افغانستان د نړۍ په شطرنج کې یوه ډېره مهمه مهره!

حميدالله بسيا په نړیوال سیاست کې هر هېواد د شطرنج یوه…

چرا افلاتون پیامبر نشد ؟

platon (428-347 v.ch) آرام بختیاری غربی ها فیلسوف ساختند، شرقی ها، پیغمبر…

سوز وگداز!

امین الله مفکر امینی  2025-11-08! سوزوگدازِعشق،سوزد جسم وجانـــــــم زگٌدازیکه است بســـوز،روح وروانــــم ای اهلِ…

رسول همذاتوف

رسول همذاتوف (آواری: ХӀамзатил Расул؛ ۸ سپتامبر ۱۹۲۳ – ۳ نوامبر ۲۰۰۳) شاعر اهل اتحاد…

دنباله‌ی مانی‌فی‌ستِ مکتبِ دینی فلسفی من بیش از این نه…

خیلی متأسفیم برای بسیاری‌ها که دانش‌کستری را تنها با شنیدن…

افغانستان در پرتگاۀ مثلث جدال‌های قومی، تروریسم طالبانی و رقابت‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید وقتی قومیت سلاح می‌شود، ترور حکومت می‌کند و…

غزۀ خونین

غـزه که جهـنـم زمین گردیدست از کینۀ شـیطـان لعین گردیدست درقحطی دایمی…

 فـرضـیـات ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی

ـررسـی انـتـقـادی دربـارۀ نـظـریـات مـطـرح شـده دربـارۀ ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی، کـه بـه آن…

سخن‌دان روزگذار

ای وای آن درخت شگوفان (شکست و ریخت) کاج بلند ز…

گاهنامه محبت 

شماره دوم سال ۲۸م گاهنامه محبت از چاپ برآمد. پیشکش…

صنف کوچک؛ اما مکانی مشهور و سرشار از معنویت

نویسنده: مهرالدین مشید صنفی ساده و بی آلایش؛ اما نمادی از…

د پښتو ژبې په ډګر کې پېژندل شوی کیسه او…

له ښاغلي کریم حیدري سره، چې د پښتو ژبې په…

در آینه‌ی تاریخ، در سایه‌ی نفرت

« روایتی از یهودیت و پدیده‌ی یهودستیزی» فرشید یاسائی پیشگفتار: زخم ماندگار…

یا من نه دیدم، یا فرزندان یاسین خموش قدر‌ نه‌شناس…

محمدعثمان نجیب «زنده‌گی در زنده‌گی بی زنده‌گی، بازنده‌گی‌ست» ـ یاسین خموش خموش خالق…

واکاوی فرصت های از دست رفته و امکان رهایی افغانستان…

نویسنده : مهرالدین مشید از سایه‌ی ترور تا افق رهایی؛ بررسی…

مرگ‌اندیشی و مرگ‌آگاهی

اغاز زیستن در آینه‌ی فنا، بیداری در افق حقیقت مقدمه مرگ، یکی از…

آزادی، برابری، و برادری

تتبع و نگارش  میرعبدالواحد سادات   آزادی، برابری، و برادری آرمان تاریخی  پر تاثیر…

  افغانستان کشور واحد وتجزیه ناپذیراست

         ما یان گل یک باغ  وبری این گلشن  فا میل بزرگ…

تاریخِ من، خون و خاکستر 

روایتِ افغانستان ای خاکِ من، ای نامِ زخمی از هزاران سالِ…

دمیدن صور در نفخ خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید از سنگ بابه کلان تا سنگ های سوخته…

«
»

د جلا وطنه حکومت اقتصادي اړخ

نور محمد غفوری

په پرونۍ د «جلا وطنه حکومت څه شی دی؟» لیکنه کې مو د هغه عام تعریف، د جوړېدو اړتیا او شرایط، د حقوقي حیثیت او سیاسي مشروعیت او فعالیت په اړه خبرې وکړې. څرنګه چې د جلاوطنه حکومت موضوع په مطبوعاتو کې هنوز هم توده ده، غواړم چې په دې لیکنه کې د هغه د فعالیت اقتصادي او ټولنیز- کلتوري اړخونه چې په ملي او نړیواله کچه یې د حیثیت او اعتبار په لوړولو او د فعالیتونو په بریا او یا ماتې کې غوره رول لوبوي، رڼا واچوم؛ تر څو درانه لوستونکي پخپله پوه شي چې د افغانستان له پاره د داسې څه، د چا له خوا، په څه وخت کې او چیرته جوړول او په هغو پسې تلل، وطن او ولس ته څه او څومره ګټه رسولای شي او یا یوازې د ولسي ځواکونو د بې ګټې مشغولا، نفاق او تیتوالي سبب گرزي.  

جلا وطنه حکومت د خپلو سیاسي او حقوقي موخو د ترلاسه کولو لپاره د مالي او اقتصادي وسایلو او سرچینو پیاوړتیا ته اړتیا لري. اقتصادي سرچینې، ملاتړ، او ستراتیژۍ چې د خپلې بقأ، فعالیتونو د اجرأ او د ټاکل شوو موخو د ترسره کولو لپاره یې کاروي، په ټوله کې د همدې دولت اقتصادي اړخ او ستنه جوړوي.

د جلا وطنه حکومت فی الفوره مالي سرچینې د هغه د خپلو کمو مالی امکاناتو تر څنګ د هغو نړیوالو دولتونو مالي مرستې جوړولاي شي چې دا حکومت د دوی له سیاسي دریځ او موخو سره موافق او د هغوي د ملي ګټو سره همغږی سیاست پر مخ وړي. له دې ځایه ویلای شو چې تقریبا ټول جلاوطنه حکومتونه د بل هېواد او یا نورو یوه ډله هیوادونو محتاج او د هغوی تر اغیزې لاندې کار کوي او ان د هغوی له پاره تبلیغاتي او وسله واله نیابتي جګړه پر مخ وړي. جلاوطنه حکومت پخپل ځواک او د خپل هېواد په داخلی منابعو سیاسي واک ته نه شي رسیدای او د خارجیانو سیاسي، مالي او نظامي مرستو ته اړ وي. داسې هم پېښیږي چې کوم جلاوطنه حکومت ته ځینې نړیوال سازمانونه، لکه د ملګرو ملتونو ادارې، د بشري حقونو سازمانونه او نادولتي ادارې هم مالي او لوژیستیکي مرسته ورکړي. د جلا وطنه حکومتونو مالي سرچینې امکان لري تر یوې اندازې پورې د دوی د خپلو هیوادوالو چې په بهر کې ژوند کوي (ډیاسپورا) له خوا برابرې شي. دا هغه وخت امکان لري چې خلک ترې رضا او ترې مالي ملاتړ وکړي.

 جلا وطنه حکومتونه ممکن د نړیوالو سازمانونو او دولتونو له خوا پر موجوده داخلی حکومت باندې د اقتصادي بندیزونو، تجارتي محدودیتونو، او نورو فشارونو د زیاتولو هڅه وکړي. دا بندیزونه کولی شي د موجوده حکومت اقتصاد ته زیان ورسوي او د خلکو ناخوښي او نارضایتي رامنځته کړي، چې په پایله کې د جلا وطنه حکومت سیاسي موخو ته ګټه رسوي.

ځینې جلا وطنه حکومتونه کیدای شي هڅه وکړي چې د خپل هیواد دننه او بهر خپلې ملي شتمنۍ وساتي یا د دې شتمنیو کنټرول ترلاسه کړي. د نړیوالو بانکي حسابونو، سفارتونو، او نورو حکومتي شتمنیو د کنټرول د ترلاسه کولو هڅه وکړي. غړي یې د خپلو شتمنیو د ساتلو او بیرته ترلاسه کولو له پاره د نړیوالو محاکمو او حقوقي لارو چارو څخه کار واخلي او په هېواد کې موجودو واکمنانو ته ستونځې جوړې کړي. جلا وطنه حکومتونه اکثراً هڅه کوي چې د نړیوالو مرسته ورکوونکو، خیریه ادارو، د خصوصي سکټور د ملاتړ، او بشري مرستو د راټولولو له لارې د اوږدې مودې لپاره د خپلې بقأ په خاطر مالي او اقتصادي سرچینې پیدا کړي او هڅه کوي چې پانګونې او سوداګرۍ ته پخپله هم لاس اوږد کړي او له دې لارې خپل ځان تمویل کړي، که څه هم دا کار معمولاً د دوی لپاره ستونزمن وي. ځینې جلا وطنه حکومتونه هڅه کوي چې د اوږدمهاله اقتصادي موخو لپاره بنسټیز او پایښت لرونکي اقتصادي جوړښتونه رامنځته کړي. دوی ممکن د بودیجې جوړونې، مالي پالیسیو، او اقتصادي اصلاحاتو لپاره داسې پلانونه جوړ کړي چې د یو احتمالي راتلونکي حکومت لپاره لازم وي. له نورو هیوادونو سره د سوداګریزو تړونونو او اقتصادي همکاریو په جوړولو کار وکړي، د نړیوالو پانګوالو لپاره د پانګې اچونې فرصتونو رامنځته کړي او د هغوی مرستې ترلاسه کړي. د راتلونکي لپاره د اقتصاد د بیا رغونې پلانونه جوړ کړي چې د موجوده حکومت له سقوط وروسته د هېواد د اقتصادي ثبات او پراختیا لپاره عملي شي. په اقتصادي ډګر کې دا پلانونه معمولاً د اقتصادي اصلاحاتو، د مالیاتو د سیسټمونو د ښه والي، د پانګوونې د جلبولو، او د بشري پانګې د پرمختیا په برخه کې متمرکز وي. 

د ټولو هڅو سره سره جلاوطنه حکومتونه د مالي منابعو له محدودیت سره مخامخ وي، ځکه چې د خپلو خلکو مالیې او منابعو ته لاسرسی نه لري. که د جلاوطنه حکومت غړي رشوتخواره، غله، شریر، متعصب او د تروریستانو ملاتړي وي، نو دا امکان هم شته چې د نړیوالو بندیزونو له خطر سره مخ او په بهرنیو هېوادو کې د دفترونو چلول، د سفارتونو ساتل، د خپلو فعالیتونو تمویل او د مامورانو معاش او همدا راز د لوړو لوژیستیکي او عملیاتي مصارفو پوره کول ورته مشکل او تر یوې مودې وروسته پخپله له داخله وشړیږي.

ددې له پاره چې جلاوطنه حکومت د خپلو خلکو ترمنځ محبوبیت او اعتبار ترلاسه او لږ تر لږه موجود موقف وساتلای شي، اکثراً د خپل هیواد دننه خلکو ته د بشري او اقتصادي مرستو رسولو لپاره هم کار کوي. دوی ممکن د نړیوالو بشري سازمانونو سره په ګډه کار وکړي ترڅو خپلو هیوادوالو ته د خوراکي توکو، درملو، او نورو اساسي خدماتو په برابرولو کې مرسته وکړي. دا ډول مرستې نه یوازې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو کې ګټورې وي، بلکې د جلا وطنه حکومت مشروعیت او مقبولیت په بهر کې هم زیاتولای شي.

په پای کې، د جلا وطنه حکومت اقتصادي اړخ د مالي سرچینو ترلاسه کول، د اقتصادي فشارونو اداره کول، د بشري مرستو چمتو کول، او د راتلونکي اقتصادي جوړښت لپاره د پلان جوړونې په شاوخوا څرخي. د دې اقتصادي فعالیتونو موخه دا ده چې جلا وطنه حکومت خپل ځان تمویل کړي، خپلو سیاسي موخو ته ورسي او د نړیوالې ټولنې او خپلو اتباعو ملاتړ ترلاسه کړي. ددې عامو تحلیلونو په رڼا کې د افغانستان له پاره د جلاوطنه حکومت په وضعیت فکر کولای شو!

20.09.2024