آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

پاکستان لوبه وکړه؛ خپل ليست يې عملي خو زمونږ يې هير کړ

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان په لاهور ښار او سند ايالت کې خونړي ترهګريز بريدونه ترسره شول؛ پاکستاني حکومت له افغانستانه د یو شمېر پاکستاني ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه وکړه. وروسته افغانستان هم پاکستان ته ورته لیست وسپاره. په دغه ليست کې د ۳۲ هغو تروریستي مرکزونو نومونه هم ياد شوي چې په پاکستان کې دي او د افغان حکومت پر ضد په کې تروریستان روزل کیږي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې په دغه ليست کې په تکراري ډول د حقاني شبکې په شمول د طالبانو د مشرانو او نورو تروریستي ډلو د ۸۵ چارواکو چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د جنایتونو د ترسره کولو مسئولیت ور ترغاړې دی هم پاکستان ته تسلیم شوی تر څو پاکستان د هغوی په نیولو او افغانستان ته د هغوی سپارلو کې اقدام وکړي.

پاکستان افغان حکومت ته د ورکړل شويو ترهګرو ليست مساله جدي ونيوله خو د افغانستان لخوا د ورکړل شولو ترهګر ليست يې هیر کړو. تيره ورځ افغان حکومت ۴۹ بندیان پاکستان ته وسپارل خو پاکستان د افغانستان لخوا په ورکړل شوي ليست غوږ هم ونه ګرولو. د ټي این این د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو ۴۹ تنه پاکستاني اتباع په بېلابېلو جرمونو له نیولو وروسته ورسپارلي دي. د افغانستان حکومت تراوسه د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ته د ۴۹ تنو پاکستاني بندیانو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، حکومت په ملګرو ملتونو کې له پاکستان څخه شکایت ته چمتووالی نیولی او که چېرې دغه هېواد له افغانستان سره خپله رښتینې همکاري په عمل کې ثابته نه کړي، رسمي شکایت به ترې وکړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد ويلي « موږ انتظار باسو څو پاکستان له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې ښه والی راولي او د هغو ترهګرو لېست مو چې ورته سپارلی پر وړاندې یې اقدامات وکړي که چېرې بیا هم پاکستان د تل په شان ژمنې وکړې او عملي ګام یې پورته نه کړ زموږ وروستی اقدام به دا وي چې په ملګرو ملتونو کې له دې هېواد نه رسمي شکایت وکړو»

که څه هم انګيرنې دا دي چې په پاکستان کې وروستي خونړي بريدونه پخپله د پاکستان حکومت او استخباراتو پلان کړي و چې نړيوالې ټولنې او امريکا ته وښايې چې دوی د ترهګرو پالونکي نه بلکې پخپله د ترهګرۍ قرباني دي؛ خو اصلي موضوع دا نده چې بريدونه چا کړي دي.  په پاکستان کې بريدونه که حکومت او استخباراتو کړي وي او که وسله والو ترهګرو، خو د بحث وړ موضوع د يادو بريدونو تور په افغانستان پورې کول او بيا افغان حکومت ته د پاکستاني ترهګرو ليست ورکول دي چې بايد پاکستان ته يې وسپاري. افغانستان ولې پاکستان ته بنديان چې ګمان کيږي وسله وال ترهګر به وي؛ وسپارل خو پاکستان د افغانستان لخوا د ترهګرو د ورکړل شوي ليست په اړه هيڅ اقدام ونه کړ؟

پاکستان ته د افغانستان لخوا د ۳۲ تروريستي مرکزونو او ۷۵ ترهګرو د نوملړ له ورکړې وروسته په کابل کې ترهګريز بريدونه وشول، د بغلان ولايت د تاله و برفک ولسوالۍ سقوط شوه، د لغمان ولايتي چارواکو په وينا د دغه ولايت د مرکز د سقوط هڅه وشوه او همداشان د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ترهګريز بريدونه ترسره شول. باور دا دی چې دا ټول بريدونه د پاکستان په اشاره ترسره شوي او موخه يې دا ده چې افغان حکومت بوخت وساتي او پاکستان ته د ترهګرو د ورکړل شوي نوملړ مساله شاته وغورځوي.

اوس چې پاکستان له افغانستان سره لوبه وکړه او خپل کار يې وکړ او زمونږ په ليست يې سترګې پټې کړې نو افغان حکومت بايد خپل جديت وښيې. اوس چې افغان حکومت ګواښ کړی که پاکستان د افغانستان لخوا هغوی ته د ترهګرو د روزنځايونو او ترهګرو د ورکړل شوي ليست په اړه لازم اقدامات ونه کړي نو ملګرو ملتونو امنيت شورا ته به شکايت وکړي؛ پر ځای ګواښ دی او بايد عملي شي. که څه هم افغان حکومت په تير کې هم ورته ګواښونه کړي خو تش ګواښ پاتي شوي او عملي شوي نه دي،  اما دا ځل بايد حکومت خپل جديت وښيې او ملګرو ملتونو امنيت شورا ته دې شکايت وکړي. که داسې ونه کړي نو د ولس له پراخ غبرګون سره به مخامخ شي.

لیکنه : خوشحال آصفي