تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

«
»

د مسکو راتلونکې غونډه؛ د افغانستان د پرمختګ لپاره شين څراغ

ټاکل شوې چې د روان ميلادي کال په اپرېل مياشت کې به مسکو د افغانستان د سولې، بيا رغاونې او امنيت په برخه کې د جوړېدونکې غونډې کوربه وي. په دغه غونډه کې به د افغانستان په شمول د نړۍ د ۱۲ هېوادونو استازي ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د ګټې خبره دا ده چې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته چې د افغانستان ستراتيژیک ملګری او د روسيې سياسي سيال دی؛ هم بلنه ورکړل شوې ده. امريکا په دغه غونډه کې د ګډون په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ټینګار کوي چې په دې غونډه کې د دولتونو تر منځ خبرې کېږي او د طالبانو ګډون مطرح نه ‌دی. نوموړي ويلي چې د روسیې حکومت طالبان د یوې ترورېستي ډلې په توګه پېژني او په دې غونډه کې د وسله‌ والو طالبانو له ګډون سره ‌یې هېڅ موافقه نه ده کړې. تر دې وړاندې په مسکو کې د پاکستان، چین او روسیې درې اړخیزه غونډه د افغانستان، امريکا او نورو هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شوې وه ځکه چې د افغانستان په اړه غونډه د افغانستان له ګډون پرته جوړه شوې وه.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو او روسيې ترمنځ اړيکې غښتلې شوې او راپورونه وايي چې روسيه له وسله والو طالبانو سره مالي او پوځي مرستې هم کوي. طالبانو او روسيې هم  د اړيکو لرلو راپورونه تاييد کړي دي. د کندوز پخواني والي انجنير عمر هم ويلي و چې د کندوز ښار په سقوط کې روسيې لاس درلود او د روسيې انجنيرانو په تاجکستان کې د طالبانو پوځي وسايل ترميم کړي دي.

هاخوا بيا ښاغلي اتمر مسکو ته په خپل وروستي سفر کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير په ګډون له يو شمېر روسي چارواکو سره له کتنې وروسته ډاډ ورکړی چې دې هېواد د افغانستان د سولې، ثبات او امنيت په اړه د خپلې هر ډول همکارۍ په اړه د مرستې ژمنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې له وسله والو طالبانو سره د روسيې اړيکو افغان حکومت قهرولی او ياده چاره يې د افغانستان په چارو کې د روسيې مداخله بللې وه.

داسې ښکاري چې ښاغلي اتمر مسکو ته په خپل ورستي سفر کې روسي چارواکي په دې قانع کړي چې په افغانستان کې بدمرغي او جګړې د روسيې تر لمنې هم رسيدلای شي. تر ډيره باور دا دی چې ښاغلي اتمر به مسکو دې ته قانع کړی وي چې که په افغانستان کې اور بليږي نو هرو مرو به يې څپې تر ګاونډيو او د سيمې تر هيوادونو رسيږي. اوس داسې ښکاري چې روسيه به له افغانستان سره په ګډه داسې اقدامات کوي چې دغه اور له خپلو پولو ليرې وساتي.

دلته اوس اساسي ټکی چې د افغانستان لپاره د مسکو د راتلونکې غونډې په ګټورتوب دلالت کوي، هغه په دغه غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته بلنه ورکول دي. که امريکا چې د افغانستان ستراتيژيک ملګری دی؛ په دغه غونډه کې ګډون وکړي نو پرته له شکه چې د افغانستان لپاره به ښه زيری ولري. په دې معنا چې په دغه غونډه کې د امريکا ګډون دا معنا ورکوي چې روسيه او امريکا چې سرسخته سيالان دي او دواړه په افغانستان کې د ښکېلتيا ليوالتيا لري؛ د افغانستان لپاره يې دريځ يو شوی دی. د افغانستان لپاره د امريکا او روسيې دريځ يو کيدل او هغوی په دې باوري کول چې دواړه هيوادونه (روسيه او امريکا) دې افغانستان د سياسي سيالۍ پر ځای د همکارۍ په مرکز بدل کړي؛ د افغانستان په ګټه دي.

مخکې مې هم اشاره کړې وه چې افغانستان له اوږدې مودې راهيسي د نړیوالو سترو قدرتونو تر منځ د لوبو ډګر ګرځيدلی دی. که دا روسيه او امریکا په دې قانع کيږي چې په افغانستان کې د دوی تر منځ له سياسي رقابته په سیاسي همکارۍ کې ګټه ډيره ده نو دا به د افغانستان د پرمختګ لپاره يو شين څراغ وي او نور به افغانستان پخوانۍ ترخې نه ويني.

لیکنه : خوشحال آصفي