زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

(د افغانستان ستره ملي اجماع) یعنې څه؟

نور محمد غفوري

لنډه یادونه:

د روان کال د جنوري د میاشتې په ۱۹- سمه نېټه مې د هیواد د ملي ستونځو د حل له پاره د ټولو افغاني ملي ځواکونو د اتحاد او ګډ عمل ته د رابللو په منظور یوه لیکنه د سوسیال ميډیا او انټرنيټي پاڼو له لوري نشر ته وسپارله چې د ډیرو سیاسي فعالینو لخوا د ښه استقبال تر څنګ ځینې نورو په دې اړه پوښتنې طرحه کړې دي. هیله من یم چې د دوستانو د ارزښتمنو پوښتنو په اړه به په فرصت سره د خبرو موقع ومومو. یوه فیسبوکي ملګري مې د فیسبوک په تبصرو او د سوالونو په سر کې نیغ په نیغه راته لیکلی چې د افغانستان ستره ملي اجماع یعنې څه؟ زه غواړم په دې لیکنه کې د مینه والو له پاره په همدې موضوع رڼا واچوم. 

ملي اجماع څه شی ده:

اجماع په لغت کې د یوه کار د تر سره کولو له پاره د خلکو لویه راټولیدنه او په یوه نظر اتفاق ته رسیدل دی. (قاموس کبیر افغانستان) یعنې دا چې د یوې ټاکلې موضوع په اړه د خلکو توافق پرته له پټ یا ښکاره ضدیت او مخالفت څخه اجماع بلل کیږی. د اجماع یا اتفاق کلمه په 15 مه عیسوي پیړۍ کې د لاتیني cōnsēnsus څخه رواج شوې چې د “موافقت، رضایت، یو ځای” په معنی دی. نو ملي ستره اجماع د معینو ستونځو د حل له پاره د ټولو هېوادوالو سراسري اتفاق ته ویلای شو. 

 د «اجماع» اصطلاح په سیاسي تیورۍ، حقوقي نظریو، علمي موضوعاتو، تخنیکي نارمونو، دینی  او شرعي مسئلو او داسې نورو ځایونو کې کارول کیږي. په سیاسي تیوري کې د ملي اجماع اصطلاح د بعضو موضوعاتو په اړه د هېواد د ټولو خلکو د نظر اتفاق ته ویل کیږي. ملی ستره اجماع په خاصو حالاتو کې د ځانګړو موضوعاتو د حل له پاره رامنځته کیږي چې ټول سیاسي ګوندونه، ژبني ګروپونه، مذهبي ډلې، قومي شوراګانې، اقتصادي طبقې، نارینه او ښځې، محلی او اتنیکي اتحادیې او نور ټول قشرونه د ټاکلی وخت له پاره د عامو په نښه شوو ستونځو تر حلولو پورې خپلې ګروپی او طبقاتي ګټې شاته وغورځوي، داخلی مبارزو او کشمکشونو ته زور ور نکړي او د سترو ملي ګټو د تأمین په خاطر د سختو ملي مسئلو د حل له پاره یو له بل سره شریکه هڅه وکړي. 

په اوسنیو شرایطو کې د سترې ملی اجماع اړتیا: 

 نن زموږ ګران هېواد افغانستان په خاصو حالاتو کې قرار لري. هغه شل کلن اسلامي جمهوري نظام چې د پردیو استخباراتو عواملو او د شر او فساد عناصرو تر ډیره ورپکې د ناتو تر سیوري لاندې حکومت کاوه، د طالبانو د اسلامي تحریک لخوا ړنګ او سرپرست حکومت جوړ شو. له هېواده د پردیو وسله والو ځواکونو د بې پلانه وتلو او د نیابتي وسله والو جګړو تر ختمیدلو وروسته زموږ هیواد او هیواد وال له یو شمیر داسې ستونځو سره مخامخ دي چې د طالبانو په شمول یې هیڅ یو ځانګړی سیاسی ګوند او تحریک په مطلوبه چټکتیا د حلولو توان نه لري. له همدې کبله ضرورت دی چې ټول افغانان یو بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړي، ستره ملي اجماع جوړه کړي او د افغانستان او مطلوب سیاسي- اقتصادي او اجتماعي نظام د جوړولو له پاره په ګډه لاس په کار شي. 

په اوسنیو سختو شرایطو کې د ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي استقلال او ملي حاکمیت ساتل، د ملت په خوښه د مدون اساسي قانون رامنځته کول او د هغو پر بنسټ د ځواکمن ملي اسلامي دولت جوړول، د خلکو د ژوند د کچې لوړول، په حکومتي چارو کې د قانون مراعاتول، د مسلکي وړتیا او کاري لیاقت د پرنسیپ عملي کول او په بې پلوه خارجي سیاست کې د ښه ګاونډیتوب او د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د افغانانو د ملي ګټو د لومړيتوب پر بنا د سوله ایز ګډ ژوند کولو پرنسیپ مراعاتول او داسې نور زموږ د هېواد له لومړیو ضرورتونو څخه دي. ددې او داسې نورو لویو ملی ستونځو د حل له پاره افغانان سترې سراسري اجماع ته ضرورت لری، تر څو وکولای شي چې د خپلو پوهانو او ماهرانو په جمعي تعقل او د خپلو خلکو په زور له دې سختو ستونځو د وتلو او خپل پایښت او سرلوړۍ ته د رسیدلو لارې وموندلای شي.

27.01.2024