در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

د احمدشاه مسعود پلویانو ته د سولې  وړاندیز

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

زموږ نظر به ممکن د کومې ډلې یا یو ګروپ خلکو له نظر سره توپیر ولري، خو په دي معنی نه ده چې موږ هغوی ته درناوی نه لرو، بلکې د ټولنې د اصلاح او په هیواد کې د سولې، امنیت  او اتحاد له امله کله ناکله یو څه لیکو.

یوویشتمه پیړۍ ده، که په بهر نړۍ کې وویل شي چې دلته په کابل کې د مړو ورځ د سپکو وسلو په ډزو سره په سړکونو باندي لمانځل کیږي، دلته د مړو په ورځ زور ښودنه او ځان خوښونه کیږي، دلته د مړو په ورځ د سیاسي او مادي امتیازغوښتنه کیږي، او دلته د مړو ارواحونه د هغوی د پلویانو له ناسمو کړنو څخه ځورول کیږي،  د مړو د ورځي د لمانځلو پر بنیاد د هوایې ډزو له کبله  د کابل بې ګناه ښاریان وژل کیږي او یا ژوبل کیږي، ممکن بهرنیان دا خبره ژر ونه شي منلای.

څو مهم ټکي دي چې د احمدشاه مسعود پلویان یې په اړه فکر وکړي، تر څو راتلونکي کې دوی ، کابل ښاریان او خلک له ستونزو څخه خلاص وي

۱ – داچې د احمدشاه مسعود په نوم بنسټ د هغه د ورور لخوا جوړ شوی، ښه به وي چې د همدې بنیاد د لاري علمي کارونه وکړي، که په دي برخه کې یې لږ او ډیر کار کړی وي هغه پرځای کار دی، داچې دومره ګزاف مصارف د همدې یوې ورځې لپاره دوی ورکوي، په همدې مصارفو دوی کولای شي چې په خپل ولایت او ځینو نورو سېمو کې علمي مراکز جوړاو د خلکو په خدمت کي ورکړي.

۲ – که د همدې زیاتو مصارفو یوه برخه د  شمال ولایتونو په لیري پرتو سېمو کې د خلکو د تګ راتګ او سړکونو کې د پولچکونو د ستونزو له امله ورته همدا خدمت وکړي، ځکه د احمدشاه مسعود په ژوند کې ډیر پولچکونه او پلونه نړول شوې، خلکو ته به دا کار په زړه پوري وي.

۳ – همدا د احمد شاه مسعود بنیاد دي د همدې ورځي مصارف په يو ښه ښوونځي او یا کلینک جوړولو ولګوي، ددوی دغه ډول کړني به نفرتونه کم او بالاخره له منځه یوسي.

۴ – د احمدشاه مسعود د انځور سره یو ځای دي د کوم بل مشهور جهادي قومندان انځور هم د خپلو موټرانو پسې ونښلوي، ترڅو خلک پوه شي چې د مسعود پلویان قومي، ژبني او سمئیز تعصب نه پالي.

۵ – د خپل رهبر استاد برهان الدین رباني د انځور تر څنګ دي د کوم بل مجاهد رهبر انځور هم وکاروي، نو بیا به د احمدولي مسعود داخبره عملا رنګ پیداکړي چې نور د قوم پرستي پرځای  باید افغان ملت ته کار وکړو.

۶ – په داسي عملي لارو چارو دي کار وکړي چې د امریکا او ناټو د عسکرو له شتون پرته هم هغه کار امکان ولري، سمه ده چې اوس د بهرنیانو په شتون کې ټول واک او په ځانګړي ډول ډیری وسلوال په کابل کې د احمدشاه مسعود پخواني پلویان دي، او دوی که زورښودنه کوي، یا په همدي ورځ کابل ښاریان ځوروي، دا کولای شي، خو لس کلونه وروسته آیا داکار ممکن دی؟ موږ ولیدل چې هر کال وروسته دغه مراسم پیکه کیږي، زما یاد دي لومړیو وختونو کې د احمدشاه مسعود د لمانځنې په منظور ولسمشر کرزی پنجشیر ته د هغه مقبرې ته ورغی،  څو کلونه وروسته دادی نه کرزي او نه هم ولسمشر غني په دغه مراسمو کې ګډون درلود، دا ډول جهادي پخوانیو رهبرانو او پخوانیو مشهورو قومندانانو هم داځل ګډون نه وو کړی.

۷ – د احمدشاه مسعود  دکورنۍ غړي (احمدضیاء مسعود او احمدولي مسعود) دي هڅه وکړي چې قومي توپيرونو ته لمن ونه وهل شي، ځکه د همدغو تعصبونو قرباني خپله مسعود هم شو، که احمدشاه مسعود له انجنیر ګلبدین حکمتیار سره ستونزه حل کړي وای، نه به طالب وای او نه به کورنۍ جګړو ته زمینه برابره شوې وای، او نه به هم نن موږ ته پخوانیو پرچمیانو او خلقیانو پېغورونه راکول.
۸ – داځل د احمد شاه مسعود لمانځنې غونډه کې د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی ننګرهار هومره ډیر کسان نه لیدل کیدل لکه چې په پخوانیو کلونو کې د هغوی حضور لیدل کیدی، په دي اړه دوی باید فکر وکړي چې کوم لاملونه دي چې خلکو له دوی څخه دومره زیاته فاصله نیولي ده.

۹ – که دوی په دي باور وي چې احمد شاه مسعود د افغانستان د بیا رغوني ، سولې او امنیت لپاره کار کاوو، نو په کار ده چې د جګړې پر ځای د سولې او نږديوالي څرګندونې وکړي، په کار ده چې نور له میلشه جوړولو څخه صرف نظر شي، او د یوې پایداره سولې له پاره کار وکړي.

۱۰ – داچې په غونډه کې د عبدالله عبدالله اجرایوي مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نظرونو ښکاره توپیر درلود، یو ډول یې پر عبدالله عبدالله بې باوري ښودله، دا ډول د احمدولي مسعود خبري ډیري توندي وي او تر ډیره عبدالله عبدالله ته متوجې وي، او د احمدضیاء مسعود په خبرو کې کوم خاص څه نه لیدل کیدل، معلومیږي چې دوی په خپلو منځو کې د احمدشاه مسعود څخه ورته پاتې شوې میراث (سیاسي او نظامي واک) باندي خپل منځ  کې دومره اختلافات لري چې د مسعود لمانځغونډې په ورځ يې هم په سینو کې پټ ونه شوای ساتلای.

د احمدولي مسعود په اړه مې له ځینو کسانو اوریدلي دي چې هغه پر ملي جوړښت باندي باور لري، د احمدضیاء مسعود په اړه مې اوریدلي دي چې هغه د سولې اړوند خوشباوري لري، د مارشال فهیم د زوی ادیب فهیم په اړه مې ډیري مثبت خبرې اوریدلي، چې هغه د جګړې پلوی نه دی، د خپلو مشرانو او ځانګړې ډول د پخوانیو مجاهدینو په تیروتنو باندي ښه پوه دی.

ولي ستونزه داده چې  د شمال د تاجکو نور مشران د پنجشیر له مشرانو سره د سیاسي او نظامي واک پر سر ستونزه لري، هغوی فکر کوي چې د ګردو تاجکو حق یې د پنجشیر خلکو ورڅخه اخیستي دی، همدا ستونزې دي چې نور هم هیواد د بحران لورته بیایې، زما په اند ښه به وي چې د شمال تاجک وروڼه په دي فکر وکړي چې پرته له یووالي او انعطاف څخه په هیواد کې ارام ژوند دوی ته هم ستونزمن دي او نورو وسلوالو ډلو ته هم. ښه داد چې عملا پرته د بهرنیانو سره له مشورې د سولې په برخه کې عملي اقدام وکړي او د سولې خبرو ته عملا ننوځي، که نه داسي ورځ به راشي چې بیا به دا  سیاسي تیروتنه جبران نه شي کړلای، او دوی که په دي فکر وي چې د بهرنیو پوځیانو په شتون کې به ددوی همدا چړچي وي، نو خپل ځانونه دي د لس کاله مخکې حالت سره پرتله کړي. نه هغه سیاسي او نظامي ځواک ورته پاتې دي او نه هم په خپلو ولسونو کې ځای لري.

پرته له شکه چې تیرو دوو اونیو کې د شمال وګړو او په ځانګړې ډول زموږ تاجک وروڼو کومې هڅې او څرګندونې د ډاکټر عبدالله په شمول درلودلي، دا دسولې، امنیت ، قومنو او ملي یووالي  پر مخ درنې څپیړي وي.

هیواد په ډیر بد بحراني حالت کې قرار لري، د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ سیاسي ناندرۍ زیاتې شوې، د شمال ټلوالي په منځ کې اختلافات تر سترګو کیږي، بل لورته پخواني افغان کمونسټان د بیا ځل واک اخیستلو خوبونه ګوري، پاکستان کله د غني او کله د عبدالله له ملاتړ څخه خبرې کوي، هند او ایران زموږ له نفاق څخه ګټه پورته کوي، امریکا په نوم مجاهد، که هر ډول بدې کړني یې کړي وي، هغه دلته نور نشي زغملای، زما په اند همدا وخت دی چې شمال ټلواله مخامخ له طالب وسلوالو سره د سولې مذاکراتو ته ننوځي، تر څو هیواد د تجزیې او حریص ګاونډیو هیوادونو له مداخلو څخه مصؤن پاتي شي.

افغان اوسنۍ جګړه ګټونکی او بایلونکی نه لري، که کومه ډله په دي نظر وي چې د زور او جګړو له لاري به بشپړ نظامي او سیاسي واک  ترلاسه کړي، دا فکر همهغه پخوانۍ ناکامه تجربې دي، موږ سولې او په هیواد کې ګډ ژوند ته اړتیا لرو.

که د احمدشاه مسعود د کورنۍ پېژندل شوې غړي او د استاد رباني زوی ، په ټوله کې د شمال ټلوالې غړي د سولې لپاره کار وکړي، نو د استاد رباني هغه ارمان به هم پوره شي کوم چې په اړه یې ماته استاد محمد زمان مزمل صاحب ویلي دي.