جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

بیا افغانی ښځو ته

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د فیبروری ۶مه ۲۰۱۶ کال
په وار وار می د افغانستان ښځو مخصوصا هغو پیغلو او نجونو ته لیکلۍ دی چې سیواد لری – انترنیت او ویبسایټونه استعمالولۍ شي – په لیسو – دارلمعلیمینو – او پوهنتونو کې لیک لوست او عالی تحصیلات زده کوي ، دا ډیر ښه کار دی خو ډیر مهم کار چې د ښځو طبقه ېې باید عملی کړي او د ښځو طایفه یا نسل ورباندې عمل وکړي هغه دا دی چې یو علمی – تاریخی – کلتوری او فرهنګی )) انقلاب په افغانستان کې را منځ ته کړي تر څو جنګ – انتحاری – بم ګذاری – ترور – تخریب – انسان تښتونه – قاچاق – تفنګ سالاران – زورمندان – جهادی او طالبانی مخصوصا داعشی قوماندانان تر تاثیر او اغیزې لاندې را ولي هغه د (( حجاب لری کول )) دی مخصوصا ( چادری ) کاملا محوه کول دی ، نو څه باید وکړي ؟؟؟
 تر هر څه نه د مخه باید خپلو پلارونو – میندو – وروڼو – ترو – دترو زامنو – خپلوانو ته ووايي چې د نني خونین کشمار یا خونین جنګ یوازنۍ علت او ادامه د ښځو په کناره ګیرۍ – د ښځو په بیتفاوتۍ – دښځو په نه ګډون – د ښځو په فعاله ونډه نه اخیستلو په عملی او ورځنیو کارو کې لکه څنګه چې لازمه ده نه دی تر سره شوي اصلی علت دی  ،ښخه یو خارق العاده – معجزه اسا – اشرف المخلوقات – او د نر غونته د ټولنې فعال نفوس دی – ښځه که د کور نه شروع وکړې او لوڅ مخ د کور په منځ کې مور ته ورور ته – پلار ته – خویندو او ورونو ته ترو او نورو خپلوانو ته ووایی چې زه سبا ته عسکرۍ ته ځم – سبا ته ځم پولیسو ته – سبا ته ځم امنیت ملی ته – سبا ته ځم سرحد ته او دنورو نارینه وو سربازانو سره سنګرونه ساتم او ملاتړم او نظامی لباس اغوندم تر څو جنګ ختم کړم ، جبحه فتح کړم ، وروڼو ته کمک ورسوم ، خواړه اوبه ورته برابر کړم ، مرمی ور ورسوم ، ورسره په سنګر کینم ، دشمن ورسره په ګډه له منځه یوسم نو هغه وخت دا کار کولای شم چې زه عام او تام دیوه مساوی انسان په حیث دنرانو تر څنګ  په ټولنه کې د ژوند او کار حق ولرم او نور د منافق – دترقۍ او تمدن دشمنانو په ساز او دهول خوشحاله نه شم ، نارینه به زما په لیدو ددوی تر څنګ په غیرت راشي – خوشحاله به شي چې ښځي سنګر ساتی – او ښځې دی  چې خواړه – اوبه – دوا – داکتری – نرسنګ – دمخابری – او نور دریوری کارونه ټول ښځینه په جنګ کې په غاړه لری ، قدرمنو افغاني میندو او خویندو – راشۍ یو لوی تاریخی انقلاب د خبیثو – ناولو – ناپاکه – د ارتجاع نوکرانو – د دیوبندی مدرسو نه فارغو شویو ملانو او اخوندانو دغه د ( پاکستان – ایران او عربانو ) نوکرانو او غلامانو  په ضد دغه انقلاب تر سره کړۍ او تاسې هغه وخت دغه هدف تر سره کولای شۍ چې د دیموکراتیکو – ترقیخواه – او چپي ګوندونو په صفوفو کې ځانونه تنظیم کړۍ او هلته د خلاقیت – تدبیر- کورنی ژوند – ابتکاراتو – مبارزی – سیاست – فرهنګ او کلتور- ډول ډول سپورتونو لکه ( فوټبال – والیبال – باسکت بال – کراتې – جیودو – سمبو – بوکس او خیزوهلو – منډو – بایکل رانۍ ) او ډیر  نور سپورتونه زده کړۍ او د خپل ځانه په هر وخت کې دفاع وکړۍ ، ځکه نن سبا اخوندان – غټ خیتې ملان او شیخان – طالبان او داعشیان – ملکان او بایان – زورواکان او توپکسالاران د ښځو نه پزې او ِغوږونه غوڅوي او یا ېې سنګ ساروی یا تر موټر لاندې کوي ،یا ېې په زور نورو مجاهدینو او داعشیانو ته نکاح کوی یا په عادی خلکو خر څوي ،  له همدی خاطره په افغانستان کې د ښځو له خوانه یوه لوی فرهنګی او کلتوری انقلاب ته اشد ضرورت دی- او همدا رنګه د عالی تحصیلاتو او دفتر دارۍ – کمپیوټر او انتر نیت – خارجی ژبو – په زده کولو سره یوازی ددغو مترقی احزابو تر څنګ خپله ازادی تر لاسه کولای شۍ ، مرتجع اسلامی تنظیمونه او احزاب ستاسې روحیه ، مورال ، زده کړه ، فرهنګ او کلتور ، علم او دانش او نورو تخنیکی او فنی معلوماتو حاصلولو ته ډیر تاوان رسوي او اجازه نه در کوي ، ستاسي ښکلا – ستاسې قد او قواره ، ستاسې استعداد او لباس اغوستلو ته اجازه نه درکوي ، نو زه وایم چې له پاره ددې چې یو قوی انقلاب را منځ ته کړي او د جنګ او تروریزم او انتحاری مخه ونیسۍ نو لطفا دغو انقلاب ته امادګی ولری او هغه عملی کړۍ تر څو د ارتجاع صفونه او ارتجاعی مفکوری چې د جنګ اصلی علت او سبب شوۍ له منځه لاړه شي او ښځینه جنګي مبارزاتي  کنډ کونه او غونډونه جوړ کړۍ او هر چیرته د افغانستان د ننه د ښځو له مشروع او روا قانونی حقوقو نه دفاع وکړۍ ،  زه به سترګې په لاره وم ، امین  .