خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د پاکستان لپاره د خطر زنګ

له کابو ډیرې مودې راهيسې هندوستان په همدې لټه کې دی چې د نړۍ په سطحه د لوی اقتصادي او نظامي قدرت په توګه سر راپورته کړي. همدا دليل دی چې په نيږدې موده کې يې له افغانستان سره د سلمان بند او چابهار په شان لويو پروژو کې پانګونه وکړه. اوس هندوستان هڅه کوي چې په سيمه کې خپل سيالان او رقيبان شاته پريږدي او د خپل قدرت ښودلو لپاره زمينه سازي وکړي. په سيمه کې اوسمهال د هندوستان ستر سيال د چين هيواد دی چې په سياسي، اقتصادي او نظامي قدرت کې تقريباً سره برابر دي. همدارنګه نيږدي ملګري او ستراتيژيک دوستان يې امريکا او افغانستان دي چې په وروستيو کې يې له دواړو سره اړيکې ډيرې نيږدې شوي دي. هندوستان د خپلې دې هيلې ته د رسيدو لپاره چې په سيمه او نړۍ کې ستر قدرت شي؛ يو قدم وړاندې اخيستونکی دی. ټاکل شوې چې هند او امریکا په روانه اونۍ کې یو لوی جنګي تړون لاسليک کړي.

راپورونه وايې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي به د اګست په ۳۰مه د دې له پاره په واشنګټن کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو تر منځ یو لوی جنګي تړون لاسلیک کړي. د دغه تړون له مخې به یاد هېوادونه یو د بل تأمینات، اضافی پرزې،‌ خدمتونه او د سون د موادو د بیا اخیستنې اسانتیاوې کاروي. د تړون په نافذېدلو سره د متحده ایالاتو وسله وال ځواکونه کولی شي چې د هند له بېسونو او هند د امریکا له بېسونو څخه استفاده وکړي.‌

د امريکا مشهوره مجله فوربس د دغې تړون په اړه ليکي؛ دغه تړون د هندوستان له پاره یو لوی ګام دی چې د سړې جګړې پر وخت له روسیې سره له ملګرتیا څخه له متحده ایالاتو (او جاپان او اسټرالیا) سره ملګرتیا ته وراوړي او په دې توګه د هند سمندرګی او د جنوبي اسیا سمندر په ځانګړې توګه له چین څخه خوندي کوي.‌

 

پر پاکستان د تړون اغيز

پاکستان چې په سیمه کې د هندوستان د وجودي فلسفې دښمن بلل کيږي؛ په وروستيو کې په سيمه کې د خپل دوه مخي سياست له وجې د افغانستان او امريکا په ګډون د سيمې له يو شمير هيوادونو سره يې اړيکې ترينګلې شوي دي. د پاکستان نيږدې ګاونډی افغانستان او لوی ملاتړی امريکا بلل کيږي چې په وروستيو کې يې له دواړو سره اړيکې خړې شوې دي. نور نړيوال هيودونه يې هم اوس د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هيواد د بد نوم له امله ورسره ښې اړيکې نه پالي. اوسمهال پاکستان په سيمه کې يوازې پاتې شوی دی او د سياسي انزوا پر لور روان دی. که د هندوستان او امريکا تر منځ ياد جنګي لوی تړون لاسليک شي نو پاکستان به سيمه کې بيخي د يوازېتوب احساس وکړي او يوازې چين به يې ملګری پاتې شي.

د ياد تړون لاسليکول به د پاکستان هغه ډار لا هم ډیر کړي چې په خپل هيواد د هندوستان له بريد څخه يې لري. د دې تړون په لاسليک سره به د پاکستان وار نور هم خطا شي او امکان لري چې له چین څخه د مرستې غوښتنه وکړي. خو چين هم له هوښيارتيا کار اخلي او پاکستان ته د لاس په ځای لستوڼی ورکوي. چين اوس د پاکستان په ستراتيژۍ په بشپړه توګه پوه شوی دی چې د ترهګرو په روزنه او ملاتړ بشپړه اتکا لري. چين اوس پوهيدلی چې په پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ او روزنه د پاکستاني پوځ او استخباراتو لخوا کيږي نو له ای ايس ای څخه د ډار په اساس چې ترهګري بیجینګ ته ونه رسوي؛ ممکن د پاکستان سره له پوځي مرستې انکار وکړي.

پر چين د تړون اغيز

د تاريخي معلوماتو له مخې هند له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې له چین سره سرحدي شخړې لري.‌ همداراز د هند سمندرګی څخه استفاده هغه بل لامل دی چې د هند او چين د شخړو سبب کيږي. له دې ورهاخوا چين په سیمه کې هند ته د خپل اقتصادي رقيب په سترګه ګوري. بل لور ته د امريکا او چين اړيکې هم سره پوره ډاډمنې نه دي. اوس چې د چين دواړه سيالان (هند او امريکا) په خپل منځ کې لوی جنګي تړون لاسليکوي نو پرته له شکه چې د چين په سياسي وضعيت به منفي اغيز ولري.

لیکنه : خوشحال آصفي