التماس یک گدا

شعر از خاک پای عالم : خلیل پوپل تورنتو - کانادا دوستان…

۸ مارچ؛ روز ایستادگی، مقاومت و مبارزه برای آزادی زنان…

پیام تبریکی جنبش آزادی بخش زنان به زنان مبارز و …

انگلس ؛ تئوریسن سوسیالیسم علمی

Friedrich Engels (1820-1895) آرام بختیاری انگلس، در نظر و در عمل؛ همرزم…

«منطق تاریخ در آموزه‌های کارل مارکس و در تاریخ واقعی…

ترجمه- رحیم کاکایی لئو سورنیکوف:  دیدگاه هایی که مارکس و انگلس هرگز…

نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«
»

بې ناموسان د ناموس ساتونکو په ليکو کې

تېره ورځ د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارنې ځانګړې ادارې سيګار راپور خپور کړ چې د افغانستان د پوځي څانګې د وژل شویو منسوبینو له کونډو نه د هغوی د مېړونو د تقاعدي تادیو د ورکولو په بدل کې جنسي غوښتنې شوي دي.‌ د سيګار مشر جان سوپکو ويلي د ده د ادارې موندنو ښوولي چې د افغان ملي اردو اړوندو ادارو کې د شهیدانو له ښځو غوښتنې شوي چې تر هغه یي د خاوند د شهادت امتیازات نه ورکول کیږي تر څو د دوي جنسي خواهشات پوره نه کړي.

د افغانستان دفاع وزارت د سيګار راپور په کلکه رد کړی خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا ويلي په دولتي ادارو کې د افغان سربازانو د کونډو د جنسي آزار راپور صحت لري. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مني چې په ځينو دولتي ادارو کې په وحشتناکه توګه ځينې ستونزې شتون لري خو د اصلاحاتو په راوړلو يې ټينګار کوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند سرپرست شاه حسين مرتضوي ويلي، په ځينو ادارو کې په وحشتناکه توګه ستونزې شتون لري چې له تير حکومته پاتې دي، زمونږ مسوليت دا دی چې څنګه يې په مقابل کې مبارزه وکړو.

دا ډير د افسوس او شرم ځای دی چې د امنيتي ځواکونو په لیکو کې داسې وجدان پلورونکي او د ناموس قاتلان شتون ولري چې د خپل د سنګر ملګري ناموس او عزت ته يې سترګې پټې کړي وي. د مسلمان او افغان ملت لپاره دا ډير د افسوس خبره ده چې له يوې خوا د مسلمانۍ دعوه کوو، د جهاد نارې وهو او ځانونه د جنت ټيکه داران بولو، خو له بلې خوا بيا د امنیتي ځواکونو په مقدسو ليکو او سپيڅلي يونيفورم کې د ناموس داسې قاتلان شتون ولري چې حتی د خپل د سنګر ملګري عزت ته يې سترګې پټې  کړي وي.

نه يواځې د امنیتي ځواکونو په ليکو يا دولتي اداراتو کې دا ډول وحشتناکې ستونزې شتون لري بلکې په عامه توګه په ټول افغانستان کې په ځینو مواردو کې داسې ليدل شوي چې په ميرمنو، ماشومانو، هلکانو، او حتی په څارويو دې جنسي تيری شوی وي. له بده مرغه بايد ووايو چې ټوله ټولنه مو د جنسي فقر ښکار ده. درې کاله وړاندې په بدخشان ولايت کې له غوا سره د وسله والو طالبانو په نوم د دوه تنو د جنسي تيري خبرونه ورکړل شول. له هغې وړاندې له بزې سره د څو د جنسي تيري خبرونه او همداشان حتی له فيلمرغ سره د جنسي تيري خبرونه په تير کې ورکړل شوي دي. له خرو څخه د جنسي غريزې د سړولو خبرونه خو بيخي رسنيو ته نه راوځي. دا خو بيخي د ځينو په باور د مجردو ځوانانو لومړۍ ميرمن بلل کيږي.

دا هغه ترخه حقيقتونه دي چې زمونږ ټولنه ورسره لاس او ګريوان ده. خو پوښتنه اوس دا ده چې د دغو بدبختيو لامل څه شی دی چې زمونږ ټولنه يې په غم اخته کړې ده؟

د دغو ټولو بدبختيو سرچينه له جنسي فقر څخه اخيستل کيږي چې زمونږ په ټولنه کې اوج ته رسيدلی دی. ځوانان او پېغلې مو د لوړ ولور له امله پاخه عمر ته ورسيږي خو د واده خاوندان نه شي. تر ټولو بده يې لا ده هغوی چې پيسې لري که هر څومره زوړ او د قبر پر څنډه ولاړ هم وي؛ ورته تنکۍ شپاړس کلنه پېغله په نکاح ورکول کیږي خو هغوی چې پيسې ونه لري که اتلس کلن ځوان هم وي؛ څوک ورته لور يا خور نه ورکوي. همدا ستونزې د دې باعث شوی دی چې ځوانان مو د غير اسلامي او غير اخلاقي لارو خپله جنسي غريزه پوره کړي.

دلته داسې نه ده چې ګويا د امنيتي ځواکونو ناموس ساتونکو په لیکو کې دې بې ناموسان هم له همدې ستونزې کړيږي؛ بلکې هغوی چې د امنيتي ځواکونو د شهيدو سربازانو له کونډو جنسي غوښتنې کوي؛ د خدای قهر وهلي ډيری يې خپلې ميرمنې هم لري خو چې وجدان يې چټل، نجس او پلورل شوی دی نو د خپل د سنګر ملګري ناموس ته هم زړه ښه کوي او د خپلو خواهشاتو قرباني کوي يې. دغه اشخاص ډيری يې نه جنسي فقر لري او نه هم بې واده پاتې شوي بلکې د دوی وجدانونه مړه شوي دي او ترېنه د انسان په جامه کې عظيم شياطين جوړ شوي دي. د دغو خلکو سره بايد داسې عمل وشي چې علني محاکمه او بيا د خلکو له خوا د اسلام د قوانينو مطابق په تينګو سنګسار شي.

که څه هم داسې ويل کيږي چې ګويا د امنيتي ځواکونو د شهيدانو له کونډو د تقاعد په بدل کې د جنسې غريزې غوښتنه يوه تبليغي بڼه ولري او کوم حقيقت نه وي، خو بيا هم حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې خپل مسوليت په جدي توګه سر ته ورسوي او پلټنه يې وکړي. که چيري رښتيا وي خو عاملان يې د علني محکمې له لارې د خپل جرم په سزا ورسول شي څو نورو ته عبرت او د امنيتي ځواکونو د شهيدو سربازانو د وينې حق ادا شي. او که چيري ياد راپور تشه تبليغاتي بڼه ولري بايد له جان سوپکو يې په اړه وضاحت وغوښتل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي