ده خو د خواله رسنیو لپاره چې ویډیو په کې ډیری وخت کارېږي لاندلیک ورسره مل وي. مشکله ده چې د خبر رسولو ټولې چارې او ډولونه په دې مرکې بیان کړو. خو یوه خبره باید اضافه کړم. په مخامخ یا ژوندی راډیو یا ټلویزیون خپرونه کې وخت ډېر حساس وي. که خپرونه مو نیم ساعت وي نو ستاسې د هر خبر او هرې برخې وخت ټاکل شوی وي. ځینې وخت یو خبر ته شل ثانیه او بل خبر ته پنځه دقیقې وخت ورکول کیږي. ټاکل شوی وخت باید په بېلابېلو برخو ډک شي. مثلا د پنځه دقیقې خبر لپاره  تاسې مقدمې، خبریال او د سرچینو غږونو یا تصویرونه ته اړ یاستی.  خو لنډ خبر په یوه جمله کې ویلی شی.

مسعود: رادیو تیلویزون د اغېزمنو ډله ییزو رسنیو په توګه د یوه هېواد د خلکو د ذهن په ویښتیا او بیداری کې څومره رول لوبولای شي؟

حیدري: د رادیو او تلویزیون دنده او اصلي موخې خبرول، پوهاوی او سرګرمول دي. تر شل کاله مخکې به خلکو د کاري ورځې په آخر کې تلویزیون ته کېناستل خو د ځېرک ټیلفون او خواله رسنیو له برکته هره شېبه او تقریبا هرځای دا کار کولی شو. خو دې اسانتیا ټولنیز ژوند ټکنی کړی. هره ورځ تاسې وینی چې په مجلسونو کې یو شمېر خلک په خپل موبایل کې لګیا وي، ځینې ترافیکي پېښې د ګرځنده ټیلفون له امله شوې. د دسترخوان پرسر د کورنۍ یو نیم غړی له موبایل پرته ډوډۍ نشي خوړی. زما په اند د ژوند له اسانتیاو باید ګټه واخیستل شي خو نه تردې برېده چې زموږ ژوند تصرف کړي. 

مسعود: ستاسو پر اند  د یوه تیلویزوني خبر لپاره  دهغه متن او که د هغه اړوند انځور ډېر اړین دی؟

حیدري: د یو بشپړ او ښایسته ټلویزیوني خبر لپاره دواړه اړین دي. باید ووایم چې هره خبري وسیله لکه راډیو، ټلویزیون یا انلاین خپلې ځانګړتیاوې لري. په راډیو کې تاسې باید په الفاظو او طبیعي غږ خبر انځور کړئ. ټلویزیون کې انځور ستاسې د خبرو اثابت او ملتیا کوي. د ډیجټل خبرونو ظاهر بیا هرې وسیلې ته بدلیږي. پر ویبپاڼه یو ډول وي او پر خواله رسنیو بل ډول.

مسعود: حیدري صاحب اجازه راکړئ، ستاسې نه وپوښتم، چې ولې په ادبي ژانرونو(ځیلونو) کې د لنډو کیسو، ناولونو او رومانونو د کښلو تر څنګ مو د فلم او سینما هنر ته هم مخه کړه، او د دې هنر په تړاو مو ښکلی او زړه وړونکی نښیر(اثر) ولیکو؟

حیدري: په خلاقه لیکنې که مې ماسټري د سینما او تیاتر په برخه کې وه. کله چې هېواد ته راستون شوم غوښتل مې په دواړو برخو کې کار وکړم. دوې ډرامې مې د افغانستان ملي تیاتر ته ولیکلې. لومړۍ ډرامه (د دوزخ په دروازو کې) نومېده چې د موبایل تیاتر له لارې د افغانستان په اووه ولایتونو کې وړاندې شوه. دوهمه د (ناروغه کورنۍ) په نوم وه چې په تاجیکستان کې د نړیوال فیسټیوال تر ټولو ښې لیکنې جایزه ترلاسه کړه. غوښتل مې افغان فلم سره کار وکړم خو افغان فلم د تولید له لحاظه یوه مړه اداره وه. نو بیا مې د سینما په اړه کتاب ولیکه. د افغانستان او نړۍ سینما او د فلم جوړونې په هنر مې معلومات په کې ځای کړل. 

مسعود: تاسو د فلم او سینما هنر څنګه راپېژنئ؟ د فلم او سینما د ډولونو او مهمو دندو په تړاو څه لید لرئ؟ ستاسو پر اند، په دې برخه کې هنرمندان باید کومو ځانګړو او اړینو ټکو ته پاملرنه وکړي ترڅو د فلم او سینما هنر په مسلکي او تخصصي ډول زده کړي؟ 

حیدري: سینما د کیسې ویلو انځوریز هنر دی. د سینما په مټو تاسې خپل فرهنګ، ټولنه او تاریخ نورې نړۍ ته ورپېژنی. په شلمه میلادي پېړۍ کې د عامه پوهاوي او فکر زېږندې لپاره تر ټولو مهمه او لویه وسیله بلل کېده. 

په عمومي توګه سینما په دوه برخو وېشل شوې، هنري او سوداګریزه. د فرانسې، ایټالیا، روسیې، جاپان، کوریا، ایران سینماوې په هنري سینما کې راځي. هالیوډ، بالیوډ او د مصر پخوانۍ سینما د تجارتي سینما بېلګې دي. له نړیوالو جګړو مخکې په اروپا کې سینما ته د هنر په سترګه کتل کېدل. لیدونکي یې لوستي او د ټولنې منځنۍ کچه خلک وو. خو په امریکا کې سینما ته د ټولنې خوار غړي تلل. کم بیه امریکایي فلمونو او نړیوالو جګړو دا صنعت په اروپا کې ټکنی کړ. د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمه کې د ایټالیا سینما نړۍ هېښه کړه. د جاپان، کوریا او ایران سینما ترې اغیزمن شول او الهام یې ترې واخیست. چارلي چاپلن، الفرډ هچکاک، تارکوفسکی، انتونیونو، راسیلیني،انګرېد برګمن او ګڼ شمېر نور د شلمې پېړۍ په تکړه فلم جوړونکو کې راځي.
مسعود: تاسو په فلم او سینما کې مهم او ځانګړي توکي او د اداکارانو اغېزمن رول څنګه ارزوئ؟ او دا راته وویاست یو بریالی فلم جوړونکی او هنرمند د فلم جوړولو او تولید پر مهال کومو مسلکي او هنري ځانګړتیاوو ته باید ډیره پاملرنه وکړي؟  

حیدري: فلم جوړونه انفرادي کار نه دی. یوه مسلکي ډله باید لاس په کار شي چې یو ښه فلم جوړ کړي. د ښه فلم لپاره سناریو یا لیکنه، ښه ډایرکټر، او لوبغاړي اړین دي. هر یو خپله مهمه ونډه لري. کیسه ښه وي، انځورونه د کیسې او موقعیت سره سمون ولري. سم لوبغاړي باید وګمارل شي. لوبغاړي دي چې د کاغذ پرمخ مړه کرکټرونه راژوندي کوي. 

مسعود: د ادبیاتو او سینما په اړه څه لید لرئ؟ د سینمایي فلم په جوړولو او تولید کې د فلم لیکنه او د فلم لیکنو د لیکوال اغیزمن رول څنګه ارزوئ؟

حیدري: په فلم جوړونه کې د لیکوال کار بنسټیز دی. ښه کیسه د ښه فلم لپاره د هډوکو حیثیت لري. د لیکوال او ډایرکټر یا فلم جوړونکي ترمنځ اړیکې ډېری وخت ترینګلې وي. د شوټنګ یا فلم اخیستنې په وخت ډایرکټر غواړي ډیالوګ بدل کړي یا په سناریو کې څه کم یا زیات کړي. لیکوال یې ورسره نه مني. د دواړو ترمنځ ناندرې او کله اخ و ډب رامنځ ته شي. فلم جوړونکی چې څومره کولی شي لیکوال له صحنې لرې ساتي.  

مسعود: د تیاتر او سینما تر منځ تر ټولو مهم توپیرونه څه دي؟ او دا راته وویاست د تیاتر او سینما د اداکارۍ ترمنځ ځانګړي توپیرونه کوم دي؟

حیدري:  تیاتر د ستېج پر مخ ژوندی تمثیل دی. تاسې یو تخیلي کرکټر چې په کاغذ کې مو لوستلی له نیژدې ژوندی وینئ، احساس یې کتلی شئ، غږ یې اورېدلی شئ، د نندارچیانو مخې ته د انسان په وجود کې. ترمنځ مو واټن ښایي څو متره وي خو لمسولی یې نشئ، خبرې ورسره نشئ کولی، په دې چې هغه په بله نړۍ کې اوسیږي تاسې په بله کې. همدا ځانګړنې دي چې د تیاتر ټکټ د سینما له هغې څو ځلې ګران دی. فلم کې هنرمن د کمرې مخې ته لوبیږي. هره صحنه څو ځلې ښایي ثبت شي. په اخر کې صحنې سره اډیت شي، د مصنوعي ځیرکتیا په مټو ګرافیکي توکي، موسیقي او رنګونه ورزیات شي.
لیدونکو ته مخامخ کرکټر لوبول چې د وړوکې خطا ځای هم په کې نه وي د تیاتر تمثیل بې له شکه تر بل هر یوه ګران دی. د سینما هر پیاوړی نړیوال ستوری چې ګورئ خامخا به د تیاتر تجربه لري. 

مسعود: تاسو، د فلم په جوړولو او تولید کې د موسیقۍ کمپوزونه او د موسیقۍ د نوموتو هنري سټو اغیزمن او ارزښتناک رول څنګه ارزوئ؟

حیدري: موسیقي په فلم کې ډېر لوی اغېز لري. داسې فلمونه هم شته چې د موسیقې له امله بریالي شوي. مثلا (د خرڅنۍ ښکاري) فلم د ویتنام له جګړې راستون شوی یو ځوان او د هغه ناکامې مینې یوه عامه کیسه ده. یا هم د (چي مای ) د موسیقي ټوټه چې په دوه فلمونو کې کارول شوې (مدلینا) او (له پروفشنل).
زما د خوښې کمپوز جوړونکي هنز زیمیر او نینو مرکاوني دي. د لیکنې پرمهال زه معمولا د دوی موسیقي اورم. 

مسعود: ستاسو په اند په هېواد کې د ننه لومړني پښتو، دري او فارسي فلمونه، کوم فلمونه ول، او کومو نوموتو هنري څېرو په کې اغېزمن رول لوبولی دی؟

حیدري: (عشق و دوستي) د افغانستان سینما د لومړني فلم په نوم پېژندل شوی چې په ۱۹۴۶ کال کې جوړ شوی. دې فلم کې ښځینه لوبغاړې هندۍ ده او د فلم د اډېټ چارې هم په لاهور کې ترسره شوې چې هغه مهال د هند برخه وه. لومړنی پښتو فلم (لیلا مجنون) رفیق غزنوي په ۱۹۴۱ کال کې په بریتانوي هند کې جوړ کړی. د دې فلم په جوړونه کې د پښتو ژبې نامتو شاعر حمزه خان شینواري هم برخه اخیستې وه. خو په افغانستان کې لومړنی بشپړ پښتو هنري فلم (ارمان) وو، چې واحد نظري په ۱۹۸۸ کې جوړ کړی. 

مسعود: ستاسو په اند په هېواد کې دننه په ټولیز ډول کوم پښتو او دري- فارسي فلمونه ډېر نوموتي ول او کومو پېژندل شویو هنرمندانو او ډایرکټرانو په کې ارښتمن او اغېزمن رول درلود؟ 

حیدري: د افغانستان سینما زرین پېر په ۱۹۸۰ لیسزه کې و. یو شمېر ځوانانو په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې شوروي اتحاد او د هغې ملګرو هېوادونو کې د فلم جوړونې بورسونه ترلاسه کړل. سربېره له دې چې د نظام سانسور حاکم، امنیتي ستونزې، محدود امکانات او د لوبغاړو کمښت وو خو د ګوتو په شمار څو فلم جوړونکو داسې مرغلرې وړاندې کړې چې ښایي تل پاتې وي. زما په اند د کونډې زوی د افغانستان سینما شهکار دی. په ندرت سره داسې پېښیږي چې په هنري تخلیق کې ټولې برخې پیاوړې او یو بل کې سره ورشي. پایله به یې هرومرو شهکار وي.  

مسعود: زموږ په هېواد کې یو شمیر فلم جوړونکي د بېلابېلو دلایلو له امله د خپلو فلمونو په جوړولو کې ځانساتې کړنه کوي، د خلکو د بیان آزادۍ ته پاملرنه نه کوي. خو ځینې نور فلم جوړونکي بې له ویره او په قصدي ډول د ځینو فلمونو په جوړولو کې بربنډ او څرګند ټولنیز موضوعات کاروي، کوم چې سانسور شوي او د حکومتي چارواکو لخوا د خپریدو مخه یې نیول شوې ده. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ؟

حیدري: د بیان ازادي د انسان خلاقیت او شعور ته وده ورکوي، د ټولنې او نظام ناخوالو ته هېنداره نیسي او د هغوی مسؤلیت ننګوي. خو کله چې د بیان ازادي یو شمېر حساسې دیني او ټولنیزې خبرې  وسپړي، ټکر رامنځ ته شي یا هم ځینې خلک په یو توکم، ژبه یا مذهب برید د بیان ازادي بولي. په ټولنه کې لومړی باید د بیان ازادي تعریف شي او بیا وکارول شي. 

مسعود: زموږ ډېری فلم جوړونکي د خپلو فلمونو په چمتووالي او تولید کې له بهرنیو فلمونو لکه هالیوډ او بالیووډ څخه اغیزمن شوې دي. تاسو پدې اړه څه اند و فکر لرئ؟

حیدري: زه وایم له بهرنیو فلمونو باید زدکړه وشي او الهام ترې واخیستل شي خو کاپي نشي. لکه د کوریا او ایران سینما چې د ایټالیا له سینما اغېزمنې شوې. کاپي کول که څه هم سپک کار دی خو دومره بې ګټې هم نه دی. د بالیوډ سینما د هالیوډ په کاپي کولو وده وکړه او اوس یې خپل لوری پیدا کړ. زه وایم فلم جوړ کړئ چې په هر کیفیت وي. دا هنر په تکرار سره پخیږي. 

مسعود: ستاسو پر اند، ولې زموږ خلک هندي سینما یا هندي فلمونو ته ډیره لیوالتیا لري؟

حیدري: لوی عامل یې کلتوري نیژدېوالی دی. په هندي فلمونو کې مینې، ننګ، غیرت، وطن سره مینې، موروپلار ته درناوی، د مشر او کشر سره د چلن توپیر، دا ټول ارزښتونه زموږ او هندیانو ترمنځ ګډ دي. په دې چې دا تاریخي حوزه یوه وه که څه هم بېلابېل ادیان په کې ځای شول، له لرې او نیژدې خونړي بریدونه پرې وشول خو بیایې هم ترمنځ تړاو ونشلېد. 

مسعود: ستاسو په اند آیا د فلم جوړولو او سینما په برخه کې د سینما او فلم د نوموتو هنرمندانو د هنري نوښتونو او کارنامو په بېلابېلو وختونو کې د چارواکو لخوا هرکلی شوی او که نه؟

حیدري:  د لودیز شل کلن یرغل پرمهال چې بې توله پیسې راغلې او بېرته وایستل شوې هنر ته په ټوله کې پاملرنه ونشوه. یوازې یو څو فیسټواله جوړ شول. د بي بي سي لپاره مې له انجنیر لطیف احمدي سره مرکه کوله. د نوموړي (فرار) فلم نهه میاشتې د هغه وخت سانسور کمېټې ساتلی و تر هغې چې د صدراعظم مرستیال مجید سربلند دا فلم ولید او په ۲۴ ساعتونو کې یې پر ټلویزیون او د هېواد په سینماګانو کې د فلم خپرېدو امر وکړ. 

مسعود: په افغانستان کې، د هنر د نورو برخو په پرتله، په فلم او سینما کې هغه د پام وړ پراختیا، پرمختیا او بدلون، چې باید شوی وئ نه دی ترسره شوی. تاسو یې دک ودلیل څنګه ارزوئ؟

حیدري: د فلم جوړول د یو کس کار نه دی. لومړی یوه متعهده ډله باید د فلم تکل وکړي. بیا د فلم اینډیسټري یا دولت یې تر شا باید ولاړ وي چې لګښت یې په غاړه واخلي. ملي سوداګر هم د پانګې په توګه کولی شي ونډه په کې واخلي. له بده مرغه هندي او ترکي سریالونه د خلکو تندې ته وړاندې شول. په هېواد کې ډېره موده وروسته د سریال جوړونې چارې پیل شوې خو ډېر ځای یې ونه نیوه. 

مسعود: ستاسو پر اند هغه نامتو فلمونه چې په کور دننه او بهر کې ښودل شوې دي، هېوادوالو او بهرنیو یې څنګه هرکلی کړئ دی او تاسو د هنرمندانو او لوبغاړو هنري دریځ د خلکو په منځ کې څنګه  ارزوئ؟

حیدري: په خپله مورنۍ ژبه فلم لیدل چې د خپلې ټولنې او خلکو کیسې درښکاره کړي ډېر خوند لري. هېوادوالو تل خپل ښه فلمونه خوښ کړي، ستایلي او هرکلی یې کړی. هنر سره مینه زموږ د خلکو په وینه کې ده. هغه مینه چې شپون یې پخپله شپېلۍ کې غږوي، مېرمنې یې په داریو او سندریو کې وایي، پیغلې او زلمي یې په نڅا او اتڼ کې څرګندوي. نو هنرمندانو سره مینه ښایي اوس مهال محکومه وي خو انکار ترې نشي کیدی. 

مسعود: د افغانستان په معاصر تاریخ کې فلم او سینما کوم مهم او ځانګړی ځای لري؟ تاسو په دې برخه کې د تاریخي، سیاسي او ټولنیزو پیښو اغیز څنګه ارزوئ؟

حیدري: ځینې حکومتونو په تېر کې سینما د خلکو پوهاوي او د ملي فکر په جوړونه کې کارولې. مثال یې د چین سینما وه چې د شلمې پېړۍ په منځ کې تر اویا زرو سیارې سینماګانې چلولې او په یوه وخت کې میلیونونو وګړو کتلې. د افغانستان سینما هم په ۱۹۸۰ کال کې سینما تر یو بریده د نظام تبلیغ ته وکارول شوه خو هم مهال یې هنر هم پیاوړی کړ.  

مسعود: تاسو په هېواد کې د ننه د ښځینه وو لوبغاړو او فلم جوړونکو اکربکر(حال احوال) مخکې او اوسمهال څنګه ارزوئ؟

حیدري: ښځینه لوبغاړو په ډېره مېړانه د دود ځنځیرونه مات کړي او د هنر کمال یې غوره کړی. دا ډول لویه قربانی خامخا د دوی شخصي ژوند ټکنی کړی. خو یو وخت دا مېرمنې د دولت لخوا ستایل کېدې او خلکو هم په دومره سپک نظر ورته نه کتل چې نن یې ګوري. 

مسعود: آیا په افغانستان کې د فلم او سینما د مسلکي کسانو د روزنې لپاره کوم روزنیز مرکز شتون درلود او اوسمهال شتون لري او که نه؟ تاسو د فلم او سینما په ډګر کې له آزماېښت لرونکو او با صلاحیته مسلکي کسانو او هنرمندانو څخه څه تمه لرئ؟

حیدري: یوازې د ښکلو هنرونو پوهنځی وه، چې یوه برخې یې سینما ته ځانګړې شوې وه. خو د کدر او موادو له اړخه دا برخه ډېره خواره وه. حتا تر دې چې مرستې او بسپنې یې نشوای خپلولی. مثلا د جمهوریت پرمهال ما د سینما په اړه خپل کتاب وروړاندې کړ چې په نصاب کې یې وکاروي یا لااقل زدکوونکي ورته لاسرسی ولري. خو په تېر حکومت کې هرچا د پروژې تمه درلوده چې سره او سپین ورسره راوړي. د بسنټیز کار تکل ما په چا کې ونلید. 

مسعود: تاسو د فلم او سینما په برخه کې اغېزمن نښیر(اثر) کښلی دی او په دې برخه کې ګټور او ارزښتمن مالومات لرئ. تاسو زموږ په هېواد کې د فلم او سینما مخکینی او اوسنی اکربکر(حال احوال) څنګه ارزوئ، او دا راته وویاست چې د فلم او سینما د پرمختګ، پراختیا او بدلون لپاره ستاسو تر ټولو لویه هیله څه ده؟

حیدري: سینما د یو هېواد پېژندنې او نړیوال حیثیت لپاره ښه فرصت دی. بهرنیان د خپلو ارزونو له مخې پر یو هېواد عمومي قضاوت کوي. مثلا په لودیزه نړۍ کې افغانستان د یو خوار، بې وزله، په شاپاتې، جنګ ځپلي او په لس نورو منفي صفاتو پېژندل شوی. خو که موږ غواړو چې استدلال وکړو نو د سینما له ادرسه ویلی شو چې لرغونی تاریخ لرو، د نړۍ لوی عالمان زموږ په هېواد کې زېږېدلي، او جګړه په موږ تپل شوې.  زه وایم که نظام فلم جوړول د خپلو موخو لپاره هم وکاروي د سینما په ډګر کې پرمختګ دی. 

مسعود: په پښتو ژبه کې د هنري، مستند او داستاني فلمونو په اړه ستاسو لید څه دی؟ کوم فلمونه د خورا ستاینې وړ دي او د کومو باصلاحیته، نوښتګرو او پوهو هنرمندانو لخوا جوړ شوي دي؟ مهرباني وکړئ د هغو نامتو څېرو، هنرمندانو، لوبغاړو او فلم جوړونکو نومونه راته په ګوته کړئ، چې په دې برخه کې یې اغېزمن او ارزښتمن  رول لوبولی دی.

حیدري: له بده مرغه د ویاړ لپاره ډېر څه نلرو. د جمهوریت په شلو کلنو کې ځینې ځوانانو انفرادي هڅې وکړې او تر یو حده مطرح هم شول. خو داسې اثر مو نړۍ ته وړاندې نشوای کړی چې نړیوال هېښ کړي یا د افغان حکومتي چارواکي پاملرنې او پانګونې ته اړ کړي. 

مسعود: په دې کې شک نشته چې د سینما، فلم، تیاتر او موسیقۍ نړۍ هیڅ پوله نه پېژني، خو له بده مرغه زموږ یو شمېر هېوادوال،له خپلو متعصبو اندونو، فکرونو او ناروغیو سره، په خپلو لیکنو او نندارو کې ژبني، قومي او مذهبي تعصبونه څرګندوي، تر څو زموږ د هېوادوالو ذهنونه ګډوډ کړي. تاسو د یو روښاندي او آزماېښت لرونکي لیکوال په توګه، پدې تړاو څه لید لرئ؟

حیدري: ملي هویت له ډېرو ورک دی. څوک په یو هېواد پورې ځان تړي څوک غواړي د بل هېواد خاوره خپله کړي. د قومونو ټېکه داران د خپلو شخصي ګټو لپاره د بې اتفاقۍ اور پکی وهي. افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی. په پېړو پېړو همدا خلک په دې جغرافیه کې اوسېدلي. زه وایم دا تنوع باید لکه په دیوال کې یو رنګین انځور ولمانځل شي.

مسعود: تاسو طنز، تکل، نندارمې یا نمایشنامې او تیاتر څه ډول راپېژنئ او ارزوئ؟ 

حیدري: په اصل کې ټول د تیاتر کورنۍ برخې دي. او هر یو په منځ کې څو ډوله لري. لکه لنډه ډرامه، یو کسیزه ډرامه، اوږد ډرام.

مسعود: تیاتر د یوې لرغونې هنري بڼې په توګه ډېر اوږد تاریخ لري. ستاسو پر اند تیاتر څنګه رامنځته شو؟ په تیاتر کې مهم او ځانګړي توکي او د اداکارانو اغېزمن رول څنګه ارزوئ؟

حیدري: د تیاتر پېل تر لرغوني چین رسیږي چې څراغ ته په توره شپه به د لانځکو سیوري ته کیسې ویل کېدې. وروسته بیا په لرغوني یونان کې د وینا له هنر سره تیاتر هم منځ ته راغی. د شاعرۍ په نوم د ارسطو کتاب د کیسې لیکنې هنر په اړه لومړنی لارښود بلل شوی. دې کتاب ډرامې او کمېډي تیاتر ته وده ورکړه. خو په تیاتر کې تر ټولو ځلانده ستوری او د نن ورځې د تیاتر او سینما بنسټګر ویلیم شکسپیر بلل کیږي.

مسعود: تاسو د نندارمې او تیاتري ځیلونو(ژانرونو) د بېلابېلو ډولونو په تړاو څه لید لرئ. مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه مالومات راکړئ؟ همداسې تاسو د تیاتر مهم او اغیزمن رول د یوې ټولنې په فرهنګي او هنري چارو کې څه ډول ارزوئ؟

حیدري: د اوولسمې پېړۍ راهیسې په تیاتر کې ډېر پرمختګ وشو. د سینما له پېدایښت سره بېلابېلې ژانرې رامنځ ته شوې. د شکسپېر په زمانه کې یوازې کمېډي او تراژیدي ژانرې وې. اوس کمېډي کې د ننه څو څو ډوله ژانرې پېدا شوي. مثلا یوازې سیاسي کمېډي دوه ډوله ده، د نظام په کړنو نېوکې یو ډول کمېډه ده، د نظام په کړنو ملنډې بل ډول. په تیاتر کې ریالیزم، نچرلیزم، ایکسپرشنیزم، ابسوردېتیزم، تاریخي، سیاسي، موزیکال، کمېډي او داسې نور مکتبونه تر اوسه کارول شوي.‍ 

  • ریالیزم: ریښتیني حوادث او کرکټرونه د ژوند واقعیتونه په کې ښوول کیږي. ډیالوګ یې طبیعي وي. د ناروې ډرامه لیکونکي هنرېک ابسن او روسي لیکوال انتون چخوف لیکنې یې بېلګې دي.
  • نچرلیزم: د ریالیزم سیقل شوې بڼه ده. د ژوند کړاو، لوږه او نورې خوارۍ په کې نغښتې وي. فرانسوی لېکوال ایمېل زولا یې بنسټګر بلل شوی. 
  • ایکسپرشنیزم: د انسان فکر او روان راسپړي. دا کار د ناریښتني موقعیت او سمبولونو په مټو کوي. کیسه په کې مخ او شا ته ځي. 
  • ابسوردېتیزم: له نهیلیزم له فلسفې اخیستل شوی او د ژوند بې مانا والی بیانوي. ډیالوګ په کې طبیعی نه وي. کیسه عجیبه او حوادث په کې غریب وي. 

مسعود: ستاسې له انده د طنز، تکل، نندارمې يانمایشنامې او تیاتر لیکنې له فلمنامې سره د میتود له پلوه څه توپیر لري او کومې ځانګړتیاوې لري؟  

حیدري: اساسات یې یو دي. د تیاتر لپاره د ډیالوګ ترڅنګ د ستېج پېژندنه او د کرکټرونو فزیکي خوځېدنه باید ولیکل شي. په فلم لیکنه کې د کمرې زوایې هم ورزیاتیږي. 

مسعود: ویل کېږي: په نندارمې او تیاتر کې د ډراماتیک سبکونو او سټایلونو ډولونه دا دي: اکسپرسیونیسم، دادائیسم، رومانتیسم، ریالیسم، امپرسیونیسم، سور ریالیسم، فرمالیسم، مدرنیسم، سمبولیسم او نور… مهرباني وکړئ د دغو سبکونو په تړاو لنډ مالومات راکړئ. 

حیدري: پورته مې ځواب لیکلی.

مسعود: د نندارمې یا نمایشنامې، تیاتر او سینما بنسټیز توپیرونه څه ډول ارزوئ؟

حیدري: دواړه په ننداریز هنرونونه کې راځي. له یو بل سره ګډې پولې لري. سینما په اصل کې د تیاتر یوه نوې او په ټکنالوژۍ سمبال هنر دی. یوازې په یوه برخه کې سینما په تیاتر برلاسې ده. هغه د انځور ښایست دی چې په تیاتر کې تر ستېج محدود دی.

مسعود: تاسو، په نندارمې او تیاتر کې د موسیقۍ کمپوزونه او د موسیقۍ د نوموتو هنري سټو اغیزمن او ارزښتناک رول څنګه ارزوئ؟

حیدري:  په تیاتر کې موسیقي ډېره نه کارول کېږي مګر دا چې ننداره موزیکاله وي. موزیکال تیاتر ځان ته سبک دی. لوبغاړي ډیالوګ په سندره کې وایي او خوځېدنه تر ډېره له نڅا سره مله وي. ځینې موزیکال ډرامې له نامتو ناولونو او کیسو جوړې شوي لکه د ویکتور هیوګو (بې وسي) ناول. (مډم بټرفلای) او (مولن روژ) د موزیکال تیاتر بېلګې دي چې د لندن او نیویارک په سالونونو کې هره شپه له شل یا دېرشو کلنو راهیسې نندارې ته وړاندې کېږي. 

مسعود: ستاسو پر اند په هېواد کې دننه کوم پښتو او دري- فارسي نندارمې او تیاتر ډېر نوموتي ول او کومو پېژندل شویو هنرمندانو او ډایرکټرانو په کې ارښتمن او اغېزمن رول درلود؟

حیدري: تیاتر په افغانستان کې د غازی امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د پغمان طاق ظفر کې لومړی ځل وړاندې شو. نندارې ته یې شاهي کورنۍ او د حکومت لوړپوړي چارواکي ناست ول. خو عبدالرشید لطیفي لومړی ځل تیاتر عامو وګړو ته د کابل پوهنه ننداره کې وړاندې کړ. ځکه یې د تیاتر پلار لقب هم ترلاسه کړ. قیوم بېسد له مړینې څو ورځې مخکې مرکه راسره وکړه. ما ویل ځیني خلک د تیاتر پلار لقب تاته درکوي. خو هغه ویل چې دا لقب د پوهاند لطیفي دی او زما لپاره ویاړ دی چې لومړی ځل مې د میراث په نوم ډرامه کې د هغه د لاس لاندې کار وکړ. 

مسعود: په پښتو ژبه کې د نندارمې او تیاتر په اړه ستاسو لید څه دی؟ کومې نندارمې او تیاتر د خورا ستاینې وړ دي او د کومو باصلاحیته، نوښتګرو او پوهو هنرمندانو لخوا جوړې شوي دي؟ مهرباني وکړئ د هغو نامتو څېرو، هنرمندانو، اداکارانو، لوبغاړو او تیاتر جوړونکو نومونه راته په ګوته کړئ، چې په دې برخه کې یې اغېزمن او ارزښتمن  رول لوبولی دی.

حیدري: ماته چې مالوم دي هغه اروښاد جان محمد پلار، اروښاد فضل احمد فضلي، حاجي محمد کامران، ارواښاد منان ملګری، داوود مقصودي، ستورۍ منګل، عبدالله صمدي، رحمت الله خوستی، ممنون مقصودي او ځیني چې ښایي نوم یې اوس زما ذهن کې نه وي یا را ته مالوم نه وي. 

مسعود: زموږ په سنتي ټولنه کې د سینما او فلم، نندارمې او تیاتر اغېزمن او ګټور ادبي، فرهنګي او هنري ارزښت او اغېز څه ډول ارزوئ؟

حیدري: د ۲۰۰۹ کال ولسمشرۍ ټاکنې رانیژدې وې. د ټاکنو کمیسیون ته مې خپله ډرامه (د دوزخ په دروازو کې) وروړاندې کړه چې دا ډرامه خلکو ته وړاندې کړي. غوښتل مې د ملي تیاتر د کارکوونکو سره مرسته وشي. لیکنه ډېره سیاسي وه. د ټاکنو کمیسیون حقوقي څانګې رد کړه. اړ شوم چې ډېرې برخې په کې بدلې کړم او یو څه د ټاکنو د ارزښت په اړه په کې واچوم. دا ننداره په ښارونو او کلیو کې وړاندې شوه. زه ورسره نه وم خو ویل کیده چې ګڼ خلک یې نندارې ته راتلل.  له دې کیسې مې هدف دا و چې موږ هر څه د سنتي ټولنې په قلم توروو، که هغه د نجونو زدکړې وي که د مېرمنو کار. زموږ دود او سنت دومره هم لولېدلی نه دی چې خپل ښه او بد ونه پېژني. زموږ ټولنه هنر نه یوازې زغملی هنر یې رامنځ ته کړی هم دی. له بده مرغه ځینې سیاسي کړۍ غواړي چې موږ د تیارو په تورتم کې پاتې شو او یاهم ښایي د دوی د لید دایره محدوده وي او هرڅه چې د دوی له لید لرې وي پر هغه د حرام حکم کوي. 

مسعود: مهرباني وکړئ د خپلو علمي، ادبي، هنري او مسلکي کارونو او فعالیتونو په جریان کې د خپلو خوږو او ترخو خاطرو په اړه لنډ معلومات راکړئ؟

حیدري: په تاجیکستان کې د ۲۰۱۱ کال د تیاتر نړیوال فیسټوال پرمهال ماته د غوره لیکوال جایزه وړانده شوه خو زه هلته نه وم. په ۲۰۱۲ کال کې د لندن بوش تیاتر زما لیکنه (ناغوښتی) نندارې ته وړاندې کړه خو زه په کابل کې وم. دوه کاله وړاندې زما ناول (جهالت پېړۍ) د زري کړکۍ جایزه ترلاسه کړه زه په کابل کې نه وم. ښایي په دې چې د جایزې اخیستل را ته مهم نه وي. 

مسعود: د کډوالۍ، پردیسۍ او بې وطنۍ په نړۍ کې تاسو په کومو علمي، ادبي او  هنري کارونو بوخت یاست؟

حیدري: په لودیز کې ژوند ډېر ستړی او بوخت دی. د کار ترڅنګ هڅه کوم چې بل ناول هم ولیکم. په تمه یم چې عدنان زوی مې رالوی شي او پوه شي چې کمپیوټر د هغه نه زما دی. 

مسعود: تاسو د یو مجرب او واکوال لیکوال او ژورنالیست په توګه، هغو ځوانانو ته چې تازه د فلم او سینما نړۍ ته ننوځي او هغو کسانو ته چې پدې برخه کې لیوالتیا لري، څه پیغام لرئ؟

حیدري: فلم جوړونه او ژورنالیزم په نن زمانه کې د ټکنالوژۍ له امله تر بل هروخته اسانه شوې. لازمه نه ده چې ستاسې لومړی فلم نړیواله جایزه وګټي یا په ژورنالیزم کې تاسې د کال غوره خبریال شی. یو وړوکی پل د اوږده مزل پیل وي. 

مسعود: د یو افغان لیکوال په تېره بیا د یو پښتون لیکوال او ژورنالیست په توګه،  تاسو زموږ هغو ځوریدلو هیوادوالو ته چې په هېواد کې دننه او بهر د خورا بدو سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او کلتوري اکربکر کې ژوند تیروي، څه پیغام لرئ؟

حیدري:  هیله ژوندۍ وساتئ. په خپل دریځ ټینګ اوسئ خو په خپله کړنلاره کې نرموالی غوره کړئ. ښایي د هدف رسېدو ته یوه نه څو لارې وي.

*** 

په مینه او درنښت: انجنیرعبدالقادر مسعود