جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

اختلاف دښمني نه ده؛ د اختلاف نه زغمل دښمني زېږوي


نور محمد غفوری

په انساني ټولنو کې د بڼو او فکرونو اختلاف یو طبیعي، نه‌جلا کېدونکی او حتمي واقعیت دی. انسانان د فکر، باور، ارزښتونو، تجربو، شخصیت او عقلاني لید له مخې یو له بل سره توپیر لري. مبالغه به نه وي که ووایو چې په هره ټولنه کې د هغو د نفوسو په شمیر متفاوت انسانی فیګورونه او فکرونه وجود لري. په ټولنه کې د دې طبیعی او حتمي توپیرونو موجودیت نه یوازې عیب نه دی، بلکې د ټولنیز پرمختګ، نوښت او فکري ودې بنسټ جوړوي. ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې اختلاف ته د دښمنۍ په سترګه وکتل شي، او د زغم پر ځای د حذف، تحمیل او زور لاره ونیول شي.

اختلاف د طبیعت او عقل غوښتنه ده:

که ټولو انسانانو یو شان فکر او بڼې، یو ډول لید او یو ډول اخلاق او ارزښتونه لرلی، نو نه به علم پرمختګ کړی وای، نه سیاست، نه کلتور او نه تمدن. اختلاف د پوښتنې، نقد- کره کتنې- او بدلون سرچینه ده. د عقل سالمه فضا هغه ده چې پکې بېلابېل نظرونه د وېرې پرته وړاندې شي او د منطق له لارې وارزول شي. هیڅ حاکم، سیاستوال او قوماندان نه شي کولای چې د ټول هېواد د وګړو بڼې، نظرونه، عقېدې او باورونه په رښتینې توګه سره یو شان کړي.

ستونزه اختلاف نه دی، د زغم نشتوالی دی:

اختلاف هغه وخت خطرناک کېږي چې یو لوری ځان مطلق حق وبولي او بل لوری باطل، ناپوه یا دښمن وګڼي. کله چې د بل فکر د منلو ظرفیت له منځه ولاړ شي، اختلاف په شخړه، شخړه په دښمنۍ او دښمني په تاوتریخوالي او جګړه بدلېږي. د تاریخ په مختلفو دورو کې په ټولنه کې ډېرې جګړې د اختلاف له امله نه، بلکې د اختلاف د نه زغملو له امله رامنځته شوې دي.

زغم؛ د ګډ ژوند اساسي شرط:

موږ چې له خپلو ګاونډیانو سره په یوه کوڅه، یوه کلي، یوه ښار او په یوه هېواد افغانستان کې اوسیږو؛ یو له بل سره ګډ ژوند کولو ته مجبور یو. بې له شکه د ډیرو تشابهاتو سره سره، زموږ ترمنځ ډیر تفاوتونه او اختلافونه هم شته. په سوله کې د ګډ ژوند کولو له پاره د همدې تفاوتونو زغملو ته باید غاړه کیږدو. زغم دا معنا نه لري چې د بل نظر ومنو، بلکې دا معنا لري چې د بل د نظر د لرلو حق ومنو. لکه څنګه چې ځان ته د خپل فکر او باور د لرلو حق ته قائل یو، همداسې د ټولنې هر بل وګړي ته هم د هغو د نظر او عقیدې د لرلو حق ومنو؛ د نورو د نظریو او باورونو د بدلون له پاره له زور کار وانخلو؛ او دا هڅه ونکړو چې خپل افکار پر نورو تحمیل او وتپو. زغم ټولنې ته دا توان ورکوي چې له توپیرونو سره سره منظمه پاتې شي. هغه ټولنه چې د زغم کلتور نه لري، حتا که لنډ مهال چوپه ښکاره شي، په حقیقت کې د انفجار پر لور روانه وي. د افغانستان غوندې د مولټي کلتوري ټولنې له پاره د زغم کلتور تر نورو ډیر مهم دی.

قانون او اخلاق د اختلاف تنظیموونکي:

په متنوعو ټولنو کې قانون او اخلاقي اصول د اختلاف د مدیریت وسیله ده. قانون باید د ټولو لپاره یو شان وي او اخلاق باید د زور پر ځای د احترام، انصاف او مسئولیت فرهنګ پیاوړی کړي. کله چې اختلاف د قانون او اخلاقو په چوکاټ کې وساتل شي، دښمني نه، بلکې همکاري زېږوي اوپیاوړې کوي.

اختلاف د ځواک سرچینه کېدای شي:

هغه ټولنې چې د انسانانو تر منځ اختلاف په سمه توګه مدیریت کوي، له فکري تنوع څخه ځواک جوړوي. یو څوک فکر لري، بل تجربه، بل مهارت؛ همدا توپیرونه که منظم او همغږي او د ملي ګټو د ساتنې په لوري سوق شي، د پرمختګ محرکه قوه او انجن ګرځي. خو که دا توپیرونه د حذف او تحمیل له لارې یو د بل د ځپلو بهانه او وسیله شي، ټولنه بې اتفاقه، کمزورې، بې‌باوره او وېشلې کېږي.

پایله

په ټولنه کې د نظرونو اختلاف دښمني نه، بلکې طبیعی موضوع ده. دښمني هغه وخت پیدا کېږي چې انسانان د اختلاف د زغملو طاقت او ظرفیت له لاسه ورکړي. سوله، ثبات او ګډ ژوند هغه وخت دوام پیدا کوي چې توپیر ومنل شي، عقل حاکم وي، اخلاق لارښود وي او زور له سیاست او ټولنې څخه وایستل شي.
ټولنې د یو شان فکر په لرلو نه ژغورل کېږي، بلکې د بېلابېلو فکرونو د زغملو په توان پیاوړې کېږي.

05.01.2026