آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

«تشويق» د کار ګمارنې لپاره اغېزمن ګام

 

په داسې حال کې چې دمګړۍ ګڼ شمېر افغان ځوانان له بېکارۍ او د دندو او کار له نشتوالي شکايت کوي؛ اوس افغان حکومت د  کار ګمارني يوه نوې کړکۍ پرانیستې چې موخه يې پر حکومتي دندو د ځوانو کارپوهانو ګومارل دي. دغه کړکۍ هڅونه نومېږي چې په افغانستان کې د کار ګومارنې نوی پروګرام دی.

دغه پروګرام د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سپارښتونو پر بنسټ د چارو د لا ښه پرمختک په منظور د ولس او دولت تر منځ د اړیکو د ټینګولو او پراختیا په خاطر لازمې آسنتیاوې برابروي. په انلاين توګه د کار موندنې لپاره ګټور او اغېزمن پروګرام دی. غوره بېلګې يې د کارموندني او شکایاتو د عرض پاڼود آنلاین فورمونو خپرول دي. دا يو داسې پروګرام دی چې د هرې کچې زده کړې لرونکي شخص لپاره اړونده دنده پيدا کوي. که يو څوک خپلو تحصیلي سندونو ته په پام سره ځان د کار وړ بولی، کولائ شئ خپله لنډه پېژندنه، په انلاين توګه د کارموندنې فورم په ډکولو سره دغې پروګرام ته وليږي او د «تشويق» پروګرام اداره بيا د نوموړي شخص د تحصيلي اسنادو په ارزولو سره، په اړوند پوسټ له ازموينې وروسته ګماري.

د تشويق پروګرام بله ښېګڼه دا ده چې که يو څوک د معيار او قانون په رڼا کې ځان د يو پوسټ حقدار بولي او يا هم کوم شکایت لري؛ کولی شي چې په انلاين توګه د فورم شکايت فورم ډکولو له لارې د تشويق اداره په جريان کې واچوي او خپل شکايت ثبت کړي. د تشويق پروګرام اداره بيا ياد شکايت اروزي او د نوموړي شخص شکايت ته رسيدګي کوي. يعنې د دې اړتيا نشته چې يو څوک له چا د شکايت کولو لپاره نوموړې ادارې ته ورشي او بيا له څو مراحلو طی کولو وروسته په ليکلې بڼه بڼه خپل شکايت ثبت کړي. دلته شکايت کوونکی کولی شي خپل شکايت په انلاين توګه پرته له کومې واسطې او خنډ څخه تر مسولو چارواکو وروسوي.

که څه هم د ملي يووالي حکومت د خپلو ټاکنيزو کمپاینونو په وعدو کې چې د کار د پيداکولو او اشتغال په اړه به يې له ولس سره کولې؛ پاتې راغلی خو د تشويق له پروګرام سره به په دندو د اشتغال لپاره ښه فرصتونه او آسانتياوې برابرې شې. دغه پروګرام هغو هيوادوالو په ځانګړې توګه زده کړي ځوانانو ته چې باور لري چې حکومت کې دندو ته رسېدنه يا د پېژندګلوۍ او يا هم د پيسو بدل کې کېږي؛ فرصت په لاس ورکوي چې خپل حق په اسانۍ ترلاسه او د خپلې وړتيا مطابق په دنده وګمارل شي.

دغه د تشويق پروګرام د ښې حکومتولۍ په لور يو اړين او ارزښتناک ګام دی. د غه پروګرام د ګمارنې یوه شفافه او رڼه پروسه ده چې هر څوک د خپلې وړتيا او پوهې پراساس د آزموینې له اخیستو وروسته دولتي پوسټونو ته ورپېژندل کیږي او ډيری هغه پیاوړي ځوانان په دې اداره کې کار کوي چې د هېواد دننه او بهر څخه ماسټري او دوکتورا په بیلابیلو رشتو کې لري. دغه پروګرام د ښې حکومتولۍ لپاره یو اړین او د ستایلو وړ ګام دی. زه چې په دغه اداره کې دا تکړه ځوانان وینم زما راتلونکې ته هيله مندي زياتيږي او د ښې حکومتولۍ لپاره زه دا یو لوی ګام بولم. زه د ولسمشر دا ګام ستایم  زما وړانديز دا دی چې ټولې دولتي ادارې باید د دغې ادارې له ازموینې او آرزونې تیر شي تر څو په افغانستان کې حق حقدار ته ورسېري. زه خو دا وايم چې آن د والیانو او سفیرانو په کچه باندې باید له همدغې ادارې نه معرفي شي.

له بده مرغه د افغانستان ډیری سفیران، والیان او آن ځينې وزیران مسلکي کسان ندي چې د مسلک او تخصص له مخې معرفي شوي ندي. په داسې حال کې چې باید زمونږ والیان، سفیران او همدارنګه وزیران ټول باید ماسټران او ډاکتران وي او تر څنګ يې کاري پلان ولري، د خپل ولایت، سفارت او وزارت او یا ریاست لپاره برنامه ولري، د افغانستان په رسمي ژبو باندې او کم تر کمه په یوه بهرنۍ ژبه بشپړ د خبرو کولو وړتيا ولري،  په اداري قوانینو باید پوه وي او د کار فزيکي وړتيا ولري څو بدلون راوړي او ولس هم دا احساس کړي چې اوس د متخصصينو  حکومت لرو یا اوس د اداری فساد سره مبارزه کيدلی شي او یا هم اوس عدالت ټينګيږي، او بلاخره ولس مو بايد په دې ډاډه شي چې اوس کار اهل کار ته سپارل کيږي.

اوس چې څوک ځان ته په رښتيا هم پوه، ماسټر، دوکتور او په کار پوه وايې نو دا ګز او دا ميدان، رادې شي او د تشویق پروګرام په آزاده سیالۍ کې دې آزموینه ورکړي او خپله وړتيا دې ثابته کړي. همدارنګه که څوک د هيواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کومه ښه طرحه لري، يو پياوړی او ښه پلان لري نو بیا هم دا ګز دا میدان.  او که څوک داسې پيدا کيږي چې له کومې ادارې يا شخص نه شکايت لري نو بیا هم دا ګز دا میدان، رادې شي او په انلاين توګه دې د تشويق پروګرام له لارې خپله شکايت فورمه ډکه کړي، د تشويق پروګرام دروازې د ټولو هيوادوالو پر مخ خلاصې دي او دا يوه پاکه، شفافه او له هر ډول واسطې خلاصه اداره ده.

لیکنه : خوشحال آصفي