از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

آنانیکه طور مستقیم یا تلویحی در دفاع از پاکستان قرار…

۱-- انهدام حکومت‌ها ؛ -- پیش انداختن شهزاده آمین جان در…

درگیری نظامی میان طالبان-پاکستان

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و…

قراردادهای اجتماعی: پیمانی برای زندگی مشترک !

قرارداد اجتماعی یک مفهوم فلسفی است که تلاش می‌کند توضیح…

جنگ پاکستان و طالب، بازی‌ اوپراتیفی است، حتا اگر ارگ…

محمدعثمان نجیب یکی از مزیت‌!؟ های پیدایش و‌ ابداع شبکه‌های بی‌شمار…

بازگشت افغانستان به بازی‌های جدید ژیوپولیتیک و ناکارآمدی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان لقمه خونینی؛ بزرگتر از دهن طالبان بازگشت طالبان…

محکومیت گستاخی و تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان، بر مبنای…

«
»

د مور د ورځې په ویاړ

نصیراحمد- مومند

۸/۵/۲۰۲۱

پرته  له شکه چې  مور  او  پلار  د انسانی  ټولنو په ژوندانه کې  هغه مهم شخصیتونه دي کوم چې  مور او پلار ،  ، په هره  ټولنه هیواد  او  هر ه کلتور  د  ژوند  په  ډګرکې ډیر  مهم  او  با ارزښت  دی ، شتون  یې د  عزت او  احترام په نظر کتل کیږی. کورنۍ چی د ټولنی او ملتونو د جوړښت لومړنی بنیادی واحد دی د دی واحد معماران او بڼست ایښودونکي او شاه تیران ګڼل ګیږي او ټاکونکی رول لوبوی. او همداسی کورنۍ ده چی د ماشوم د پاره د ښوونی او روزنی د لومړي ښوونځي او پوهنځي حیثیت لری . مور  او پلار  پکښی  د  لومړنیو  ښوونکو  او  روزونکو په حیث ماشوم ته پالنه او روزنه ورکوی ،

دذکر  وړده  چی  دمورنقش اورول دپلارپه انډ  دری  ځله زیات  دی  . لهذا پدی  مهال چی  دمورد ورځی غواړم پخپل وارسره ټولوګرانوافغان میندوته که دهیوادپه دننه دی یا په ، رسما نمانځل کیږی ،دنیکی هیلی اومبارکی په وړاندی کولوسره دمیندو دمقام اومسوولیتونو په اړوند په لنډ ډول نظرواچوم.

زمونږ په افغانی ټولنه او هیوادکښی دموردنړیوالې ورځې هرکال دځانګړي پروګرامونو په ترڅ کی نماځل کیږي اومیندوته د سوغاتونه اودګلانو ګیډۍ په ورکولوسره درناوی کیږي دغه عمل خپله دمور په مقابل دټولنی داحترام اوقدرشناسی یوه څرګنډ نښه او بیلګه شمیرل کیږی .

خودعقیدتی  اواخلاقی ډندوله مخی دموردرنښت  اوعزت یی پرځای اوادا کول نه دیوه ځاصی ورځی یامیاښت یا کال وجیبه ده ، بلکی هره شیبه  اوهره مهال داولادونواوټولنوله ډندو اومسوولیتونوڅخه  ګڼل کیږی . یقیناچه مورډير مهربانه موجوده ،دقدروړاوشتون یی یولوی برکت اونعمت ده. دمورپه کلمه کښی یوډیرښه اوپه زړه پوری غږاوسرود دی دمورکلمه دنړی په سټره قاموس کښی بهترینه معنی او دګیتی په انتخاب شوی او ښایسته سموفونیوکښی ډیرپه زړه پوری غږ ده .

ددنیا دمعرفت په کتاب کښی مورهغه نخبه کلمه ده چه زمونږدهریوی دژوندانه دلاروپه مخ دیوی ښکلی تابلوپه ټوګه قرارلری ، مور،دعشق اوالفت زیږونکی اودمهراوعطوفت پالونکی دی ، مورهغه موجود دی چه دخپل ځان او نفس نه کموی اود وجود دعصاری نه خپل ماشوم روزی . داهغه موجوددی  چه په شهامت اومیړانی له ناخوالیوسره  مشت اوګریوان  دی  ترڅو  وګولای  شی  چی  خپل ماشوم دهررازاړتیا،درد  ورنخ ، ظلم اوبیعدالتی په مقابل کی پیاوړی کړی . مورماشوم دپاره دامن یومضبوط پناه ګاه اولوړحصارګڼل کیږی ، مورماشوم دپاره نږدی غمخور، مونس، مرستندوی  اولومړنی  روزونکی  او پالونکی  دی  . په هره مهال اوهره  ځای  کله چه دمورښکلی اوخوږه  نوم واوریدل  شی  ، ددی  په مقابل کی  سړی  بی  له  ځند  اوپرته له ارادی  ځان  پورولی  اومدیون احساسه وی. ترڅوچه خپل مورترڅنګه لرو، ځانته دنړی شته من ترین شخص احساسه وو. دا موردی کله چه دمینی اوشفقت نه ډ ک اوپه دقت سره ماشوم ته نظرواچوی ، هغه ماشوم په نعمتونواومهربانیوکی دوپیږی . دمورمینی ماشوم سره ملکوتی مینه ده، مونږنشوکولای چه په ژبه یا څولیکلی ښکلی او رنګینه  یا یی ولیکو، خکه چه دموردوجود تقدس له نورهرشی نه زښته ، کلمواو جملوذکرکړواو وستایو ډیراولوړدی  ، خو که خبره لنډ  کړوچه  مورهغه مقدس موجود دی  چه وروسته له الله تعالی  دپاک ذات نه هره ښایسته وصف ورته پرځای او ښکلی دی . دغه ډیرعالی ا وله معنی نه دکی ویل چه :  ۰» بهشت دموردرضا اودمورترقدمونولاندی دی « اویا: جنت که رضای مادران است در زیر قدمهای مادران است یابل ځای کی: ګویند مرا چو زاد مادر پستان به دهن ګرفتن آموخت شبها برګهواره من بیدار نشست وخفتن آ موخت دستم بګرفت و پا به پا برد تا شیوه راه رفتن آموخت پس هستی من زهستی اوست تا هستم و هست دارمش دوست له دی ځایه چی زمونږ پاک دین اسلام یو عدالت پالونکی ټولنیزدین دی اودانسانی ژوند په اړوند په هراړخیز ډول دخیر ، ښیګڼی او انتظام دپاره بشپړجامع عا دلانه آیین او نظام لری ،پدی نظام کښی دښځواوپه خاصه ټوګه دمورمقام اومنزلت ډیرلوړی دی. پرهمدی لړدموراو پلار دحقوقود اداکولواواحترام رعایتولودپاره په قرآن شریف او په نبوی احادیثوکی ډومره تاکیدشویدی چی دنورومسایل او برخوپه پرتله ډیرزیات دی. او په ډیروآیتونو دمختلفوسوروکی والدینوسره نیکی اواحسان کول او ددوی خوښی او رضایت ساتل او خدمت کول وروسته دتوحید او یکتا پرستی او  ، دالله تعالی له حقوقونه ذکرشویدی   چی  دا خپله دهغه داهمیت ، دموراو  پلارحقونه پیژندل  دخداوند تعالی  دحقوقو سره همردیف  راغلی  دی : آیت چه ترجمه یی ولولو فرمایل شوی »۸۳ او اعتبارڅرګند دلیل دی دبقری په سوره کښی د «  . دا خپله » «بغیر دخداوند (نورهیچ شی ) ته پرستش مکوی ، له خپل مورا وپلار سره نیکی وکړی دمور اوپلارداحترام ددرجی بیانونکی دی . همدارنګه حدیث رسول کریم «ص» دابو هریره «رض»نه روایت دی چی ویلی دی :« دحضرت محمدرسول الله « ص» نه یو سړی دری ځله په تکراروپوښتل چه ،ای دخدای «ج» رسوله ! زما ددوستی اوملګرتیا اومصاحبت دپاره څرنګه سړی ښایسته او مناسب دی ؟ حضرت«ص» په دری خله ځواب کی ورته وفرمایل : ستاسی مور .هغه سړی څلورم ځل دپار ه سوال وکړ چه ورپسی څوک ؟ رسول اکرم «ص» وفرمایل : ستاسی پلار .بناء څرګنده شول چه داسلام داحکامو اوعدالت پربڼست دمورحق دپلارنه مقدم ګڼل شوې ده . دیوی ټولنی دخلکو توان اوطاقت دهغی ټولنی دافرادودښایستوب اوپوهنی په معیارپوری اړه لری . چه دا دموردغیږی نه تومنه اخلی اوقوام ته رسیږی  .دشخصیت رشد دموردغیږی نه شروع کیږی اوتکامل کوی . دمورخورا مهمه ډنده داولاد روزنه ده زمونږهیواد پخپله غیږ کی داسی نومیالی میندی روزلی چه لویوډګرونواو دپوهنی نړی ته یی سټراولادونه وړاندی کړیدی .څرنګه چی میندی داوسنی نسل اساسی پالونکی او روزونکی او دهیواددسباجوړونکی دی نو په حقیقت کی دبشری ټولنوواقعی تاداو ایښودونکی هم دی . خو څرګنده ده هرڅومره چه مقام ،حقوق او امتیازات اوصلاحتیونه لوړ او زیاتیږی په هماغه پیمانه  په همدی لړدمیندو دمسوولیتونواو وجیبو د ښه ترسره ، دمسوولیت او ځواب دهی لمن هم پراخیږی کولو په اړه زمونږ په مقدس دین کې ویل شویدی چه په هغومیند ورحمت نازلیږی چه دژوندانه دستونزوسره سره دخپل اولادونو په سالمی روزنه کی زیار باسی او مسوولیت احساس وکړی چی ایمانداره او باعقیده خذمتګار زامن ټولنی اوهیواد ته وړاندی کړی چی دهغی او ټولنی دهوساینی ،افتخاراوسرلوړلی لامل وګرځی. یوبامسوولیته مورماشوم ته دژوندانه سمی لارښیی ، په ژوندانه کی دستونزو په مقابل ورته ټینګاربخښی څوچه دژوندانه په مبارزی او دخپلو انسانی ټولنیزواوملی وجایبوپه ترسره کولو کی بریالی  اوسی  .مورپه جدی  او نه سټری  کیدونکی  ډول  دخپل ماشوم روغتیا  که جسمانی  وی  که روانی اوذهنی څاری او دټولنی دروغتیا اوسلامتیا تاداوایږدی .ځکه چه دروغتیا اساس د ژوندانه دپیل نه ایښودل کیږی . څرنګه چه مخکی هم ذکرشول ماشوم لومړنی زده کړه اوپوهنه له موره اخلی او دا مور ده چه په سړه سینه او مینه اونه سټړی کیدونکوکوښښ او تلاش دخپل اولاد دلومړنیوورځو زده کړی څارنه کوی .همدا ډول داولادوداخلاق پالنه او څارنه دمورله ډندو څخه شمیرل کیږی ځکه چه دشخصیت سټرعنصراخلاق اوهیواد پالنه ده . له دی ځایه چی دمورمقام او منزلت ډیرلوړاوواجب الاحترام دی چه داسلامی آیین او اصولو سره سم دبی احترامی یا ځورولو په وجه باندی اولاد کنهکارکیږی . نوپردی بناءدهغه مسوولیتونه هم دروند دی . هغه میندوچه خپل پورتنی ذکرشویووجایب په څومره چه دمور وظیفی مهمی او درنی   همدومره مقام او منزلت اواحترام ښه ټوګه ترسره کږی په حقیقت ، دی او احساس مسوولیت وکړی کی خپل ټولنی اوهیوادجوړوی اوددایم دیاره پری ویاړی .څرګنده ده ، چی زیاتیږی او لوړلیږی . هغه میندوبختوراوکامیاب دی او تل پاتی ویاړنی ورپه برخه کیږی چه خپلو دغومهمواولوړومقام اوسټرو  ډندوته په  ټوجه  سره دټولنی  اوهیواد  داړتیا  او دزمانی  داقتضاء سره سم خپل اولادونه دتقوااو فضلیت اود خلکو دغوښتنی سره سم چه د هیوادپه درد دوا شی اودا اعتقاد او توان ولری چه دنن اوسبا جوړول ډندو په غاړه لری . انصاف ولری ،دردمن اووطن پالونکی وی ،دخپلو خلکواوټولنی دهوساینی اونیکمرغی دپاره د وروری ، برابری لاره غوره اوعملی کړي.

چون دُرٌگران بهاست مادر

کافرنشوم، خداست مادر

با نص صریح وپاک قرآن

همپایهءکبریاست مادر

برعرش مجید ره گشاید

بنگرکه چه رهگشاست مادر

بررتبه انبیا اگرنیست

درجمله اولیاست مادر

این نام، مقدٌس است، هشدار

پاکیزه و بی ریاست مادر

ای درد کشیدهء زمانه

با درد توآشناست مادر

بنشین که برای حفظ جانت

درهرقدمی به پاست مادر

                    په درنښت