آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

خاين ملګري؛ په امنيتي ليکو کې نفوذي کسانولې نه نيول کيږي؟

 

امنيتي چارواکي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له فساد او کمزورۍ انکار نه کوي، خو له پوره چمتووالي هم خبردارى ورکوي او وايي، د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون او د کندهار پر مېلمستون د بريدونو د څېړنو په اړه پرمختګونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کندز کې دوه پوليسو خپل نهه ملګري وژلي و، چې د اوه تنو جسدونه یې سوزولي و. د کندز ولایت مقام ويلي چې، دوه پولیسو له طالبانو سره لاس یو کړی او خپل اوه ملګريیې پرې سوځولي او دوه یې پرې په ډزو وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د جنوبي ولایتونو د پوليسو په ليکو کې اصلاحات پیل کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په امنيتي ليکو کې خاين سرتيري خپل ملګري پلوري او وژني يې؛ بلکې له دې وړاندې هم په لسګونو نورې پيښې ترسره شوي دي. کابو يوه مياشت وړاندې په هلمند کې یوولس پوليس د خپل يوه همکارپولیس له خوا وژل شوي او بريد کونکی د برید وروسته له سيمې څخه تښتېدلی او له وسله والو طالبانو سره يو ځای شوی و. له دې وړاندې په زابل کې اته پوليس د خپلو دوو همکارو پولیسو له خوا وژل شوي او بريد کونکي له برید وروسته له سیمې څخه تښتیدلي و. له دې پيښې شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم د هلمند ولایت په دویمه امنيتي حوزه کې په ورته پیښه کې۱۱ پوليس د خوب په حالت کې د خپل یو همکار له خوا ووژل شول او بريد کونکی له برید وروسته له وسله‌والو طالبانو سره يو ځای شو.

همداسې ډيری داسې پيښې ترسره شوي چې د امنيتي ځواکونو په خپلو مرميو او خپلو ټوپکو دوی د خپلو همسنګرانو لخوا په شهادت رسول شوي دي خو پوښتنه دا ده چې اصلي لامل يې څه دی؟

دا ښکاره ده چې افغان امنيتي ځواکونه مو اوسمهال يواځې په ميدان کې له طالب، داعش، القاعده او حقاني شبکې سره په جګړه بوخت نه دي بلکې تر دې هم له ستر دښمن يعنې د خپلې قرارګاه له دښمن سره چې له دوی سره په يوه کاسه خوري او څکي؛ په پټې جګړې اخته دي. خاينانو د امنيتي ځواکونو په لیکو کې ځای نيولی او له دننه مو د اتلانو وينې زبيښي. دا چې دا پټ دښمن څنګه د امنيتي ځواکونو ليکو ته ننوځي؛ اصلي لاره او وخت يې د امنيتي ليکو ته د جذب پروسه او مهال دی.

د امنيتي ځواکونو ليکو ته د سرتيرو جلب جذب په پروسه کې هم فساد شتون لري او هم ناغيړي. اصلاً په کميساريو او د جلب و جذب په مراکزو کې لوی کسان هغوی چې نوي سرتيري جذبوي؛ په فساد ککړ او د امنيتي سرتيرو د خون ذمه واران دي. دوی خو اول د جذب پر مهال د نوي جذبيدونکي سرتيري اصليت او نسب ته نه ګوري او هرکس ناکس په ليکو کې جذبوي. نه ترې دقيق ضمانت اخلي او نه يې اصلي د اوسيدو او فعاليت د ځای پوښتنه کوي. دويم دا چې که چيري دوی له نوي جذبيدونکي سرتيري ضمانت هم واخلي نو بيا يې د داسې پيښو د پيښېدو پر مهال ضامنان نه نيسي او نه ترې پوښتنې کوي.

اساسي ستونزه دا ده چې د جلب و جذب په پروسه کې دوی ښاغلو ته تر تذکيرې او دولتي ضامن څخه غوره سند او ضامن دي. د فساد محور يواځې تر جلب و جذب پروسې پورې هم نه دی بلکې د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر کچې تر لوړې سطحې رسيږي. ځکه تر اوسه پورې په لسګونو داسې پيښې رامنځته شوي دي چې د خپلو خاينو ملګرو لخوا د امنيتي ځواکونو سرتيري په شهادت رسيدلي، کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د مسالې د څيړلو خبر ورکړی دی خو تر اوسه هيڅ داسې خاين په سزا نه دی رسيدلی چې دنورو لپاره د عبرت درس وګرځي.

د ستونزې اساسي حل په دې کې دی چې د جلب و جذب پر مهال له دقته کار واخيستل شي، د جلب او جذب مسولين بايد د نويو سرتيرو د جذب پر مهال د جذبيدونکي سرتيري په اړه مالومات راټول کړي چې څوک دی، د کوم ځای دی، تذکره يې د کوم ځای ده، چا معرفي کړی، څوک بايد ترې ضمانت واخيستل شي، او د داسې احتمالي پيښو د رامنځته کيدو پر مهال يې آيا ضامن حاضريدلی شي يا نه؟

همداراز په کورنيو چارو او دفاع وزارتونو کې هم کلک ټکان ته اړتیا ده چې بايد ليکې يې چاڼ او فاسد او خاينان رسوا کړي. همداشان هغه کسان چې له خپلو ملګرو سره خيانت کوي او په شهادت يې رسوي بايد ضامنان يې راوغوښتل شي، ترې پوښتنې وشي او د خپل عمل په سزا ورسول شي. داسې سزا دې ورکړي چې د ښار په منځ کې په لويو څلور لارو کې دې په دار وځړوي څو د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي. که داسې وشي نو پرته له شکه چې د دغو ډول پيښو مخنيوی به شوی وي.

لیکنه : خوشحال آصفي