آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

آيا پاکستان مسلمان شو؟

د لندن له غونډې وروسته به پاکستان خپل هويت بدل کړي؟

وروسته له هغې چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې ترينګلې او د افغانستان لخوا د پاکستان هرې غوښتنې ته منفي ځواب ورکول شو؛ پاکستان د اړيکو د رغولو په هڅه کې شو. په همدې موخه وړمه ورځ په لندن کې د بریتانیا د ملي امنیت د سلاکار سر مارک لېل ګرانټ په نوښت د کابل، اسلام او لندن تر منځ درې اړخيزه غونډه ترسره شوه. له غونډې وروسته د افغانستان د ولسمشر خاص استازی او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال وايي، په لندن کې د بریتانیا په بلنه د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو خبرې رغنده او مثبتې وې. ذاخېلوال د دوو هیوادونو خبرې نتیجه لرونکې وبللې، ویې ویل چې د دې مهمې غونډې د بریالیتوب په اړه به د افغانستان او پاکستان عام خلک قضاوت وکړي.

په افغانستان کې ورانکاري، د افغانانو وژل، د افغانانو تر منځ نفاق اچول، د افغانانو د ښوونځي او کلنيک سوځول، د پلچک او سړک نړول، دافغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ واقع کيدل، په بيلابيلو پلمو د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړول، په پاکستان کې په بيلابيلو پلمونو د افغان کډوالو ځورول، توهينول او بنديانول او په ټوله کې د افغانستان له بربادۍ مستقيماً ګټه اخيستل؛ د پاکستان اساسي هويت دی. دغه هيواد له جوړيدو راهيسې د افغان وژنې لپاره بيلابيلې پروژې عملي کړي دي او لا هم په دې لاره کې چټک روان دی.

په وروستيو کې چې افغان حکومت د پاکستان پر خلاف کلک سياسي دريځ نيولی او ورسره د هر ډول خبرو له ترسره کولو انکار کوي؛ نو پاکستان له مجبوريته له افغانانو سره د اړيکو د عادي کولو هڅې پيل کړي دي. د لندن اوسنۍ درې اړخيزه غونډه هم د پاکستان او د هغې د سياسي پلار (انګلستان) د همدې موخې يوه هڅه وه. خو بل لور ته چې په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمر ذاخيلوال دغې غونډې ته خوشبينه دی نو دلته اوس پوښتنه پيدا کيږي چې آيا پاکستان له دغې غونډې وروسته خپل اصلي هويت او پاليسۍ بدلولو ته چمتو شوی دی؟

د لندن له غونډې د ښاغلي ذاخيلوال د خوشبينۍ لامل څه دی؟
دا چې ذاخېلوال وايې چې د دغو خبرو هدف دا و چې د تروریزم پر ضد د ریښتینې مبارزې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر میکانیزم سلا وشي او دغه راز د دوو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د روان کړکېچ او بې باورۍ د پای ته رسولو لپاره پر اقداماتو موافقه وشي؛ نو اوس په افغانستان کې د پسرلي رارسيدل به روښانه کړي چې د ښاغلي ذاخېلوال د خوشبينۍ په ځای وه او که بې ځای.

معمولاً په افغانستان کې د پسرلي په راتګ سره جګړه له سره زور اخلي او د وسله والو طالبانو بريدونه نوی رنګ خپلوي. اوس له پسرلي وروسته به څرګنده شي چې آیا طالب د پاکستان د ګټو وسيله ده؛ بيا به هم خپل وحشت ته دوام ورکوي او که د لندن غونډې پريکړه پرې اغيز کوي؟ آیا طالب ته به اوس له افغان امنيتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال له کوټې او اسلام آباده مرسته بنده شي؟ څرګنده به شي چې آیا پر افغان خاوره د پاکستان توغنديز بريدونه بنديږي؟ آیا د افغان کډوالو او سوداګرو پر مخ به د پاکستان له لوري تړل شوې دروازې پرانستل شي؟ آيا په پاکستان کې به د افغانانو او پښتنو بنديانول، سپکول او ځورول بند شي؟

که د پورته يادو شويو پوښتنو له جملې څخه يواځې څو ته يې هم مثبت ځواب پيدا شو نو بيا به معلومه شي چې رښتيا هم د لندن غونډې ته د ښاغلي حضرت عمر ذاخېلوال او يا په ټوله کې د افغان حکومت خوشبيني سمه ده، او که ځواب منفي و نو بيا د ذاخيلوال په ګډون افغان حکومت هسې تشه هوا ګزوي چې له پاکستانه د خير تمه کوي او يا يې اړوند غونډو ته خوشبيني ښيې.

لیکنه : خوشحال آصفي