خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

افغان حکومت په دوه جالو کې ګير دی، يا به کډوال مني يا به مرستې له لاسه ورکوي

په داسې حال کې چې اروپايې ټولنې په وار ـ وار د افغان کډوالو اړوند افغان حکومت ته خبرداری وکړی؛ اوس تازه ريپوټونه وايې چې جرمني د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه له افغانستان سره موافقه هم لاسلیک کړه. د جرمني حکومت وايي، خپل هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه یې له افغانستان سره موافقه کړې ده. ويل کيږي د يادې موافقې پر اساس به هغه افغان پناه غوښتونکي، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي نه دي، افغانستان ته بېرته استول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې تر ټولو زیاتو افغانانو جرمني ته پناه وړې ده. تېر کال جرمني ته نژدې ۸۹۰۰۰۰ تنو پناه وړې وه او له همدې کبله جرمني غواړي چې خپل هیواد ته د پناه وړونکو شمېر کم کړي.

بل لور ته د افغان حکومت چارواکي وايې چې که چيري افغانستان هغه کډوال چې په اروپايې هيوادونو کې يې د پناه اخيستې غوښتنې نه دي منل شوي؛ په افغانستان  کې ونه مني؛ د نړيوالو مرستې به له لاسه ورکړې. د دوی په وينا، هغه هيوادونه چې له افغانستان سره مرستې کوي؛ که افغان حکومت خپل کډوال ونه مني نو دغه هيوادونه به په افغانستان خپلې مرستې بندې کړي او په خپلو هيوادونو کې به يي مصرف کړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وايې که چيري افغان دولت هغه کډوال چې په اروپا کې يې د پناه اخيستو غوښتنې رد کيږي؛ ونه مني؛ د خپلو مرستندويه هيوادونو مرستې به له لاسه ورکړي او اروپايي هيوادونو افغانستان ته ويلي چې نه شي کولی په يوه وخت کې هم افغانستان او هم په اروپا کې ميشتو کډوالو ملاتړ وکړي.

پوښتنه دا ده؛ په داسې حال کې چې معلوميږي نړيوالې ټولنې خپلې مرستې افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته منلو پورې مشروطې کړي دي؛ د هغو په لکونو افغان کډوالو سرنوشت به څنګه شي چې په افغانستان کې يې خپل مال و حال هر څه پلورلي او په ډیرو سختو حالاتو کې اروپا ته تللي دي؟ آيا افغان دولت د دغو کډوالو د بيرته ستنيدو لپاره د ژوند لازمې آسانتياوې برابرې کړي دي؟

له تيرو دوو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ترينګلي امنيتي، اقتصادي او سياسي وضعيت له امله په لکونو افغانان له هيواده تيښتې ته اړ شوي دي. د دوی لوړه کچه هغه افغانان دي چې دلته په هیواد کې له بيکارۍ تر پوزې راغلي و او خپلې کورنۍ ته د ژوند د اسانتياوو برابرولو په خاطر يې اروپا ته له خطرونو ډک سفر ته ملا وتړله. دوی دلته خپل جايدادونه، موټرې او حتی د سرپناه ځايونه د اروپا د سفر د لګښتونو د برابرولو په خاطر پلورلي دي او په لاره کې له ډيرو سختو زغملو وروسته د اروپايي ټولنې په دروازه داخل شوي دي. دوی دلته په افغانستان کې اوس هيڅ هم نه لري، هر څه يي له لاسه ورکړي دي حتی ډیرو خو په لاره کې خپل د کورنۍ غړي هم له لاسه ورکړي دي. اوس چې افغان حکومت له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو د لاسه ورکولو له ډاره له اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو بيرته ستنيدل مني نو دا به د همدغو افغان کډوالو په مقابل کې ډير لوی ظلم وي. افغان دولت هم په دوه جالو کې ګير دی، يا به افغان کډوال مني او يا به له افغانستان سره د نړيوالو مرستې له لاسه ورکوي.

څه کول په کار دي؟

د پښتو متل په مصداق چې له پيښې تيښته نه وي په کار؛ افغان حکومت بايد داسې کړنلاره غوره کي څو د بيرته راستنيدونکو کډوالو له سرنوشت سره لوبې ونه شي. حکومت بايد په يو شرط له اروپايې ټولنې د خپلو کډوالو ستنيدل ومني چې اروپايي هيوادونه بايد همدغو بيرته راستنيدوکو کډوالو ته خپل هغه مصارف ورکړي چې دوی په لاره مصرف کړي، اروپايې ټولنه بايد افغان کډوالو د بیرته منلو په مقابل کې افغانستان ته ورکوونکې مرسته فقط و فقط په افغانستان کې د همدغو کډوالو لپاره د ژوند اسانتیاوو لکه سرپناه، کار او زده کړې په برخه کې افغان حکومت ته مشروطې کړي. داسې نه شي چې اروپايې ټولنه افغان دولت سره د کډوالو په نامه مرسته وکړي او دلته تاله ترغې شی. حکومت مسول دی چې دلته د افغان کډوالو لپاره د اوسيدو، د کار او د زده کړې زمینه برابره کړي. حکومت بايد د کډوالو ستونزې جدي ونيسي او که خدای مه کړه حکومت لکه د نورو کارونو په شان له اروپا راستنيدونکو کډوالو موضوع هم شاته وغورځوي نو د حکومت وسله وال مخالفان به د حکومت له دغې نيمګړتيا پوره ګټه واخلي يو خپلو ليکو ته به يې جذب کړي. همداشان بله انديښنه هم دا ده چې که حکومت يې د کار او سرپناه غم ونه خوري نو دوی به يو ځل بيا پاکستان او ايران ته مخه کړي او د کډوالو راستنولو په برخه کې به د حکومت هڅې په اوبو لاهو شي.

لیکنه : خوشحال آصفي