التماس یک گدا

شعر از خاک پای عالم : خلیل پوپل تورنتو - کانادا دوستان…

۸ مارچ؛ روز ایستادگی، مقاومت و مبارزه برای آزادی زنان…

پیام تبریکی جنبش آزادی بخش زنان به زنان مبارز و …

انگلس ؛ تئوریسن سوسیالیسم علمی

Friedrich Engels (1820-1895) آرام بختیاری انگلس، در نظر و در عمل؛ همرزم…

«منطق تاریخ در آموزه‌های کارل مارکس و در تاریخ واقعی…

ترجمه- رحیم کاکایی لئو سورنیکوف:  دیدگاه هایی که مارکس و انگلس هرگز…

نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«
»

د عمان ناستې ته د طالب ډالۍ؛ په يوه ورځ ۵۰۰ تنه افغانان په وينو لمبول

په داسې حال کې چې په وروستيو کې افغان دولت په پرله پسې توګه سولې ته د وسله والو طالبانو د تشويق په خاطر هڅې کوي؛ وسله والو طالبانو يو ځل بيا د افغان حکومت دغو هڅو ته په وينو ککړ د جګړې کولو ځواب ورکړ. تيره ورځ د افغانستان په تاريخ کې يو ځل بيا د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د افغان امنيتي ځواکونو لپاره خونړۍ او ويرجنه ورځ وه. په دغه ورځ طالب ترهګرو په پکتيا ولايت کې پر امنیه قومانداني، د پولیسو روزنیز مرکز، د پاسپورت دفتر او د نجونو پر ليليې خونړي بريدونه وکړل چې له امله په سلګونو تنه شهيد او ټپيان شول. په شهيدانو کې د پکتیا د امنیه قوماندان توریالی ابدیاني په ګډون ۲۱ پولیس او ۲۰ نور ملکیان دي او په ټپیانو کې ۱۱۰ ملکیان او  ۴۸ پولیس شامل دي.

په ورته مهال دغو بې رحمه طالب ترهګرو د غزني پر اندړ ولسوالي هم برید وکړ چې له امله یې ۲۵ پولیس او ۵ ملکیان شهیدان شوي او ۱۵ ژوبل دي. هاخوا يې په فراه ولایت کې هم پر پوليسو بريد کړی چې له امله يې په لسګونو پولیسو ته په شیبکوه ولسوالي کې مرګ ژوبله واوښته. په ټوله کې د تېرې سه شنبې ورځې په خونړيو بريدونو کې کابو ۵۰۰ تنه افغانان د طالب ترهګر په بې رحمه بريدونو کې شهيد او ټپيان او افغان حکومت ته د ډالۍ په توګه ورکړل.

دا خونړي بريدونه په داسې مهال کيږي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د څلور اړخيز بهير شپږمه تېره ورځ د عمان په مرکز مسقط کې ترسره شوه. افغان ولس چې سولې ته لکه تږی روژتي په تمه ناست او د عمان له ناستې سره يې يو ځل بيا سولې ته سترګې په لار و چې طالب بې رحمه ورته اولادونه په وينو لړلي په ډالۍ کې ورکړل.

منطقاً اصول دا دي هر کله چې د دوه مخالفو ډلو تر منځ د سولې مذاکرات پېليږي نو لومړی پر اوربند موافقه کیږي او بيا مذاکرات پېليږي، که چيري مذاکراتو نتيجه ورکړه نو دواړې خواوې په سوله موافقه کوي او د دواړو اړخونو لخوا د ځینو شرطونو او امتيازاتو په بدل کې سوله رامنځته کيږي. خو له بده مرغه په افغانستان کې بيا طالب ترهګر نه د دين او نه هم نړيوالو اصولو ته پابند دي. دوی هر ځل د سولې خبرو د پيل سره د دې پر ځای چې له افغان دولت سره پر اوربند موافقه وکړي؛ برعکس لا هم وژنو او بريدونو ته زور ورکوي.

هر ځل چې په افغانستان کې د طالب ترهګر سره د سولې خبرې پېل شوي دي؛ طالب ورته په وژنې او د جګړې پر دوام ځواب ورکړی دی. هر ځل حکومت طالب ته د سولې لاس اوږدوي خو طالب يې په بېلابېلو بڼو لاس پر بيخ کې پرې کوي. خو جالبه يې بيا چې کله په زور د طالب د ماتولو او يا د قطر دفتر د تړلو خبرې کيږي نو طالبان پر حکومت د سولې د نه غوښتونکي او د جګړې د دوام غوښتونکي تور پورې کوي.

کله چې په وروستيو کې په رسنيو کې په قطر کې د طالب سياسي دفتر د بندېدو خبره راپورته شوه نو طالب ترهګرو چيغې آسمان ته پورته شوې او افغان حکومت يې سولې ته په ناغيړۍ او د جګړې پر دوام تورن کړ. طالب چيغې او سورې پيل کړې او اعلاميې يې خپرې کړې چې ګويا د قطر دفتر په بندولو سره افغان حکومت طالبانو ته د جګړې پيغام ورکوي او د سولې لپاره نيت نه لري. خو کله چې افغان حکومت د قطر دفتر د بندېدو اوازې رد کړې او په عمان کې يې د سولې د څلور اړخيز بهير تازه غونډه وکړه نو طالب د سپۍ لکۍ سيده نه شوه او بيا يې خپل وحشت وښود او د حکومت د سولې هڅو ته يې منفي ځواب ورکړ.

د تېرې سې شنبې خونړيو بريدونو له ترسره کولو وروسته طالب جګړه مارو ولس ته وښوده چې د سپي لکۍ هيڅکله نه سيده کيږي او دوی (طالبان) خپل وحشت ته دوام ورکوي. د طالب وروستيو بريدونو وښوده چې دوی ته جنګ لومړيتوب لري او تر هغې به جنګیږي څو پورې چې ورته د پاکستاني، ايراني او يا روسي بادرا لخوا د جګړې د بندولو امر نه وي شوی. طالبانو يو ځل بیا وښوده چې دوی خرڅ شوي، غلامان او د پرديو د لاسونو نانځکې دي او د نورو په غوښتنه جنګيږي. طالب وښوده چې دوی ته سوله او امنيت ارزښت نه لري، سوله ييز سياست باندې نه پوهيږي او يواځې د جګړې او وحشت له لوري په خلکو ځان مني.

حکومت بايد د طالب سرطاني دانې د لمنځه وړلو لپاره د سولې د څلور اړخيزو ناستو پر ځای پر داسې بديلې لارې فکر وکړي چې طالب جګړه مار مجبور شي او ټوپک په ځمکه کيږي. يا لمنځه ولاړ شي او يا تسلیم شي. د تېرې ورځې په خونړيو بريدونو سره طالب حکومت ته دا پيغام ورکړ چې سوله نه غواړي او يواځې بايد د جګړې له لوري دغه سرطاني دانه له منځه ولاړه شي.

لیکنه: خوشحال آصفي