قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

«
»

د ملا اختر محمد منصور وژنه څو پایلی لرلای شی!

لیکنه: قاضی نجیب الله جامع

طالبان د یو ارزښت محوره فکری خوځښت په توګه چی څه باندې دوه لسیزي کیږي د هیواد په سیاسی چاپیریال کښې د زمانې له تپل شویو ناخوښو سره په ډیرو حساسو او پیچلو حالاتو کښې د خپل تاریخی هویت، سیاسی وجهی او ټولنیز باوره ټیکاو چی د الهام او مشروعیت ریښې یې تحلیلی حقایق جوړوي په وروستی ایمانی تقوا، هیوادوالیزه مینه، پالنه او تاریخی رسالت سره یې د یوې ریښتیني ازادی، خپلواکی او یوالي په لار کښی مبارزه او جد جهد کړی.

 

یعنی که له تاریخی پلوه طالبانی خوځښت مطالعه شی دوی د معاصر افغانستان په تاریخ کښی په داسی یو چاپیریال کښی ظهور وکړل چی هیواد یې له یوې حتمی تجزیه او د دښمنانو له ژور انحطاطه وساتل،           چی د دې ښه بیلګه د شمالی او سهیلی افعانستان هغه شعار وو، چی د نظار شورا ناسیونالیسټانو ورکول او د کابل د تنظیمی، قومی او سمتی جګړو مخکښ افسانوي جاسوس قوماندان مسعود چی په یو وخت یې د کی جی بی او سی ای ایی له اسلام دښمنه او وینه څښونکو تورو څارګریز سازمانانو سره اړیکه لرله خیالی او په باطل ولاړي هیلي یې ور خاوری کړی.

 

اوس داچی د طالبانو د اسلامی تحریک له رانسکوریدو څخه د نړیوال امریکایی اشغال او د هغوی د ځمکنی پوځیانو چی د افغان تاریخ خاینین دی په لاس چی څه باندی یوه نیمه لسیزه مخ په تیریدو دی، دوی لا بیا هم په داسی یوه جګړه کښی راښکیل دی چی پایلی یی د وینو پر نا خوښو پولو ولاړی دی، او د سولي او روغي جوړي پر برخه کښې هم  کابل واکی دولت چی اکثریته پکښې د  دوی سنتی جهادی، خلقی او لویديځ پلوه مخالفین راټول دي هم نه غواړی پر لوی لاس افغان ملت د ریښتینی سولي تر نیکمرغه سباونه ورسوی.

 

اوس د طالبانو د نوی رهبر د مړیني چي په ډیره کمه موده کښې وروسته د دوی له بنسټګر، روحانی رهبر ملا محمد عمر مجاهد څخه د دی ښودنه کړی چی هغه څه چی د سولی په عنوان روان دی په حقیقت کښې  د طالبانو د تاریخی خوځښت د شرمونکي تسلیمي څخه بل څه نه دي، او تر ټولو مهمه داچی روانه جګړه د اغیزې او خنډ له پلوه یوازی کورنی نه بلکه د جګړې د دوام عامل او مسبب دلایل هم لري چی د اختر محمد منصور په نښه کیدل یې ښه بیلګه دي کوم چي عوامل به یې په لاندی ډول سره دي.

 

۱- اختر محمد منصور د یوه پیاوړي سیاسي او نظامي شخصیت په توګه چی په یو نازک او له ګواښ ډک تاریخی محدود وخت کښی یې د طالبانو د اسلامی خوځښت رهبری پر غاړه واخیستله او په ډیر کم وخت کي یې د داخلی کښمکښونو په حل او فصل سره دا ډله له سنتی چاپیریاله راویستله او په ډیر کم وخت کښی یې د نړیوالو سیاسی مباحثو او نظامی اسټراټژیکو مطالعو پاملرنه ځانته را وګزوله هغه پراختیایي تحریک چی د طالبانو نوی سیاسي او فکري رهبری به یې د خپل ځان د ثابتولو اړوند بي دریغه هڅي وکړي ځکه د ټولن پیژندونکي لید پر بنسټ کله چي انساني غوښتني پر لویه کچه تامین شی بیا ممکنه نه دي چی هغو ته دی په محض فعالیت قناعت حاصل شي.

 

۲- د ملا اختر محمد منصور وژل کیدل د امریکایی ځانګړي ځواکونو له لوری او مهمه لا داچي کله هم د دې عملیاتو  مشري د متحده ایالاتونو ولسمشر اوباما کوي دا به طالبانی خوځښت د یو اعتقادی او باورمند حرکت په ډول له یو لوری په لویه کچه د رواني جګړې د اصلي عواملو چی د امریکایی نیواک دوام دي او بل لورته د داخلی اختلافونو چی د امارت دننه یې د طالبانو د بنسټګر قائد ملا محمد عمر مجاهد له مړیني وروسته رامنځته شوی ولو نه یوازي داچی د پای ټکی کیږدي بلکه دا به  په لویه کي د دی سبب شي چی د طالبانو پاشلي ډلي د یو ځواکمن قوت او هدف پر محور را یو فکر او یوه خوله کړي.

 

۳- د سولی او جګړی په روانه څو اړخیزه ډرامه کښی چی پایله یې هم په تیر او همداوس کښی د چارواکو باج اخیستنه د ولس له وینو بهیدو او سواستفاده د هغوی له انسانی عواطفو څخه بل څه نه دی، د طالبانو د لارښود سیاسی قائد وژنه به د دی سبب شی چی د طالبانو نوی مشر لومړنی ترجیحي اقدام به جګړه او د جګړې له لاری خپلو سیاسی موخو ته رسیدل وي، ځکه  د ملا اختر محمد منصور وروستی کوښښونه او مقتدرانه هڅې د سولیز حل پرځای د دی عامل شو چی امریکا نوموړی د خپلو ښکیلاکی موخو په وړاندی د نه منلو خنډ په توګه اوبولي او په نښه کړي.

 

۴- د ګډ حکومت د رهبری وروستی د سولیز حل ضد او نقیض دریځونه، د شپږو تنو په دار ځړول، د طالبانو د پاشلو په موخه پروپاګندیزې هڅې او همداوس د طالبانو د پیاوړی قائد د مړینې په توطیه کښی د  افغان څارګریز اداری ښکار لاس لرل ددی ښودنه کوی چی حکومت د سولي په نامه هیڅ کومه خپرونه نه لرله بلکه هر څه چی د سولی په عنوان تپل کیږی یوازی د عامه ذهنونو غولول دی، هغه پرلپسی او په یو بل پوری تړلی پیښی چی که یی د یو روښانه زمانی تحلیل له مخی تر ژوری کتنی او مطالعې لاندي ونیسو نو وبه لیدل شی چی هغه نیمه مات او ګوډ ذهنیت چی د سولې پر عنوان نمایشونو راټوکولی ولو پر هیڅ لا هوشی او طالبان به پر یوه اوږدمهاله او ستړی کونکی داسی جګړې پیل وکړی چی د سولی روان امیدونه به په یوې  اوږدمهالی ناهیلی بدل شی.

 

۵ – طالبانو د خپل سیاسی دفتر او مذاکره کونکی بیلابیلو پلاوي له لاری دا ثابته کړی چی دوی د یوې واقعی او پر یو داسی پایښت لرونکی ټیکاو ولاړې سولي ته ژمن دی چی افغانی او اسلامی شخصیت، غرور او مشروع اهداف یې پکښی خوندی پاتی شی کوم چی یو له دغه نوملړ څخه د بهرنیو ځواکونو بی قید او شرط وتل دی، ولی د حکومت له لوری یو او بل ډول وخت تیرونکی پلمی، د سولی خلاف دریځونه او همداوس د طالبانو د مشر وژل به ددی سبب شی چی ولس هم خپل باور د ګډ حکومت د درواغژنو شعارونو او متناقضو اعمالو اړوند له لاس ورکړی او د ملت دولت ترمنځ زیاتیدونکی د ناخوښی واټن د ټولنیزی بی ساری نا باوری  او بی اعتمادی سبب شی.