واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

د تورخم دروازه؛ د افغانستان خوګه ګوته

په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندېافغان امنیتي ځواکونو د پاکستان پخواني لومړي وزير یوسف رضا ګیلاني ځوی د تښتوونکو له منګلو د سر په بدل کې وژغوره؛ د پاکستان حکومت له تیرو څو ورځو راهیسي د مسافرینو پرمخ د تورخم دروازه تړل ده چې، ګڼ شمير خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي .افغان چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو دغه دروازه وروسته له هغه تړلې، چې افغان سرحدي ځواکونو د هغو تاسیساتو مخه نيولې، چې د تورخم په شمال ختیځ کې د پاکستاني پوځيانو له لورې جوړېدل. د معلوماتو له مخې، تېره ورځ پاکستاني ملېشو د تورخم په شمال ختيځ کې غوښتل خپلې يوې پوستې ته نوي تاسيسات جوړ کړي، خو  افغان سرتېرو يې مخنيوی وکړ.

ویل کېږي پاکستاني ځواکونو غوښتل، چې په شمشاد غره کې د خپلې پوستې شاوخوا جال وغځوي، او هڅه يې کوله چې په تورخم کې تاسيسات جوړ کړي، خو افغان ځواکونو يې مخه ونيوله نو پاکستاني مليشو د يادو تاسيساتو د مخنيوي په غبرګون کې د تورخم دروازه وتړله. دا څوومه ورځ ده چی لاره بنده ده او په زرګونو افغانان د کرښې دېخوا او هاخوا ته په دې تمه ديچې کله به لاره خلاصيږي او دوی به له کرښې تيريږي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې پهامبولانسونو کې ناروغان او مړي ورسره دي، په دوی کې سپين ږيري، ماشومان او کوچنيان هم شته. دوی هلته د خوراک او څښاک لپاره خواړه او د شپې اوسيدو لپاره هيڅ سرپناه نه لري. کوم هوټلونه چې د کرښې ديخوا او هاخوا شته؛ هغه نه يوازې چې ډک دي بلکې د خوړو قيمتونه او د اوسيدو کرايې يې هم لوړې کړي دي.

پاکستان په دې ښه پوهيږي چې د تورخم دروازې د بندولو زيان د افغانستان په نسبت پاکستان ته ډير زيات دی خو د دې لپاره چې پاکستان ته د تلونکو افغان ناروغانو په وسيله په افغان حکومت فشار راوړي چې د ډيورنډ کرښې په مربوطاتو کې پاکستاني تاسيساتو جوړولو ته اجازه ورکړي؛ افغان دولت يې له خوږې ګوتې نيولی او د ناروغانو پر مخ يې دروازه وتړله. د يادې دروازې په بندولو سره د افغانستان په نسبت پاکستان ځکه ډیر تاوان ويني چې، د پاکستان يوازينی اقتصادي بازار افغانستان دی. د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته د پاکستان د اقتصادي توکو لکه خوراکي توکو، د لوبو توکو، زراعتي توکو، د کوچنيانو د لوبو توکو، پاپړو، پوکاڼيو، پلاستيکي توفنګچو، نانځکو او … نورو توکو په سلګونو لارۍ افغانستان ته راځي او که دغه لاره بنديږي نو پاکستان هره ورځ په ميلونو کلدارو زيان ويني.

په ټولنيزه ميډيا فيسبوک کې يو چا ليکلي و چې، پاکستان فکر کوي چې د تورخم دروازې په بندولو سره به افغانان له لوږې مړه شي ځکه دلته ټول خوراکي توکي ډیری له پاکستانه راوړل کيږي خو په اصل کې پاکستان دا هيره کړې ده چې د تورخم لارې په بندولو سره به يې په تورخم کې میشتې هغه مليشې له لوږې مړې شي چې خپلې د چايو او خوراک پيسې؛ پاکستان ته د تلونکو افغانانو له جيبه اوباسي. اوس که زمونږ افغان حکومت لږهم په سینه کې تريخی لري نو له پاکستانه په واردونکو توکو دې بنديز ولګوي.که د تورخم لاره فقط لس ورځې هم همداسې بنده وي نو باور وکړئ چې چيغې به يې تر اسمانه ولاړې شي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان په ډيرې سپين سترګۍ د ټولو نړيوالو اصولو خلاف د افغانانو پر مخ ياده لاره تړي بلکې له دې وړاندې هم په څوـ څو ځلي پاکستان ورته عمل کړی دی. دغه هيواد تل هڅه کړې چې په بيلابيلو وسيلو افغان حکومت تر فشار لاندې راولي. پاکستان کله هلته له ميشتو افغان کډوالو څخه په افغان حکومت د فشار د الې په توګه کار اخلي،که د واګه بندر د افغان سوداګرو پر مخ تړي او په افغان دولت يې د فشار د الې په توګه کاروي او کله هم پاکستان ته تلونکي افغان چارواکي اختطاف کوي او بيا يې له افغان دولت سره د معاملې لپاره کاروي. اوس په وروستيو کې چې يو ځل بيا د کابل ـ اسلام آباد اړيکې ترينګلې شوي نو اوس غواړي يوه بله معضله پیدا کړي څو د افغان چارواکو، سياسيونو او دمطبوعاتو پام بل طرف ته واړوي.

باور مو دی چې پاکستان د افغانانو پر مخ د تورخم لارې د بندولو تر شاه؛ د ډيورنډ په مربوطاتو کې د پوځي تاسيساتو جوړولو تر څنګ نور لوی اهداف او غوښتنې هم لري چې غواړي له دې لارې يې له افغان دولته مطرح کړي خو په افغان دولت غږ کوو چې لومړی دې پاکستان سره ياده موضوع د خبرو اترو او ډيپلوماټيکو اصولو حل کړي او که نه حل کيږي نو د پاکستان هيڅ ډول شرط ته دې غاړه نه ږدي او په ولس دې غږ وکړي. ولس چمتو دی چې د سر په بدل کې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

زمونږ چارواکي او سياستوال دلته د ټوټاپ په نامه په ملي پروژې سره نښتي دي، اوس که دوی په رښتيا د ملت له غمه مړه وای او د ملت ارامي يې غوښتلای نو کم تر کمه د يادې ستونزې د حل په موخه خو به يي خپل غږ اوچت کړی و کنه.

لیکنه : خوشحال آصفي