ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

«
»

د ننګرهار پوهنتون لیلیه محصلینو باندي مې زړه وسوځیدی

 

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

۲۲ کاله مخکې  د ننګرهار اسلامي پوهنتون ته ورغلم، هغه وخت چې د ډاکټر نجیب حکومت ختم شو، مجاهدین ولایتونو او کابل ته ننوتل.

موږ د کانکور ازموينې  د کارټونو ترلاسه کولو له پاره هلته تللي ؤ، همهلته محصلین شولو، يوه منظمه لیلیه، منظم سیسټم او فعال د محصلینو د لیلیې بلاکونه د کمونسټې دولت څخه مجاهدینو ته پاتې ؤ.

په لیلیه کې محصلینو ته د برېښنا پوره اسانتیا وه، د ډوډۍ له پاره ښه لوی او نسبتا پاک خوړنتون موجود ؤ، مسجد نه ؤ د طعام خورۍ يوه برخه يې د مسجد له پاره بېله کړل شوې وه.

20150130_121041.jpg wordt weergegeven

20150130_120021.jpg wordt weergegeven

د اوبو سیسټم پکې ښه منظم او سم کار کاؤ. تشنابونه يې د کارولو وړ او سم ؤ.

په هره کوټه کې له ۳-۵ محصلین اوسیدل، تر ۵ زیات کسان به په ځینو کوټو کې وه، چې هیڅ کوټه کې بیا تر ۶ محصلین زیات نه ؤ. د هر بلاک په سر کې يوه لویه کوټه وه، چې دوه اطاقه سره يوځای شوې ؤ هلته پکې د ۱۰ – ۱۲ محصلین اوسیدل.

20150130_120737.jpg wordt weergegeven

20150130_120337.jpg wordt weergegeven

د تدریسې له پاره صنفونه هم د هغه وخت سره ښه مناسب ؤ، کومه د پام وړ ستونزه پکې نه لیدل کيدله، يواځی ځينې صنفونه چې هغه هم ډیر لږ ؤ تیاره ؤ، هرې پوهنځۍ خپل ځانګړی د تدریسي ځای درلود.

په لیلیه کې هم محصلین ګډ وډ اوسېدل، په ځینو اطاقونو کې د مختلفو پوهنځیو محصلین په خپله خوښه يوځای اوسیدل او په ځینو کې بیا د يوې پوهنځۍ محصلین په خپله خوښه اوسېدل. البته د لوړو صنفونو محصلینو ته د اطاقونو په انتخاب کې ډیره په کمه اندازه اختیار ؤ او د هغوئ د خوښې اطاقونه ورکول کیدل.

هر اطاق کې هر محصل ته چپرکټ، يو ښه نوی او د ښه کیفیت لرونکی اسپنجي توشک، بالښت، نوي او پاکه کمپله، او هر اطاق ته کوټ بند او ځينې نور ضروري مواد ورکول کیدل.

چپرکټونو داسي ؤ چې دوه منزله ؤ، او په اطاق کې درې داني چپرکټونه ايښودل شوې ؤ چې هر چپرکټ کې دوه نفره اوسېدل.

په لیلیه کې د اطاقونو رنګ، د دراوزو رنګ بیخې د ګذارې او سم ؤ، او د لیلیه اطاقونو دروازې هم جوړې وي. دا ډول کړکیو ته وروسته نوې شيشې هغه چې ماتې شوې وي هم ورته نصب شوې.

په ټوله کې د لیلیې له سیسټم څخه محصلین خوشاله ؤ، د سهار او ماخستن لمانځه وختونو کې به کله ناکله مولو شریف صاحب هم په اطاقونو ګرځيدی چې کوم محصلین به له جومات څخه پاتې ؤ، بیا به يې هغوئ ته ویل چې لمانځه ته په خپل وخت ورشي. ځينې نور اصلاحې پروګرامونه هم د پوهنتون په دننه کې ؤ.

د ډوډۍ غټه ستونزه وه، په هغه وخت کې د ډيرو ولایتونو والیانو او ولایتي ادارو د مرکز کابل اطاعت نه کاؤ، له همدې امله پوهنتون له اقتصادي ستونزو سره مخ ؤ، د ډوډۍ کیفیت فوق العاده خراب ؤ، داسي هم شوې چې په يوه مکمل سمیسټر (۴ میاشتې او ۱۵ ورځو) کې محصلینو ته غوښه نه ده ورکول شوې، له اوبو ډکه لوبیا او کچالو ډیر پخېدل، غرمه مهال به بې کیفیته وریجې پخې شوې وي، ځینې محصلینو ته د معدې مرضونه هم پيدا شول، او ځينې محصلین چې اقتصاد به يې ښه ؤ هغوئ به په خپلو اطاقونو کې کتغ ځآنته پخاوی، خو دا ډیر کم ؤ.

درسونه پکې ډیر ښه ؤ، محصلینو هم کوشش کاوی او استادانو هم ورسره ډیره زحمت کاؤ. محصلین هم په ټوله کې غریب او استادان بیا تر محصلینو غریب ؤ. استادانو به د پوهنتون اړوند يوه ټوټه ځمکه کرله او خپله به يې په بېل اړوله، د همدې ځمکې څخه به ځینو سبزې ترلاسه کول او ځینو به غوا يا ميږ ته پرې واښه کرل.

استادان مجبور ؤ چې د سبا ورځي لکچر له پاره درس په غور وګوري، ځکه محصلین ډیر تکړه ؤ، داسي ژورې پوښتنې به يې کولي چې استادان به کله ناکله ورته تعجب شول، او زما ښه په یاد دي، زموږ د صنف اول نمره يوه استاد له پوښتنو کولو څخه منع کړی ؤ، ورته يې وویل چې ته پوښتنې مه کوه، ځکه زه يې ځوابولای نه شم، او ته ډیر پوهیږي.

د استادانو معاشونه ډیر زیات کم ؤ، چې په هیڅ ډول د پوهنتون استاد د معاش سره نه شي مقایسه کيدای، مګر پرته له دي چې هغوئ څوک ؤ د کومې عقیدې لرونکې ؤ، په ډیر شوق او مسؤلیت سره يې محصلینو ته ښه درس ورکاؤ.

د جمعې ورځ وه ۳۰ جنوري ۲۰۱۵، نږدې لس بجې وي موږ څو پخواني محصلین ملګري د ننګرهار اسلامي پوهنتون ته ورغلو،  د محصلینو ژمنۍ رخصتي وه، يواځي ډیر لږ هغه محصلین چې په ځینو مضامینو کې په ازموینه کې پاتې شوې ؤ او هغه محصلین چې د واورو او سختو لارو له امله په شمال کې خپلو کورونو ته نه شوای تللای همدلته لیدل کیدل.

زه تیر کال هم يوځل د ننګرهار پوهنتون ته د محصلینو په يوه کانفرانس کې د ګډون له پاره ورغلی وم، په پوهنتون کې د ګرځيدو چانس مې ونه درلود.

داځل د همدې له پاره ننګرهار پوهنتون ته ورغلو چې هلته پکې وګرځو، يو محصل د اطاق د باندي د برنډې په نرې دیوال باندي ناست، د بلاک شا لوری ؤ، يوه پښه يې د برنډې دننه او بله يې د باندي ځړیدله، کاغذونه (چپټر) يې په لاس کې ؤ. وروسته دوه شول اوهلته ناست ؤ.

د لیلیه بلاکونو د تشنابونو د باندي لوری ډیر په بد حالت کې لیدل کیدی، نوي پلاسټیکې پایپونه ورڅخه راوتلي ؤ، داسي معلومیدله چې د بندیدو له امله يې غیرتخنیکې نوي پایپ کاري پکې شوې ده.

د لیلیه اطاقونو هغه پخوانۍ زړې دروازي نور له ترمیم څخه وتلي ښکاريدلي، دومره خرابې شوې وي، چې اصلا نور نو د استعمال او کارولو وړ نه ښکاريدي، د ځینو اطاقونو درازي سرې، د ځینو شنې او د محصلینو خپله خوښه چې هر ډول رنګ يې ورته انتخاب کړی ؤ چې ډیرې بدې ښکاریدلي. دا ډول د ځینو دراوزو د پلو (د لرګۍ تخته) پر ځای اوسپنیز چادرونه محصلینو پري ټک وهلي ؤ.

د اطاقونو او دهلیزونه همهغه پخوانی رانګ ؤ چې ۲۲ کالونه مخکې ما لیدلي ؤ، او دغه رنګ تر موږ هم مخکې همدې بلاکونو ته ورکول شوې ؤ. مګر سړی ویلای شي چې پخوا خلکو دومره خیانت نه کاؤ لکه اوسني خلک، ځکه خو هغه رنګ دومره باکیفیته ؤ چې لا هم تر اوسه پاتې ؤ. اوس خو يو ژمی چې په دولتي ودانۍ تیر شي، بل ژمي ته يې رنګ نه وي پاتې او د سړکونو د موټرونو د بېلوالي رنګینه کرښه خو په کال کې څو ځله قرارداد کيږي.

موږ يو اطاق ته ورننوتلو، هلته پکې يو تن د فاریاب، بل يې د بادغیس او درېم يې د غور ولایت اوسیدونکی ؤ، زښت زیات شکایت يې درلود، ويې ویل چې موږ په همدې لوی اطاق کې ۱۸ تنه اوسيږو، د اطاق په منځ کې يې نرۍ د کارتن لرګينې تختې درولي وي، او دغه لوی اطاق يې په دوو برخو وېشلی ؤ.

زه يو بل اطاق ته ورغلم، د زراعت پوهنځي محصلین ؤ، هغوئ وویل چې په دي کوچنیو اطاقونو کې ۸ او ۹ تنه محصلین اوسیږي، په رښتیا هم په هغه کوچنیو اطاقونو کې د دومره کسانو يوځای اوسیدل ډیر ستونزمن ښکاریدل.

لیلیه هم يواځي نويو جذب شوو محصلینو ته ورکول کیږي، د لوړو صنفونو محصلینو ته له دي امله لیلیه نه ورکوي چې هغوئ بیا لاریونونه کوي، او د ننګرهار اسلامي پوهنتون محصلین د دولت د ځینو چارواکو له خوا په ډول ډول نومونو متهم شوې. رښتیا هم چې دوه کاله وړاندي ننګرهار پوهنتون محصلینو ډیر ځله د بهرنیانو او چارواکو ضد مظاهرې کړي، مګر دوه کلونه کیږي چې دغه نوی سیسټم چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا پلي شوی او د لوړو ټولګیو محصلینو ته لیلیه کې ځای نه ورکول کيږي، د ننګرهار پوهنتون نوی محصلین چې بلد نه وي، د پوهنتون د ادارې له خوا د اخراج ویره لري، لاریونونه کم شوې، مګر بیا هم په ځینو مهمو قضايو کې يې خپله غوسه ښودلي.

د پخوانيو لیلیه بلاکونو اطاقونه دومره خراب چې د اوسیدو له پاره مناسب نه ؤ، تشنابونه خو يې داسي ؤ چې تر دي يې تړلي او قلف کړی وای ښه ؤ.

 

له يوه دنیا چرتونو سره د محصلینو له اطاق څخه د باندی راووتلم، هغه نړيوالي مرستې چې د ټولې دنیا ورځپاڼې، ټلویزونونه او راډیو ګاني يې یادوي چیرته ولاړي؟ هغه له بهر نه راغلي ډاکټران، ماسټران، او لیسانس روشنفکران چیرته ؤ چې په دې ۱۳ کلونو کې يې د ننګرهار پوهنتون د محصلینو لیليې ترمیم ته پام نه شو.

هغه رئیس چې ویل يې د ننګرهار اسلامي پوهنتون څخه دي د (اسلامي) ټکی لیری شې دهغه ولي د لیلیې ترمیم ته پام نه شو؟

د لوړو زده کړو جنابان پخوانۍ وزیران او معینان چې جلال آباد ته د ماهیانو خوړو مېلو ته تلل، ولي يې يوه ورځ فکر نه شول چې د محصلینو لیلیه ترمیم کړي؟

هغه والي چې هره شپه به يې په قصر کې نجوني او هلوکان نڅېدل، هغه چې هره شپه به يې په دغسې نڅاګانو او سندرو په لسګونو زره ډالر مصرف کول، دهغه ولي پام نه شو چې ددغه لوی علمي مرکزي لیلیه ترمیم شي؟ هغه والي چې د ننګرهار د انحصار دعوه اوس هم لري هغه ولي دغه کار ونه کړ؟ او بالاخره اوسنی والي چې ځان په ننکرهاري ولس مین او ننګرهاری ولس په ځان مين ګڼې ولي يې يوه ورځ د ننګرهار پوهنتون د محصلینو د ژوند د ستونزو پوښتنه ونه کړه؟ او تر ټولو ډیره بده چې د ننګرهار پوهنتون اوسنی او پخوانۍ رئیسان چې د خپلو چوکیو ساتلو غم نیولي ولي کومه ورځ د پوهنتون د لیلیې د ترمیم له پاره کوم کار ونه کړ؟

زما په نظر د ننګرهار پوهنتون د لیليې ددغه بد حالت مسؤلین په لومړي قدم کې د پوهنتون عموني رئیس او د پوهنځیو رئیسان دي، دوېم قدم کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤل دی او درېم داچې د ننګرهار پخواني او اوسنی والي ډیر مسؤل دی.

هلته درې نفره د لیلیې د پنځم بلاک مخکې ناست ؤ، لوبیا  ورته ايښې وه، او ډنډ اوبه پکې ولاړې وي، په خوند خوند يې خوړله، ډیر ټینګار يې وکړ چې ډوډۍ ورسره وخورو، د خدای پاماني مو وکړه او د پوهنتون دغه حالت مې اوس هم ځوروي.

سمه ده چې هلته نوي ودانۍ جوړې شوې، دځینو پوهنځیو له پاره نوي ځایونه او نوي تعمیرونه ودان شوې، او ځینې نور بلاکونه تر کار لاندي ؤ، مګرد محصلینو بد ژوند ته هغه ځواب نه شي ویلای.

د ګډ حکومت مشرانو هم د ټاکنو د کمپاین پرمهال د ننګرهار له خلکو سره ډول ډول وعدې وکړي، چې يو پکې د بهسودو د پل جوړول او ترمیم ؤ، نه به د بهسودو پل جوړ شي او نه به د ننګرهار پوهنتون لیلیه له بد حالت څخه وژغورل شي. خو که د ننګرهار خلک او د پوهنتون اداره مټې پسې راونغاړي دغه دواړه کارونه کيږي.