خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

اسلام آباد د کابل له غمه مړ دی که د ټرمپ له ډاره؟

په پاکستان کې سياسي زلزله

په داسې حال کې چې په امريکا کې جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ واک ته رسيدلی؛ په پاکستان کې سياسي زلزله راغلې ده. حکومتي چارواکي، آی ايس آی او شنونکي ټول د پاکستان په اړه د ډونالډ ټرمپ له سياسي پاليسۍ متاثره او په ډار کې دي. هر يو يې په دې کوښښ کې دی چې څنګه وکولی شي چې ټرمپ ته ځان سپن وښايې او ورته نيږدې شي. دوی کله له هغه نوم څخه چې پاکستان په تيرو څو کلونو کې د ترهګرو د ملاتړ له کبله ترلاسه کړی دی؛ د خلاصون په خاطر په افغانستان د ترهګرو ساتلو تور لګوي او کله بيا د دې لپاره چې وښايې په افغانستان او سيمه کې امنيت لپاره ژمن دي؛ د افغانستان د سولې ډولې غاړې ته اچوي او په تش ميدان يې ډنګوي. په کور دننه او بهر د پاکستان سياسي استازي په دې هڅه کې دي چې په يو نه يو ډول د پاکستان په اړه د امريکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نظريه بدله کړي. همدا تيره ورځ په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي د افغانستان د سولې ډول ته ډنګ ورکړی دی.

مليحه لودي چې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په اړه په بحث کې خبرې کولې، وویل؛ پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبوي. لودې زياته کړې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې ژر پیل شي. دې په افغانستان کې د سولې د خبرو بریالیتوب په افغانانو پوري تړلی وباله ویې ویل دا له دې سره اړه لري چې افغانان څومره مسوولانه رول ته تیار دي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې دغه هیواد، روسیه او چین به راتلونکې (دسمبر) میاشت په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د لارو چارو په اړه مشورتي غونډه وکړي. د ياد وزارت ویندوی نفیس زکریا ويلي «موږ هغو ټولو طرحو او نوښتونو ته خورا زیات اهمیت ورکوو چې هدف یې په افغانستان او په مجموع کې په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات راوستل وي.»
همداشان په ورته مهال پاکستان وايې چې پلاوی به يې د اسیا زړه په راتلونکې غونډه کې، چې په هند کې جوړېږي، ګډون وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د اسیا زړه په غونډه کې به د پاکستان استازیتوب وکړي.

د افغانستان په اړه د پاکستان وروستۍ څرګندونې او همدردۍ پوښتنې راولاړوي، هغه هيواد چې تل يې دافغانستان د سولې پروسې ته خنډونه جوړ کړي دي؛ څنګه اوس د افغانستان خير غواړي د سولې ډول يې غاړې ته اچولی دی؟

د کابل په اړه د اسلام آباد نمايشي همدردي دوه دليلونه لري.

لومړی: لکه څرنګه چې د امريکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنيز کمپاین په لړ کې پاکستان د ټولې نړۍ لپاره مشکل بللی او دغه راز یې ویلي و چې د پاکستان د اتومي بم د کنټرول او څارنې لپاره هم له افغانستانه پوځیان نه باسي. همدارنګه نوموړي پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو تورن کړی او ویلي یې دی چې د تېرو حکومتونو په شان به پاکستان ته وړیا پیسې ورنه کړي. نو د دې لپاره د پاکستان په اړه د ټرمپ دريځ نرم کړي او وښايې چې پاکستان په سيمه کې د امنيت او سولې طرفداره دی نو د افغانستان د سولې ډول يې بيا غاړې ته اچولی دی.

دویم: هر کال په افغانستان کې د ژمي په رارسيدو سره جګړه اراميږي او وسله وال د نوي کال جګړې لپاره د امادګۍ په خاطر پاکستان ته پناه وړي. پاکستان هم له همدې فرصته په ګټې اخيستې افغان دولت د سولې په نمايشي هڅو بوخت ساتي او نمايشي ډول هر ژمی د سولې خبرې پيلوي. دا ځل هم يې چې د سولې ډول غاړې ته اچولی نو دليل يې همدا دی چې يو ځل بيا افغان دولت په د سولې په تکراري ژمنو او هڅو وغولوي او ترهګرو ته په پاکستان کې پناه ورکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي