طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

«
»

د لارې مل

 

په خوښي کې به هرڅوک درسره یارشي

دوست هغه دی چې په سخته کې پکارشي

 

د ښه دوست او لارې مــل په انتخاب کې

د اخلاص اصل ضــرور ګڼه حساب کې

 

 په کوم ځای کې درې ملګري هم نظرشول

 دا درې واړه پــه تکل د اوږد سفــر شول

 

دې سفر لار کـې وه غرونه، دریابونه

پرتې واورې، لوې دښتې او ځنګلونه

 

چې د کلي نه روان دوئ په سفر  شول

مده پس دوئ یو ځنګل ته برابر شول

 

سپینې  واورې اوریدې ډیره یخني وه

دې ځنګل نه تیریدل دوئ ته حتمي وه

 

دوئ چې کله  د ځنګله ځینې بهر شول

لویه لار کې په وحشي خرس برابر شول

 

خرس چې کله دوئ ته لرې نه نظر شو

دوئ په لورې په  تلوار په منډو سرشو

 

پدې وخت کې دا ملګري وارخطا شول

لویې ونې پــه لور تیښتې ته تابیا شول

 

د دوئ دوه تنه پــه منډو کــې چالاک

ځان یې ورسو ځنګله ته هیبت ناک

 

ډیر په بیړه ونې سر تــه پــه ختو شول

ونې سرکې خرس راتګ په اندیښنو شول

 

دا دریم  دوئ کې  ډنګر او کم قوت وه

تردوه نورو وروسته پاتې کم طاقت وه

 

په سختۍ په منډو سر ددوئ په لور وه

ډیرستومانه بې شیمې حالت یې نور وه

 

په مشکل  شو را نژدې ونې تر څنګ

پریوت ونې ډډ تــه اوږد لکه  ملنګ

 

هغه دم خرس چې سړي ته رانژدې شو

ښکته پورته ترې راتاو په بوڼیدو شو

 

غوږ او سر یې ورته بوی کړ لنډ زمان

پس له څو شیبو واپس شو ترې روان  

 

خرس په منډ شو روان مخ پــه ځنګل

سړي  وويل : شکر  نــه مې وه اجل

 

دوه ملګري چې وه ناست ونه کې غلي

دغه خــرس وه دوئ بــې حــده بیرولي

 

چې یې ولید خرس روان مخ په ځنګل شو

شول را ښکته په پرسان دخپل د مل شو

 

هغه  دواړو تــرینه داسې  و پــوښتل

ویل :چې خرس په غوږ کې څه درته ویل؟

 

دې دریــم  پــه ډیر غصه او اضطراب

په سختۍ یــې ورکــړو دارنګه  ځواب

 

خرس ویل : په تاسو ونــه کړم حساب

بد حالت کــې  درنــه  ولاړل پــه شتاب

 

ویل : نا مــردو  سره مه ځه نورپه لار

په مشکل کې به دې نه شي دوئ په کار

 

په سختي چې  مددګار شي څوک د چا

بد ساعت کــې به  ځان  نــه ګڼي  تنها

 

په اول کې  خپل دوستان  کړه امتحان

بیا یــې شه د لارې  مــل هغه زمــان

—————————

سمیع الدین افغاني

۱ – ۵ – ۲۰۱۶

م ۰ کال